۱
د انسان نوې کاري مخه
له ځانه سره څه کوو؟
له پخوا نه فقر، ناروغۍ او جګړه، د انسان اساسي دښمنان ول، او لا هم دي.
فقر
د فقر یو ډول چې له مرګ سره توپیر لري هغه د قحطۍ بیولوژیک خط (Biological poverty line) دی(ک ش: ۵-۶).
پخواني انسان دا تجربه د ذهن تر شا درلوده چې ورته نه وه مالومه بله مړۍ به څنګه او څه وخت له کومه ځایه ترستوني تېره کړي. ځکه هېڅ دا ډول منظم خواړه او امکانات ورته نه ول لکه د نن ورځې انسانانو ته چې دي(ک ش: ۷).
فقر د طبیعي فجایعو له برخو او ډلو نه دی، بلکه د انسانانو د سیاستونو او ناسمو پرېکړو په وجې دی (ک ش: ۷).
په هر څلورو کسانو کې یو تن قحطۍ او درې نور ډېر خوراک او چاغۍ وژلي دي (ک ش: ۹).
خدایانو یا خدای ته هم زارۍ کول د انسانانو يوه تجربه او لارکتنه وه.
ناروغي
ناروغي بل لوی دښمن دی، پس له قحطۍ. خلکو په یونان او فلورانس کې په دې وېره ژوند کاوه چې ناڅاپه کومه وبا را پیدا نه شي او دوي ټول ونه مري.
له دغو ناروغیو مشهوره (تور مرګ) دی چې ۱۳۳۰ کال آسیا او ختیځ کې خپره شوه. تر شلو کلونو کم وخت کې یې له ۷۵ – ۲۰۰ میلیونه انسانانو پورې ووژل. انګلستان کې له هرو لسو کسانو څلور مړه شول. فلورانس ښار خپل نیمايي نفوس له لاسه ورکړ (ک ش: ۱۰ مخ).
خلکو دا ټول د خدای، شیطان او بد نیته ګڼل مګر نه یې ګڼلی چې له یوه واړه او ساده موجود (کک) یا ورګې نه پیدا کېږي (ک ش: ۱۰ مخ).
د لومړۍ نړۍوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) څلور کلن قربانیان څلوېښت میلیونه انسانان ول، مګر ناروغیو خصوصا د دغو لسیزو انفلونزا په یو کال کې ۵۰-۱۰۰ میلیونه کسان ووژل (ک ش: ۱۴ مخ).
ماشومان تر ټولو زیات ګواښ لاندې ول او مړه کېدل. له هرو درې ماشومانو یو وژل کېده. مګر نن دا کیسه یوه معجزه ده: په ټوله نړۍ کې ۵ سلنه ماشومان له ځوانۍ مخکې وژل کېږي او په پرمختللې نړۍ کې دا سلنه لا ټیټه ده: له یوې سلنې هم کم دی! (ک ش: ۱۵ مخ).
په ۱۹۷۹ کې د نړۍ روغتیايي سازمان اعلان کړه چې انسان پر یوې ناروغۍ (تڼاکې) برلاسی شوی، ۲۰۱۴ کال کې حتی یو کس هم له دې امله نه وژل شوی او نه پرې اخته شوی (ک ش: ۱۶ مخ).
نتیجه: نن ډاکټران تر ویروسونو او ناروغیو مخکې دي. پرته له شکه ۲۰۵۰ کال کې به خطرناک او قوي ویروسونه پیدا شي مګر داکټران به هم ښه ځای کې وي او مخه به یې نیسي (ک ش: ۱۸ مخ).
دا ویروسونه او ناروغۍ مهارې شوې دي، اما پخپله انسان او د ده اراده به څنګه کېږي؟ که دا ویروسونه دی پخپله د کومې بېرحمې اېډیالوژۍ لپاره جوړ او وکاروي، دی به څنګه کېږي؟ دا خطر شته (ک ش: ۲۰).
