لنډیز:
ټولنیز ژوند له سمبوللرنې او سمبولکارونې سره ګډ روان دی. د هربړت مېډ په وینا ټولنیزې اړیکې د سمبولونو په لاس ممکنې کېږي. دا سمبولونه په بېلابېلو نظامونو کې مطرح دي. اخلاقي نظام هم یو شمېر سمبولونه لري چې ټولنیز غبرګون منځ ته راوړي دي. دا لیکنه د پیټر برګر او توماس لاکمن (د ټولنیز واقعیت جوړښت) د نظریې په رڼا کې اخلاقي سمبولونه توضېح کوي. دا سمبولونه د ژبې او زمانې په وسیله ټولنیزو چاپېریالونو کې وده کوي او د اطاعت وړ ګرځي. نن د معاصر ژوند لپاره ځانګړیو اخلاقي نظامونو او بیا سمبولونو ته اړتیا لیدل کېږي. په وروسته کې د ټولنیزو اخلاقي سمبولونو نقد او اړوند چارچلندونو باندې لنډې شننې شوې دي.
اصلي کلمات: اخلاقي سمبولونه، ټولنیز واقعیتونه، انساني اغېزې، اوسنۍ اړتیاوې
مقدمه
په ځینو ختیځټولنو کې د اشیاؤ او نښو مانا او اعتبار تر خپله اشیاؤ لمړیتوب لري؛ په اروپايي ټولنو کې معمولا د اشیاؤ او توکو په هکله فکر برعکس دی: هلته دا مهم دي چې کوم توکی یا کومه نښه ده چې مانا درلودلی شي. تاریخي ـ اخلاقي خواتګ پخپله د دې خبرې څرګندویي کوي. دا لا په غرب کې نېچه ویل چې «اخلاق د انسان لپاره د حقیقت ته رسېدو ټوله انرژي اخلي». شرقي ټولنې له دغه اړخه زیاتې قربانۍ لري. د اخلاقو توپیرونو او طیفونو ته په پام سره دې ته هم رسېدلی شو چې د اخلاقي سمبولونو شتون څومره اړین دی. اوسنۍ لیکنه پر دې ده چې اخلاقي سمبولونه څنګه منځ ته راځي، اوس څرنګه له ټولنیزوـ زماني شرایطو نه خطا وتلي او جدي اړتیا ده چې ځیني سمبولونه بدل شي. هڅه کوم دا ثابته کړم چې په اوسنۍ ټولنه کې د اخلاقي سمبولونو عمر پای ته رسېدلی او ځینې یې په څرګنده توګه د ټولنې د عذاب او پاتې کېدو لاملونه ګڼل کېدلی شي.
خو آیا اخلاق او سمبولونه په ټولنه کې جوړېږي؟
ټولنپوهنه داسې علم دی چې د هر څه پر نسبیت باندې ګوته ږدي. هر څه چې دي نسبي او د ټولنیزو اغېزو په پایله کې دي. اخلاق هم د نورو پدیدو په شان په ټولنه کې منځ ته راځي او سمبولونه هم. اخلاق په ټولنه او اړیکو کې د ښو او بدو ټولګې ته ویل کېږي چې د شرایطو د جوړښت تر اغېز لاندې شکل مومي. همدا وجه ده چې په ټولنو کې د اخلاقي نظامونو توپیرونه په څرګند ډول مونده کېږي. زه د دغې مسألې د وضاحت لپاره حتی د مثال راوړلو لپاره څه اړین نه بولم. خو سمبولونه.
سمبولونه هغه نښې دي چې تر خپله وجوده ها خوا مانا ورکول شوې ده. د ټولنپوهنې یو معاصر لیکوال جوئل شارون وايي: «سمبولونه د بل څیز، فکر او حالت استازیتوب کوي» (Charon:1996). سمبولونه مونږ د اړیکو د ښودنې لپاره کاروو چې د دغې نښې له لارې مو هغې سرچینې سره اړیکه نیولې ده. یا د مخامخ فکره، داسې انګېرل کېږي چې تا دغه نښه وکاروله او زه یې داسې ګڼم چې له هغې سرچینې سره دې اړیکې دي.
لږ توضیحي بڼه یې داسې ښايي چې سمبولونه ټول ماناداره دي او په ځانګړې توګه یې د اړیکنیوونکي او اړیکلرونکي لپاره مانا ته پام لرل بېخي اړین دي. کلمات او الفاظ په څرګنده او عامه مانا ژبني سمبولونه دي.
زمونږ لپاره د الفاظو او کلماتو تر څنګ ځینې حرکات او خوځېدنې هم سمبولیکې ماناګانې لري. لاس ورکول، لاس پورته کول، ښکلول، کتل، درېدل او ... ځینې مهم څېزونه لا پخپله هېڅ هم نه دي، پوره هاخوا سمبولیک څیزونه دي. ګوتې او ګوتمۍ، بیرغ، د وېښتو شکلونه، رنګونه، منار او ... کېدی شي داسې څیزونه هېڅ مانا و نه لري او ماناداره په نظر کې راوړل شي. ځینو پوهانو دا نظر هم جدي نیولی چې ژوي هم لا پوهېږي چې خپلمنځي کوم ډول حرکتونه یې څه ماناوې درلودلی شي. دا ټول سمبولیک خوځښتونه او ډولونه یې ټولنیز دي او تاریخي هم.
