۲
د انسان د سلطې عصر
||
حراري په دې برخه کې د انسان اغېزې پر حیواناتو، او د حیواناتو رول او د ژوند بهیر په زرګونه کلونو کې راسپړي. دی وايي زرګونه کلونه کېږي چې انسانانو په حیواناتو کې غوراوی او ورسره تحکمي چلند کړی دی. انسانانو ټول طبیعت کې لاسوهنې وکړې او هرڅه ؤ ته یې تغییر ورکړ. په دو کې غټبدني حیوانات ډېر قرباني شوي، ځکه شمېر یې کم وو او د ساتنې نظام یې ژر اغېزمنېده.
||
زموږ نیکونه د ژویو دښمنان نه ول، خو د خپلو کړنو له پایلو بې خبره ول. دا حیوانات یې خوړل او په دې توګه یې خپل شتون حتمي کړ. دوي ټول انیمېسټان (روحباوري) ول. دوي له حیواناتو سره خبرې کولې او له هر څه سره یې د روح له لارې اړیکه باور کړې وه (ک ش: ۱۰۰ مخ).
له حیواناتو سره د خوړو اړیکې خو وې، همځمېکتوب او ورسره مهمه دا چې ځینو قبایلو باور درلودلی چې انسانان د حیواناتو له نسله دي. ځینې د مار له نسله، ځینې یې نور له کښېدونکیو (خزندګان) څخه بولي، غربیان اوس هم داسې فکرونه کوي، هم د بدن د جوړښت له مخې، هم د منځتهراغلیو بدلنونو له مخې (ک ش: ۱۰۲مخ).
||
په دا منځ کې د انجیل او تورات خبرې هم راځي چې حراري ترې د انسان او حیوان اړیکډولونه را باسي. خدای د حیوان په هکله انسان ته څه وايي او انسان څنګه له حیوان سره اوسېدلی.
||
پلرني او نیکنۍ اړتیاوې
مقدس کتاب سره د دې چې د انسان ځانګړنه یې ښکاروله، د زراعتي انقلاب یوه پایله وه او د انسان او حیوان د اړیکو د نوې مرحلې پیلوونکی. زراعتي اوښتونونو پراخه کچه انقراضونه منځ ته راوړل او تر ټولو مهمه دا چې د ژوند کولو یوه خاصه نوې بڼه یې منځ ته راوړه: اهلي حیوانات.
نن د نړۍ د غټو ژویو نژدې نوي سلنه اهلي دي، او د اهلي شویو لپاره دغې بریا بېشمېره زیات دردونه او رنځونه درلودل. حیواناتو میلیونونه کلونه ډېر ډول دردونه زغملي.
له پخوا زمانو را په دې خوا حیواناتو ژوند د دوه متضادو شرایطو لخوا ټاکل شوی: د انسانانو غوښتنې او د حیواناتو اړتیاوې. اهلي حیوانات د انسانانو له خوا محدود شوي، د هغوي عاطفې او خویونه پام کې نه نیول کېږي. دوي لاهم نسل تولیدوي، سره د دې چې د دوي د طبیعي انتخاب تر ټولو بنسټیز او پیلني اوصول پایمالېږي. د زراعت له پیدا کېدو دولس زره کلونه کېږي خو لا هم د حیواناتو عاطفي او ټولنیز خویونه نه دي ورک کړی شوي هغه ډول چې انسان غواړي. اوس هم انسان او حیوان دواړه له دغه بهیره اغېزمنېږي(ک ش: ۱۰۴ مخ).
د تکاملي روانپوهنې راز دا ده: کومه اړتیا چې زرګونه کلونه وړاندې جوړه شوې، په ذهني لحاظ اوس هم احساسېږي. حتی که اوس د ژوند او بیولوژۍ لپاره اړینه هم نه وي. زراعتي انقلاب انسانانو ته دا توان ورکړ چې د اهلي حیواناتو د نسل و بقاء لړۍ تضمین کړي خو د دوي ذهني اړتیاوې له پامه غورځوي (ک ش: ۱۰۸ مخ).
