INSAN Magazine

کتاب ته کتنه: خدای‌ډوله انسان - پنځمه برخه

د جدي ۱۵مه ۱۴۰۲

 

عجیبه جوړه

 

د انساني ټولنو د پایښت بنسټونه همدا داستانونه دي. تاریخ وښوده چې د نړۍ لوی لوی کارونه د همدغو خیالي موجوداتو په حکم او درناوي کې ترسره شوي دي. له بده مرغه د دغو داستانونو مانا دا شوه چې د دې پرځای چې انسانان د خپل ژوند د سمون او ښه کېدن لپاره هڅې وکړي، عمر او شتمني یې په دې ولږېده چې د هغه خیالي واقعیت او نشته موجود جلال او ستاینې وکړي.

||

دا مسأله نن څنګه ده؟ نن هم همداسې ده؟ په پیلني او ساده نظر کې ښکاري چې نن علم له پخوا نه ډېره وده کړې او هغه اسطورې یې لږ تر لږه پېژندلي چې اسطورې دي. د ځینو توپیرونو له ساتنې سره سره له بده مرغه باید ووایم چې کیسه همسې ده. علم هم چندان کار نه دی کړی، علم د لوبې قواعد بدل کړي مګر

||

(واقعیت یې د افسانې پر ځای نه دی کېنولی). د کمپیوټر او جنټیک انیجنیرۍ په مرسته به د خیال او واقعیت رنګونه پیکه شي او سره لا به یې تفکیک سخت شي. ځکه انسانان کولی شي واقعیت له خپلو خیالاتو سره برابر جوړ کړي او بیا یې ورغوي.

که په مصر کې د فراعنه­ؤ د تلپاتې کېدو لپاره یې د هغو مړي مومیايي کول، دلته علم نن د ځینو خواصو لپاره د تلپاتې کېدو یا د تل ځوان پاتې کېدو درمل جوړ کړي او له وړوکي تمسې (تمساح) نه لویه او څو برابره لویه تمسه جوړوي. نو د علم ودې له ځینو ادیانو او خرافاتي افسانو سره داسې مرسته کړې چې هغوي یې څو برابره قوي کړي. یو ځل بیا به هغې ځوروونکې پوښتنې ته ورګرځو: نوي علوم له دین سره څه اړیکې لري؟ په عملي لحاظ علم او دین سره هغې جوړې (نر او ښځې) ته پاته کېږي چې پنځه سوه کلونو کې سره نه دي جوړ راغلي او یو بل سم نه پېژني. نارینه خپلو خیالونو کې دی او ښځه د یوه شاهزاده د غولولو په خیال، مګر بحث دا دی چې څوک باید دا کثافات له دروازې د باندې کېږدي (ک ش: ۲۲۳ مخ).

میکروبونه او شیطانان

د هر دین لارویان داسې ګومان کوي چې همدوي په حقه دي. لېبرالان او کمونیستان او د ځینو نویو نظامونو لارویان نه خوښوي چې خپل مسلک ته دین ووايي. که کمونستانو ته مذهبي ووایاست هغوي ګومان کوي چې تاسو یې په هغو خوبونو، خیالونو او ړندو چلندباورونو تورنوئ چې دوی ترې بېزار دي. هغوي پر یو ډول اخلاقي سیسټم باور ته خلک رابولي چې له بشري کچې پورې دی او پر خلاف یې درېدل بده راتلونکې لري. مارکس به د پانګوالۍ پای ته رسېدنه حتمي بلله او د کمونیزم او سوسیالیزم راتګ یې هم ضروري او دا یې حتمي قانون د طبیعت باله. له دې نظره مسیحیت او کمونیزم چندان توپیر نه لري. د منځنیو پېړيو اروپا کې کاتولیک کلیسا اعلان وکړ چې خدای له شتمنو سره مینه نه لري. عیسی به ویل چې د شتمن سړي جنت ته ورتله داسې دي لکه اوښ چې د ستنې له سپمه اړوې. شتمن به یې ډارول چې همدا به یې د دوزخ اور شي. مګر کمونیزم دا خلک په دې دنیا کې د طبقاتي تضاد او ټکر له بدو پایلو ډاروي(ک ش: ۲۲۶ مخ).

په دېرو تعریفونو کې دین له خرافاتو، یا معنویت، یا پر طبیعت­پورې ځواکونو باورمندي یا پر خدایانو باور درلودل دي، مګر دین له دغو هېڅ یو هم نه دی. دین وايي موږ د یو شمېر اخلاقي قواعدو تابعیت باید وکړو چې خپله مو نه دي جوړ کړي. هیندیان یې د خپلو پخوانیو مذهبي مشرانو بولي، مسلمانان یې له پیغمبره او مسیحیان یې له عیسی او نورو مذهبي مشرانو ګڼي چې دغه قواعد یې کشف کړي چې له طبیعته پورته دي او ترې سرغړاوی به مو غرق کړي.