اټکل کېږي چې د طبیعي ناروغیو او ویروسونو په وړاندې د انسان د ناتوانۍ دوره تېره شوې، مګر کېدونې ده داسې ځای ته ورسېږو چې همغه تېر دوران پسې زړه تنګي شو (ک ش: ۲۰ مخ).
جګړه
له نېکه بخته جګړه هم را کمه شوې. د ځنګل دا قانون لږ پلي شوی. په پخوانیو زراعتي ټولنو کې ۱۵ سلنه خلک له تاوتریخوالي، په شلمه پېړۍ کې پنځه سلنه خلک او د یو ویشتمې پېړۍ په پیل کې یوازې (۱) سلنه خلک په جګړه کې وژل شوي، او دا د نړۍ په کچه. (ک ش: ۲۱ مخ).
په ۲۰۱۲ کال ټوله نړۍ کې (۵۶) میلیونه کسان وژل شوي: تاوتریخوالي ۶۲۰۰۰۰ تنه، جګړې ۱۲۰۰۰۰ تنه، او ۵۰۰۰۰۰ تنه د جرم او جنایت په نتیجه کې وژل شوي. په مقابل کې ۸۰۰۰۰۰ تنو ځانوژنه کړې، او یو نیم میلیون کسان د شکر د ناروغۍ له وجې مړه شوي: قند تر ټوپکه خطرناک شوی! (ک ش: ۲۱ مخ).
نور بدلنونه لکه: پخوا به معادن او زراعت شتمنۍ سرچینې ګڼل کېدې اوس پوهه، پخوا خلکو په خپل ژوند کې جګړه نژدې او حتمي ګڼله، نن خلک اصلا داسې فکر نه کوي. هستوي وسلې یو ډول د لېونتوبډوله ځانوژنې بڼه اخیستې چې هېڅ ملت آماده نه دی دوام ورکړي، بلکې په هکله یې روغو لارو او حللارو ته فکر کول ضروري او حتمي ګڼلي دي (ک ش: ۲۱ مخ).
||
د دغه بحث تر ټولو ښکلې قطعه د جګړو په هکله نتیجه ګیري ده:
نن سوله بله مانا لري او یانې د جګړې ناموجه کېدل، سوله ده. پخوا به چې ویل کېدل د آلمان او فرانسې تر منځ جګړه نشته، مانا یې دا وه چې اوسمهال فرانسه او آلمان په سوله کې ژوند کوي، خو بل کال مالومه نه ده چې څه به کېږي، مګر نن چې وایو د آلمان او فرانسې تر منځ سوله ده، یانې لږ تر لږه په هر ډول شرایطو کې د آلمان او فرانسې تر منځ ډېره لرې ده او د وړاندوینې وړ نه ده چې جګړه به وشي (ک ش: ۲۲-۲۳ مخونه).
انګېزه او توان دوه څېزونه دي: په تېرو اویا کلونو کې انسان زده کړې (۱۹۴۵) را په دې خوا، چې د شته نوې وسلې د کارولو په وړاندې حوصله او مقاومت وکړي. پخوا به داسې نه وه چې کله به نوې وسله جوړه شوه بس ازمویل شوې به وه او جګړه به پیل وه (ک ش: ۲۴ مخ).
که بیا هم جګړه کوو دا به زموږ تېروتنه وي نه حتمي سرنوشت.
||
تروریزم څنګه؟ هغه د یوه ټول ښار، د یو ملک د ورانولو توان نه لري. هغه دومره جدي ګواښ نه دی که ځینو اصلي حکومتونو او واقعي ځواکمنو هیوادونو یو څه تواضع زده کړې وي. تروریسټي چلند اصلا د ضعف له موضع یو عمل دی نه د قدرت له موضع. په ۲۰۱۰ کال کې چاغوالي او ناروغیو د نړۍ د درې میلیونه انسانانو ژوند واخیست، په داسې حال کې چې تروریسټانو په ټوله نړۍ کې د ۷۶۹۷ کسانو ژوند اخیستی. دا نن امریکا او اروپا ته کوکاکولا تر القاعدې ډېر خطرناک دی (ک ش: ۲۵).