سمبولونه مونږ ته کوم کارونه کوي؟
سمبولونه د ټولنپوهنې له اړخه د آندونو، احساساتو او فکرونو په لېږد، زدهکړې او پاملرنې، اړیکنیولو، او نورو سره د تعامل لپاره کارول کېږي. سمبولونه دي چې په لویه مانا د پوهې لېږد او ذخیره ممکنه کوي. سمبولونه به زیات ډولونه لري چې یو ډول یې اخلاقي سمبولونه دي او په ښو او بدو کارول کېږي. یعنې هغه نښو ته اخلاقي سمبولونه ویل کېږي چې د ښه او بد د قضاوت ښودنه کوي. د ټولنې یو غالب فکر د هر څه په هکله د ښو او بدو د قضاوت بوختیا لري او دا باور، احساس او دا مانا باید ولېږدول شي او یو بل پوه کړي چې څنګه قضاوت د څه په هکله وشو.
ځینې ټولنپوهان داسې باور لري چې زمونږ ټول ژوند د سمبولکارونې په سر اشباع کېږي. له وړو او شکلي سمبولونو نیولې تر لویو او پراخو سمبولونو. جوړښتونه حتا د سمبولونو په ترکیب او څنګپهڅنګۍ منځ ته راځي. سمبولونه طبیعت کې منځ ته نه دي راغلي او ابدي نه دي. په ټولنو کې منځ ته راغلي او وګړو منځ ته راوړي دي. بنسټونو په تخصصي او تاریخي بڼه دا دندې درلودې چې د خلکو لپاره په ټولنه کې د ښه او بد وېشه اسانه کړي او هر څه له دغې زاویې ووېشي.
تر ټولو عمده دلیل د دې لپاره چې سمبولونه انسانانو منځ ته راوړي همدا دی چې د سمبولونو ماناوې په خپله سمبولونو کې نه وي، دا د کاروونکو په ذهن، باور او فرهنګ کې وي. یعنې اصلاً کاروونکي یې پوهېږي چې دا حرکت، رنګ، غږ، احساس، شی او ... څه مانا درلودلی شي. دا ماناګانې په قراردادونو کې تقویه کېږي، کارول کېږي او پاتې کېږي. ټولنپوهنه په بېلابېلو نظریاتو کې د سمبولونو د منځ ته راوړلو لپاره خپلې څرګندونې لري. (دا د Symbolic reciprocal action په نامه یو مکتب دی ایرانیان ورته مکتب کنش متقابل نمادین وایي. پښتو کې یې بله اصطلاح نه لرو. کولی شو د پوهاوي لپاره ورته لاندې توضېح ورکړو. اما جمله ما لرې کړه ځکه کافي مطلب هلته شته دی.)
یو لوي او پراخ مکتب دی د مخامخ سمبولیک چلند په پېژندنه یې بنسټ اېښودل شوی دی. د سمبولیک غبرګون په نامه مشهور پوهان او شنونکي چې د (Symbolic reciprocal action) مکتب پلویان دي، په دغه برخه کې ځای لري. د دغه مکتب په لمن کې تئوریسنان په ډول وېشل کېږي چې دلته یې د ټولنیزې فلسفې او واقعیتپلټونکي مشهور څېړونکی او نظریهلرونکی پېتر برګر آندونو ته لږ پام کوو.
ټولنیز واقعیتونه
پیټر برګر د ټولنیزې فلسفې ستر نظري شخصیت دی. هغه په دې آند دی چې ټولنیزې پدیدې په ټولنو کې وګړو منځ ته راوړي دي. د وګړو بدني ـ غریزي او واقعي اړتیاوې د دوي له وجوده څخه ټولنې ته غبرګې شوې دي (برګر او لاکمن، 1388). ټول هغه څه چې مونږ یې ټولنیز واقعیتونه بولو، زمونږ ذهني مرحلې او وجودي قناعت پورې راګرځي. مونږ قانع شوي یو او ټولنې راته ښودلې ده چې څه شی په کوم حالت کې څه شی دی. واقعیتونه هم همداسې دي؛ ځینې څه په یوې ټولنه کې خیال او دروغ بلل کېږي چې په بله ټولنه کې واقعیت بلل کېږي. ورسره دا هم چې ځینې ټولنې د واقعیتونو د پوهېدنې له مخې په آسانه توګه ژوند جوړوي، او ځینې ورانوي.
پخوانیو انسانانو ډېري شیان ټولنې ته وراړولي دي او بیا د زماني اوښتنې په پایله کې یې ټولنیز جوړښت موندلی دی. نن ترې یوازې اطاعت او پیروي کېږي. دی درې مرحلو ته قایل دی او هره ټولنیزه تاریخي پدیده د وخت او ژبې په لاس له درې مرحلو تېرېږي.
غورځونه (Externalization) (که منظور یې دا وي چې انسان خپل دروني احساس/ فکر ته بهرنی تجسم ورکوي، نو د اکسټرنلایزېشن له پاره به «بهرنی کول» مناسب معادل وي ځکه چې غورځول یا بهر کول منفي بار لري موږ هغه څه غورځوو چې نه یې غواړو، حال دا چې دلته هغه څه بهرنی کوو چې غواړوو یې. ممکن څرګندول، ښکارول یا بله اصطلاح هم ورته مناسبه وي.)
