INSAN Magazine

عرفاني انسان او انساني عرفان

د جدي ۱۵مه ۱۴۰۲

عرفان د بشري ژوند یو ډول اعتقادي او عملي تجربه ده چې مختلفو فرهنګونو کې يې په ځانګړو شکلونو سره موندلی شو. عارف په دیني اصطلاح کې هغه چا ته ویل کېږي چې د پېژندنې په لټه وي، هغه هم د خدای پېژندنه. یعنې د عارف له نظره انساني اصيل مسؤلیتونه معارف دي نه معاملې! د عارف په جهان­بینۍ کې ریاضت د نظر له مفهومه منځ ته راغلی نه دا چې نظریات د عمل له جوړښته لکه شریعت. دغه ځای کې، د عرفان اړیکې د ټولو ادیانو له عملي احکامو سره کمېږي او نظري برخه يې غبرګېږي. په نظري برخه کې د بېلابېلو ادیانو لمنې له ډول ډول عرفاني ­شکلونو ډکې دي. توحیدي او غیرتوحیدي دینونو په لسګونو ډوله عرفاني او انساني ګډې تجربې تاریخ کې ثبت کړې دي. زما په باور ټولې عرفاني او انساني ګډې تجربې په دوه برخو وېشلی شو:

۱) عرفاني­ـ­انساني تجربې

۲) انساني­ـ­عرفاني تجربې

اصلي مفاهیم: عرفان، دیني تجربې، عرفاني انسان، انساني عرفان، معاصر انسان، مشترکې تجربې.

دغې څېړنه کې غواړم د هغو شخصیتونو د ستاینې لپاره استدلال وکړم چې د ديني ټولنو د راتلونکي تاریخ لپاره اړین انسانان وو؛ او ورسره مې باور او فرضیه دا ده چې انساني عارفان کولی شي د هرې ټولنې اعتقادي راتلونکې د انساني ژوند د اصالت په موخه مرقومه کړي. په دغه بحث کې څو ډوله مسائل د مطرح کېدو وړ دي او زه مجبور یم تر ممکن بريده په لنډه، دغه مسائل په پرلپسې توګه وړاندې کړم. د بحث ټول شکل دا دی چې په پیل کې عرفاني انسان او انساني عرفان سره توضیح کړم، بیا یې سره پرتله کړم، په بېلابېلو حوزو او انساني ډګرونو کې به يې ارزونه او نقد هم وشي او په پای کې دا چې د ټولنو تاریخ څنګه انساني عرفان د راتلونکې لپاره لازم باله او عرفاني انسان څنګه د بشر په تېرو کې ضعیف او خفیف شو.

 

عرفاني­ـ­انساني تجربې کومې دي؟

د عرفاني­ـ­انساني تجربو د پېژندلو او د اغېزو په هکله یې باید د ځانګړنو نه پیل وکړو. د هغو تجربو چې زه یې عرفاني­ـ­انساني بولم، ځانګړتیاوې په جلا توګه دلته را اخلم. لازمه ده چې لومړی د هرې برخې بېل بېل خاصیتونه په ګوته شي، بیا یې مشترک خواص.

کله عرفاني تجربې د یو جوړښت (ساختار) په توګه له انساني ارادې او هویته وړاندې کېږي. انساني هویت تر تجربي هویته پاتې راځي؛ د مختلفو تجربو موندل، او د چاپېریال له روان وضعیت سره سم د دغه تجربو اغېزې، او دا چې د ژوند د ګڼو تجربو ټولګه سره یو ډول تړاوونه درلودلی شي. د تجربو اختلاط او ناسته د تاریخ په ذهن او د انسان په وجودي ډګر کې کېږي. څه ترې لاسته راځي؟ یوه تاریخي او تکراري نتیجه يې دا چې د انساني هویت ماته او د تجربو د ترکيبي هویت برلاسي. یعنې د دین د اشراعي برخې جوړښتیز تأييد او د انساني ځواکمنتیا په زنګنو کېدل. دغلته د باورمن انسان منطق په یو ډول ارزښتیز شکل سره برابرېږي او معیارونه یې د ژورو تجربو پر اساس د یوې غالبې روحيې تر اغېز لاندې مشخص کېږي. دا تشخص همغه فقهي او یا په دغه لیکنه کې جوړښتیز خصوصیت دی. کله چې معیارونه مشخص شي او باورمن وګړی وغواړي د بهرنۍ نړۍ د پدیدو په هکله قضاوت او ارزونه وکړي، له ارادې او هویته یې وړاندې، د تجربو په چوکاټ کې شته جوړښتونه قضاوت کوي او نتایج اعلانوي.

عرفان د خاص ډول باورونو ژوره تجربه ده چې کله پر انساني هویت غلبه مومي، یو انسان د دې پر ځای چې پخپله انساني اراده یا هویت سره قضاوت وکړي د راټولو شویو او تیږه شویو باورونو پر معیار قضاوت کوي؛ یعنې د انساني ارزونې پر ځای عرفاني ارزونه کوي. کېدای شي دغه نیوکه هم وشي چې پخپله انساني هویت د تجربو یوه سلسله ده چې منځ ته راغلې. دغسې به وي او کېدای شي له عرفاني تجربو سره چندان توپیر هم ونه لري، مګر د بشر د ژوند له تاریخي بنسټیزو معیارونو یو دا دی چې له خپلې زمانې او شرایطو سره په همغږۍ به ستونزې هواروي او ژوند به کوي. دا هغه اساس دی چې ټولو دینونو او د بشریت بشپړ تاریخ د دغه وفق شاهد دی. ماکس وبر (۱۸۶۴-۱۹۲۰) د عقلاني چلند په هکله وايي چې ادیانو له سنتي شکله ځانونه پر نوي یا عقلاني شکل واړول. د کوډو، افسون­وهنې، جادو او توتمونو پر ځای ابراهيمي ادیانو کتابونه راوړل. دغه بدلون یعنې له سنتي وضعیته عقلاني وضعیت ته راوتل دي، او هر دیني استازي په خپله زمانه کې د دین شکل نوی کړی دی (کوزر، ۳۱۸: ۱۹۷۱). له دغه فورمه په استفادې سره ویلی شم چې انساني هویت که د هرې تجربې اغېزه وي، د انساني ژوند زمانمنې څېرې ته یې رنګ او بوي نژدې دی تر عرفاني هغو تجربو چې انتزاعي او یو شکلیزو ثابتو جوړښتونو ته یې خوي او کار نژدې وي.