تروریزم اصل کې ننداره ده. د ټولې نړۍ د خبرونو سرټکي ځکه دوي سره شي. اصلا تروریسټان خپل د دوښمنانو غبرګون را پاروي، او د وحشتناک تاوتریخوالي د خپراوي له وجې زموږ خیالات له ځانه سره بوختوي. او داسې احساسوو چې په بدحال او کړکېچ او د منځنیو پېړیو په هرج او مرج کې ژوند کوو (ک ش: ۲۵ مخ).
تروریستان لکه د هسې مچ دي چې غواړي یو چیني مغازه له منځه یوسي. دا مچان حتی یوه پیاله له ځایه نه شي خوځولی، نو یوه غوا پیدا کوي او په غوږ یې ورځي او دومره بنګېږي چې غوا تنګه شي او په غصه شي. ټولې ښیښي او چیني توکي له منځه یوسي او پلورنځي وران کړي. هغه څه چې په منځنۍ آسیا کې وشول همداسې څه وو. اسلامي مرتجعینو په تنهایۍ صدام نه شو نسکورولی. د امریکا غوږ کې دومره وبنګېدل (د برجونو نړول) چې امریکا ټول چينې پلورنځی ور وران او چیني توکي مات کړل (ک ش: ۲۶).
اوس که د ځنګله قانون بیا تطبیقیږي نو تروریستان پکې مقصر نه دي، زموږ غبرګون یې لامل دی. هغوي موږ منځنیو پېړیو ته نه شي ګرځولی مګر دا چې ومو هڅوي او موږ ولاړ شو (ک ش: ۲۶).
||
د تروریزم زېږنده له یوه ډول سیاسي ـ ټولنیز او فرهنګي غبرګانه سره هم لکه هراري چې وايي تحلیل شوې. د تروریزم آنټولوژي او ځینې ذاتي خصوصیتونو ته په کتو سره یې پېژندل له یوې خوا ډېر عام او د رسنیو کارکړنیزه نتیجه ده. په لوی بهیر کې د بنسټپالو کتل او د شته سیاسي اړخونو د تعامل کیفیت داسې عمومي تعریف ایجادوي چې د شرایطو او لوبغاړو دخالت ورسره منل کېږي. حراري تروریزم ته په ډېر جدي نظر نه ګوري فقط سخت او کړوونکی یې بولي اما زښت سطحي او ناپایه. په دې هکله د یو باریک نظر له مخې د دې تحلیل تر شا باید د نړۍوالو سیاسي لوبغاړو پر نیتونو شک هم موجود وي.
||
پس له دې درې ټکو قحطۍ، ناروغۍ او جګړې چې د انسان په لاس مهار شوي او کنټرول شوي دي، اوس انسان له کومو ګواښونو سره مخ دی او څه په مخکې لري؟
یوه مهمه خبره دا ده چې د انسان د ذاتي ځواکونو او خطرناکو پروګرامونو په وړاندې انسان او ځمکه وساتو. د چاپېریال ساتنه لا اوس هم د انکشاف او ودې په وړاندې جدي نه ګڼل کېږي. د دې ترڅنګ دا خبره هم شته چې انسانان به دې ته ډېر پام ونه کړي او دا ګواښ به دومره جدي و نه ګڼي.
مګر د دغو ټکو ترڅنګ باید نور څیزونه هم وي چې دوي ځان ته وکاږي. شته: همغه انسان چې پر قحطۍ، ناروغۍ او جګړې برلاسی شوی، اوس غواړي پر زړتوب او مړینې برلاسی شي. اوس غواړي د عاقل انسان له مرحلې خدایډوله انسان شي (ک ش: ۲۹ مخ).
