INSAN Magazine

کتاب ته کتنه: خدای‌ډوله انسان - درېیمه برخه

د جدي ۱۵مه ۱۴۰۲

 

د انسان جوهر

 

 

ماته په پوهنتون کې له محصلینو سره پر دغې موضوع د بحث بهیر را په یاد شو. هلته مو سره مطرح کړه چې د انسان هغه خواص یا جوهر چې دی پرې انسان دی، څه دی؟ پېژندلی یې شو؟ اکثرو یوه درنه مغالطه کوله. د جويل شارون د کتاب له لسو پوښتنو یوه همدا ده چې د انسان جوهر څه دی؟ هلته دا پوښتنه فلسفي نه، بلکې ټولنیزه مطرح ده. په هر حال، د هغه تبصره به هم وکړو اما د هراري بحث را نیسو.

 

هوښیار انسان په نړۍ کې یوازنی ځواکمن ژوی دی. او خوښېږي یې چې داسې فکر وکړي چې له اخلاقي نظره یې هم ژوند له ټولو نورو موجوداتو، ژویو او حیواناتو لوړ دی. اما چندان مالومه نه ده چې آیا قدرت حقانیت منځ ته راوړي؟ امریکا متحده ایالات تر امریکا ډېر قوي دی، مګر دا همدا مانا لري چې د امریکايیانو ژوند د افغانانو تر ژوند ډېر ذاتي ارزښت لري؟ (ک ش: ۱۳۰ مخ).

په عمل کې همداسې ده، د یوه امریکايي د زده کړې، روغتیا او امنیت لپاره چې څومره لګښت کېږي هغه د یوه افغان تر ژونده ډېر زیات دی، دا شان د یوه امریکایي په وژل کېدو چې کوم نړۍوال غبرګون ښودل کېږي، هغه د افغان تر وژلو نه راپورته کېږي. اما دا یوازې د قدرت د جیوپالیټیک نابرابر توازن نتیجه ده. افغانستان پر نړۍ لږ اغېز لري ځکه لږ پام کې نیول کېږي. اما د افغانستان په توره بوره کې د یوه ځلمي ژوند هماغومره سپېڅلی دی چې د یوه ماشوم په بورلي هیلیز کې(ک ش: ۱۳۰ مخ).

د پورتنۍ پوښتنې لپاره د سنتي یولاسی ځواب دا دی چې «یوازې هوښیار انسانان تلپاتې روح لري». د دې لپاره چې بدن یې خاورې کېږي او روح یې ابدي دی، خوک او چرګ او زمری خو روح نه لري، نو ځکه تلپاتې روح د ډېر ارزښته برخمن وي (ک ش: ۱۳۱ مخ).

دا د پېریانو او ارواؤ کیسې د ماشومانو نه دي، ملیاردونه انسانان ورسره ژوند کوي او دا یې په عادي توګه منلې چې نور ژوي د خوړو، کار او حتی د تفریح او سات­تېرۍ لپاره ووژني.

خو لابراټوارونو خو هم هغه روح په حیواناتو کې نه دی تشخیص کړی چې انسان یې دعوا لري، او لا هم کوښښ پکار دی چې انسان کې اول ثابت کړی شي (ک ش: ۱۳۲ مخ).

د روح بحث په مذهبي ټولنو او متعارفو پوهو کې دوام لري. په دې هکله بهترینه جمله دا ده چې «روح د لرغونې نړۍ یادګار دی». ادیانو ډېر ویلی، خو اثبات یې نه کېږي. خوب او تخیل خو نن د روح د اثبات لپاره ښې لارې نه دي. ټولنیز علوم په دې هکله نسبیت یوه پراخه زمینه بولي چې وګړي پکې د خپلو ټولنیزو ډلګیو له ممبره خپل نظرونه وايي. په افغانستان کې شیخ آصف محسني یو کتاب د روح په هکله لري چې هڅه یې کړې له علمي اړخه هم روح ثابت کړي، او زما په آند ناکامه هڅه ده. د مذهبي انسانانو لپاره روح په دې خاطر یوه ایماني پدیده ده چې مقدسو متونو کې راغلې، او له بلې خوا د بدن متافزیکي تړون اثبات کړي. د بدن په اړه قضاوت همغه وخت تاریخ کې ممکن شوی چې روح فرض ګڼل کېږي.

هراري د ساینس له حوزې د روح په هکله نظر وړاندې کوي چې مالومه ده هغه هېڅ د خبرو ځای نه پاتې کېږي.

 

له ډاروینه څوک ډارېږي؟

د ګالوپ د مؤسسې د یوې نظرسنجۍ (۲۰۱۲) له مخې ۱۵ سلنه امریکاییان مني چې هوښیار انسان د طبیعي غوراوي په بهیر کې پرته له خدایه داسې جوړ شوی؛ ۳۲ سلنه باور لري چې انسان د نورو حیواناتو تکامل موندلی موجود دی او خدای داسې جوړ کړی؛ ۴۶ سلنه خلک پر مقدس کتاب باور لري او هغه روایت مني چې خدای انسان په دغه بڼه چې دی جوړ کړ.

دا درې کاله لوړې زده کړې پر دغه باور هېڅ اغېز نه درلود. حتی همدلته د انساني علومو له برخې ۴۶ سلنه مني چې د الهي کلام خبره سمه ده؛ یوازې ۱۴ سلنه فکر کوي چې په انسان جوړونه کې خدای ونډه نه درلوده؛ حتی د ماسټرۍ او پي اچ ډي ډاکټرانو کې ۲۵ سلنه پر انجیلي روایتونو باور لري (ک ش: ۱۳۲ مخ).