لاندې توپیرونو ته ستاسو پام را اړوم:

الف: انسان د تاریخي ذهن تر اغېز لاندې.

تاریخي ذهن ټول هغه بدلوونکي او ساتونکي خواص له یو نسله بل نسل ته لېږدوي. د لرو او پرتو نسلونو ګډه حافظه همغه تاریخي ذهن دی چې سیاست، ټولنیز وضعیت، ارزښتونه، باورونه او ټول تمدني اشکال سره تاریخي مقاطعو کې پېژني. د نسلونو له فرهنګي او عرفي جوړښت سره برابر يې تفسیروي هم. هره ټولنه او هر ملت له خپلې پخوانۍ زمانې او تېرو تاریخي دورو څخه ځانګړی برداشت او پوهه لري، دغه پوهه د ده په ژوند کې بايد تظاهر وکړي او بېلابېلې جلوې کوي چې د روان او باور په نړۍ کې يې تر ټولو زیاتې بېلګې ليدل کېږي. تاریخي قضاوتونه او پر تېرو تاریخي دورو باندې ویاړنه او پرې شرمېدنه ټول هغه څه دي چې تاريخي ذهن کې شته دي او دا زمونږ د باورونو د انعکاس یوه سرچینه بلل کېدای شي. عرفاني تجربې له دغه اړخه په تاریخي ذهن کې ثبت شوې دي. سخت ریاضتونه، اوږدې صوفیانه، زاهدانه او راهبانه پرېکړې، عمري روژې او ډول ډول تعبدي شکلونه د عرفاني انسانيت تاریخي بېلګې دي. نن دا بېلګې ځکه تاریخي دي چې فکر کوو د چا وسه نه رسېږي هغه شان عبادت وکړي او په تاریخي بڼه د ځان لپاره هغوي د معنوي ویاړ منابع وګڼو او له بلې خوا پر دغو ساختارونو او جوړښتونو انساني اعتراض (چې د نویو عرفانونو په برخه کې به روښانه شي) وکړو. د دغه تاریخي ذهن په پراخ لمن کې عرفاني پوهاوی او د دیني باورونو رسېدا هم ممکنه شوې. دا د دین د عرفاني برداشت تاریخي ذهنیت دی چې اوسني وګړي او لارویان له ځانه اغېزمنوي او د دوی د اغېزو له څرنګوالي سره سم دوی عرفاني انسانان وي. ځکه دوی ته عرفاني انسانان وایو چې عرفاني تجربې پر دوی او د دوی پر ارادې برلاسې دي. دوی د هغو تجربو تر اغېز لاندې یو ډول آرماني او عقده يي حالت احساسوي او دغه معنوي قبض ګڼي.

ب: د انسان د ژوند موخه، دستور او امکانات

دا پوښتنه په شلمې پېړۍ کې زیاته مطرح شوه چې د ژوند معنا څه ده. په ځوابونو کې یو یې د موخې اړخ درلود. پخوانيو دین­باورو انسانانو د ژوند موخه د خدای عبادت ګاڼه. فقه د آیاتو له مخې همدا موخه د خلقت لپاره ښيي. مستو او زاهدو عارفانو دغه عبادت په معرفت تفسیر کړ. ټوله هستي يې داسې معنا کړه چې د خدای پېژندلو لپاره یو ګام او یو ډګر وګڼل شي. ټول تمرکز د احکامو پر عملي کولو، سخت ریاضت او عبادت، دوامداره هڅو او زیار باندې وشو. عرفاني انسانان همغه وو چې د انسان د ژوند موخه يې خدای ته رسېدل او تر هغې مخکې د خدای پېژندل ګڼل. دغې موخې ته د رسېدو لپاره نور دستورونه او امکانات هم نه ليدل کېدل. هم له دې اړخه چې امکانات يې نشته د عقل او انساني ځواک د ضعف له مخې او هم له دې اړخه چې جواز يې نشته. بناء شاوخوا اته پېړۍ ډېرو دین­باورو انسانانو د عرفان په ډګر کې له یو ډول تکراري او زحمت­پاله شکلونو سره تېر کړ او دا باورونه همدا شان وو ترڅو چې انساني عرفان منځ ته راغی او ورو ورو دغه اوښتون بل تفسیر وړاندې کړ چې د انسان په ژوند کې عملي بدلون راوستلی شي. دا د همغه فقهي زحمت تاریخي نورې بېلګې دي چې په عرفان کې موجودې وې، که څه هم فقه تر نن ورځې پورې همغه تکرار لري او حتی په دې هکله پوښتنه غلطه بولي او اعتراض يې مخکې له ګناه او سرغړونې ولاړ دی.

په انساني عرفان کې د ژوند موخه انسان او انساني خوندونه دي. آرامتیا او معنوي ـ یعنې همغه رواني ـ لذتونه دي چې د نړۍ په کچه بېلابېلو عرفاني مکتبونو کې ترې دفاع کېږي.

