INSAN Magazine

کتاب ته کتنه: خدای‌ډوله انسان - څلورمه برخه

د جدي ۱۵مه ۱۴۰۲

هوښیار انسان نړۍ ته مانا ورکوي

 

انسان څرنګه نړۍ منځ ته راوړه؟

څنګه انسان ډاډه شو چې د نړۍ له مهارولو سره ورته مانا هم ورکوي؟

اومانیزم – انسان ستاینه – څنګه د زمانې تر ټولو مهم مذهب شو؟

 

||

دا برخه پرته له کومې تبصرې او پیلنۍ ولولئ. همداسې فکر کوم بشپړه ده. پر دیني تجربو قضاوت او د پوهې د لوازمو  تاریخي پیل دی چې انسان یې دومره توانمن کړی.

||

 

کیسه جوړوونکي

د لېوه او شمپنزې غوندې حیوانات په دوه ګوني واقعیت کې ژوند کوي: بهرني واقعیتونه لکه ونې، سیند او تېږه؛ نننۍ تجربې لکه وېره، خوند او تمایل. انسان په درې ګوني واقعیت کې ژوند کوي: له یوې خوا بهنري واقعیتونه، او ننني واقعیتونه، اما تر څنګ یې پیسې، خدایان، ملتونه او شرکتونه هم شته.

لکه څنګه چې مالومه ده نو خدایان، ملتونه او شرکتونه چې راغلي، سیندونه، تېږې او ونې یې مهارې کړې دي. انسانان خو ګومان کوي چې تاریخ جوړوي، مګر واقعا تاریخ د داستانونو او خیالاتو د شبکې په محور را څرخي.

دا هرڅه له نن نه شاوخوا ۷۰۰۰۰ زره کلونه وړاندې هغه مهال ممکن شو چې انسانانو وشو کړی د خپلو خیالونو په هکله یو بل سره خبرې وکړي، او دې خیال جوړونو دوي وشو کړی چې پر نورو حیواناتو او پېریانو یې برلاسي کړي او د ننه په وړو وړو ډلګیو او ټولنګیو کې سره همکاري وکړي (ک ش: ۱۹۶ مخ).

د بزګرۍ انقلاب شاوخوا ۱۲۰۰۰ کاله مخکې پیل او د بین الاذهاني شبکو دې پراختیا او تقویې لپاره یې لازمې مادي بناګانې جوړې کړې. همغه زراعت زرګونه کسان په سیمه او جګړو کې مړول.

همغه مهال د انسان لپاره د بین الاذهاني ودې ستونزه را پیدا شوه چې د هغو اطلاعاتو لپاره ذهني شننې وي چې شدیدا محدود ول. بزرګرانو هم د خدایانو په هکله داستانونه درلودل او هغو ته یې برخې پرېکولې. په لرغوني سومر کې ۶۰۰۰ کاله وړاندې اولین ښارونه نه یوازې معابد بلکې د سیاسي او اقتصادي چارو ځایونه ول. نن هم شرکتونه خیالي حقوقي موجودیت لري، قرضې ورکوي، مرستې کوي، برخې اخلي، معاملې لري، محدودیتونه او د تعامل امکان لري. هغه مهال هم د خدایانو او نورو داستانونو ځایونه د انسانانو خیالات ول. دوي هم په خیال کې وجود او واقعیت درلود(ک ش: ۱۹۷ مخ).

کوم خدایان چې په مصر او نورو ځایونو کې ول، مالومه ده چې هغو خپل کارونه نه شو کړی، ټولې چارې راهبانو او د معابدو کاهنانو مدیریت کولې، خو دوي خیالي موجودات ول او له خلکو سره یې خیالي تعاملات درلودل. همداسې لکه نن چې دا حقوقي او خیالي شرکتونه دي او له خلکو سره معاملې لري. همداسې لکه نن چې مایکروسافټ او یا ګوګل یا اپل شرکتونه دي. هغه مهال هېڅ کومه لویه پاچايي، یا تجاري شبکه یا نړۍوال دین نه وه موجود. د کاهنانو د کار د سمولو او د خلکو او خدایانو د حساب لپاره د نظم خلأ احساسېده، خو دا ستونزه هم شاوخوا ۵۰۰۰ کلونه وړاندې هواره شوه. هغه مهال چې سومریانو خط او پیسې سره اختراع کړې (ک ش: ۱۹۸ مخ).