سره له دې چې متعصب مذهبيان د تکامل د نظریې د ښوونې مخنیوی کوي، او ښوونځیو کې اجازه نه ورکوي چې خالصې زده کړې وشي. د نسبیت او د کوانټوم د نظریې لپاره دومره مخالفت نشته لکه څومره چې د تکامل لپاره شته، د دې لپاره چې هغه نظریه تر ښه بریده ساده او روښانه ده. مګر د نسبیت او کوانټوم د نظریو له مخې دا ممکنه ده چې زمان او مکان را وګرځول شي، یا یوه پيشو یو وخت کې هم مړه وي هم ژوندۍ. خو څوک نشته چې د معصومو ماشومانو او زده کړیالانو په وړاندې د داسې خرافاتو مخنیوي وکړي. ولې؟

د دې لپاره چې نسبیت نظریه د هېڅ حاکم ارزښت په خلاف نه دي. هېڅ چاته یوه ذره هم مهمه نه ده چې زمان او مکان مطلق دي که نسبي. برعکس داروین خو موږ له روحه خلاص کړي یو. حتی د هر انسان ذاتي­توب یې ورته له منځه وړی، نه یوازې مسلمانان او مسیحیان له کار غورځوي(ک ش: ۱۳۳ مخ).

تکامل نظریه دا خیال له منځه وړي چې شخص یا ذات د هغو خواصو مجموعه ده یا یو جوهر دی چې د زمان او مکان تر اغېز نه راځي یا لږ تر لږه نه تجزیه کېږي. یا روح یې نه تجزیه کېږي او همغه چې دی همغه به وي. نو په دې توګه هیله همدا ده چې له مړینې پس به هم همدا جوهر وي او همداسې بڼه (ک ش: ۱۳۴ مخ).

دا شان تکامل نظریه په یوه وار پیدایښت هم ردوي. امکان نه لري چې سترګې دې په یو وار له دومره پېچلي ترکیب سره په داسې بڼه جوړې شوې وي، او له بېرته ورکېدو یې ښکاري چې څنګه تجزیه کېږي. نو انسان هم له نورو ژویو سره د وړو سلولونو او اجزاؤ له ترکیبه جوړ دی او همداسې به له منځه ځي.

اوس روح څنګه؟ هغه هم یو وخت لږ او وړوکی وه او بیا یې تکامل کړی؟ نو دا خو یانې ورح تجزیه کېږي. اصلا داسې څه فکر په تکامل نظریه کې د منلو نه دی (ک ش: ۱۳۵ مخ).

بیولوژي نه شي واضح کولی چې دا جسم لرونکی انسان چې ترکیب او په مکان او زمان کې مکمل شوی، ناڅاپه روح ومومي. د تکامل د نظریې له مخې د انسان جوهر ته نژدې څیز هغه ډي ان اې ده او دا قضیه ډېری هغوي وحشت کې غورځوي چې د تکامل نظریې په منلو سره یې روح له لاسه وځي (ک ش: ۱۳۶ مخ).

 

د ټولنیز تکامل نظري زمینه­یي بحث منزوي ټولنپوه هربړټ اسپنسر د ټولنې او ژوندي موجود په پرتله کې وړاندې کړ. هغه هم د چاپېریال توکي او موجودات د ټولنې پر نظم او روان باندې اغېزناک وبلل او هم یې په لویه کې د یوه ډول خوځنده نظمه اغېزمن وګڼل. د ډاروین له طبیعي غوراوي پوهېدل کېږي چې د دغو دواړو تر منځ ځانګړې تیوریکي اړیکې شته. ځینې نیوکې لري چې دا هېڅ له یو بل سره اړیکې نه لري.

د ډاروین د نظریې له مخې طبیعت د یو ډول بشپړېدونکي بهیر اوږده ده، او همدغه شان په ټولنه کې ترې برداشت شوی. د دې له مخې ټولنه کې لاسوهنه ښه نه ده او باید د تکامل قوانینو ته درناوی وشي. زورواکي او ځیرک وګړي، ځان له سختو او ننګوونکو شرایو باسي او ضعیفان او تسلېمېدونکي ملتونه پکې ورکېږي.

 

 

 

شعور څنګه؟

د روح له بحثه را دې خوا د شعور استدلال هم شته. ذهن د نننیو تجربو بهیر دی لکه د خوند او غوسې او مینې. دا تجربې د د ذهني عواطفو او احساساتو او سره تړلیو افکارو محصول ګڼل کېږي. دا یو وخت او بیا نه ښکاري. بیا نورې تجربې ښکاره شي. هره ذهني تجربه دوه ځانګړنې لري: احساس او تمایل. د روبوټ فرق له انسان سره همدا دی چې انسان احساس لري، درد احساسوي او تر هغې پرې کار کول چې له ولږې ولوېږي جنایت حسابېږي. اما روبوټ داسې نه دی، هغومره کار کوي چې څومره چارچ لري او چې ورته سور څراغ ولږېږي ورځي او ځان برق کې چارجوي(ک ش: ۱۳۷ مخ).

اوس حیوانات څنګه؟ مخکې مو سره وښووله چې حیوانات عاطفې او احساسات لري. انسان که اطلاعات سره شني، کامپیوټرونه یې هم له کومې ذهني تجربې پرته شنل کوي، داسې حیوانات هم پرته له کومې ذهني تجربې دا کار کوي. اما رنه ډیکارټ د موډرنې فلسفې پلار په همدې وه چې حیوانات لکه روبوټونو غوندې دي او یوازې انسان احساس کوي. که تاسو کوم سپی په لغته ووهئ هغه هېڅ شی نه احساسوي او ورو بېرته کېږي لکه کامپیوټر او یا روبوټ او یا یو بې حسه څیز (ک ش: ۱۳۸ مخ).

په اولسمې پېړۍ کې د همدې نظریې له مخې ډاکټرانو ژوندي سپي څیرې کول او طبي درسونه یې پرې آزمویل. سم لکه د ماشین پوښ او څنګونه چې لرې کړي او منځ یې ګوري او باور یې هم دا چې هغوي هېڅ شعور نه لري یا ژوي ډېر ښکته شعور لري (ک ش: ۱۳۹ مخ).

 اوس اول باید ذهن او شعور مالوم کړو او دا به له دې لارې څېړو چې علم په دې هکله چېرې رسېدلی او څه وايي. وروسته یې بیا همدا د انسان څېړنې د حیواناتو ژوند ته یوسو چې پر هغوي صدق کوي که نه.