ج: انسان­باوري او خدای باوري په دغو انسانانو کې

عرفاني­ـ انساني تجربې د پوهې په هکله هم یو خاص ډول نظر لري. پوهه همغه بصیرت بولي چې د زړه او مکاشفې له لارې تر لاسه کېدونې ده. شهود او اشراق هغه روشونه او امکانات دي چې عارف انسان ته د معرفت زمینې ګرځي. عارف انسان د انسان او خدای په هکله خاص ډول باورونه لري. د دغو باورونو ټولیز شکل دا دی چې انسان د واړه او کم ظرفیت د درلودلو لپاره ناقص او ضعیف بلل کېږي نو دا تمه په هېڅ ډول نه مطرح کېږي چې دی دې د کمال او پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګام واخلي. ځکه خو د فنا یوه معنا په کلاسیکو عرفاني مکتبونو کې همدغه باور نه را پورته کېږي. کله چې انسان ضعیف او بېکاره موجود وګڼل شي، د ده په هکله ټولې چارې بدلېږي، قضاوتونه نور او تمې نورې کېږي. دغه ناقص انسان د دې لپاره چې نقض نه شي او له منځه لاړ نه شي، یوازې همدا یوه لار لري چې خدای­باوري ده او دا باور هم باید تر هغه حده پورې په عملي دنیا کې امتثال ومومي چې وګړی نېست کړي. صوفیانه افراط او د درېیمې او څلورمې اسلامي پېړۍ عرفاني انسانانو همدا ډول زهد درلود. اسلامي دایرة المعارف د غزالي په هکله لیکي چې د ژوند لومړۍ مرحله کې فقیه صوفي و او په دویمه مرحله کې صوفي فقیه، او دا دواړه مرحلې د سخت ډار تر اغېز لاندې وې. دا همغه ډار دی چې زاهدانه ژوند پرې معناکېږي. زاهدانه خدای باورۍ دغه احساس په عرفاني انسان کې زیات خپور کړی چې بايد له خدایه ډار وشي. وروسته وروسته دغه ډار څو ډوله توجیه شوی خو د عرفاني انسان په جوړېدو کې يې مهم رول لوبولی دی.

دغو او دې ته ورته نورو مواردو په نتیجه کې ویلی شم چې عرفاني انساني تجربې تر انساني عرفاني تجربو زښتې بېلې دي. د عارف انسانانو سپېڅلې تجربې اصیلې ګڼل کېږي. د پیر او مرشد کرامات تر پخپله پیر او مرشده لوړ ګڼل کېږي. تکریم د جوړښټ له نظره دی نه د انساني شخصیت له نظره. دلته عرفان له انسانه باج اخلي. دی هغه نه تجربه کوي بلکې هغه دی تجربه کوي. پر انساني هویت باندې د تجربي هویت برلاسي ده، دا ډول عرفان له فقهې سره لږ توپیر لري او هغه توپیر يې په عملي افراط، ثبات او لږ بدلون کې ده چې فقه يې نه مني. داسې عارفان شته چې ټول عمر کې يې له خندېدو نه توبه کړې وه، له واده او جنسي غوښتنو سره یې مبارزه کوله او ټولې هڅې يې د دنیا د پرېښودلو لپاره وې. له دنیادارو سره به يې اړيکې پرې وې او له ټولنیز شخصیته يې افسانوي او اسطوره يي کیسې جوړېدلې. دا هغه څه وه چې یو شمېر نور وروستي عارفان له دغه وضعیت سره ستونزې درلودې.

د عرفاني­ـانساني تجربو په وړاندې انساني­ـ عرفاني تجربې لرو.

انساني عرفاني تجربې

دا هغه ډول دیني تجربې دي چې په تاریخي بهیر کې يې انسان ته دا مجال ورکړی چې د ځان او خدای په هکله نور ډول فکرونه وکړي. نور قضاوتونه او بېل دريځ غوره کړي. په دې ډول کې تر پخوانيو موضوعي او موخیزو وچو او متحجرانه دریځونو، انساني او معقول دريځونه غوره شوي او انعطاف پکې مهم عنصر بلل شوی. ښه خو دا ده چې د پخواني باور پر خلاف انساني عارفان له دین­باورو او نادين­باورو انسانانو سره یوازې د انساني کرامت له دريځه مخ کېږي. د دوی د دروازو پر سر لیکلي: هر څوک چې وي، خو چې انسان وي! د فقهې له هغه وچ باوره چې انسانیت هم د اعتقاد په اوبو مینځي، تر دغه خلاص باوره چې که معتقد وي که نه وي نو انسان دې وي!

دلته انسان اصل دی. د انسان درناوی د خدای عبادت دی. انسانانو ته خدمت او آسانتیاوې برابرول او ورسره ګډ ژوند، یوه موخه ده. له انسان سره مینه، له خدای سره مینه کول دي. انسان د خدايي مواصفاتو بېلګه او تجلي ده. د انسان مسوولیتونه نسبي دي. مکلفیتونه يې نسبي دي او د اجرايي ضمانتونو اړتیا د انسان­باورۍ پر ضد مکتبونو زېږندې ګڼل کېږي. انسان آزاد دی. عاقل دی او ټوله نړۍ سره مینه او تړاو، له خدای سره مینه او تقریب ګڼل کېږي. وتلې ځانګړنې يې دا دي:

الف: انسان­باوري تر ذهنیت­باورۍ د پوهې او عمل په نړۍ کې مهمه ده.

انسان تر څو بل انسان ته ونه رسېږي، خدای ته نه رسېږي. دا د شلمې پېړۍ د یو ستر فیلسوف او عارف باور دی. علامه اقبال () د خودۍ نظریه وړاندې کړه او په معتقده نړۍ کې يې د ځان­باورۍ نعره اوچته کړه. د هغه له نظره معاصر انسان له ځانه ستونزه لري او یوازې دی يې په خپل ځان کې پخپله اراده هوارولی شي.

 

ز خود ګریخته يي آشـــنا چه میجويي   تو به انسان نرسیدی، خدا چه میجويي!

کلیات اقبال

د علامه اقبال دیني باور هم د ځینو انساني مکتبونو غوندې، پر دې دی چې خدای ته د رسېدو موخه او منزل، روش او لاره، موضوع او نړۍ همدا انسان دی. که هره موخه لرئ، په انسان کې يې ولټوئ او که هر چېرته رسېدل غواړئ، د انسان په وجود کې منزل وکړئ. دا د مخکنيو ذهنیت­باورو عرفاني مکتبونو په مقابل کې یو باور دی. هلته تاریخي ذهنیت د جوړښتونو په بڼه انسان اړباسه چې عرفاني وي، د عرفان له غوښتنو سره واوړي. ورته ورسېږي، شرایط يې ومني، عارف انسان شي. خو دلته انسان پر عرفاني چوکاټونو برلاسی دی، عرفان یو شخصي تجربه بلل کېږي. هر انسان کولی شي خپل رواني حالت وآزمايي بې له دې چې محکوم شي، ورټل شي او یا له دینه وتلی وبلل شي.