ژوندي موجودات الګوریټمونه دي
څنګه ډاډه شو چې خوکان هم همدا عاطفې لري؟ انسانانو دا خویونه ورته لېږلي دي او که هم غیر څه دي؟ دا چې د بیولوژۍ له مخې مو هڅې کړې دي، ژوي مو تيلرونکي کړي نه چې انسان کړي. ځکه هر ځېل نور ژوندي د خپل په څېر تحلیلوي.
څېړونکو ښودلې چې عواطف خالي مرموزې روحي او رواني پدیدې نه دي چې یوازې شعر ویلو ته په کار راشي، برعکس، بیولوژيکي ـ کیماوي الګوریټمونه دي چې د ټولو تيلرونکیو د ژوند په بقا او د نسل تولید کې رول لري (ک ش: ۱۰۸ مخ).
الګورېټم د نوې دنیا تر ټولو مهم مفهوم دی. د تعریف له مخې « په تصمیم نیولو، ستونزو هوارولو، او سنجونو کې د دودمنو اقدامانو ټولګه ده». په محاسباتو کې د څېړنې او تعقیب وړ روش دی. د کافي جوړولو، سوپ جوړولو ماشینونه ټول د یو ځانګړي الګوریټم پیروي کوي او له انسانه یې دا کوکونه اخیستي.
د بقاء د هڅو یو مثال:
تاسو وګڼئ چې باب وږی دی، په یو باغ کې دی، څو کېلې هلته په ونه کې دي، او وړاندې یو زمری هم پروت دی. اوس نو آیا باب د کېلو ترلاسه کولو لپاره خپل ژوند خطر کې غورځوي؟
دا په ریاضي کې مطرح کېږي: احتمالات. د باب د مړینې احتمال چې که کېلې و نه خوري او له بلې خوا د زمري لاسته ورغورځېدل. باب د دې مسألې د هواري لپاره باید ډېر څیزونه پام کې ونیسي. ډېرې احصائیې غواړي او دا ټول الګاریټمونه دي. کېلې مې څومره له لاسه لرې دي؟ زمری څومره رانه لرې دی؟ څومره منډه اخیستلی شم؟ زمری څومره ځغلي؟ زمری ويښ دی که وده؟ وږی دی که موړ؟ کېلې هلته څومره دي؟ پخې دي که لاخامې؟
د دې ټولو اطلاعاتو تر څنګ باب اړ دی چې د خپل بدن د ننه شرایط هم پام کې ونیسي. آیا دا هوښیارۍ سره جوړېږي چې کېلو ته د رسېدلو لپاره هر خطر په ځان ومني؟ که موړ دی او لا یې بدن کې توان شته، نو ولې دا خطر ومني؟
باب د دې ټولو احتمالاتو د سنجونې لپاره ډېرو پېچلو الګاریټمونو ته اړتیا لري. ډارن باب، چې الګاریټمونه یې د خطر به څرګنداوي کې مبالغه کوي، له ولږې مري او بې له شکه چې هغه جنټیک سیسټم چې دا بې غیرته الګاریټمونه یې جوړ کړي ورسره له منځه ځي. د وارخطا باب، چې الګاریټمونه یې چندان خطراتو ته پام نه کوي، د بې پروا جنټیک له وجې د زمري خوراک ګرځي او مري. دا جنونه بل نسل باندې نه اوړي له منځه ځي.
طبیعي غوراوي د دغو الګاریټمونو کیفیت همېشه کنټرولوي. یوازې هغه ژوندي چې دا اټکلونه سره سم سنجوي له ځانه نسلونه پرېږدي او بچي زېږوي(ک ش: ۱۱۱ مخ).