د پیسو او خط له اختراع سره دا ستونزه حل شوه چې څنګه دې مالیات او خیراتونه او د خدایانو وامونه واخیستل شي او هغه سترکاهنان د خلکو واکداران شول چې د خدای په استازیتوب یې معاملې کولې. ورو ورو همدا لړۍ داسې شوه چې همغه کاهنان نور خپله د عبادت وړ خدایان شول: فرعون (ک ش: ۱۹۸ مخ).

ځینو فرعونیانو په وسپنې حکومت کاوه، که هرڅو هغو پخپله خپله امپراتوري نشوه اداره کولی، هغو لکه د بل هر انسان غوندې اړتیاوې، تمایلات او عواطف درلودل، مګر اصلي حاکم همغه خیالي فرعون وه چې خلکو جوړ کړی او باورکړی وه. هغه داستانونه چې میلیونونو مصریانو سره اوبدل. دلته فرعون او الویس او ځینې نور حتی اوسني شرکتونه افسانې، اسطورې، او آرمونه او نښې دي او خلک یې تايیدوي او ورته پرداختونه کوي(ک ش: ۲۰۰ مخ).

اصلا له خط سره د انسان د خیالیګرۍ وسه څو برابره شوه او پېچلي داستانونه یې جوړولی شول. د دفتروالې (دیوان سالارۍ) د نظام جوهر همدا سواد او ثبت او اسناد او خوندیځونه دي چې سلسله لويوي او لړۍ پراخوي. بېسوادې ټولنې یوازې خپل خیالات په وړه او کمه کچه ذهن او حافظه کې ساتي، مګر با سواده ټولنه ډېره زیاته پراخه شننه کوي او ډېر اطلاعات سره پېیي(ک ش: ۲۰۱ مخ).

که تاسو یو دفتر یا مثلا روغتون ته مراجعه وکړئ، څېړنې، معاینات او ټول مراحل مو له سیسټم سره کېږي او ډاکټرانو ته د تصمیم نیولو لوری ورکوي، اصلا ستاسو سرنوشت له یوې خیالي را ټولې شوې لویې ټولګې سره ده چې د یوه انسان له وینې، هډوکو او جوړښته ورهاخوا منل کېږي. عجیبه به خود شکاري چې خوښېږي مو د خپلو زحمتونو د نتیجې امتیاز لویو شرکتونو، خیالي موجوداتو او یا خدایانو ته ورکړو (ک ش: ۲۰۴ مخ).

 

له کاغذ سره ژوندون

همداسې وه چې خط او لیک د خیالي موجوداتو د منځ ته راتلو لپاره د انسان ذهني تکلیف را کم کړ او انتزاع یې ورته ډېره کړه. تجربې یې بدلې شوې او سمبولونه یې هم نور شول. همداسې وشول چې پخوانیو انسانانو به د ښکار پسې ټوله ورځ ورکړې وه، وروستیو بزګرۍ دوره کې کار او کرکېلي د انسان ټول توان اخیستی وه او د ژوند واقعیتونه یې همغه محصول وه چې له کاره به یې اخیست. اما وروستیو انسانانو مثلا په مصر کې هغه کښلي خطونه لوستل چې په لویو لویو تیږو او ټوټو کې به وه. همداسې وشول چې ورځ په ورځ خلک د کاغذ له مخې شته کوډونه باندې مدیریت کېدل او ورو ورو دا د کاغذ د مخې محتوا په همغې اندازې واقعي شوه چې لومړنیو او بزګرانو ته د غوايي، ځمکې او ښکار په کچه ول (ک ش: ۲۰۵ مخ).

د ۱۹۴۰ کال پسرلي چې نازیانو فرانسه ونیوله نو د یهودانو لپاره اسپانیې او پورتګال ته وتل یوازې د ویزې له لارې ممکن وه. آرېسټېډ د سوزا منډېش هغه ډېپلوماټ وه چې خپل ځان یې خطر کې واچوه او شاوخوا دېرش زره کسانو ته یې د حکم پر خلاف دا د ژوند کولو کاغذې (وېزې) ورکړې او ویې ژغورل. یوازې همغه مهر چې پکې لږېده نو خیالي حاکم وه او هېڅ چا یې مخنیوی نه شو کړی (ک ش: ۲۰۶ مخ).