زما په نظر، په ډېرو غیردیني او غیرعرفاني حوزو کې هم د انساني عارفانو تاریخي پاتې کېدنه، د دوی له انساني وضعیته راپورته شوې پايله ده نه له عرفاني وضعیته. یعنې دا چې دوی يې ساتلي دي د دوی انساني باورونه دي نه عرفاني باورونه. حافظ، سعدي، مولانا، شمس تبریزي، منصور، اوحدالدین کرماني او نور هغه شخصیتونه دي چې په اسلامي نړۍ کې يې یادولی شو. په اروپا کې افلاطون او فلوطین د عرفاني انساني مکتب په وګړو کې شاملېدلی شي. خو له فېخته را نیولې تر کایرکی­ګارډ او هایډګره او اوسني اکهارټ تولې پورې ټول همدغه انساني­ـ­عرفاني تجربې لري. په شرق کې حلاج منصور او په غرب کې فرېدرېش نېچه (۱۸۴۴-۱۹۰۰) د دغه ډول انسان­باورۍ اوج ته رسېدلي عارفان ګڼل کېدای شي چې څوک لیوني شول او څوک دار ته وختل.

آلمانی مایستر اکهارت پېژندل شوی مسيحي عارف دی. اوس باید مسیحي ورته ونه وایو ځکه هغه مسیحي کلام پرېښود او وايي: که زه له خدایه څه شی غواړم او اخلم يې، په دې توګه مې ځان د هغه نوکر جوړ کړی. هغه به زما بادار وي او زه داسې رابطه نه غواړم. دا د دین د ظواهرو بحث دی. هېڅکله دغه ظاهري چارې موږ ته ګټه نه لري او نېکمرغۍ ته مو نه شي رسولی، مهمه دا ده چې خپل ننني حالات د خدای له شتونه جوړ کړو. اکهارت چې د وخت د مسیحي محکمې له خوا محکوم شو، پر آسماني خدای چې په امر او نهيې بوخت دی، باوري نه و. هغه صریحاً ویلي وو چې که انسان نه وی نو خدای به هېڅ کار او نړۍ نه درلوده! دا همغه په قدسي روایت کې د خدای انساني موخه څرګندوي چې د ځان پېژندنې لپاره يې دوی يې پیدا کړي دي.

ابن عربي په اسلام کې د انساني عرفان د پیلېدو یو څرګنده څرک دی او په جار د مجازي او حقیقي عشق د یووالي شعار ورکوي. وحدت الوجود که څه هم صوفیانه کلاسیک مکتب دی خو دا باور چې په انسان او ټولې هستۍ کې د خدايي ماهیت او هویت د شتون اشعار کوي، معاصره مرسته لري. دغه ډول عرفان د تاریخ ذهن ته دا ورکړه چې که انسان مکلف دی په خدای پسې وګرځي نو خدای هم د انسان په لټه دی (د اقبال کلیات).

ب: د انسان موخه پخپله انسان او په همدې جهان کې ده.

که په شرقي عرفاني ادبیاتو کې دقت وشي او د انساني هڅو ټولیزه معنا ولټول شي، نو بېرته پخپله انسان او د هغه همغه باوري هستي په لاس راځي. بېدل یو عارف او فیلسوف ادیب دی چې په دري ادبیاتو کې يې تر ټولو زیاتې ژبپوهنیزې عرفاني او معنوي کنايې، استعارې، تشبېهات او ترکیبونه منځ ته راوړي دي. د ده په کلام کې یوه موزونه او بېسارې کلمه چې د انساني هستۍ له تقدم سره حیرانوونکې اړيکې لري (آئينه)ده. بېدل­پوهان ټول وايي چې د بېدل په عرفان کې د آئینې معنا ترلاسه کول د بېدل پر عرفان باندې نیمايي پوهېدل دي. د آئينې څرګند بحث د انسان مخامخ کېدل دي. له چا او څه سره؟ له ځانه سره!! آئينه که پنځه زره معناګانې هم ولري ټولې د دغې انساني معنا نه را تاوېږي. د ده عرفاني حیرانتیا د انسان په وړاندې او د انسان په هکله ده. د ده ژبنيزه سختي­پالنه او لیکنیز درنښت هم په انساني تقدّر او کچولۍ (مقدار کول) پورې اړه لري. هغه انسان ته د خدای په وړاندې ځانګړی حق او حد قایل دی.

دریاست قطره ی که به دریا رسیده است                  جز ما کسی دیګر نه تواند به ما رسید          د بېدل غزلیات

طور معرفت یوه پېژندل شوې مثنوي ده چې له طبیعته پیلېږي او په انسان ختمېږي. یا د ده په خپله وینا له آفاقي منزله شروع کېږي او په انفسي نړۍ پای ته رسېږي. وروستی خوځښت يې هم د (آئينې) په مخ کې يعنې د (ځان) په وړاندې (مشاهده) يعنې عاقلانه (چوپتیا او سکوت) دی.

د فلسفې په هکله ویل کېږي چې د سقراط او ارسطو نه تر کانت پورې د فلسفې موضوعي مزل يو څه و، کانت نورې پوښتنې مطرح کړې او د فلسفې موضوع يې پوهه او پوهنه کړه چې ورسره پوهېدنه هم ګډه وه. د کانت هڅې ټولې پوهنپوهنې پورې اړوندې وې او عقلانیت يې روش و. دغه روش د هغه په نومنيک او فنومنيکو بحثونو کې په ژور ډول وکارول شو. نتیجه يې ټوله دا شوه چې د عقل په واسطه خدای منل کېږي او هغه هم په ضروري بلې نتیجې: شخصي خدای­باوري. يعنې د خدای په هکله دې څوک څوک نه رانیسي او نه دې ستايي يا ملامتوي. همدغه قضیه د انساني­ـ­عرفاني حوزې قضیه هم ده. انساني­ـ­عرفاني تجربې تر ټولو شخصي تجربې دي او هېڅکله څوک پرې ځانته د تحکم لپاره څه وسیله نه شي ترلاسه کولی. دا هم د ژوند کولو لپاره د خلاص او آزاد اسلوب غوره کول له ځانه سره لري ـ چې راتلونکي مورد کې به یاد شي ـ او هم د انسان منزل په خپله انسان کې ګڼي. اوسني نوي عرفاني مکتبونه خدای مني خو انسان او د انسان غوښتنې حلول، اصله موخه او د ژوند اساس ګڼي. دا یعنې د انسان منزل تر خپل انسانه. تاريخي پوښتنه چې (انسان د دین لپاره دی که دین د انسان لپاره) د همدغه لیدلوري انعکاس لري.