په ریښتوني ډول باید ووایو چې علم په دې هکله ډېر څه نه پوهېږي. رواج شوې عرفي پوهه په دې ده چې پوهېدنه په مغز کې د الکټروکیمیاوي غبرګنونو محصول دی(ک ش: ۱۳۹ مخ). او ذهني تجربې د اطلاعاتو د ضروري شنلو یو ډول کارکړنې کېدن (تحقق) دی. خو څوک نه پوهېږي چې څنګه د بیوکیمیاوي غبرګنونو ټولګه او یا د برق بهیرونو په مغز کې د درد، غوسې او یا مینې ذهني تجربې منځ ته راوړوي. تر اوسه (۲۰۱۶) علم په دې نه دی توانېدلی او کېدونې ده په لسو یا پنځلسو نورو کلونو کې علم څه روښانه نظر ورکړي (ک ش: ۱۳۹ مخ).

علم نن که د یو انسان د سترګو مخ ته یو تصویر کېږدي، او بیا یې ژر لرې کړي، دا مالومولی شي چې د ده ورته پام شو که نه، او ذهني تجربې یې په دې هکله څه وې. اما دا نه مالومېږي چې څنګه د میلیونونو او میلیاردونو الکتریسته­ؤ او د مغز برقي حرکتونو تر منځ هېڅ تصادم او ټکر نه راځي، یا دا څنګه په دې احساس بدلېږي چې یو انسان یې بیانوي: وږی یم، ستړی یم، ډارېږم، مړ کېږم او یا نور. باید په څرګنده ووایو چې علم په دې هکله تر اوسه بې خولې او ژبې دی (ک ش: ۱۴۲ مخ).

 

د ژوند معادله

په دې خو علم نه پوهېږي چې څنګه احساسات ایجادېږي، په دې هم نه پوهېږي چې دا پدیده په تکامل نظریه کې څه ګټه لري. څه وخت مخکې ځینو پوهانو یو ساده ځواب وړاندې کړ: زمونږ ذهني او دروني تجربې د بقاء لپاره اړینې دي، ځکه که مو د وېرې او ولږې احساس نه وای کړی، نو ځان ته مو د خوړو موندلو زحمت نه ورکاوه. یا په غرڅې پسې مو منډې نه وهلې او له زمري تښتېدو نه.

ولې باید څوک د زمري په لیدو سره وتښتي؟ ځکه چې ډارېږي. نن دا یو څه نوره هم توضېح کېږي. کله چې زمری لیدل کېږي، الکټریکي زیګنالونه له سترګو مغز لوري ته ځي، هلته مشخص نیرونونه خوځوي، همداسې یو بل پسې نور نیرونونه فعالوي او خوځوي او کاروي. کله چې پوره نیرونونه فعال او په کار واچول شول، هغه فرمان راځي چې آډرنالین په بدن کې خپور کړي، زړه ته وايي ژر ژر، همداسې د بدن ښکته لور ته زیګنالونه رسوي چې پښې وخوځېږي، تړون–خلاصون (انقباض­–­انبساط) منځته راځي او وګړی له زمري تښتي (ک ش: ۱۴۳ مخ).

مګر دلته عجیبه دا ده چې هر څومره دا توضېح روښانه کوو، همغومره سخته کېږي. ځکه د احساساتو اړتیا لا درنه کېږي. دا ټول د حرکتونو او خوځښتونو ځنځیر کې ولې احساسات هم شاملوو حال دا چې پرته له هغو هم کېدی شي بدن وخوځېږي او وتښتي. اصلا  د بدن ۹۹ سلنه غړي له احساساتو او پوهنیزې تجربې پرته ښورېدلی شي نو آیا یوازې همدا سلنه برخه دومره ذهني تجربو او احساساتو او عواطفو ته اړتیا لري؟ (ک ش: ۱۴۴ مخ)

کېدی شي ووایاست چې ذهني تجربې مو دې ته پکارېږي چې اطلاعات پکې زېرمه دي او که دا نه وي څنګه را یادېږي چې د زمري په لیدو سره هغه کسان چې زمریانو خوړلي، اورېدلي او لیدلي مو دي، ذهن ته مو راځي، خپل یتیم ماشومان را یادېږي او غبرګون ښيو. په دې توګه دا ټوله پراخه حلقه او سلسله د ذهن په ابتکار او پیلاوټ خوځېږي.

مګر لږ ودرېږئ. دا دومره خیال او خاطرې او فکرونه څه دي؟ چېرې دي؟ علم خو وايي دا ټول الکټریکي زیګنالونه دي چې له میلیارډ نورونونو فعالېږي او منځ ته راځي. دا نه متعالي دي او نه کومې مجردې برخې پورې اړه لري. نو حتی هغه مهال چې د خپلو افکارو په خیالاتو او خاطراتو پوهېږو بیا هم د همغو الکټروکیمیاوي غبرګنونو تر اغېز لاندې یو (ک ش: ۱۴۵ مخ).

اوس په دې منځ کې که حتی د دوه نورونو چې یو بل ته غبرګون ښيي، تر منځ، هم آیا ذهن ته ځای شته چې برخه واخلي که نه؟ که داسې نه وي نو ولې باید وېره تجربه کړو؟ آیا اصلا په مادي جنس کې یو حرکت شته چې هغه له کوم بل حرکت نه چې مخکې ترې موجود وي، نه وي معلول شوی؟ که داسې حرکت اصلا نشته، او که هر حرکت د بل مخکني حرکت څخه منبعث کېږي، نو اصلا وېره ولې؟ په دې هکله څه نه پوهېږو نور (ک ش: ۱۴۵ مخ).