غورځونه یا بهرکول هغه انساني او بشري فعالیتونه دي چې د حرکتونو او اغېزو په واسطه د وګړو نه ټولنیز محیط کې څرګند شوي دي. زما خپل برداشت دا دی چې برګر غواړي ووایي هره (ټولنیزه پدیده) څه شی انسانانو ټولنې ته ورغورځولي دي. ټولنه هر ځلي د وګړو د غورځونې په پایله کې جوړېږي. د وګړو هستي یوې تړلې منځاوسېدنه (Interiority) کې واقع او ولاړه ده(توضیح غواړي) (برګر او لاکمن: 1388). (په دې مانا چې د برګر وجودي انسانپېژندنه وايي انسان یو ډول پخپلې خوا ورغلی موجود دی. انرژي او حرکت پکې شته خو د ده د وجود لمړنی شکل داسې دی چې مخ په د ننه او منځ خواته وي. هغه څه چې له ده نه ټولنیز محیط کې څرګندېږي هغه یې د ننه درلودلي دي) وګړي اړ دي چې د پرلپسې او څرګندو فعالیتونو له لارې ځان ته بهرنی وجود (براوسېدنه) ومومي. دا توضیح د برګر او لاکمن په لیدلوري کې زښت فلسفي او ښکلی علمي معیار منځ ته راوړي او په ټولنپوهنیزې جالبې بڼې د وګړو ټولنیزوالی توجیه کوي.
د برګر باور دا دی چې انسانپوهنیزې اړتیاوې، هر کله د وګړو د ژوپوهنیزو توکپوهنو ولاړې دي. (البته د اصطلاحاتو د مانا پر ډول او سطحې عدم توافق دا ستونزمنه کوي چې سره لیک کې پوهېدنه ممکنه شي. پر ځای یې دا جمله لیکم: د برګر باور دا دی چې د انسان پېژندنې ضرورتونه، هر کله له غریزي او د ژوند له چاپېریال سره په اړیکه کې ممکن دی) یعنې که وغواړو انسان وپېژنو، بله چاره نشته پرته له دې چې د ژوند توکي او چاپېریال یې وڅېړل شي چې لومړنی او پیلنی غبرګون او اغېزې یې څه دی. څنګه یې خپله منځاوسېدونه ښکاره کړې ده. د بشري ذاتي ارګانیزم بېثباتي پخپله دا ضروري کوي چې انسان دې پخپله ځان ته ثابت چاپېریال په لټه اوسي (برګر: 1388).
لاکمن او برګر پر دې هم ټینګار کوي چې د بشري ژوند ټول بنسټونه، «د انسان په بېلوري غریزي جوړښت کې ځانګړی ختنځای لري».(همغه:1388). بناء ټول ټولنیز او تاریخي څيزونه وګړو منځ ته راوړي.
واقعيکېدنه (شکلموندنه)(Objectivition)
هر کله چې دا اړتیاوې او پدیدې زمونږ له بدن نه د باندې څرګندېږي او هر کله چې یې د باندې ټولنیز محیط ته غورځوو، د تکرار او دوام په نتیجه کې بېل او ځانګړی شکل مومي. مونږ د منظم ژوند کولو او د خپلې برخې د ترلاسه کولو لپاره خپلې منځنۍ غوښتنې (منځاوسېدنه) (یا د آسانۍ لپاره خپلې غوښتنې) بهر اچولې. ذهني نظم مو چې څومره د چا او څومره د چا دي، بهرني محیط ته په تکرار ډول هر کله اچولی دی. نن ترې یوه بهرنۍ پدیده جوړه شوې. نن قانون ترې منځ ته راغلی او زما د هغو نورو غوښتنو په وړاندې چې ورسره ټکر کوي، درېږي.
هر څه چې انسان یې منځ ته راوړي، د تکرار او ځواکورکونې په نتیجه کې ځواک مومي او مستقل کېږي. له عادي او متأثر وضعیته پورې وځي او د تأثیردرلودنې همېشنی حالت غوره کوي. برګر ښکلې توضېح لري چې هر هغه څه چې انسانانو د خپلې بقا لپاره ورته اړتیا درلوده، هغه یې د ډېر تکرار او دوام له وجې بهر جوړ کړي دي او دغو جوړښتونو نن د انساني وجود نه بهر ځواک او اغېز موندلی دی.
دی ورته عیني کېدنه هم وايي چې هر کله زمونږ دا غورځونه بهرنی واقعیت ومومي او ځانګړی ځای واخلي نو له خپلو منځ ته راوړونکیو پورې کېږي او بیا همدا خپل خالقان اطاعت ته رابولي. فرهنګ او ټولې نورې اعتباري او جوړښتیزې پدیدې همداسې منځ ته راغلي دي. فرهنګ، ټول، په انساني ذهن کې ريښه لري، او اصلي ختنځای یې د وګړو پوهېدنه(آګاهي= پوهېدنه؟) او ذهنیت دی. کله یې چې شکل او وجود وموند نور یې اطاعت او پاملرنه حتمي شوه. دا ځانګړنه حتی د فرهنګ مادي اړخ پورې هم راګرځي.
اخیستنه (راموندنه)(Internalization) (دروني کول)
دغه ځای دی چې ټولنیزوالی د ټولو وګړو لپاره په ژوند کې د بنسټیز فعالیت په توګه مطرح دی. دا د انسان او جهان خپلمنځی ډیالکټیک دی او یو بل جوړوي. مونږ چې کله ټولنې سره مخامخ کېږو نو ګورو چې دا ټولنه مستقل او قوي شرطونه او شکلونه لري. ژبه لري، فرهنګ، ارزښت، د چلندونو شکلونه او تاریخي وضعیتونه لري. دا ټول مونږ درناوي او سرکېښاوي ته اړباسي او مونږ باید دا هر څه له پامه و نه غورځوو.
په همدې توګه ده چې بهرني قوانین او شرایط پخپل وجود تطبیقوو. د ننه یې ذهن ته وړو او پرې پوهاوی مومو. تر ژورو برخو پورې یې منو او وجود کې یې ځانګړي کوو. حتی ټولنیز معیارونه دا دي چې هر څومره دغو شرایطو سره توافق ته ورسېږو او خپل یې کړو، همغومره مو د ژوند د بقا ضمانت جدي او قوي دی.