له دې وروسته یو جالب عنوان راوړي: (د مرګ وروستۍ ساګانې)
د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه په څرګنده وايي ژوند د انسان ارزښمن حق دی. او له منځه وړونکی یې یانې مرګ سره جدي مبارزه باید وشي. په تاریخ کې ادیانو، اېډیالوژيو او مکتبونو د خپله ژوندانه پر ځای له ژوند او ځمکې پورته یو څیز مقدس ګاڼه. ځکه خو له مرګه سره جوړېدل. مګر نن پخپله ژوند مقدس دی. ارزښمن دی (ک ش: ۲۹ مخ).
مرګ نن نه متافزیکي مسأله ده او نه هم کوم راز ده یا د ژوند د مانا سرچینه. نن انسان ته مرګ یوه فني مسأله ده چې حلېدلی شي او باید هواره شي. نن مرګ د خدای د خوښې، د عزرائیل د فرمایش او یا د کوم شیطان د وړاندیز په بدل کې نه راځي، بلکه انسان سم پوهېږي چې د بدن ته کافي اکسیجن نه ور رسېږي یا بل کوم طبي او تخنیکي لامل. هغه هم نور فني لاملونه لري چې هوارېدلی شي (ک ش: ۲۹-۳۰).
بېلابېل دلایل او ځینې مشخص او مشهور کسان شته چې په اوسنۍ پېړۍ او دې نژدې کلونو کې یې دا په ډاګه کړې چې غواړي دایمي عمر وکړي. اوبري دو ګروی، ری کرزویل، پیټر ټیل او ځینې نور له همدغو دي. ځینو ویلي تر دوه سوه نورو کلونو، ځینو ۲۱۰۰ کال او ځینو بیا ۲۰۵۰ کال او یو څه ښې پیسې ښودلي چې کولی شي د انسان عمر ور زیات کړي.
پرته له شکه که انسان د موتر لاندې نه شي او یا یې جګړه و نه وژني نور ژوندی پاتې کېدلی شي. که د پورتنیو خبرې سمې وي همدا اوس کېدلی شي په وال سټریټ او د نیویارک په پنځم سړک کې همداسې تلژوندي انسانان تر څنګ ځي راځي. راځئ له دې یې پیل کړو چې په تېره یوه پېړۍ کې د ژوند تمه له څلوېښتو کلونو اویا کلونو ته ختلې. اوس انسانان تمه لري چې ډېر عمر وکړي. څه کلونه وروسته به دا هم دوه برابره یعنې یوسل او څلوېښتو کلونو ته ورسېږي. تر ټولو زیات به کورنۍ، اړیکې او د ګډ ژوند جوړښت له منځه ځي. لا اوس خو ځینې انسانان تمه لري او په خپلو ودونو او نکاحو کې یې وايي چې د عمر ترپاله سره اوسي، مګر دا به مزخرفه خبره شي. که څوک څلوېښت کلنۍ کې واده وکړي بیا څنګه منلی شي چې ۱۱۰ کلونه نور به له یو چا سره په ګډه تېروي؟ د ماشوم روزنې او درلودنې په هکله څه نه ویل کېږي (ک ش: ۳۵ مخ).
بله جالبه برخه دا ده چې کار او دفتر ته مو پام شي. دا چې نسلونه بدلېږي او نظریې او کار بدلېږي د دې خبرې سرنوشت څه دی؟ تر اوسه نظم دا دی چې ژوند مو د زده کړې او د کار لپاره وېشلی. معمولا د عمر په دویمه لسیزه کې زده کوو او تر پایه بیا همغه کاروو او ژوند کوو. ایا یو نیم سل کاله یا پنځه سوه کاله ژوند به همداسې تېر شي؟ بیا چې د ټکنالوژۍ دا بدلېدونکې نړۍ پام کې ولرو؟ اصلا. نه پوهېږم دا به وشي خو دومره ژر نه. پخپله حراري هم باور نه لري چې زموږ طبابت دې تر ۲۱۰۰ کاله پورې دا معجزه وکړی شي (ک ش: ۳۷).
