د راتلونکي انسان لنډ تاریخ
پیلنۍ
د څېړنې، لیکنې، کرهکتنې او شننې ترڅنګ یوه برخه کار هم شته چې لنډونې به ورته ووایو. تلخصیات د علمي فعالیتونو هغه برخه ده چې تر ټولو مهمه مرسته یې دا وي چې ډېر- زیات او اوږده بحثونه را لنډ او روښانه کړي.
دا ډول هڅې له ډېرې پخوا شوې دي. د سختونو متنونو آسانول او لوری ورکول چې تفسیر یادېږي، د اوږدو متنونو او بحثونو لنډول، همدا تلخیص دی چې خصوصا په اوسنۍ نړۍ کې مهمه ده. نن د هرې برخې لپاره دومره موضوعات او مطالب لیکل شوي او لیکل کېږي چې کلونه وروسته به یې تخصص هم ورته پاتې راځي. په دې توګه د انسانانو تخصصي واټن منځ ته راځي او حتی د یوې رښتې متخصصین به یو د بل د پوهاوي لپاره یوه محدوده نقطه او کوچنی مشترک ځای ولري یا لږ مشترکات به وي چې هلته دوي سره فکري ملاقات کوي.
روشمند شفايي توضېحات معمولا د لنډونو په بڼه وي، خو تفسیري بنه یې بیا ویونکي ته دا مجال ورکوي چې د مخاطبینو وخت ډک کړي. مولانا به عشق ښود چې د قرآن خلاصه ده، یا به سنايي څو هغه آیات چې اخلاق رانغاړي د قرآن د روح په توګه را اخیستل. عارفانو هغه آیتونه چې د خدایپېژندنې پر لومړیتوب دلالت لري، د ټول اسلام او نړۍ معرفتي اساس ګاڼه.
دا لنډونې له موضوعي اړخه په ځینو مواردو کې که ناممکنه نه وي نو سخته دي، لکه په تاریخ او مذهب کې. یا داسې علمونه به هم وي چې لنډ نه شي، خو هغه به یې اساسي چوکاټ او فرمولونه وي، نه د زېږدو او کارولو داستانونه یې. داسې نه شي چې د شته اطلاعاتو ډېروالی مو بېخبره او بېسواده کړي، لکه څنګه یې چې د اطلاعاتو نشتوالی کوي. ما په مخکنیو یادښتونو کې د ژباړې په هکله خپل نظر ورکړی، د معرفت او پوهې محتاجې ټولنې ته یې په ټینګار سره ممانعت مناسب نه ښکاري، او کنه پر هویت او فکري څرنګوالي یې اغېزې ښکاره دي. که له حقوقي اړخه دا مسأله ستونزه و نه لري، ډېره اړینه ده چې د کتابونو لنډونې وړاندې کړو. په هر حال، زه هغو ملګرو ته چې منظمه مطالعه کوي، یا د هغو اساسي متونو تر لوسته یې سروکار دی چې معمولا مطالعه یې ډېرو ته ممکنه نه ده، د لنډونو وړاندیز کوم. اما دا اوسنۍ لنډونه.
هراري صیب!
یووال نوح هراري نوم سره د هند په سفر کې آشنا شوم او هلته مې یې د یو ویشتمې پېړۍ لپاره د یوویشت درسونو کتاب واخیست. دا کلونه یې ډېر زیات شهرت د هغو دوهؤ کتابونو دی چې د انسان په تاریخ یې لیکلي دي: عقلمن انسان او خدایډوله انسان.
دا دوه کتابونه په داسې یو تصور لیکل شوي چې د اوسني انسان تېره او راتلونکې انځوروي. دا لړۍ انسان په یوه لوی تصویر کې ښکاروي او د بشر تاریخ دی. که هرڅو تاریخ لیکنې همداسې اوږدې او دا یې لاهم مرسته کړې چې دومره لوي تاریخ یې په دوه ټولو کې رانغاړلی. دا کتاب ډېر ژر خپور او په وار وار بازار کې خلاص شو. ځینو پرې داسې قضاوتونه هم وکړل چې یوازې بازاري او تجارتي کتاب دی. دا نظر به هم له هغو چپي انتقادي دریځونو سره ډېر بد نه ښکاري، مګر زما په آند هراري په دغه لوی تصویر کې د انسان یوازینی عقلاني خصوصیت په نښه کوي چې څنګه پايي، وده کوي او دا دی تر اوسه رارسي، او دا لوستل غواړي. دا هم دلته ووایم: لومړۍ برخه یې چې د میلیونونو کلونو روایتونه را سپړي، د اسنادو او ډېرورته والي په خاطر زما لپاره جالبه نه وه. له ډېرو جدي کلاسیکو لیکوالانو او مفکرینو رانیولې تر اوسه پورې د تفکر د تولید لپاره یوه زېرمه د تاریخ لوستل دي. مارکس، اګوسټ کنټ، هېګل، ماکس وبر، ډاروین، اسمېټ، لاک او هابز او ډېر نور اغېزناک شخصیتونو خپل نظري چوکاټونه د تاریخ له مطالعې راویستلي دي. تر ټولو ډېر آشنا ډولونه یې د مارکس تاریخي مطالعه او وېشه ده. هغه هم د انسان او محروم انسان او شتمن انسان مطالعه. د کنټ په مطالعه کې ټولنه او د ټولنې فکري بهیرونو بدلون مهم ګڼل شوی، او داسې په هېګل کې روح، یا بله هره اصطلاح چې ورته کاروي. هراري په دې مانا چې بشر - هغه بشر چې عقلي خصوصیت یې پر هر څه اغېز پرېباسي- مطالعه کړی او له دې نظره دی ګټور مسیر تعقیبوي.