د انسان نېکمرغۍ ته زمینه برابرول د انسان­پالنې بحث دی او له اعتقادي اړخه یوازې عرفان دی چې د فقه په وړاندې درېږي او انسان ته تر روایاتو او احکامو پورې حیثیت قایل دی. انساني­ـ­عرفاني تجربې په تېره بیا له هر څه را دې خوا یوازې او یوازې انساني ژوند ته په همدې نړۍ کې ارزښت ورکوي. دا ارشاد منځ ته راوړي چې که دغه دنیا دې روغه نه وي هغه دې هم روغه نه ده! ځينې خو حتی دې ته هم رسېږي چې یوازې همدغه دنیا ده، نوره دنیا جسمي تجربې نه ورکوي نو بناً دا تمې باید لرې شي او همدلته، ژوند سره له ټولو نواقصو ومنل شي. عمر خیام د دغه شان بحثونو ستر استازی دی او همدا شعار ورکوي. نن د دغه مست او شورمن فکر لېونی ویاند غني خان دی چې د خیام خبرې يې بیا وکړې او یوازې د ځان مستۍ ته په ارزښت قایل دی.

د ټول انساني ژوند او انساني هستۍ فلسفي، عرفاني او دیني ارزښت یو محور او یوه موضوع لري: مینه. روان پوهنه هم د یوه علم په بڼه همدغه خبره کوي چې فرويډ يې په فزیکي هستۍ اظهاروي. یونګ وايي: د ننني خوندپال او ځان­غوښتونکي انسان اصلي ستونزه معنوي ژوند ته پاتې راتلل دي. یعنې له نورو (انسانانو) سره د مینې او مهربانۍ اړیکې او هڅې. په ټوله کې د انساني علومو بحث د انسان واقعي هستۍ ته رسېدل او له کاذبې هستۍ نه تېرېدل دي. دا ټولې انساني قضیې دي چې زما په نظر انساني عرفان تأييد کړې دي او مطرح کړې يې دي.

انسان سره مینه، د انسان په واسطه او په پای کې بېرته یو ډول غیرمعمولي انساني حالت ته رسېدا د عاشقانه عرفان او عارفانه عشق وجود دی. سعدي به ویل:

ترا من دوست میدارم خلاف هر که در عالم    اګر طعنه است بر عقلم وګر رخنه است در دینم                 سعدي

 

ج: انسان د ژوند لپاره کولای شي اسلوب او دستور غوره کړي، چې انساني ارزښت ولري.

انسان کولای شي د (کېدو) او خلقت په بهیر کې له خدای سره ونډه ولري. دا هغه باور دی چې د کائناتو د پیدايښت په نظریاتو کې د انساني­ـ­عرفاني بحثونو په ځانګړنو کې شامل دي. په دينې برخه کې د ډول ډول تفسیرونو د امکان بحث، له یوې خوا پوهنپوهنې پورې اړه لري او له بلې خوا د انسان­عرفاني حقیقت پورې ورګرځي چې جواز يې همدا ورکوي. د قرآني ژباړې او بیان نقد، د تفسیرونو بدلون، د قرآن د ارزونې او وحيې په هکله بېلابېل نظریات، ټول هغه څه دي چې د انسان د آزادۍ او انتخاب په حوزه کې د انساني­ـ­عرفاني مکتب ځانګړنه بلل کېږي. وروستي تحلیلونه د قرآن او وحيې په راتلو او جوړېدو کې د حضرت محمد (ص) ونډه مهمه او رغنده بولي. د نبوي تجربې پراخېدنه، قرآن: د محمد نړۍلید او محمدي قرآن ټول هغه نظریات دي چې په ختیځ (هند، ایران او عرب هیوادونو کې) مطرح شوي او په لوېديځ کې د مسیحیت پر نقد، معنوي ژوند، د ژوند معنا، اګزیستانسياليزم او نورو معاصرو مکتبونو کې وړاندې شوي دي. وجودپالنه تر ټولو غوره نمونه ده چې لوېديځوالو مکتبونو کې انساني­ـ­عرفانی رشته لري او یو ډول معنوي فضا ته ورتګ  د وجود ماهیت ګڼي چې له وجوده پسته وي.

د قانون او حقوقو په برخه کې انساني­ـ­عرفاني کار دغه دی چې اعتقادي نسبیت يې سکولارو او دیندارو برخو ته غځولی دی. د مثال په توګه د جزا د قانون هغه ترخه او کلکې فقرې د اوسنۍ ټولنې د ستونزو لپاره د مخنیوي او اصلاح چاره نه بلل کېږي او نن باید دغه قوانین معاصر تفسیر وګڼل شي چې (بشري) قوانینو ته ځای پرېږدي. فقه له دیني اړخه هېڅکله هم دا انعطاف نه شي درلودلی او بشر ته د خدای په وړاندې ارزښت نه شي قايلېدلی.

هر څومره د تاریخ مزل را په دې خوا څېړو، د انسان برلاسي پر طبیعیت را ته څرګندېږي. خو طبیعیت یوازې نه، ټوله هستي له انسانه متأثره شوې او دا د انسان د اختیار او ارادې ځواک دی چې په اعتقادي برخه کې يې ځان ته خدای هم غوره کړی، د باور شکل او فورم يې په خوښه ټاکلی او نن په خپل وجود کې د باور د جوړاوي لاسته راوړنې لري.

 

د: عرفان یو انساني حالت دی چې ټول انسانان بې له کوم توپیره دا حالت موندلی شي.