اما باب دا ټول کارونه لکه یو ماشین غوندې نه کوي، چې یادښتونه واخلي، کالکولېټر وکاروي، ضرب او تقسیم یې وکړي، بلکې د باب ټول بدن لکه د حساب ماشین کار کوي. هغه چې عواطف او احساسات بولو هغه ټول الګاریټمونه دي. باب د ولږې احساس کوي، د زمري په لیدو د وېرې احساس کوي، د کېلو په موندلو احساس کوي چې له خولې یې ورته اوبه ځي. کله همدا احساسات سره ډېر او مثبت وي، منډه وهي کېلې پسې، کله همدا منفي وي، پښې رېږدي، غلی غلی کېږي، نارامه، وږی او ناکامه. کله دواړه الګارېټمونه برابر وي، هو او یا نه، هېڅ تصمیم نه شي نیول کېدلی (ک ش: ۱۱۲ مخ).
د دې لپاره چې علم د احساساتو او عواطفو اصالت د بدن د کیفیت او شتون لپاره ثابتوي، لوړ اټکل دی چې خوکان، ژوي او انسانان سره دا تجربه ګډه ولري. موږ انسانانو د غوړو، غوښو او تجارت د چارو لپاره د دغو ژویو اساسي عاطفي پیوندونه له پامه غورځولي دي. ملیونونه کاله کېږي چې عاطفي تجربې په حیواناتو کې ثابتې شوې او څرګنده شوې چې دا عاطفې په نرمو او وړو څیزونو کې تر کلکو او وچو ښه پايي(ک ش: ۱۱۵-۱۶-۱۷).
له بزګرانو سره معامله
مالدارانو د خپل چلند – د حیواناتو صنعتي کولو- لپاره څه توجېه درلوده؟ هغوي ښه پوهېدل چې څه کوي خو بیا یې هم کول. خدایباوري دینونو انسانانو ته پر حیواناتو د خپلې غوښتنې او سلطې د تطبیق واک ورکاوه.
مقدس کتاب او خدایباورۍ او ادیانو د شته موجوداتو د اړیکو صحنې له سره ولیکلې. اصلي کرکټرونه خدای او انسان حساب شول. پېریانو، ملایکو او ځینو نورو موجوداتو هم ځانونه په منځ کې وویستل او معمولا مرستې او پیام وړل راوړل یې پیل کړل. نور ټول ژوي او حیوانات په نژدې او لرې، مقدس او نامقدس ډول سره د صحنې په ډیکور بدل شول، غلي، قرباني او نهیلي شتمن! په دغې خدایباورې نمایشنامه کې انسان اصلي بازینګر وه، او اصلي اتل (ش ک: ۱۱۹ مخ).
په دې ننداره کې خدای هم دوه روله درلودل او دواړه د انسان اړوند ول: اول خو دا چې د هوښیار انسان ستاینه به یې کوله. او دا دلایل به یې ایجادول چې ولې باید پر نورو حکومت وکړي. دویم خدایانو د انسان او د ژوند له چاپېریال سره د انسان اړیکه جوړوله. په روحباورۍ کې خو هر څیز خبرې کولې، مګر په خدای باورۍ کې هر څه غلي شول او یوازې خدای او انسان خبرې کولې. دا انسان وه چې غږېده او ټول باید غلي او غوږونه وای (ش ک: ۱۱۹ مخ).
نو کله چې دغه انسان غوښتل غوښه، خواړه، ونې او مېوې دې ډېرې شي نو خدایانو ملاتړ وکړ او انسان حکمونه جاري کړل. د خدای او انسان تر منځ معامله وشوه، د ټولو نورو موجوداتو استعمالول + د انسان په خوښه او د خدای په وعده او حکم. انسان ته به نیمايي رسېږي او نیمايي به یې له خدای سره وېشي. دې معامله کې د خدای او انسان ګټه وه، خو ټولو موجوداتو تاوان وکړ. ټول موجودات محکوم دي په ګټې راوړلو. په دې توګه انسان پرحیواناتو برلاسی شو. حتی له دې لارې چې پر حیواناتو به رحم کوي او ښه به یې ساتي. حد او حدود باید رعایت شي او یوازې انسان ته ویل کېږي چې ته مه وژنه، یانې حاکم او د وژنې برلاسی او واکمن دی دی. همدا بلا د انسان او خدای له لوري جوړه او تطبیق شوې. کله چې انسانانو یو بل خرڅول، خوړل، وژل، او پلرونو خپل بچي خرڅول، لوڼې یې ډېرو پیسو والاؤ ته ورکولې، د اېږې، چرګ، مرغۍ او سپي غم لا چا کړی؟ (ش ک: ۱۲۵ مخ).