فیلسوفانو دا معما په یوه غلط­انداز ډول سره لنډه کړې: که په ذهن کې هېڅ نه واقع کېږي، مګر همغه د نورونونو پراخه شبکه کې چې اعصاب یا مغز کې دي، نو ذهن ته اړتیا څه ده؟ هر څه چې دي خو مغز کې واقع کېږي، نو ذهن کې څه شی واقع کېږي چې هغه مغز کې نه واقع کېږي؟ که څه پر مغزو ورزیات، ذهن کې واقع کېږي، نو هغه چېرې واقع کېږي؟ مثلا؟

ځینو پوهانو دا په څه جوړې شوې استعاره کې ښودلې چې یوازې معما ده. د دغې استعارې تر شا څه واقعیت پروت دی؟ دا د اطلاعاتو بېلې بېلې ټوتې څنګه او چېرې سره ترکیب اخلي، ګډېږي او نوی شی ترې وځي؟ نو د شته نظریو له مخې خو هغه د دوه نامخ­شویو نورونونو تر منځ اړیکه جوړېدو کې واقع کېږي. دوي مخکې اړیکه نه درلوده، خو دغه ځای سره مخ کېږي او زیګنالونه لېږي (ک ش: ۱۴۶ مخ).

دا که په ریاضيکي ژبه ووایو هم داسې کېږي لکه دا باور چې اوس حاکم دی: ژوندي موجودات الګوریټمونه دي او په ریاضي فرمولونو کې ښودل کېدی شي. که داسې چې یو اتومات ماشین په عددي کوډونو سره کار کوي او فعالېږي، او په مشخصو کوډونو مشخص فعالیتونه لري، داسې باید د انسان د وېرې لپاره هم د الګاریټمونو تعامل او ښودنه ولرو چې په عددي بڼه لکه ماشین کې چې ښودل کېږي: مثلا مهرباني ۹۳ کوډ د وېرې احساس! مګر د ریاضي په دا دومره پراخ ډګر کې داسې الګاريټم شته چې کومه ذهني تجربه شامله کړي؟ تر اوسه داسې څه نه شته. څرګنده ده چې تر اوسه مو د اطلاعاتو د شنلو لپاره کوم ډول نظامونه جوړ کړي، هېڅ یو یې هم د مینې، کرکې، درد او یا غوسې او خوند احساسولو ته اړتیا نه لري (ک ش: ۱۴۷ مخ).

که ځواب دا وي چې د ځان­پوهېدا او یا له ځانه سره د بقا اړوند محاسبې کولو لپاره دې ډول آګاهانه تجربو ته اړتیا لرو، نو دا پنځوس کاله مخکې د منلو وه، نن خو ټسلا او ګوګل شرکتونه اوتومات بې چلوونکي موټرونه جوړوي. هغه پرته له کومې آګاهۍ لګیا دي چلېږي، واټنونه مراعاتوي، څراغونه ګوري، اشارو باندې پوهېږي، په هرې ثانیه کې میلیونونه محاسبې کوي. پرته له دې چې ورته د وېرې احساس پیدا شي! (ک ش: ۱۴۸ مخ).

د دغو ماشینونو هم پر یو بل، انسانانو او نورو توکو چې چاپېریال کې شته دي، اغېزې شته، او دا اغېزې هېڅ کله هم کوم احساس او عاطفې ته اړتیا نه مومي.

اوس واقعاً که نه پوهېږو چې ذهن څنګه توضېح کړو، نو ولې ترې تېر نه شو او یوې خوا یې کې نه ږدو؟ د علم تاریخ ډک دی له داسې چلندونو او مفاهمیو چې نور نه دي پکار شوي. روح او ځان او پېری او ... هم همدا شان دي. ټول د علم په کثافت دانۍ کې غورځېدلي (ک ش: ۱۴۹ مخ).

 

نن هم ډېری متخصصین او ډاکټران شته چې په دې هکله باورونه لري، خو نه څه لیکي او نه یې علمي بحث ته وړاندې کوي چې د اعتبار وړ وي.

هېڅ چا تر اوسه د عشق او درد څېره او بڼه په مېکرسکوپ کې نه ده لیدلې، مګر تر اوسه د بیوکیمیاوي بحثونو بشپړ نظر په دې هکله لرو. سره له دې چې دا توپیرونه شته چې درد او ابدي روح بېل بېل بحثونه غواړي. که تاسو پر مېخ باندې پښه کېږدئ سل په سلو کې دردېږئ که هېڅ ډول علمي توضېح هم ورته و نه لرئ. مګر دا داسې مانا نه لري چې علم وشي کړی ووايي پس له همدې زخمه او پرې له اخته کېدو حتما مړه کېږو او روح مو پاته کېږي. د درد په شتون شک نه شو کولی ځکه چې هرکله یې تجربه کوو، خو روح داسې نه دی.

 

 

د ذهن او آګاهۍ د هېرولو او لرې کولو بله لار مو دا ده چې موضوعیت ور نه کړو. ځینې لکه ډاکتر ډانیل ډنټ باور لري چې دلته ټولې شته پوښتنې یوازې د مغز په محور حلولی شو پرته له دې چې ذهن ته اړتیا پیدا کړو او یاد یې کړو (ک ش: ۱۵۰ مخ).

دلته پرته ستونزه دا ده چې د ټولو شته ټولنو او سیاستونو او نظریو تکیه پر ذهني آګاهۍ او تجربو ده. اخلاق، ارزښتونه او ټولنیزې عاطفې ټولې همداسې دي. که چا باندې تېری کېږي، یا بې عزته کېږي، یا کړول کېږي، نو له علمي مغزي نظره څه نورونونه اړیکې نیسي، زیګنالونه خپروي او نور هېڅ هم نه کېږي. مګر دا کړول او تېری اخلاقي دغدغې دي او پراخې لانجې جوړولی شي. که څوک وغواړي د ذهن او آګاهۍ او تجربو موضوعیت هوار کړي، نو باید دا پرته له ذهني او تجربي آګاهیو او ورته د ورتلو حل او هوار کړي (ک ش: ۱۵۰ مخ).

ښه نو اوس یو شمېر پوهان مني چې پوهه او شعور واقعیت لري او شته، د اخلاقي ارزښتونو او سیاسي مهمو باورونو غبرګاوي هم کوي، مګر له بیولوژیکي اړخه هېڅ کارکړنه نه لري. له دې نظره آګاهي د ځینو مغزي بهیرونو بې ګټې او جانبي پایلې دي. دا لکه د جېټ طیارې غږ دی چې په تلو کې ورسره هېڅ مرسته نه کوي او یا یې هدف باندې تأثیر نه لري، بلکې دا بې ګټې او اضافي غږونه دي چې کېدی شي تر اوسه یې د شتون او نشتون په هکله څه هڅې نه وي ترسره شوې(ک ش: ۱۵۱ مخ).