د برګر توضېح د یوسفزاده په وینا دا ده چې د ټولنیز جهان بیاموندنه او دایمي جوړېدنه همدا درېیمه برخه ده» (یوسفزاده، 1389). د ټولنې جوړښتونه د ذهن شکلونه منځ ته راوړي. اجازه راکوي چې څه چارې ترسره کړو او دنده راسپاري چې کومې چارې څنګه سرته ورسوو. ټولنه په دې توګه د وګړي د پوهاوي او ذهنیت د جوړونکې په توګه چلند کوي. په واقعي مانا همدا ده چې هر وګړی له ټولنې خپل ذهنیت او پوهاوی ترلاسه کوي. کېدی شي هر څوک همغومره خبر واوسي چې په ټولنیزو جوړښتونو کې یې دا خبراوي جریان لري.
اوس د دغې پورتنۍ نظریې په رڼا کې اخلاقي سمبولونه منځ ته راتلل واضح کېدلی شي. وګړي هر کله ځان اړ احساسوي چې د زیاتو خبرو، توضیحاتو او پراخو ښودنو په ځای یې نښې وکاروي. په آسانه اړیکې ونیسي او په ساده حرکت سره خپل مقصد وښايي. همدغې دایمې اړینې مسألې دی راویستلی چې باید سمبولونه د اصلي ماناګانو په ځای وکاروي. د بشري ګټپالنې توضیحات هم دا روښانه کوي چې هغه څه همېشه انتخابوو چې ګټه مو پکې وي او تاوان مو لږ یا نه وي. د دغې ضایعې د کمولو لپاره چې انرژي او وخت او غبرګون پرې ورځي، مونږ سمبولونه غوره کړي دي. او دا روښانه ده چې سمبولونه مونږ پخپله تشخیص کړي او مونږ په ټولنیزو چلندونو کې منځ ته راوړي او قراردادي کړي مو دي.
اخلاقي سمبولونه هم په حرکتونو او چارو کې، هم په رنګونو او الفاظو کې، هم په احساساتو او هم په شکلونو کې منځ ته راوړل شوي دي. هغه فکر او احساس ته چې ځینو ته ښه حس کېده، یو ګډ سمبول وټاکل شو او د تکرار او دوام په نتیجه کې یو ټولنیز قرارداد ته واوښت او نن ترې سرغړاوی له ټولنیزو اصولو سرغړاوی دی. مونږ د هغه څه په هکله خبرې وکړې چې باید ښه یې وګڼو او هغه څه مو تحریم کړل چې باید و نه ویل شي. دا د ژبې اخلاقي برخه ده.
ځینې مهم بنسټونه یا نوي منځ ته راغلي او یا د بدلون په حال کې دي. د دوي اړوند اخلاق هم تر اوسه نشته. دا به د وخت په تېرېدو سره خپل موډولونه مومي او ځانګړي اخلاقي سمبولونه به یې استازیتوب کوي. په دې خاطر چې رسنۍ نوې پدیده ده، رسنیز اخلاق هم ورسره اوس منځ ته راتلونکي دي. د زده کړې اخلاق، د ټکنالوژۍ د کارولو اخلاق، د ځوانۍ اخلاق، د بدلون اخلاق، د تفکر اخلاق، د کار اخلاق او د تظاهر اخلاق هغه نمونې دي چې بنسټونه یې اوس مهال په جوړېدو او بشپړېدو دي. ځکه یې د اخلاقو په هکله ځانګړې خبرې او شفافه وینا نه شي کېدلی. حتی تر دې هم لا تخصصي ډولونه یې د وګړو لپاره چې عجیب تاریخي او ټولنیز رواني قالبونه لري د پام وړ دي.
خپلو اساسي اړتیاؤ ته د رسېدو اخلاقي ډولونه بېخي ناسم او پرېکوونکي په نظر راځي. په دې ټولنه کې د انزوايي فکرونو اخلاق ځواکمن دي. مثلا چوپتیا، سترګې کښته اچول، تنهاکېدنه، پرېښودون، په یوه بله بڼه ښودل شوي دي. یو برګ څادر، خیرنه ږیره، وچې شونډې، تسبې، غر ، دښته او کلي کې یوازې مزل او ناسته او ... کولی شي د انزوايي ښو اخلاقو استازیتوب وکړي. د دنیا بد ویل هم په دغه لړ کې یو ځانګړی قاموس او فرهنګ دی. د ماشومانو، ښځو، پېغلو، ځوانانو، مشرانو، کلیو او ښاريسیمهوالو لپاره لنډې او اوږدې، سپینې او تورې، نوې او زړې جامې بېل بېل اخلاقي سمبولونه مانا کېدلی شي.
واړه نظیف او ظریف زنځیرونه په غاړه او لاس کې اچول، ګوتمۍ، وسپنیزه حلقه اچول او ... ټول اخلاقي سمبولونه دي چې له بل فرهنګه یې د راتلو رسنیزې چوپړتیاوې یادولی شو. تسبې او لونګۍ، د تڼیو تړون، اوږدې لمنې، قلمکېښودنه، ږیره او نوکان د خاصو اخلاقي سمبولونه نمونې دي.
ښکته کېناستل، چای اچول، غوږنیول، تائیدي خبرې کول، چوپتیا، هرې خوا ته نه کتل، د نورو اړتیاؤ ته پام کول او ... ټول د مېلمستیا په عملي چلندیزو اخلاقي سمبولونو کې شامل دي. د کشرانو لپاره ټولنې خاص اخلاقي سمبولونه تعریف کړي دي. مثلا دوي باید وېښته واړه کړي، خوله په سر ولري، خبرې ونه کړي، مشرانو ته غوږ ونیسي او غلي کېني، د هر امر لپاره په منډې اجرائاتو ته چمتو وي، لویې خبرې وکړي (له خپلو مشرانو خبرې تقلید کړي) او حاکم منطق سره ځان عیار کړي دا ټول نور اخلاقي سمبولونه دي چې واړه یې باید ځانونه ترې او پرې قربان کړي.