زما په ګومان دا کتاب ځکه ډېر لوستل شوی چې د مخاطبینو هغې تمې ته یو څه ځواب وايي چې د نوي فکري افق د تجربه کولو په لټه دي. دا کار تقریبا ډېرو لږو اوسنيو سترو لیکوالانو او مفکرینو کړی. حال دا چې د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د نړۍ تر نیمايي ډېر مفکرین مارکسېسټان ول، او نیمايي نور یې لېبرال او نور فکرونه یې درلودل. دا چې هراري دا تمه پوره کولی شي او که نه، له عنوان، تخیل او مقدماتو یې همداسې ښکاري، مګر زه به خپل نقدونه او یادښتونه د دغې لړۍ په پای کې وړاندې کړم.
هغه څه چې دلته یې یادوم: طبیعي ده چې د لیکنې ځمکه او ناخودآګاه زمینه امریکايي ده، امریکايي ذهنیت دا متن سره اوبدلی. له مخکې چې په دې هکله ځینې څه ومنو او له ځینو قضاوتونو ډډه وکړو، د کتاب له محتتوا سره به مو ښه وتړي. دا کتاب د متن له مخې روان او مشهور شوی کتاب دی، خو د محتوا او دیني ضد روحیې د درلودلو په پار ځینو ټولنو (لکه ایران) منع کړی. جالبه دا ده چې د نېچه کتابونه ژباړل شوي او دومره جدي نه دي نیول شوي، لکه د هراري. حال دا چې نېچه تر هراري په دې هکله ډېر جدي دی، د خدای د مرګ اعلان او د هراري د دین په هکله دا پراخ تحلیل چې د ټولنو د بېرته پاتې والي لامل دی، سره نه جوړېږي. یانې د هراري استدلال په دې هکله واضح، ساده، مستند او د پوهېدو وړ دی.
د روش مسأله
ما د دغه کتاب د بدل کاغذ یوه نسخه ترلاسه کړه – ځکه ارزانه وه -، دواړه ټوکه مې وکتل خو اوسنۍ لیکنه مې پر دویم ټوک: خدایډوله انسان ده. دا د زهرا عالي ژباړه ده، ۱۳۹۷ کال څلورم وار هم چاپ شوی. ۵۵۲ مخونو کې ډیزاین شوی. د محتوا له مخې درې برخې او یوولس عنوانه دی. هر عنوان په یوې بېلې برخه کې را لنډ شوی.
په دې هکله زما اصلي کار لنډونه او کتنه ده، د هرې برخې لنډونه یوازې د محتوا له مخې شوې او نه د متن د جوړښت له مخې. ما محتوا سره چلند کړی، او هغه مې پښتون مخاطب ته د پوهېدو وړ بیان کړی. په دې کې طبعا خپل رول هم منم او مسؤلیت هم. که کوم ځای تېروتنه وي، هم دې هراري ما وبښي او هم ژمن او هوښیار لوستونکی.
اخځ مې په خپل روش سره اخیستی چې هم آسانه ده او هم له نورو نړۍوالو او سټنډرډو اخځډولونو سره ټکر نه لري. ک ش: بیا د مخ شمېره. د ک ش توري د (کتلی شئ) تخفیف دی. د لنډونې لپاره کله داسې کېږي چې د هر مخ او هر پراګراف لنډونه وشي او کله د څو پراګرافونو او څو مخونو. دلته هم همداسې شوي، اصلي او ډېر کارول شوی میتود د مخ لنډونه ده، لږو ځایونو کې د پراګرافونو او ډېرو لږو ځایونو کې د څو مخونو لنډونه چې په اخځلیک کې هملته کرښو کې یې مخ لیکل شوی.
په کتاب کې ځینې انځورونه او عکسونه دي چې دلته یې لېږد راته نه ډېر ممکن وه او نه را اخیستو یې هم چندان محتوا ته ستونزه نه پېښوله. په دې خاطر ترې تېر شوم او ومې غوښتل په داسې چاپېریال کې چې اوسني کړکېچ منځ ته راوړې ده، لکه ما غوندې تاسو هم د لوست له بېماننده خونده بې برخې پاتې نه شئ.
وروستۍ خبرې مې دا دي چې دغه کتاب ټول د انسان د راتلونکي په هکله خبرې کوي. د هغې تېرې له مخې چې میلیونونه کلونه بشر تجربه کړې دي. موږ انسانانو د عقلمنتیا د کارولو په نتیجه کې د موډرنیزم لوری واخیست. ځان ته مو د روح، جوهر او قدرت داستانونه وپنځول او نړۍ مو په دې توګه تسخیر کړه، توکي، هوا، ژوي او هېڅ څیز زموږ له اغېزو ځانونه ونه شو ژغورلی. د خوښې پر وړاندې مو چې هر څه ول، پورته مو کړل، او د قدرت او مانا منځ کې په یوه انتخاب پاتې شولو: قدرت مو غوره کړ او ماناجوړونه مو خپله خوښه وګڼله. اومانیزم مو مذهب کړ او وروسته کې دا هرڅه زموږ له لاسه وځي.
څه به کېږي؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره دا برخې درسره ولولئ او پرلپسې توګه همداسې وړاندې ځو.