انسانان اکسېجن ته اړتیا لري او کاربندای اکسایډ خارجوي، سره د دې چې دا د هوا ککړول دي نور څه نه دي. آګاهي او ذهني تجربې هم کېدلی شي یوازې ذهني ککړتیاوې وي. د اعصابو د پېچلي سیستم هغه برخې او اغېزې چې ګټه نه لري خو یوازې شته دي. د دې خبرې مانا دا ده چې ټول دردونه او لذتونه چې میلیارډونه کلونه یې انسانان زغمي او لري یې، یوازې ذهني ککړتیا ده. ولا دا خو د اورېدو نظریه ده، مګر حیرانوونکې ده چې علم تر اوسه (۲۰۱۶) د آګاهۍ په هکله همدا بهترینه نظریه ده چې وړاندې کوي یې (ک ش: ۱۵۱ مخ).

مګر هو، کېدی شي بیولوژیکي علوم ژوند ته له ناسم ځایه ګوري. ژوند به دوي ته ټول د اطلاعاتو شنل ښکاري. له الګاریټم سره د ژوندي موجود پرتله ناسمه ده. د نولسمې پېړۍ پوهانو د مغز او ذهن په هکله د خپلې زمانې د پرمختګ له محراق سره سم د بخار ماشین توصیف کاروه. ځکه چې د هغه وخت پرمختللی او حرکت ایجادوونکی همدا د بخار ماشین وه، نو مغز په انسان کې همدا بخار ماشین ګڼل کېده. د تفکر دا ډول خپل اصطلاحات او خپله هوا لري چې تا سو يې په فرویډي روانپوهنه کې هم حتی کتلی شئ (ک ش: ۱۵۱ مخ).

فرويډ د هغه وګړو په هکله همدا د بخار د ماشین تصور کاروي چې اردو او لښکر کې شاملېږي. د هغو رواني فشارونو ته لوری ورکول کېږي او کار ترې اخیستل کېږي. په یوویشتمه پېړۍ کې د انسان پرتله له بخاري ماشین سره د ماشومان کار ښکاري؛ نن پرمختللې دستګاه لرو چې هغې سره په پرتله انسان پېژنو: کمپیوټر. نن انسان لکه کمپیوټر غوندې د اطلاعاتو په شنلو بوخت دی. مګر دا توصیف به هم تر ممکن بریده ساده او غلط څرګند شي. هر څه چې وي کمپیوټر درد نه باسي؛ که کومه ستونزه هم پیدا کړي، ګیلې او شکایتونه نه کوي. احسان نه کوي. نو ولې د ذهن د پېژندلو لپاهر له کمپیوټري موډله کار واخلو؟ (ک ش: ۱۵۲ مخ).

ښه، نو آیا واقعا ډاډه یاستو چې کمپیوټر هېڅ غوښتنه، تمایل او احساس نه لري؟ حتا که اوس یې نه لري، راتلونکي کې به یې هم نه لري؟ څنګه پرې پوهېدی شو؟ کله چې کمپیوټر د ښوونکي، او رواني ډاکټر په توګه کار وکړي نو هلته به هم د الګاریټمونو یوه ټولګه وي چې له فکر او ذهنه خالي دی؟

نن د انسانانو په هکله کولی شو د هغوي د آګاهانه او ناآګاهانه ذهني تجربو توپیر وشي. دا تغیرات په مغزي مطالعاتو کې څرګند شوي او د بحث او استدلال تر اغېز لاندې دي. مګر د کمپیوټر په هکله خو داسې نه ده. مهم ټکی دا دی چې انسان پخپله په دې پوهېدنه کې ونډه لري. انسانان پخپله وايي چې پوه شوي او هوښیار دي او دا ورسره منل شوي او هغه تغیرات هلته کتل شوي او منل شوي. مګر د کمپیوتر په هکله څنګه؟ که کمپیوټرونه څرګنده کړي چې پوه شوي او هوښیار دي، د منلو ده؟ (ک ش: ۱۵۴ مخ).

 

تر اوسه مناسب ځواب نشته. زرګونه کلونه مخکې یوناني فیلسوفانو ویل چې هېڅ لاره نشته چې د دې د قطعي پرېکړې لپاره چې پرته له خپله اول شخصه څوک پوه شي او همغه ته فکر وکړي. د نورو انسانانو په هکله هم فرض کوو چې سره پوهېږو او کنه دا هم همغومره جدي ده چې فکر وکړو یوازې موږ یو نور هرڅه خیالي او غیرواقعي دي. موږ خوب وینو او دا هرڅه ښکاري.

 

تر اوسه هېڅ علمي هڅې د نورو د ذهنونو مسأله (Problem of other minds) سمه نه ده حل کړې. دې مسأله کې وايي له کومې پوهېږو چې نور هم ذهن لري؟ د دې مسألې په نظریه کې یوازې (خود) د پېژندلو دی او بس. (ک ش: ۱۵۵ مخ).

د آلن ټورینګ نظریه هم ده چې په ۱۹۵۰ کې یې مطرح کړه او هغه دا وه چې له یوه انسان او کمپیوټر سره هممهاله اړیکه جوړوئ او تر ډېرې دوام ورکوئ او پرته له کوم واقعي دستوره باید تشخیص کړی شئ چې کوم کمپیوټر وه او کوم انسان. که مو دا کار و نه شو کړی یا کمپیوټر ته مو انسان ګومان وکړ، نو دا یانې کمپیوټر کولی شول ستاسو حقوقي او ټولنیز اعتباره سره برابر د انسان په ځای اړیکه وساتي، نو هغه سره د یو ذهن لرونکي موجود په توګه چلند کوئ. ټورینګ فکر کاوه چې مهمه نه ده تاسو څوک یاستئ بلکې مهمه ده چې خلک او ټولنه ستاسو په هکله څه وايي چې که همغه تأیید کمپیوټر واخیست، نو بیا کمپیوتر هم همسې د چلند وړ دی. (ک ش: ۱۵۵ مخ).