تر هغه مهاله چې انسان دا د تلپاته کېدو خوب هم نه شو لیدلی نو زده به یې کړه چې له کوچنیوالي یې د ژوندي پاته کېدو مینه او میل په خپل ځان کې سرکوب کړي. که دا کار یې نه کاوه نو د ګټورو نورو موخو په خو به یې لوری ورکاوه (ک ش: ۳۹).
د نېکمرغۍ حق
د جرمي بنټام د خبرو او فلسفې تر اغېز لاندې د نولسمې او شلمې پېړۍ ډېرو هیوادونو لکه فرانسه او آلمان، داسې هڅې وکړې چې پایله یې د هیواد او ملت قوي کول وه نه نېکمرغول. دوي خپله بریا د خاورې پراختیا، د نفوس زیاتوالی، او د داخلي ناخالصې ودې لوړونه باندې ارزوله نه د خپلو ښاریانو د نېکمرغۍ پر حساب (ک ش: ۴۱).
د کاسټاریکا او سنګاپور پر یوې پرتله ښکاري چې تولید د سینګاپور تر کاسټاریکا څلور برابره ډېر دی، خو د سینګاپور خلک ناراضه او د کاسټاریکا له ژونده راضي او نېکمرغه دي. توليد د انسان غوښتنه نه بلکې نېکمرغي يې اصلي غوښتنه ده، تولید او خوشبختي سره بېل دي (ک ش: ۴۳).
ادامه کې وايي موږ باوري نه یو چې تر پلرونو او پخوانیو انسانانو به نېکمرغه یو. د حجر د زمانې یو کس سره اوسنی امریکايي که پرتله کړو، دی شپېته برابره زیاته انرژي او کالري مصرفوي، مګر آیا د هغه شپېته برابره نېکمرغي لري؟ پرته له شکه چې نه. امریکاييان له دویمې جګړې را دې خوا په طلايي دوره کې ول. داخلي ناخالص تولید له دوه ټریلیونه دولسو ته رسېدلی، ټکنالوژۍ او سهولتونو، سکس او سیاست د امریکاييانو ژوند ته هسې تغییر ورکړ چې سړی حیران شي. مګر د تحقیقاتو له مخې د امریکاييانو سلامتي او ذهني خوښي همغه د ۱۹۵۰ کال سره برابره ده او هېڅ بدله شوې نه ده (ک ش: ۴۵-۴۶).
اوس نو یانې اصلي نېکمرغۍ ته رسېدل، له تلپاتې عمر موندلو نه چندان آسانه نه ښکاري.
زمونږ د نېکمرغیو دوه رواني او بیولوژيکي ستنې دي:
رواني یې شرایطو پورې نه، زموږ تمو پورې اړه لري. له رواني اړخه هغه نېکمرغه دی چې غوښتنې او موندنې یې سره برابرې او همغږې دي. هغوي چې ډېرې لري هغوي نېکمرغه نه دي، بلکې لا رنځونه لري. بله بدي مو هم دا ده چې له بده مرغه په لږ ښو شرایطو کې د خلکو تمې لوړېږي او ورته نه شي رسېدلی، بیا نو له رواني خوښیو بې برخې کېږي. اوسني ستر کارونه چې بشر کړي دي له بده مرغه په ډېرو انتظاراتو بدل شوي نه په ډېر رضایت. که څه ورته ونه کړو نو راتلونکې هڅې به مو هم خوشاله نه کړي.
دویم یې بیولوژيکي ستن ده، نن ثابته شوې چې هم تمې او هم نېکمرغۍ د بدني او بیولوژیکي کیمیايي وضعیتونو او ترکیبونو په لاس تعینېږي نه د ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي شرایطو پر بناء. د درد او لذت په لاس طبیعت د بشر مهارول کوي. اصلا همدا دوه دي چې د انسان نېکمرغي ورسره تعریف کېږي (ک ش: ۴۷ مخ).