کېدی شي د لیک ژبه د واقعیت د توصیف لپاره یوه معمولي طریقه وګڼل شي مګر همغومره د واقعیت په اړولو کې هم رول لري. هر کله به چې په رسمي اسنادو او عیني واقعیتونو کې کوم تضاد پیدا شو نو واقعیت به پکې تاوان کړی وه. هغه څه چې ستاسو په کاغذ کې لیکلي دي هغه ډېر مهم او اغېزناک دي، فرق نه کوي واقعیت همغه دی چې لیکل شوی او که نه! (ک ش: ۲۰۹ مخ).

 

مقدس متون

آیا سمه ده چې کله لیکل شوی متن او عیني واقعیت سره تضاد پیدا کړي، واقعیت باید ورته تسلیم او بدل شي؟ جالبه ده چې ډېری بیروکراټان همېشه معقول انسانان ول مګر تر ډېرې د دوي په کارونو کې هڅه شوې چې که واقعیت له لیکل شویو اسنادو او متونو سره برابر نه وه، نو هڅه دې وشي واقعیت له خپلو داستانونو سره برابر کړي. د نولسمې پېړۍ په ورستیو کې څو اروپايي هیوادونو د اروپا پر لویې وچې د مالکیت ادعاګانې وکړې. اړخونو خپلو کې د جګړې د مخنیوي لپاره کار آسانه کړ او په ۱۸۸۴ کې برلین کې راټول شول او افریقا یې لکه کېک خپلو کې ووېشله. هغه ډیپلوماټان د افریقا په هکله ډېر نه پوهېدل او سیاستوالو ته اصلا مهمه نه وه چې د هغه ځای خلک څنګه او څه تاریخ او فرهنګ کې دي. کله چې د شلمې پېړۍ په  دویمه نیمايي کې امپراتورۍ ورانې شوې او مستعمرې خلاصې او آزادې، نو د جګړې د مخنیوي لپاره هغو بیا هم خپلو کې ویستل شوي مرزونه ومنل. مګر همد اوسني ډېر زیات مشکلات چې افریقا یې لري همدغو وېشو پورې اړه لري چې د مېز پر مخ شوې دي. همغه نقشې او خطونه چې په واقعي مانا مرزونه دي خو له عقل سره نه جوړېږي. یانې څه؟ یانې د اروپاييانو د تخیل په وړاندې د مرزونو او افریقايي واقعیت تسلیمېدنه(ک ش: ۲۱۱-۲۱۲ مخونه).

همداسې په ښوونیز نظام کې، له پیله تمرکز پر دې وه چې له جهله د خلاصون په موخه دې زده کړه ورکړل شي، وروسته وروسته تمرکز پر دې شو چې نومرې دې ورکړل شي او هغه له جهله خلاصون هېر شو. هر څوک پوهېږي چې امتحان کې ډېرې نومرې اخیستل حتما د لیاقت او پوهېدنې په مانا نه ده، خو که ادارې وغواړي څوک استخدام کړي د لیاقت او اسنادو تر منځ کاغذي اسنادو ته ډېر ارزښت ورکوي. یانې د نن ورځې واقعیت له کاغذه اورېده کېږي او منل کېږي نه له اصل واقعیته (ک ش: ۲۱۳ مخ).

نن همدا اسناد د واقعیتونو لارښودوني ګڼل کېږي. خلکو هم ورو ورو د اصلي مسائلو د ځواب لپاره متونو ته مراجعه و کړه او له قرآن، انجیل او وداګانو یې د ځواب تمه پخه کړه (ک ش: ۲۱۳ مخ).