د مذهبي مسائلو، شعائرو او توکو په هکله هم اخلاقي سمبولونه شته دي. قرآن ته پوښونه، له سره یې پورته ساتنه، ښکلونه یې، آذان وخت کې غلي کېدنه، جومات مخکې د تېرېدو پر مهال د سندرو او ټیپ بندونه، جومات کې غلي کېناستنه او نورو ته یې د ښه اطاعت او تقدس ښوونه ټول هغه عملي او چلندیز اخلاقي سمبولونه دي چې څرګند او روښانه بلل کېږي.
ځینې سمبولونه د غلط پوهاوي او غریزي خوځښت په نتیجه کې منځ ته راغلي وي. مثلاً په دیني لمن کې د خولۍ او ږیرې مسأله همداسې ښکاري. که هر څو د ږیرې د پرېښودو په اړوند د ځینو روایاتو ادعاوې شته خو لا هم هغه لیدلوری نه دی ضعیف شوی چې ږیره د عربو یو رواجي نښه وه. دا د هغوي خپلمنځي سمبولیکه پدیده ده چې منځ ته یې راوړې وه او هر هغه څوک به چې د هغې ټولنې د مشر او اغېزمن وګړي په توګه د مطرح کېدو وړ وه، نو دا نښې به یې له ځانه ښودې. یوه یې ږیره وه. په هر حال، تېر به شو له ږیرې چې تر عربو دلته قوي ملاتړي لري! مګر خولۍ. خوله یوه بله نښه ده چې د اسلامیت او عرفي ـ مذهبي اعتقاد لپاره ځانګړې کارول شوې او کېږي. که هر څو تر مخکې یې هغه تقویتي او تأکیدي فشار لا اوس کم دی، مګر د ډېرو ماشومانو او ځوانانو په سر یې له ځانه سره د پخواني سنت سمبولیکه مانا را ساتلې وي.
خوَلَه د ډېرو علماؤ په تأیید او تأکید سره یوه عرفي نښه ده او هېڅکله اصلي مذهبي ريښه نه لري. دا هم رواجي سمبول دی او په تکرار او دوام سره دا مانا له ځانه ښکاروي چې د دغې نښې کاروونکی وګړی باوري، صادق، شامل او خپل دی. خولۍ نن هم په نظامي چوکاټونو، حزبي هویتونو او عرفي او سیمهایزو هویتونو کې څرګند سمبول او د خاصې مانا لېږدوونکې ده. په افغانستان تېرو سلو کلونو کې د اماني دور شَپو خولۍ د تمدن او ترقۍ سمبول رسمي تعریف موندلی و. د طرزي او روښانفکره شخصیتونو سمبولونه نور وو او د پنځوسو کلونو سیاسي ـ اخلاقي ـ اجتماعي تعاملاتو څرګندونې په پکول، لونګۍ او څادر سره شوې دي.
هغه ماناوې چې له دغو سمبولونو مراد ګرځېدلې وې، په یو انتقادي فکر هېڅکله له خپله دغو څیزونو ارزښمنې ماناوې نه وې. دا مونږ په خپلو ذهنونو کې جدي کړې، اصلي کړې، پاکې کړې، او ځانګړې کړې وې. دا سمبولونه پخپله د زماني بدلون او مانايي بدلانه له وجې نن د نامناسبو او ناموزونو پېښو لامل ګرځېدلی شي. د ږیرې خرېیل کله کله د غیراخلاقي ـ البته په عرفي او مذهبي مانا ـ نښپالنې حیثیت تداعي کوي. ږیره پرېښودل په عادي بڼه یو وګړی دې ټولنه کې د لوړو اخلاقي معیارونو لرونکي معرفي کاوه. د ښاري او کلیوال چاپېریال انتقادي څېړنه هم دا راروښانوي. ګلداره او رنګینه کورتۍ او واسکټ، یا غاړکۍ او یخن جوړول، د یو ډول منحرفو اخلاقو مانا انتقالوي. داسې باور کېږي چې د فحشائي چارو او فرهنګ رواجونې لپاره راوتلی شخص دی. یو بل حالت دی چې ټولنیز زیرک وګړي یې درک کولی شي: سنګیني او درندوالی چې په مقابل کې یې سپکوالی او کچه توب دی. دا هغه چلندیز اخلاقي سمبولونه دي چې په یو وخت کې د صبر، قربانۍ، پوهې، ځواک، تېرېدنې، برابرۍ او برلاسۍ صفتونه رانغاړي. یو کس چې هېڅ ډول عقلي تجربه نه لري، او د خپلې ناسمې خبرې له کولو، په نه کولو کې ګټه ګوري؛ دا سړی سنګین انسان معرفي کېږي. اخلاقي نمرې یې زیاتې وي او د متعالي شخصیت درلودنکی بلل کېږي. برعکس، یو څوک که ځیرک، منتقد، پوښتونکی او شوخ مزاجه لایق وګړی وي، سپک او نانډوله معرفي کېدلی شي. دا د وضعیتونو او حالتونو لپاره غوره شوي سمبولونه دي.