پنځه سوه کاله تنهايي
انسان د علم په لاس د خدای له مرستې بېاړتیا شو. اوس د طبیعت د مهارولو او د غواګانو د لوشلو لپاره اړتیا نه لري چې دعا وکړي یا د پسونو د زیاتولو لپاره اړتیا نه لري دعاګانې وکړي، اوس یې نطفې ور تزریق کوي. اوس پخپله د صحنې مالک دی، یوازې دی، خدای یې هم ګوښې ته کړی. طبیعت باندې برلاسی او څه چې غواړي کوي یې. د نن ساینس انسان له پخوانیو خدایانو ډېر زورور کړی او بې اړتیا دی. نن غویه، چرګ او اېږه تر پخوانیو بزګرۍ شرایطو، لا سختو ته اړباسي چې د انسان اطاعت وکړي (ش ک: ۱۲۷ مخ).
پځوا به د دغې استثمارۍ لړۍ آفتونه هم ول، مثلا که یو خېل د حیواناتو به مو ساته، یو وار که ناروغۍ خطر راتلی او هر څه یې موږ نه اخیستلی شوای. نن واکسینونه دي، طبابت او انتي بیوټیکونه دي، آسانه ده دا چاره هم، خوا به خوا یې قفسونو کې د پاک سیسټم سره ساتو او صنعت یې دوام لري.
انسانانو دا کار ډېر زیات کړی او تقریبا هغه ځای ته رسېدلي چې نور څه نه دي پاتي، یا په بله وینا تر عامې کچې پورې چې نور بېرته خپل ځان ته رسېدلی، ګام اخیستل شوی. نور نژدې دی چې کمپیوټري موجودات برلاسي شي، زموږ واک واخلي، استثمار مو کړي، یا یو داسې موجود چې مصنوعي هوښیاري لري، تر انسانه ارزښمن شي. آیا اجازه ورکوو چې داسې موجود مو کنټرول کړي او ومو کاروي؟ که نه، نو څنګه د حیواناتو اړوند دا اجازه ځان ته ورکوو؟
ځینې داسې فکرونه هم کوي چې انسان یو جوهر لري چې هغه مصنوعي هوښمن یې بیا نه لري، مګر هغه څه دی؟ له کومې راځي؟ څنګه مصنوعي هوښیاران هغه خواص نه شي ترلاسه کولی؟ څنګه او څه شي تر دې حده هوښیار کړي یو او داسې څیزونه یې رانه جوړ کړي؟ اوس نو دا لړۍ را نیسو چې کېدی شي په راتلونکي کې د انسان او نورو هوښمنو موجوداتو اړیکه څنګه کېږي؟ (ش ک: ۱۲۹ مخ).
||
جالبه ده چې د حیواناتو په اړه داسې یو بحث هم د راتلونکي انسان په اخلاقو کې مطرح دی. دا د نه تاوتریخوالي او ځینې احتیاطي باورمندي چې هند او ځینو نورو ملتونو کې یې تاریخي بېلګې دي، شته چې حیواناتو ته به یې د نه آزار په فلسفه درناوی درلود. د هغوي ژوند ساتنه لازمه او حق یې ګڼي. مګر دا دریځ له بنیاده دا ستونزه لري چې اوسنی انسان د همدغو حیواناتو له شمېره یو دی، ټول حیوانات پر یو بل ماړه دي او پايي که یو بل و نه خوري له منځه ځي. مګر د راتلونکي انسان په کارنامه کې دا وي چې پرته له چې د طبیعت ښکلې پاڼې، ښایسته مرغان او نور حیوانات مړه کړي، ویې کړوي او ویې خوري، ژوندی پاتې شي. او په یو بله کچه خپل ژوند ته دوام ورکړي.
||