د نن ډاکټران د ناروغۍ لامل پر هغو پټو ناښکاره مکروبونو غورځوي چې په وینه او بدن کې شته دي، د ووډو مذهب کاهنان بیا دا د هغو شیطانانو کار بولي چې زموږ په بدن کې پټ شوي دي. څه فرق کوي؟ (ک ش: ۲۲۶ مخ).

 

که بودا مو ولېد ...

هغوي چې دین د معنویت مسیر بولي، رنځوونکې ده ورته چې وویل شي دین د ټولنیز نظم او انسجام وسیله ده. مګر څومره چې د علم او دین تر منځ اړیکه نازکه ده همغومره د دین او معنویت تر منځ دا درز ډېر لوی دی. دین له خدای سره معامله ده او معنویت سفر دی.

معنویت اږده مګر کړوېدلی تاریخ لري. د معنویت له منځه وړونکي پخپله ځینې حتا ادیانو مشران او منځ ته راوړوونکي ول. دوآلیزم انسانانو ته هم د روح او هم د جسم سفر ښوده. یو خوا ته خدای وه چې پاک روح یې ورکړی او فضیلت یې په نښه کړی وه او بلې خوا ته شیطان وه چې د شهوت او قدرت او جسمي بوختیاؤ له لارې یې خپل لوری قوي کاوه. بودا د معنویت چې له مادیاتو سره هېڅ روغه نه لري، نښه ده او ویل کېده چې بودا په لاره درغی نو له منځه یې یوسئ یانې که بودايي معنویات درته پیدا شول چاره یې وکړئ (ک ش: ۲۳۰ مخ).

په وروسته کې هغوي چې د همدې کبله په دین کې د اصلاحاتو پلویان ول، هغوي د دین د معنوي برخې په لرې کولو سره نوي قواعد او مناسک راوړل. دا تجربه ډېره تاریخ کې تکرار شوې او هر ځل د وروستي اصلاحګر په نامه ډېر نور څه جوړ شوي چې یې په نامه پاتې شوې دي.

 

جعلي خدای

د دین او علم په هکله لږ تر لږه دوه افراطي باورونه شته: اول دین او علم سره له ځایه دښمنان بولي. علم د دین تیارې روښانوي او د خرافاتو په وړاندې فکر جوړوي. عقلاني کېدل زیات شول او ورو ورو دیني باورونه په علمي لاسته راوړنو کې حل کېږي او ورکېږي. سره د دې چې هره ټولنه او هر تصمیم نیوونکی بنسټ د علم تر څنګ دین او اېډیالوژۍ ته هم اړتیا لري.

بله لید د دغه په وړاندې دی او د دین او علم لوري او ځایونه بېل بولي. علم واقعیتونه بررسي او دین د ارزښتونو خبرې کوي. یو د بل په کار او ځای کې څه د ویلو لپاره نه لري. کېدی شي دا دریځ منطقي ښکاره شي خو د دین په پوهه کې غلطي لري. علم خو له واقعیتونو سره سر او کار لري، مګر دین ځان یوازې د اخلاقي احکامو پورې نه محدودوي. دین هېڅ کوم معقول لارښود نه شي کېدی مګر دا چې د واقعیتونو په هکله هم ادعاوې مطرح کړي او دقیقا همدغه ځای د علم او دین د ستونزې ځای دی. د دین ډېرې مهمې برخې یوازې اخلاقي نه دي نورې دعوې دي چې واقعیت سره اړیکې لري یا واقعیتونه دي: لکه خدای شته، په آخرت کې ګناهکاره انسانان دوزخ کې عذابېږي، مقدس کتاب د خدای دی نه د انسانانو، پاپ هېڅکله نه تېروځي؛ دا ټولې واقعیت پورې اړوندې ادعاګانې دي(ک ش: ۲۳۴-۳۵ مخونه).

||

دلته زموږ شرقي هیوادونو روش په دې هکله بېل دی. موږ په هر صورت د دین او علم په بررسۍ کې د هغو محتوايي څرنګوالي ته ګورو. علم د ساینس او معرفت په ماناګانو له دین سره بېل بېل ځایونه اخلي. یو یې کېږي کلي چې عرفان یې هم یوه بڼه ده، بله کېږي وړه او نه چندان ارزښمنه چې په فخر الدین رازي او ابن سینا او ځینو نورو کلاسیکو مسلمانو پوهانو یې ور بشپړوو. ستونزه دا ده چې دا پوهه چې مسلمان منځ ته راوړې، باید عقل یې هم مسلمان وي یا تجربې یې هم مسلمانې وي؟