په ادامه کې هم را ورسېدو تر ټولو پراخې ځانګړنې ته چې د انسانانو عرفاني ګډې تجربې دي. ښه ده چې تجربه ووایم تر تجربو. ولې چې ټول سره پوهېږي څه شی ښيي، اما په علمي لحاظ د هر انسان تجربه بېله او ځانګړې ده. له دې نظره که عرفاني انساني تجربې په پام کې وساتو له ديني اړخه بېلېږي. یعنې یوازې هغو عارفانو پورې اړه مومي چې په يوه دين کې سره مشترک دي. عرفاني­ـ­انساني تجربې د اسلامي عرفان او مسیحي عرفان، د هندوئيزم او بودايي دین په جهان کې توپیر لري، سره بېلېږي او یو عارف انسان تر نیمايي حده فقهي مؤمن ته ورته دی او ځانته اجازه نه ورکوي چې له دینه بهر یو وګړي سره پرتله شي. یا د ګډو تجربو درلودونکي وبلل شي. یا نظریات او قضاوتونه يې ومنل شي. معمولاً دا هغه دیني جوړښتونه دي چې دغه ډول عرفان يې نیولی او پر انسان يې ورتپلی دی. اما انساني عرفان هغه څه ته وایو چې هېڅ ډول دیني او اعتقادي مخکنی مرز نه مني. د عرفاني انسانانو له نظره هېڅ بل دین­باوری انسان نه شي کولای هغه تجربې ولري چې د دې دین لارویان يې لري. اما، په انساني عرفان کې دیني مرز نه دی بېل شوی. په دغه انساني تجربه کې ټول (انسانان) کولای شي مشترک واوسي.

له شرعې منونکو سکولارو ترکي عارفانو را نیولې تر شریعت رټونکو لوېديځوالو خوندمحوره معناپالونکو پورې، هر څوک چې انساني عرفان ته ور رسېږي هغه هېڅ فرق نه کوي چې کوم مذهبي هویت هم لري که نه! لومړی د حیرانۍ له خوا، دویم د بې پروايۍ لخوا او درېیم د بېخودۍ له خوا. حیراني انسان نه دروي چې شک وکړي او په نسبیت کې پاتې شي. حیران وي چې دی په کوم ځای او په خوا شي. په بې پروايۍ کې آزاد وي، مذهبي هویت ورته بې معنا او نامهم ښکاري، هېڅ توپیر ورته نه لري او فرعي ګڼل کېږي. روحي او رواني بڼ يې داسې غوړېږي چې دا نورې پديدې يې په وړاندې ضعیفې او نااصلې ښکاري. درېیم شکل کې ناپوهېدا منځ ته راځي. بېچارګي او مقبوض حالت عارف ته پیدا کېږي. لاندې بېتونو ته پام وکړئ:

 

تیری آزاد بندون کې نه یې دنیا نه وو دنیا                یها مرنی که پابندی وها جینی کی پابندی

                                                                               علامه اقبال

چه تدبیر ای مسلمانان که من خود را نمیدانم   نه ترســـا و یهــودی ­ام نه ګــبرم نی مسلمانم

                                                                                        مولوي

فاش میګویم و از ګفته ی خود دل شادم                    بنده ی عشقم و از هر دو جهان آزادم

                                                                                         حافظ

که یوه پراخه او دقیقه څېړنه وشي، له سقراطه رانیولې تر ژان پل سارټر پورې، له دائو راونیسه تر هندي مذهبي سیالانو پورې، له مصري تمدنه را هیسې تر افریقايي تورپوستکو بېسوادو وګړو پورې، دغه تجربې په مشترک ډول درلودلی شي. له دغه وروستي اړخه دغه تجربې زښتې انساني تجربې دي. انسانپالې، حقیقتپالې او راتلنپالې تجربې دي چې معنوي ځواک موندنه د یو ډول لوړ کیفیت او خوند په توګه ورته زښت مهم دی. په دې وروستیو کې د معنوي ځواک موندنه حتی په ټکنولوژيکي تمرینونو هم ممکنه ده خو دا به انساني­ـ­تجربي عرفان کې شامل شي نه انساني­ـ­عرفاني تجربو کې!

ستر انسانان ټول يا په عقلي ځواکمنۍ او یا له دیني ژورو تجربو او ستومانۍ را په دې خوا یو حالت ته رسېږي چې معمولاً د پاخه سن حالت دی او د خلسې او رهبانيت او معناپالنې مفاهيم يې نه شي رسولی. او دا تجربې تقریباً که په ټولو کې نه وي نو په زیاتو انسانانو کې شریکې تجربې دي. د ډېرو خبرو تناقض هم په فرهنګي ارزښت، شکل او بیان، ژبني جوړښت او امکان، روانپوهنيز تفهیم او تاریخي تقویم پورې ورګرځي. يعنې تجربې کې یووالی شته خو بیاني امکان، ژبنی جوړښت، فرهنګي ارزښت، تاریخ او رواني انداز يې له یو بل سره بېلوي. دا ټولې د عادي ژوند په آبله خوا کې د غيرعادي ژوند تجربه کول دي چې ګډ دي.

د معاصر انسان د ژوند په هکله پوښتنې، د ژوند معنالټونه، د انساني جوهر که ومنل شي، ګډ فعلیت درلودلی شي، او راتلنپوهنه او په دې هکله مطرح شوي وضعیتونه ټول هغه څه دي چې انسان يې اړ کړی چې د انساني عرفان هم وآزمايي. د تمدن د ناخوالو او د ماشيني ژوند ستوماني ټوله په معنايي او فزیکي توسل لرې کېدای شي چې ظاهري اړخ يې روانپوهنه څېړي او هغه هم د عواملو په پېژندلو کې زیات رول لري تر د حل لارو چارو پېژندلو پورې.

دا د انساني عرفان پراخې ځانګړنې چې زیات عناصر يې د وړو خصوصیاتو په توګه تر عنوان لاندې ځايېدلی شي. اما د انساني عرفان او عرفاني انسان تر منځ ګډ خصوصیت د فقهې (په ټوليزې او هردینۍ معنا)، فلسفې او علومو په وړاندې دا دی چې د دا جهان او د انسان خدمت ښه ګڼي. د نړۍ، پيدايښت او ژوند په هکله يې قضاوت او پېش­فرض مثبت دی؛ د انسان وجود مثبت ګڼي او خدمت او مینه ورسره لازمه، ارزښتناکه او ګټوره بولي. دا حق د ټولو فلسفي، علمي او ديني مکتبونو په وړاندې انسان ته یوازې عرفان ورکړی چې اختیار لري څه ومني او که نه! خو بل ته به معنوي درناوی او ارزښتیز حیث قایل وي. بنسټپالنه به ردوي او په ټوله کې به خوښ وي او د خوشالۍ موندلو مستحق دی.