که لرغوني مصر ته زموږ دا اوسني متخصصین څوک ورتللی شوی، ستاسو په باور کولی یې شول خلکو ته د جِرم او انرژۍ د وېش او وزن او مجذور او د رڼا سرعت د بحثونو له مخې قناعت ورکړي؟ هغوي آیا په دې نظریاتو له دغه متخصص سره مله کېدل؟ که داسې فکر کوئ چې هو نو مهرباني وکړئ افغانستان یا سوریې ته ورشئ او دا خپل بخت و آزمایئ. مګر څرګنده ده چې دا واقعیتونه که هرڅومره واضح هم وي، باید لږ څه خیالاتو سره ولړل او رنګ کړل شي تر څو د منلو وړ شي (ک ش: ۲۱۴ مخ).

د مصر فراعنه­ؤ یا د کمونیسټ چین، یا د اروپايي امپراتوریو یا د نن د ښوونیزو نظامونو جالب تشکیل او قدرت یې واقعا روښانه نه ګوري. دوي ډېره برخه د واقعیت او تخیل سره جوړه کړې او ګډه کړې وړاندې کوي. مثلا د پیسو تر شا د ټولې پرتې کیسې رنګ همدا دی چې حکومت یو کاغذګي کې څه لیکلي او خلکو ته یې ورکړي او بیا یې هغه ته ارزښت اعلان کړی او ورو ورو یې پخپله هم پکې ښکېل شوی. که یې څوک نه مني هېڅ څه یې لاسته نه راځي. دا شان لوړ پوهنتونونه او بنسټونه آزموینې اخلي، ډېری خلک ځان وژني ترڅو آزموینه کې بریالي شي او ښه موقعیتونه او ښې دندې ترلاسه کړي. دندې هم همغه کسان اخلي چې همدا سیسټم یې ملاتړ کوي، نو په نتیجه کې د سیسټم او خیالي اړخ قدرت لا زیاتېږي. که څوک اعتراض وکړي چې دا یو هسې کاغذ دی دا د فراغت سند، نو هېڅ  ګټه به و نه کړي بې له تاوانه (ک ش: ۲۱۵ مخ).

 

خو داستانونه اغېزې لري!

هره انساني ډله او هره شبکه چې د کوم ډول خیالي واقعیت او یا خدایانو تر اغېز لاندې دی، د همغه له نظره ځان ارزوي او نومرې ورکوي. یو مسلمان وايي زموږ نظام عالي دی، نن نړۍ کې یو نیم میلیارده انسانان قرآن لولي، دعا کوي او مونځ ادا کوي؛ د مکتب یو مدیر وايي زموږ نظام ډېر ښه دی اوس تر پخوا شاګردان ډېر ښه شوي او د نومرو سلنه کې ۷/۳ تغیر راغلی او ښه شوی؛ اما دا پوښتنه کېدونې ده چې آیا د ټولو هڅو ګټه همدا ده چې تاسو خپل کمال او بریا یې و ارزوئ؟ مطمئنا داسې نه ده او دا نړۍ ته هېڅ په درد نه خوري. معمولا ځان ته زیاتې نومرې ورکول رواج دي ځکه د همغه خیالي واقعیت په حال او هوا کې دي (ک ش: ۲۱۹ مخ).

||

دا داستانونه او خیالات ټولې وسیلې دي او باید په معیارونو او ملاکونو بدلې نه شي. قضاوت پرې ونه شي او اصل و نه ګڼل شي. عجیبه ده چې د دیني فرمایشاتو لپاره زرګونه او لکونه کسان د دې لپاره چې باور پرې لري، یو بل تباه کوي او وژني. که یورو له بیې غورځي، هغه درد نه احساسوي، که بانک ناکامېږي، هغه نه ژاړي، که جګړه کې یو هیواد ماته خوري، هغه کوم شي نه ورپېښېږي، هغه څه چې پېښېږي، انسانانو ته دي. هغوي درد احساسوي، هغوي ژاړي او هغوي ته پېښه کېږي، دا اصلي واقعیتونه دي چې د همدې لپاره باید مزخرفو خیالاتو ته پام وشي.

||

دا ټول داستانونه د دې لپاره دي چې دا پېچلی ژوند ورسره وشي، هر کله چې هیروو چې دا پیسې او شرکت او ملت او بانک و ګټې یوازې زموږ خیالاتو کې دي، نو له واقعیت سره مو اړیکه خرابېږي. جنګونه پیلوو او د همدغو خیالي موجوداتو لپاره جګړې کوو (ک ش: ۲۲۰ مخ)

شریک کړئ