له بلې خوا د دین په وړاندې ټولې شرقي ټولنې د شتمنۍ او تاریخي تجربې او حتی ذات احساس کوي، نو ځکه یې په اړه قضاوت او بیا داسې قضاوت ورته آسان نه دی. د همدې لپاره یا عقده­یي ځوابونه لرو یا پراخ توصیفي او تأییدي چې حتی اسلامي شفاخانو او اسلامي څوکیو او اسلامي تمځایونو پورې رسېږي. په هر حال، دلته د هراري بېلاوی دا مرسته کوي چې په لویه کچه علم او دین سره حتی تر موضوع، روش او اهدافو هم هاخوا پام کې ونیسو.

||

 

مثلا د سقط جنین (ماشوم غورځونه) یوازې اخلاقي مسأله نه ده بلکې واقعي ده. د انسان د ژوند پر تقدس باور درلودل، د ژوند د پیل پر مودې او نېټې باوردلول وضعیت بدلوي. آیا د انسان ژوند له څه وخته پیلېږي؟ له نطفې؟ له څه مودې وروسته؟ له زېږېدو وروسته یا که د اینوئیټ قوم په باور له نوم کېښودنې وروسته د انسان ژوند پیلېږي. کاتولیک چې ځان ډېر مهربانه مذهب بولي، هغه مهال یې وګورئ چې د اعدام د لرګي لاندې د کوم کس د وژلو یا ژوندي سوزولو حکم کوي! دا له اخلاقي مسائلو سره د واقعیتونو ګډول دي چې که جدي وکتل شي هرکله درې برخې لري:

  1. اخلاقي احکام لکه د انسان ژوند مقدس دی.
  2. د واقعیت په هکله ادعاګانې لکه د انسان ژوند د نطفې له تړل کېدو پیلېږي.
  3. له واقعيت اړوندو ادعاګانو سره د اخلاقي احکامو ګډول لکه هېڅکله حتی یو ورځنی جنین هم باید سقط نه شي.

علم د اخلاقي احکامو چې دین جوړ کړي او راوړي، په هکله څه نه وايي. خو متخصصین په خپلو برخو کې ډېرې دقیقې او پرځای خبرې لري لکه مثلا بیولوژیسټان د نطفې د انعقاد په هکله بحثونه لري او دا چې په لومړۍ اونۍ کې هغه نطفه عصب لري که نه، درد احساسوي او که نه یا داسې نور بحثونه(ک ش: ۲۳۵ مخ).

یو تاریخي مورد یې د مثال په توګه شته چې علمي- تاریخي هڅو او لاسته راوړنو خام کړی او له کاره یې غورځولی. هغه مهال پېړۍ چې پاپ لوړ سیاسي واک درلود، خپل اقتدار یې په تاریخ کې یو سند پورې اړوند کول چې کیسه یې د ۳۱۵ میلادي کال د مارچ ۳۰ مې پورې ورګرځي چې د روم امپراطور یو داسې فرمان لاسلیک کړ چې حکومت د روم د غربي امپراتورۍ یوه برخه په دایمي توګه پاپ لومړي سلوسټر او وارثانو ته یې وربښي. دا د قسطنطنیې ډونېشن په نامه وه چې پس له ډېرو څېړنو غلط وخوت او په تاریخي لحاظ زښت د خندا وړ ثابت شو. ۱۴۴۱ کې یو کاتولیک کشیش لونټسو واللا په نامه چې ژبپوه وه دا سند غلط او جعلي وباله. هغه تاریخ او سند کې دوه کاله وړاندې وروسته غلطي او مفهومي ستونزې وې چې علم ثابتې او روښانه کړې (ک ش: ۲۳۷ – ۲۳۶ مخونه).

 

سپېڅلي احکام

ادیانو د اخلاقی احکامو او د واقعیت اړوند ادعاګانو تر منځ کړوونکې مغالطه کوي. بیا یې بېلول سخت کار وي. مثلا واقعیت پورې دا اړونده ادعا چې «خدای پخپله مقدس کتاب لیکلی» په داسې اخلاقي حکم بدلېږي چې «باید باور وکړئ چې خدای پخپله مقدس کتاب لیکلی». شک درلودل به کبیره ګناهونو کې حسابېږي. داسې ګډونو سام هریس غوندې فیلسوفان دې استدلال ته درولي چې ووايي ټول انسانان یو متعالي ارزښت لري: د درد او رنځ کمول او د سعادت او نېکمرغۍ زیاتول. او ټول واقعیت­محوره اخلاقي جنجالونه پر هغو روشونو دي چې د خوشبختۍ د زیاتولو لپاره ډېر اغېزناک دي (ک ش: ۲۳۹ مخ).