لاندې عواملو د انساني عرفان په تقویت، بشپړتیا، ثبات او خپراوي کې مهم رول درلودلی دی.

لومړی: د تاریخ انساني مزل

په سیاست کې انسان محوري خودخواهي معنا شوې خو په عرفان کې دغه انسان محوري د ژوند د ښه والي او سمون لپاره لازمه ګڼل کېږي. انسان­محوري یو له تاریخي اړخه د مطرح کولو دی یو د عرفاني کیفي بدلون له اړخه.

له یوه لیدلوري، د عرفان تاریخ تر روانې پېړۍ څرګند انسان­پال سیر کړی. د عرفان محوره انسان محض مفاهیم هم لکه عقل­رټنه او عقل­پرېښودنه په تفکر او شهودي عقلانيت واوښتل. کوم انسان چې عرفان انتخاب کړ، بيا يې د طبیعي غوښتنو او ارزښتونو په تکمو ګوتې کېښودې. فکر کول د عقلانیت عملي تجلي ده، هغه عرفاني هڅې چې انساني ظرفیتونه يې د معرفت لپاره محدود او ناکاره ګڼل، اوس د برلاسي تفکر لخوا تأييدېږي او عارفان د الهي معرفت په ډګر کې خپله ځواکمني مني. د ځینو عارفانو په باور، انسان دوه ډوله سفرونه کولای شي: یو ډول فزیکي او جسمي، بل ډول يې د زړه اړوند سفر دی او د تفکر په لاس کېدونی دی. د دغه سفر ټول څه بصیرت او باطني لیدلوری جوړول دي. په دې برخه کې وروستیو عارفانو نظریات او څېړنې کړې دي او د پخوانیو مفهومي وېشو او چوکاټونو تر څنګ يې، فلسفي مفاهیم هم منلي دي او ورته عرفاني حیثیت قایل دي. دغه مفاهیم په څرګنده منطق او فلسفې پورې اړه مومي لکه د فکر ډولونه او د ارادې او غیرماورائي فکر ډولونو منل.

تاريخ په ډېر څرګند ډول واقعي منزل طی کړی. دا تاريخي سیر د انسان له بېواکۍ او کم­واکۍ پیلېږي او تر نیم­واکۍ او واکمنۍ رسېږي. اوس انساني عرفان دا معنا لري چې انسان انتخابوي چې څرنګه خدای پېژندنه یعنې عرفان ولري. دا ټول دا زمینه مساعدوي چې ومنو عرفان د یوې جوړښتیزې ټولګې په توګه نشي کولای په پراخه کچه خلک تر اغېز لاندې ونیسي بلکې انسان کولای شي عرفان ځانته غوره کړي او غالب پاراډایم همدا وي.

 

دویم: انساني موضوع: مینه؛ حقیقت که مجاز؟

عرفان مینه یو اصلي انساني موضوع ګڼي. حتی کله هم د ژوند موخه او معنا همدغه ګڼل کېږي. همدغه مینه او هغه برداشتونه له دغې شوې دي اوس موضوعي کثرت نه مني، بلکې شکلي توپیرونه مطرح شوي خو محتوايي باید یو شوي او عمومي شوي وي. مینه انساني وه او انساني ده. حقيقي او مجازي هغه اصطلاحات وه چې عرفان پورې اړه لري خو وروستیو عارفانو کې داسې کسان شته چې دا توپیر نه مني. یو شمېر عارفانو دا باور درلود چې مینه د انساني هستۍ سره مطلوبه ده. دا ډول عرفاني باورونه همغه ول چې انساني جمال او ښکلا به يې د الهي ښایست انعکاس باله. له طبیعي ښکلاؤ را نیولې د انساني وجود تر ښکلو غړو پورې دغه تجلي منل شوې او د حقیقي او مجازي مینې زمینه ګڼل شوې ده. اما ډېر مهم ټکی يې دا دی چې انساني مینه د عارف په بدلولو کې لومړنی رول لوبوي. یعنې د معشوق (هو) او (نه) د عارف زړه پراخوي او دغه ځوابونه د هغه د فکري او رواني بدلون لامل ګرځي، نه کوم بل څه. یو ځواب چې له حقیقي مینې سره د مجازي مینې پوله يې ورانه کړه، مشترک ځواب دی. خدای هم (نه) وویل او معشوق هم (نه). دغو ځوابونو سره ګډ کار وکړ. خدای هم هېڅ د عاشق زاریو ته و نه کتل او معشوق هم. دغه ځای کې بالکل د معشوق او خدای تر منځ دوه والی نشته بلکې له یوه ځواب او انعکاس سره مین مخ دی. دا او داسې ځنې مهمې ننګوونکې پوښتنې مطرح شوې چې حقیقت او مجاز يې سره وتاړه او ځینو همغه خدای ته د رسېدو لپاره انسان وټاکه. دغه ډول انساني عرفان په فضا کې د خدايي مینې تجربه، همغه د انساني مینې تجربه ګڼل کېږي.

 