زما تفسیر دا دی چې برګر وايي دا ټول مونږ د ژبې او زمان په لمن کې منځ ته راوړي دي. ټول هغه څه چې ترې متأثر کېږو، درېیمه مرحله کې دي، ورسره ځان برابروو، او ترې ډارېږو. هغه څه چې د جوړېدو پر مهال دي، بهرنی واقعیت مومي او ځانګړی خپلواک وضعیت اخلي، ورته پرمختګ، بدلون او ټولنیز اوښتون وايو. هغه څه چې یې له ځانه ښکاروو، رانه ښوودل کېږي او همېشه یې د بهراوسېدنې لپاره نمایش ته وړاندې کوو، د ټولنې په جوړېډو تمامېږي. ټولنه همېشه په همدې توګه منځ ته راځي او دوام مومي.
زمونږ د سمبولونو وضعیت همداسې دی. د اخلاقو سلسله هم همداسې. اخلاق د چلندونو او احساساتو په جهان کې مطرح دي او ټول په سمبولونو ښوودل کېږي. یو شمېر سمبولونه چې مونږ منځ ته راوړي دي، کلک شوي او مستقل شوي دي، نن مو کاروي او استعمالوي مو.
درېغه درېغه چې د دغو ټولنیزو ـ اخلاقي سمبولونو تاریخي قرباني واوسو. دریغه چې جګړې، تضاد او نفاق مو ټول د ناانډولې ژمنتیا نه منځ ته راغلی وي. افسوس دی چې دا ټول جنګ او توهین او انسانوژنه یوازې د سمبولونو توپیرونه واوسي او په اصل کې ټوله محتوا یوه او شریکه وي. دا خو مونږ یو چې توره مو د جګړې او فتحې سمبول بللی او کنه توره د انساني باورونو د سمون په ځواک کولی شول، د سولې او مهربانۍ سمبول او د جګړې د ختمېدو سمبول واوسي. مونږ د متراکمې دنیا په بازاري فعالیتلړ کې د مډرنې موسیقۍ مانا کله لبرالیستي تفکرات را اخلو او کله هم د اګزیسټانسیالیسټي انزوا یوه بشري نهیله پایله. د کلاسیکو سندرونو مانا کولی شي اخلاقي میعارساتنه او یا هم زوړ فکر واوسي تر دې چې د حالتونو او آندونو پر ژورتیا دلالت وکړي. دا او دې ته ورته ټول سمبولونه دي چې له خپله ځانه هاخوا اوړي او یوه مانا را پورته کوي.
د اخلاقي سمبولیزم په دایره کې نژدې د ټولو سمبولونو ګډ عیب دا دی چې ماناوې یې مشخصه جغرافیه نه لري. دا چې یو سمبول تر کومه بریده همغه اخلاقي مانا ښودلی شي، د کاروونکو او قراردادیانو په فرهنګي جوړښت او ذهني ژورتیا پورې اړه لري.
د عرفاني او فقهي تاریخي ملایم او ځواکمن ټکر په نتیجه کې وو چې باورمن انسان ځان ته د سمبولونو ماناوې بدلې کړې. نن هېڅکله د یو عارف او فقیه سمبولیکه مانایي سلسله او کیفیت یو ډول نه دی. اودس د فقیه لپاره د ظاهري پاکوالی څرګند استقبالي حکم او نښان دی مګر د یو عارف لپاره هېڅ په دې توګه مطرح نه دی او هغه له دغه سمبولیک چلنده ژورې نننۍ پاکېدنې ته متوجه دی چې خپل ذایقوي غبرګون لري. یو د ښکلو مخونو ته د خدايي فوق العاده کمال او جمال د اعتراف او خدایلوريتګ سمبول په نظر ګوري، بل یې د ګناه بلنه او شیطاني کریه نښان په اعتبار. یو یې ځمکه پرېږدي او له آسمانه مانا غواړي او بل یې پخپله انسان د ماناګانو زېرمه او اساس ګڼي. دا ټول سمبولیکې شننې دي چې د عقیدې او اخلاقیاتو په ګډې دایرې کې مطرح کېدلی شي.
اوس، ټولنیز وضعیت ته د برګر له عینکو که ګورو، باید متوجه اوسو چې هر کله ټولنه منځ ته راوړو. مونږ یې په دوامداره توګه تکراروو او دا بهرنی وجود مومي. مونږ ټولنه ځانته کلکوو او را باندې حاکمېږي. بیا یې هڅه کوو له شره د خلاصېدو لپاره نورې غریزي خوځېدنې وکړو او نوې ماناوې، ارمانونه او غوښتنې ټولنیزې فضا ته وغورځوو. دا به په نوې بڼه عینیت ومومي او په نوي قانون او د ژوند په نوي شکل به واوړي. د نوي شکل او نوي ژوند لپاره به چمتو کېږو.
د خپلې خبرې اصلي برخې ته راورسېدم. هره ټولنه باید د خپل ټولنیز دوام او مطلوب استمرار لپاره داخلي ظرفیت منځ ته راوړي. هر کله باید له داخلي غورځونو څخه بهرني نوي ژوندډولونه تجربه کېدو ته چمتو شي. له زماني او ژبنيز اړخه دا غورځېدنې باید دومره و نه غځېږي چې نسلونه نویو غورځونو او جوړولو ته پرې نه ږدي. د پاخه او بریالي ژوند او ښاد عمر د تېرولو لپاره ټولنیز وضعیت باید داسې وي چې لږ زماني او نوي ژبني فرصتونه سره ګډ کړي او د ژوندکولو ښایسته او مطلوب بهیرونه منځ ته راوړي. هغه څه مو چې د سلو کلونو او اویاؤ کلونو په جریان کې ټولنیزې فضا ته ورغورځولي دي، نن هم د عینیت موندلو او واقعي کېدو په حال کې دي. دا به پس له دې بیا مونږ اطاعت ته اړباسي! دا هغه ارزښتونه دي چې نن هېڅډول د پالنې منطق نه لري. مونږ له زماني او ارګانیکي او غریزي جوړښتیز اړخه نوي منځ ته راغلي نسلونه یاستو. زمونږ اړتیاوې که ټولنیزې فضا ته ورغوځول کېږي، باید همدلته عینیت ومومي او همدلته مو د ژوند ډولونه شي.