 که د هریس خبره ومنو هم دا ستونزه شته چې تر اوسه د نېکمرغۍ لپاره هېڅ ډول معیار نشته، د آګاهۍ اسرار لا پټ دي، او حتا دلته نېکمرغي کمېدونکې او زیاتېدونکې ګڼل شوې چې آیا همداسې به وي او که نه، مالومه نه ده. ښه اصل بحث کې له دین پرته د لویو ټولنو د نظم ساتنه ممکنه نه ده او د همدا دین له علمي څېړنو سره په اخلاقي برخو کې مرسته کوي (ک ش: ۲۴۰ مخ).

 

د کودګرې ښځې ښکار

د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ اروپا له دیني نظره متعصبه او یوازې د حاکمې ډلې په ګټه به وه، سخت به پکې ناباوره خلک عذابول کېدل، قاهره او استانبول یو څه ښه وو سره د دې چې عثماني امپراطورۍ خپل کار کاوه. اما علمي انقلابونه په همسې کلکو او ناآزادو ځایونو کې منځ ته راغلل نه استانبول او قاهره کې.

داسې ټولنو کې چې یهودان او مسلمانان به یې له منځه ویستل کېدل، مرتد خلک به یې سوزول، هره زړه ښځه به چې پیشو ورسره وه، کوډګره بلله او هره میاشت به یې یو نوی مذهبي جنګ په لاره اچولی وه، همداسې ټولنو کې علمي انقلاب منځ ته راغی(ک ش: ۲۴۱ مخ).

معمولا د موډرنېټې تاریخ د علم او دین د جنجال تاریخ بولي. دا دواړه خو له نظري اړخه د حقیقت مینه­وال دي، خو د دې لپاره چې هر یو د یو بېل حقیقت په خوا دي دایمي کشمکش او لانجې سره پالي. اصل کې خو نه دين او نه علم دومره د حقیقت پلویان دي چې ورته له جنجاله لاس وباسي او سره ګډې مصالحې ته ورسېږي. دین د ټولنې د جوړښت او نظم ساتونکی او پلوی دی، او علم د قدرت غوښتونکی دی چې ناروغي او جګړه ورسره غواړي ختمه کړي. دین او علم پرته له هر ډول ښو ښو خبرو چې یې کوي، عمل کې نظم او قدرت ته ډېره توجه لري (ک ش: ۲۴۱ مخ).

نو د حقیقت همېشنی لټون همغه معنوي سفر دی چې د علمي او دیني تشکیلاتو په چوکاټ کې نه ځایېږي او نه شي پاته کېدی. په دې توګه ښه دا ده چې اوسنی تاریخ د علم او یو نوي دین (اومانیزم) تر منځ د قرارداد تنظیمول وګڼو. نوې ټولنه د اومانیزم احکام مني او له علمه غواړي چې دغه فرامین ورسره تطبیق کړي (ک ش: ۲۴۲ مخ).

په یوویشتمه پېړۍ کې ډېره ممکنه نه ښکاري چې دا اړیکه دې بریالۍ شي او یا دې وساتل شي. لا په همدې بهیر کې داسې نوی قرارداد هم کېدونی دی چې د علم او یو نوي دین (پُسټ  اومانیسم) تر منځ به وي. راتلونکو دوه برخو کې د نوي قرارداد او اومانیزم بحث کوم او بیا وروستي بحثونه (ک ش: ۲۴۲ مخ).

||

دا وروستی عنوان او بحث یې یوازې د مفهوم د رساوي لپاره د کوډګرې ښځې تر څنګ د تورې پیشو شتون انځور را اخلي. همغومره چې دیني سرچینې پر ظاهري سینګار ټینګار لري همغومره یې مخالفینو او بې­دینانو یوازې وړې نښې ته کتل چې یو کس افراطي مذهبي وبولي. زموږ ټولنه هم د ږیرې، لونګۍ، سپینو کالیو، تسبو او مسواک سره همدا وضعیت لري. دا ساده نښې چې حتی کولی شي عرفي هم واوسي، تر مانځه او ختمونو ډېر د وګړي په دیندارۍ کې حساب شي او اړیکې ورسره بڼه واخلي.

||

شریک کړئ