درېیم: نوي عرفانونه

ورسره د نویو عرفانونو منځ ته راتلل یو مهم انساني عامل دی. دا تر ټولو ستره عرفاني بدلونه ده چې د شلمې پېړۍ په معنوي دوران کې منځ ته راغلي. نوي عرفاني مکتبونه نژدې ټول انسان محوره دي او عرفان پخپله یا عرفاني ذهنیت پکې تر انساني ارادې او غوښتنې وړاندې نه دی. لومړی خو ټول د انسانانو په خوښه او د دوی په لاس طرح شوي او فکري مکتبونو ته ورته والی لري. پیغمبرانه ادعاګانې دا ښيي چې همغه ځواکمنتیا نن دغه انسانان په ځان کې احساسوي او د خدايي انسانانو کارونه نن همدغه واقعي او عادي انسانان تر سره کوي. عرفان چې پخوا څومره ستر او بېساری ښکارېده، نن یو لازمي او عادي مکتب ښکاري چې انساني روزنه ترې د انسانانو وړاندنۍ غوښتنه ده. د مریدۍ ذهنیت شاوخوا د مرادۍ پر ذهنیت اوښتی او د شاګردۍ نیت نن د استادۍ جرئت منځ ته راوړی. اوس تر دې مخکې چې یو عارف دا باور ولري چې څلوېښت کلونه باید د یو مرشد مخې ته کېني او ریاضت وکړي، شخصي او ذوقي تزکیه ځانته غوره بولي، لږ کلونه پسته ځان ثمر ته رسېدلی بولي او د ارشاد احساس ورترلاسه کېږي.انساني اعتراض همغه دی چې په ناخودآګاه ډول د جوړښتيزو عرفاني تکرارېدونکو تجربو پر مخ ودرېږو او فکر وکړو چې د دغو تجربو بیا تکرار ته اوس اړتیا نه لیدل کېږي. دا ډول اووښتون چې زه ورته اعتراض وایم، په فقه کې هم شته او کېږي چې د یو باور له مخې د ګڼو فقهي مذهبونو د منځته راتلو عامل ګڼل کېږي، په عرفان کې هم د عرفاني هویت مخکې د دغه ناخودآګاه اعتراض او دریځ نتیجه دا شوه چې نن ویلی شو انساني عرفان شکل موندلی او مخ په زیاتېدو او بریا دی. همدغه لامل دی چې په ختیځ او لوېديځ کې نوي عرفاني شکلونه لرو.

راتلونکې، عرفان او انسان

ویل شوي چې اروپا کې د یو کال په ترڅ کې له زرو زیات مکتبونه او نحلې منځ ته راځي او شاوخوا ټولې يې د انسان د ژوند د ماشيني کېدو او خالي کېدو ستونزې په اخلاقي او معنوي چارو کې ګوري. د معناموندنې او صنعتي ژوند نه د ستومانۍ لرې کولو لپاره دغه شان یو مکتب ته اړتیا ګڼي چې هغه دین نه وي او انسان له واکه خلاص نه کړي، بلکې یو خوځښت وي چې د انسان په لاس کې وي.

فلسفې او علوم هم عرفاني مخه موندلې، د ادیانو بحث خو زما په آند دې حد ته رسېدلی چې بشپړ سیاسي، اقتصادي او ابزاري شوی خو که ټولنیز او انساني (یعنې عرفاني) نه شي نو دوام يې له ګواښونو سره مخ دی. د معاصر انسان لپاره هم د ګواښوونکي موضع له اړخه او هم د دفاعي او همغږه موضع له خوا عرفاني پديدې منځ ته راغلې دي. اطلاعاتي او سیاسي­ـ­استخباراتي شبکې هم ځوانان او ټولنې له دغو خواؤ مدیریت کوي؛ ملتونه او وګړي د معنوي انرژۍ د موندلو لپاره پر ټکنولوژيکې مساجونو باندې هم قانع شوې. عرفاني انسانيت به په ګناه شرمېده، خلاف عمل به يې د انسان جوهري بدي ګڼله او د شیطان ستاینه. انساني عرفان نن دا قصه ننګولې او ګناه د خدای ته رسېدلو لپاره یو ضروري پدیده ګڼي چې غفاریت او رحمانیت او ستاریت پرې عملي معنا پیدا کولای شي. انساني عرفان ټوله نړۍ، سره له ټولو نوښتونو، دندو او اهدافو هضمه کړې او هضموي، دیني استثمار او استعمار هم په پراخه کچه فقهي آزموینه ورکړه، د راتلونکې په هکله دا ویل کېږي چې د هر ډول سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ستونزو د هوارۍ لپاره انساني عرفان کولای شي ګټور وي. اصله خبره يې دا ده چې جوړښتونه په ټوله ذهني او واقعي نړۍ کې نور د منلو نه دي او ګډوالي سره انعطافي ذهنیت همغه سیال مینه انسانیت دی چې له اوسني عرفانه يې تمه کېږي او راتلونکې به د ده وي.

 

منابع

  1. اسلامي دایرة المعارف، د ليکوالانو ټولنه، د ایران د علومو د وزارت خپراوی، دویم چاپ، ۱۳۸۸.
  2. سید قطب، مباني تفکر اسلامي، ژباړه، ابوبکر حسن زاده، نشر احسان، چاپ اول، ۱۳۸۷.
  3. هاسپرس، جان، فلسفه تحلیلي، موسی اکرمي، تهران، طرح نو انتشارات، دویم چاپ ۱۳۸۷.
  4. نراقي، آرش، حدیث حاضر و غایب، نګاه معاصر انتشارات، لومړی چاپ ۱۳۹۰.
  5. لارنس، کهون، از مدرنیزم تا پست مدرنیزم، د عبدالکریم رشیدیان په زیار؛ کانت، ایمانوئل، روشن نګري چيست؟ ژباړه: سیروس آین­پور، نشر نی، چاپ دهم، ۱۳۹۲.
  6. لارنس، کهون، از مدرنیزم تا پست مدرنیزم، د عبدالکریم رشیدیان په زیار؛ مارک سي. تیلور، سرګرداني: یک ناالهیات پست مدرن، ژباړه: محمد شکري، نشر نی، چاپ دهم، ۱۳۹۲.
  7. لاهوري، محمد اقبال، دري او اردو کلیات، بال جبرئيل ټولګه، چاپ؟، کال؟.
  8. مطهري، مرتضی، شرح منظومه، انتشارات صدرا، یوولسم چاپ ۱۳۸۶.
  9. جلال الدین، بلخي، د غزلیاتو ټولګه، تهران کې د کلاسیکو ادبیاتو خپراوی، پنځم چاپ، ۱۳۸۰.
  10. حافظ، د حافظ کلیات، نشر نخبه، لسم چاپ، ۱۳۶۷.
  11. سعدي، د سعدي کلیات، نشر نیلوفر دولسم چاپ، ۱۳۷۱.
  12. Coser. Lewis A, masters of Sociological thought, Harcourt brace Jovanovich, Inc. 1971.
  13. Webs:  
    1. Insani.ir
    2. Ganjoar.ir
    3. Wikipedia

شریک کړئ