 

 

د لابراټواریزو موږکانو پرېشانه ژوند

تر اوسه مو ذهن سره وپېژانده او د بشر علم په دې هکله څومره دی، سره مالوم شو. آیا حیوانات ذهن او فکر لري او که نه. کله چې انسانان ګوري یو موجود آګاهي لري او که نه، دا د ریاضیکي حافظې پسې نه دي بلکې له انسان سره د عاطفي اړیکو د جوړاوي پسې دي. (ک ش: ۱۵۶ مخ).

تر اوسه د بیزو او موږک د مغزو مطالعه ښيي چې انسان ته ورته برېښي. که لابراټوار وښيي چې مثلا د سپي مغز همغه د انسان د ماغزو بېلګې لري نو دا به پر آګاهۍ دلالت کوي. دا شان لکه په ۲۰۱۲ کې چې د کمبرېج پوهنتون د نیروبیولوژۍ متخصصینو او د پوهنیزو علمونو پوهانو «د آګاهۍ اړوند د کمبریج پوهنتون اعلامیه» امضاء کړه چې هلته ښکاروي: «شواهد څرګندوي چې ناانسانه حیوانات د آګاهۍ له ځینو اړوندو تجربو او توانمندیو برخمن دي لکه عصبي بدن­پوهېدنه (neuroanatomy)، نیوروکیمی (neurochemy) او د اعصابو فیزیولوژي (neurophysiology)، او دا ښيي چې دا حیوانات د عمدي چلندونو توان له ځانه ښودلی. نو لږ پاته چې ووايي حیوانات هم آګاهي لري، خو یو څه شواهدو ته اړتیا ده چې له وخت سره به بشپړ شي(ک ش: ۱۵۸ مخ).

نیوزیلاند لومړنی هیواد دی چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د پارلمان لخوا د حیواناتو د اصلاح او ودې قانون تصویب کړ چې هلته یې حیوانات ټول د شعور درلودونکي موجودات منلي وه (ک ش: ۱۵۸ مخ).

پر موږکانو دا آزموینې سختې دي او دوي ډېرو کلکو او ناسمو شرایطو کې پرېښودل کېږي. له یوې خوا باید مخکنی باور دا وي چې د موږک چلند له هغو عواطفو دی چې انسان یې هم لري، او له بلې خوا که داسې نه وي نو بیا دومره آزمېښتونه او سختې تجربې کوو(ک ش: ۱۶۰ مخ).

 

ځان­خبره شمپنزۍ

د انسانانو د لوړوالی یوه بله لار دا فکر منل وه چې موږک او سپی او ځینې نور حیوانات به آګاهي لري خو ځان­پوهېدا یا ځان­خبری (خودآګاهي) نه لري. ښه توضېح یې دا ده چې له شته موجوداتو یوازې انسان د پوهېدنې او آګاهۍ په خاصه کچه کې واقع دی. تېره لري او راتلونکې لري. خپلې ژبې په لاس فکر کوي او دا ټول سنجولی شي. مګر حیوانات یوازې اوس کې ژوند کوي. د تېرې لپاره نه شي ژړلی یا خندلی، یا د راتلونکې لپاره کار نه کوي. دا چې ځینې لکه مېږتانه او یا موږک ځان ته د ژمي خواړه ذخیره کوي دا یوازې د اوسنۍ غریزې نه اطاعت دی، داسې نه ده لکه انسان چې تېره ولږه ور په یادېږي او کړېږي او نه غواړي هسې بیا تکرار شي. د همدې لپاره ده چې حتی هغه حیوانات چې تراوسه یې کوم ژمی نه دی تېر کړی هغوي هم ذخیرې کوي، یایې ولږه نه ده لیدلې(ک ش: ۱۶۱-۱۶۲ مخ).

اما انسانان ولې ژبه د آګاهۍ یو اساسي شرط بولي چې نن څرګنده شوې، پرته له ژبې هم تېرې او راتلونکې ته فکر ممکن دی او کېږي. ناغږیزې ډېرې تجربې لرو چې سره پوهېږو او فکر ورته کولی شو(ک ش: ۱۶۲ مخ).

تر اوسه، دا شته ادعاوې او نظرونه نه ردولی شو او نه تأییدولی، ځکه چې د (نورو د ذهنونو د مسألې) بېلې بېلې بڼې دي (ک ش: ۱۶۴ مخ).

 

هوښیار آس

هوښیار هانسې د ۱۹۰۰ کلونو پېژندل شوی آس وو چې ځینو ریاضي پوښتنو ته یې ځواب وایه. د هغه دا نبوغ له دې وه چې خپل پوښتونکي احساسات او بدني چلند به یې څاره، او هرڅومره به چې هغه احساس او هیجان ښوده هغه به همغسې چلند خپل برابراوه. دا د دې لپاره یو مثال ګڼل شوی وه چې حیوانات آګاهي او شعور لري او دا دی محاسبه هم کولی شي.

په اصل کې موږ انسانان له موږک، سپي او آس سره چندان توپیر نه لرو، هغه هم روح نه لري او موږ هم. هغوي هم لکه موږ خپله ځانګړې آګاهي او عواطف لري ډېر پېچلي او ځانګړي. هغه څه چې موږ ته لازمي دي هغه دا دي چې دا حیوانات انساني نکړو او هغه شناخت ورته ورجوړ نه کړو چې موږ یې غواړو، هغسې به مو د دوي پخپله طبیعي استعداد سره جفا کړې وي. دا سمه ده چې عواطف او شعور ورته ومنو خو داسې نه لکه چې ووایو دا د انسان یو بل ورژن او یا ښکته ډول دی چې هوښ یې یو څه لږ دی، بلکې همسې یې په خپل تنوع کې ومنو او درک یې کړو (ک ش: ۱۶۶ مخ).