دغو نظري بنسټیزو مقولاتو ته په کتو سره نتیجه اخلو چې له ژبني اړخه هم ستونزې لرو، او له زماني اړخه هم. له ژبني اړخه داسې ستونزې لرو چې د سمې ژبې د نشتون له وجې سم فکر نه شو کولی. دلته د سم فکر مانا یعنې د وجودي برابرښت او واقعي اړتیاؤ د انډولموندنې کیفیت ته اشاره ده. د سم فکر نشتون مونږ نه یو دومره وسمن کړي چې خپلې غوښتنې او هغه (منځاوسېدنه) بهر ته ښه وغورځوو. مونږ نه یو توانېدلي چې خپلې غوښتنې خورې کړو او ځان ته بهرنی وجود تعریف کړو. د دغې برخې ضعف د زیات تکرار او تداوم اړتیا منځ ته راوړې چې څو لسیزې کېږي له خپلو منځ ته راوړل شویو سمبولونو شرارت مو ځوروي. دا سمبولونه ښه منځ ته نه دي راغلي او خام پاتې شوې دي. وخت هم زیات نیسي او نیولی یې دی. اوسنی نسل مو هم د همدغې زماني او ژبنۍ نابرابرۍ قرباني کېږي. د یو فیلسوف په وینا داسې کېږي چې: مونږ ښه وضعیت کې هغه مهال نه وو چې باید وای، او هغه وخت چې ښه وضعیت کې وو، وخت یې نه وو!
د دې ټولو مسائلو غور راته را په ګوته کوي چې نسلي مصرف او ناهمغږي او نه رسېدنه او پاتې کېدون مو تر رسېدو، همغږۍ او منځ ته راوړلو زیات په نصیب دي. نن هم د تېرو لسیزو او پېړیو هغه کړاوونه تېروو چې هغوي په خامه توګه ټولنیز میدان ته ورغورځولي وو. هغه غورځونې لا اوس هم نه دي پخې شوي. اوس هم افغان انسان نه شي کولی خپلې غوښتنې دغې فضا ته په څرګنده او معقوله بڼه ورڅرګند او ښکاره کړي، تر څو د زماني ـ ټولنیز تسلسل په اووښتنه هضم شي. او بیا یې محصول همغه قواعد او د ټولنیز ژوند نظام وي چې مونږ غوښتي وو او ترې باید اطاعت وکړو. نن د هغو جوړښتونو اطاعت او منلو ته اړ یاستو چې هېڅکله زمونږ واقعي اړتیاؤ او غرایزو سره برابري نه لري.
زه ادعا لرم چې زمونږ اداري اخلاق، سیاسي اخلاق، تجاري اخلاق، مذهبي اخلاق، تاریخي اخلاق، تعاملي اخلاق، هنري اخلاق، ادبي اخلاق او ... ټولې زاړه او کاروتي اسلوبونه لري. یو هم د اوسنۍ زمانې او شرایطو سره برابر اخلاقي نظام نه بلل کېږي. حتی د اخلاقي څېړونو د جرئت نشتون پخپله د علمي اخلاقو د سلسلې خرابېدنه ښيي. دغه اخلاقي سمبولونه زما چې د یوویشتمې پېړۍ ځوان افغان انسان یم، مانايي بارونو او باورونو څرګندويي نه شي کولی. دا اخلاقي سمبولونه زما د پرمختګ خنډونه ګرځېدلی شي. دا اخلاقي سمبولونه زما او د بل هر اوسني انسان د ژوند په وړاندې او د تفکر او نوښتونو په وړاندې کارول کېدلی شي. دا اخلاقي سمبولونه د نوې دنیا د نویو انساني اړتیاؤ شکلونه او محتوا نه شي را غبرګولی او ما نه شي ښودلی چې له کومو ارزښتونو سره ژوند کوم. زما وجودي او غریزي واقعیتونه نور ارزښتونه را په ګوته کوي، رانه یې غواړي او ورته مې بولي، مګر دا اخلاقي سمبولونه نور ارزښتونه راباندې تائیدوي، ورته مې بیايي او راباندې یې مني.
د فردیت او ټولنیزوالي موډل او منځنی توازن نه دی مالوم. ځکه خو د فردي او ټولنیزو اخلاقي سمبولونه ټکر هم یو خطرناک میدان جوړېدلی شي. زما د ژوند د رسوایۍ او د واقعي اړتیاؤ د سرکوب لپاره، د هر ډول معقولې آزادۍ د پایمالولو لپاره هر کله د ټولنیزو زړو اعتباریاتو ناولې او خیرنې پښې چمتو دي. دا د نوې نړۍ د نړۍوالو ارزښتونو اجباري سلسله ده چې د دې خاورې د انسان لپاره هم رارسېږي. منل یې معقول هم دي، خو ټولنیز توازن او عقلا نیت ته سخته اړتیا لري. کوم ځای کې څنګه ځای ورکړل شي، دا ورته په کار دي.