اصلا د هوښیار انسان وړتیا په دې کې نه ده چې نن هر یو انسان بېل بېل له سپیانو او یا مرغانو ځیرک او هوښیار دي بلکې د انسان بریا په دې کې ده چې دی یوازنی هوښیار ژوندی دی چې د بدن ډېری غړي یې یو بل سره په ډېر انعطاف تعامل او مرسته کوي. هغه څه چې په نورو حیواناتو کې په کراتو کم دي. حتی هغه حیوانات لکه د شاتو مچۍ او یا مېږتانه چې ډله­ایز ژوند لري، هم داسې نه شي کولی چې مثلا د شاتو د مچیو ملکه د کومې ناتوانۍ یا ځان­غوښتنې په پار اعدام کړي او جمهوریت اعلام کړي!

د حیواناتو مرسته او انعطاف یوازې له آشنا او نژدې معدودو پېژندل شویو نورو همغه جنس حیواناتو سره کېږي او ممکنه ده، اما انسان ډوله موجود خپل ټول نوع سره مرسته کولی شي او همدا یې د نن او پرون دغدغه وه او ده. دا ملموسه او عیني توانمندي پر ځمکې زموږ د سلطې اصلي علت دی چې هر یو نابغه او متخصص مو په لابراټوارونو کې د خپل همځېلي د نېکمرغۍ او سلامتۍ لپاره هڅې کوي، هغوي چې نه یې لیدلي او نه یې پېژني یوازې هوښیار انسانان دي او بس (ک ش: ۱۷۱ مخ).

 

که هرڅو دا بحثونه د اثبات لپاره ډېرو متکثرو تجربو ته اړتیا لري. هراري هم په دې بڼه را اخیستی چې پرته له لټونې هم دا بېلګې موندل کېدی شي. تاسو کولی شئ ژوي وګورئ او خپلې تجربې مو همدې نتیجې ته ورسوي. په هر حال، زما فکر دا دی چې د داسې بحث د اثبات لپاره باید بېلګې زیاتې وی، اما له دې مثاله د روان بحث سره برابره مانا اخیستل شوې.

 

 

انقلاب دې ژوندی وي

بریا تل د هغو ډلو وه چې خپلو کې یې ښه همکاري وکړه. د انقلاب د په لاره اچولو لپاره ډېرو کسانو ته یوازې اړتیا نه ده، بلکې همېشه انقلاب وړو ډلګیو چې خپلمنځي ښه همکاري لري، جوړ کړی او ګټلی. دا هم د انسانانو او حیواناتو تر منځ طرح کېږي او هم د انسانانو تر منځ، د ډلو او ډلګیو په چارو کې. پر یونان د روم بریا د لویو مغزو او ځانګړیو فنونو نه وه، بلکې دا توان وه چې خپلو کې یې ښه همغږي درلودلی شوی(ک ش: ۱۷۱ مخ).

که انقلاب کوئ له ځانه دا مه پوښتئ چې څومره کسان به مې فکرونه ومني؟ بلکې دا وپوښتئ چې څومره زما ملګري به سره ښه همغږي وشي جوړولی او ساتلی؟ د روسیې، رومانیې او مصر مثالونه د پام وړ دي.

روسیه کې ۲۳۰۰۰ کسانو چې ښه همغږي او نظم درلود، ۱۸۰ ملیونه وګړي کنټرول کړل او دولت یې په لاس کې واخیست او ۸ لسیزې یې چې دا همغږي وه قدرت ساتلی وه. چائوشسکو په بخارسټ کې بې­شمېره لاریون کوونکي میدان ته راویستلي ول، چې کله یې خبرو کې یو وارې شکېلی وشو او ټولو پسې واخیست، دی یې یوازې څو دقیقو کې له هر څه وغورځاوه، څه شي؟ بې­نظم او ناهمغږې پراخې ډلې. ټلوېزیون دا ټول کار وکړ او په همغږۍ کې یې پوره برخه واخیسته ځکه هرڅه ژوندي خپرېدل.

همدا کار د ۲۰۱۱ کال په مصر کې د مبارک په وړاندې فېسبوک او ټوېټر وکړ. خلک یې سره همغږي کړل او لومړی اخوان او بیا نظامیانو هرڅه په خپله ګټه وګرځول(ک ش: ۱۷۷ مخ).

 

امتیاز په انعطاف کې دی هرڅومره چې د انعطاف درجه ډېره وه، د همغږۍ څرخ لوی دی او د بریا ضمانت لوړ. دا فرمول په پراخه کچه مصداقونه لري. د ټولنو او اشیاؤ، ذهني پدیدو او نورو ادراک شویو ډولو لپاره هم کارول کېږي. غوره نمونې په موسیقۍ، د زده کړو بهیرونو، تجارت، مصلحتونو او تاریخي هڅو کې کتلی شئ.

 

 

له تاورترېخوالي او جنسي عمله ورآخوا

اوس که د هوښیار انسان بریا په منعطف چلند کې ده، نو پر انسان د سپېڅلتیا باور له منځه ځي. او دا چې موږ فکر وکړو ډېر خاص موجودات یاستو. که موږ د مصر هرمونه جوړ کړي، که مو یونان او روم درلودلی، که مو روڼ­آندي او ختیځ او رنسانس درلودلی دا ټول د پراخې کچې همغږي ده چې په نتیجه کې یې څو انسانان باید ونه ستایل شي او یا سپېڅلي و نه ګڼل شي.

دا هرڅه د منظمې همکارۍ او منعطف چلند نتیجه وي، باید لومړی وګورو چې څه شی د منعطف چلند باعث ګرځي. ولې یوازې انسانان کولی شي داسې چلند ولري. دا خو په ځینو لېوانو او بیزوګانو کې هم شته. مثلا د بونوبو په نامه یو ډول بېزوګانې (شمپنزې) چې کله ناآشنا ډلو کې یو بل سره مخ شي. نو چغې وهي او نښته کوي. په څو دقیقو کې ښځینه جنس را پیدا شي او سره جنسي تعامل وکړي او هر څه بدل شي. دوي خپل د ټولنیز انسجام لپاره د جنسي عمل نه کار اخلي. دا چلند دوي کې دومره ډېر او عادي دی چې څو ډوله جنسي عمل ترسره کوي حتی په ونه کې ځوړند ډول یې هم شته (ک ش: ۱۷۹ مخ).