زمونږ سمبولونه هغه لازم او ضروري عمق نه لري. دا د هغو تجربو انعکاس دی چې پخوانیو انسانانو د اوسني ژوند په هکله نه درلودل. د اوسني ژوند د تجربو غبرګون باید په خپل لازم جامعیت او پراخوالي سره را ونغاړل شي او ارزښتونه او سمبولونه لازمه ژورتیا پیدا کړي. د یو چا د تصدیق او احترام ښودنې لپاره باید اړ و نه اوسو چې هم حرکات زیات وښیو، هم ژبه بېرنګه کړو، هم وضعیت یو اړخیز کړو او هم ځان محو کړو. دا هغه لازمه ژورتیا پورې اړه لري چې د یو معاصر ارزښتیز فرهنګ ژبه یې وايي: لازمه نه ده دومره زیاته انرژي په دې ولګوئ، بس د یو بل د وضعیت په منلو سره کولی شئ له ډېرو سطحي مواردو واوړئ. سطح کې پاتې کېدنه پخپله پراخه ستونزه او د پرمختګ او بدلون په وړاندې بېرحمه خنډونه راولاړولی شي.
مهمې پایلې
دا لاندنۍ پایلې په لنډه توګه د دغه فکر د محصول په توګه وړاندې کوم:
اول: دا چې هېڅکله هېڅډول اخلاقي سمبولونه تر انسانه پورې تقدس نه شي موندلی. دا خپلواکي، پاکي او ښکلا انسانانو پکې وراچولې ده او د دوي ذهنیت او اخیستې پورې اړه لري چې په څومره ژمنه یې اخلي.
دویم: اخلاقي سمبولونه لکه د نورو ارزښتیزو فشارونو کولی شي د انسانانو د مصرفولو، له منځه وړلو او مصروفولو لپاره وکارول شي. دا استعداد هم د دغو سمبولونو په محتوا کې او هم یې په کاروونکیو او منونکیو کې شته دی. د هر ډول پرمختګ لپاره د کلۍ او هم د خنډ په توګه کارول کېدلی شي.
درېیم: د سمبولونو او اخلاقو په هکله باید دا زده کړو چې کولی شي مونږ استعمالېدو ته چمتو کړي. کولی شي رام او غلي مو کړي، کولی شي انتقادي قدرت ته مو دېوال مخه کې وکړي او له ځانه مو بېګانه کړي. کولی شي زمونږ داخلي ځواک او قدرت په نېست را وشماري او هېڅ ته مو برابر کړي. نن له نړۍ سره د تعاملاتو ژبه تر ممکنه بریده واقعي شوې ده. په دغو واقعي معاملاتو کې سمبولیک ارزښتونه او اخلاقیات د پاتې کېدو او ځنډېدو او خپلدامنېونې مانا ولري. مونږ د پرمختګ لپاره د هر ډول ارزښتیزې آزادۍ د درلودلو لپاره اړتیا لرو.
څلورم: اخلاقي سمبولونه بدلېدلی شي او بلکې بدلېدنه یې اړینه او ضروري ده. روښانه او فلسفي بنسټونه باید د ټولنې د فکري راتلونکې او ټولنیزو تعاملاتو لپاره ځانګړي اخلاقي معیارونه په ګوته کړي، تعریف کړي او منځ ته یې راوړي. دا هم یو اخلاقي او معاصر تاریخي جرئت پورې اړه لري چې کوم بنسټ او یا یوه ډله را ولاړه شي او خپلې اوسنۍ زمانې او راتلونکي ژوند لپاره قواعد او اصول منځ ته راوړي. په تاریخي موادو اکتفا و نه کړي او د اخلاقي سمبولونه په هکله هم لازم او کافي ګامونه پورته کړي.
پنځم: د ټولنپوهانو او تاریخپوهانو دنده دا هم ده چې د دغه شان پدیدو انتقادي او تاریخي مطالعات ګړندي کړي. نتایج یې خپاره کړي او هېڅ یو کلک او اوسپنیز اصل پرې نه ږدي چې د زمانې بدلوونکي خپل ځان ته مرید او بنده کړي. هغه انسانان چې کولی شي د ټولنو مدیریت او رهبري وکړي، په داسې لومو او دامونو کې ونښلوي، او یا یې د داسې اخلاقي شکلونو قرباني کړي چې د ټولنیزې ودې مخنیوي یې کوي. اوسنیو شرایطو ته په کتو سره لازم او دقیق نظامونه تعریف شي. بنسټونه کېښول شي او انعطافي اساسات ومنل شي. د ژوند کولو د آسانولو بهیرونه تفکیک او تقویه شي او له مرسته کونکیو او ژوندپلویو بهیرونو سره اړیکه آسانه شي.
وروستۍ خبره دا چې طبیعي بهیرونه کولی شي د زماني حالتونو په بدلانه سره سمبولونه بدل کړي او نوي اخلاقي نظامونه د وخت په تېرېدو سره منځ ته راوړي. مګر، د با جرئته، روښانو او هوښیارو ټولنمدیرانو دا هیله موجوده ده چې دا تاریخي وضعیت مدیریت کړي، په خپله اراده او خوښه ورته لازم اخلاقي چوکاټ تعریف کړي او د معقولو ارزښتونو شتون له تائید وورسته لا ښه وڅاري.
هر ډول اخلاقي نظامونه چې په نړۍ کې ګورو، انسانانو په خپلو غوښتنو او فعالیتونو سره منځ ته راوړي، هېڅکله یې کومه سرچینه او ذخیره نه ده موندلې چې ترې یې راوباسي. مونږ هم کولی شو د خپل عزم او فکر په کارولو سره داسې اخلاقي نظامونه تعریف کړو، چې د انسان د ژوند ضمانت یې پخپله ځانګړی اخلاقي ارزښت وي
یادښت: دا مقاله په لومړي ځل د انسان مجلې په شپږمه ګڼه کې چاپ او خپره شوې ده.