مګر که په شخصي آشنایۍ دا استحکام جوړېدلی نو نورو ډلګیو به ساعتونه او ورځې په جنګ او جګړې سره نه تېرولې. په هرحال اوس ښکاري: کوم لامل چې انسانان دغه منعطف چلند ته رسوي هغه شخصي اړیکې نه دي که بل هرڅه وي. د ټولنپوهانو او روانپوهانو لپاره بد خبر او ستونزمنه د کیسې دا ځای دی چې نه شو کولی د څو کسانو بېلګې یا پرېکړې د ټولې میلیوني ټولنې لپاره اصل وګڼو.

کله چې خبره د وړو ډلګیو منځ کې وي سره په یو ډول حل کېږي، کله چې اکثریت ته اوړي هغه شان نه حل کېږي چې وړو ډلګیو کې شوې وه. د وروستنۍ لوبې (the ultimatum game) اړوند به پوهېږئ. انسانانو په ټولنه او تاریخ کې عدالت پېژندلی او یا یې په ‌ذات کې خپل منلی. له نورو سره برابر اوسېدل ورته ارزښت دی او له پامه یې غورځول هغه را پاروي. په نړۍ کې مخکې سترې او لویې امپراتورۍ او پاچایۍ وې چې زښتې غیرعادلانه وې، خو خلک یې په سلګونه کلونه مخکې نه راپورته کېدل (ک ش: ۱۸۲-۸۴ مخ).

په لویو ټولنو او ګڼو وګړو کې دا واقعیت ځکه بدلېږي چې دوي کې ګډ باور یا دا وي چې د خدای له خوا، یا طبیعیت همداسې دی، یا قسمت او یا هم کوم بل دلیل، خو همداسې دی، دوي خوښ او قانع وي، په وړو ډلګیو کې دا پوهېدنه شته چې ولې زما باید له بله شخصه چې پورته دی، کمه وي؟ په داسې ټولنو کې چې د عدالت په خوا ډېر ورځي، بې­ثباتي ډېره وي او وړې ډلګۍ سره توافق ته نه رسېږي. په زیاته کچه همغږۍ نه راځي او یو بل سره انعطاف او مرسته نه شي کولی(ک ش: ۱۸۵ مخ).

 

د مانا شبکه

موږ په یو خیالي نظم باور لرو که هر څو ژوند ته رانه شي. تر اوسه دا خیالي نظم په دې سخت هم دی چې پر دوه ډوله عیني او ذهني واقعیت مو باور کړی. که زه سردرد ولرم، ډاکټر هم خپل ټول عیني تحقیقات او څېړنې وکړي او څه پیدا نه کړي مګر زه بیا هم همسې سردردی ولرم، دا درېیم واقعیت نه دی؟ ځکه درد ماته سل په سلو کې حتمی واقعیت دی. د دې لپاره چې ډېری خلک پر خدای باور لري، پیسې چې د دنیا کار پرې کېږي، نشنلیزم چې خوځونې کوي، او دا ټول زما شخصي باورونه نه دي، بلکې ګومان کېږي دا ټول له خدایه تر نشنلیزمه عیني دي (ک ش: ۱۸۶ مخ).

منځنی یا درېیم ډول واقعیت هم د ذهنونو تر منځ د کچې واقعیت دی چې په ډېرو کسانو تعداد پورې اړه لري او د یو یو کس په احساساتو او باورونو پورې تکیه نه اخلي. دا لکه ډالر چې یو وار خپل ارزښت له لاسه ورکړي، یوازې ستاسو په لاس کې شین کاغذ پاتې کېږي په داسې قراردادونو کې واقع دی. د بلاوژا توافقلیک پر دې امضاء شو چې ۱۹۲۲ کې منځ ته راغلی متحده شوروي، نور نشته (ک ش: ۱۸۸ مخ). دا د مانا شبکه د همدې بین الاذهاني پرېکړو او توانمندیو پورې اړه درلوده چې د انسان د برلاسۍ نښه حسابېده.

 

د خیال او ګومان زمانه

په تېرو اویا زره کلونو کې هوښیارو انسانانو د ژبې په کارولو سره کاملا ذهني مخلوقات منځ ته راوړي، هغه یې لا قوي کړي او تر هغې چې نن دنیا پرې اداره کوي. پر جهان د هوښیار انسان د حکمرانۍ یو لامل همدا د مانا جوړونې د شبکې توانمندي ده: قوانین، طرحې، کچې، انقلابونه او ټولنیز خوځښتونه او بشري حقونه. آیا دا بیزوګانې به وشي کړی چې نړۍوال بانک او یا اروپايي اتحادیې ته لار ومومي؟ دا زموږ پرېکړې پورې اړه لري! هېڅ یو دا حیوانات زموږ په وړاندې نه شي درېدلی، نه یوازې د روح د نه درلودلو او درلودلو یا د ذهن په بار، بلکې زموږ د تخیل د قوې لپاره (ک ش: ۱۸۹ مخ). زمری منډه وهلی شي، خوړلی شي، ګرځېدلی هم شي، خو بانکي حساب نه شي جوړولی، یا د چا اړوند دعوا نه شي خلاصولی. نن هغه کس چې هم بانکي اکونټ لري او زیاتې روپۍ کولی شي پر چا ډېره تر زمري خطرناکه ادعا او ګوزار وکړي.

له همدې سره د انساني علومو او بیولوژیکو علمونو توپیر هم پیدا شوی. انساني علوم پر محتوا حساب کوي نه پر مغزي نیورون. جنوبي او شمالي کرې سره توپیر لري، نه د جنونو یا د سړښت او تودښت له لامله، بلکې د هغو خیالاتو او کیسو له لامله چې پر دواړو کرو حاکمې دي (ک ش: ۱۹۰ مخ).

علم به راتلونکي کې نور ډېر کارونه موږ ته وکړي، خو اوس که غواړو په راتلونکې وپوهېږو یوازې اعداد او بیولوژي کفایت او مرسته نه کوي، بلکې باید خپلو داستانونو او خیالاتو ته چې نړۍ ته مانا ورکوي، پام ولرو (ک ش: ۱۹۰ مخ).

 

د درېیمې برخې پای

 

شریک کړئ