په یوویشتمې پېړۍ کې خوښي او رنځ د انسان د جسمي احساساتو دوه ډوله توازن دی او بس. موږ له بهرنۍ نړۍ سره د خپلو احساساتو د ښه والي او بدوالي پر اساس چلېږو(ک ش: ۴۷ مخ). مګر دا د احساساتو د شتون حالت لپاره بد خبر دا دی چې ډېر لنډ دي. تاسو هر ډول وده او بریا کې د څو ساعتونو لپاره حتا عرش ته ورتللی شئ، مګر دا احساسات نه پاتې کېږي. او برعکس، د اوس خپګان مو تر هغه مخکني خپګانه چې دا خوښي مو پکې نه وه تجربه کړې، لا دردوونکې ده. بله خبره دا ده چې دا ټول د تکامل سره اړیکه لري. په څو پېړیو کې د بشر د بدن کیمیايي نظام د بقا له دوام او د نسل له تولید سره ډېر آموخته دی تر خپلې نېکمرغۍ (ک ش: ۴۹ مخ)..
مګر په دا ټوله کې هغه څه چې نېکمرغي راکوي هغه سفر دی نه هدف. غره ته ختل دي نه پر غره درېدل. افسوس دی چې د بریا خوندونه د لوبې د بهیر له هیجاني خونده سره یو څیز او نادوامه دي. کېدی شي د نېکمرغۍ کلۍ د طلا مډال یا لوبه نه وي بلکې د آرامۍ او هیجان یو ترکیب وي (ک ش: ۵۱ مخ)..
اوس که علم په سمه وي نو باید بدن کې لاسوهنه ومنل شي. تحولات او شرایط، ټولنیز او سیاسي وضعیتونه پرېږدئ. جالبه ده چې ځینې د دغې خوا مخالفینو د ماشومانو د ښې زده کړې لپاره چې د دوي د ذهنیت تغییر دی د مدرسو او پوهنتونونو پر تغییر خبرې کړې دي. مګر ځینو حتی پلرونه شته چې داسې درمل ترویجوي او پلویتوب یې کوي چې اولادونه یې لایقولی شي. یانې د زده کوونکیو بدني کیمیايي تغییر لا اغېزناک دی د تکړه کېدو لپاره تر دې چې مکتبونه او استادان بدل شي(ک ش: ۵۳ مخ).
حراري د اردو او لښکر مثال هم داسې راوړي. په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو ۱۷ سلنه کسان د خوب یا د آرامۍ درمل خوري. مسأله دا ده چې بدني تغییرات دوي رغولی شي. دوه عسکر څنګ په څنګ وي، یو له همغه غږه ډارېږي او خپل عقل له لاسه ورکوي او بل لا وړاندې کېږي او نښه هم سمه نیسي. دا د بدني کیفیت خبره ده او که نه شرایط د دواړو لپاره یو دي(ک ش: ۵۳ مخ).
په هر حال، نېکمرغۍ پسې ورتګ دی. د علم په لاس د بدن په سلولونو لاسوهنه ده او د بدني سیسټم په بدلولو سره به نوې تجربې وشي. تر دې وړاندې د الکتریکي ټکانونو په واسطه مغز او ځینو خاصو ځایونو ته د خوځوونکیو حرکتونو رسول هم پیل دي او دا شان د بدن جنیټیکي اندامونه جوړول هم. له دغې لارې به دا تغییرات راوړل هم دومره آسانه نه وي مګر پر قحطۍ، ناروغۍ او جګړې هم برلاسی آسانه نه وو (ک ش: ۵۴ مخ).
اصلا خو دا لا نه ده مالومه چې انسان دې د نېکمرغۍ د موندلو لپاره دا لاره ووهي او که نه. ځینې به موافق وي او ځینې مخالف یا بل نظر به لري، مګر اپیکور به ۲۳۰۰ کاله وړاندې خپلو شاګردانو ته ویل: د لذت زیات جدي نیول به دوي پخپله بدبختۍ ته ورسم کړي. تر ده وړاندې بودا دا خبره بېخي لا ترخه کړې وه: اصلا د ښو احساساتو تعقیبول پخپله د رنځ او محرومیت لامل ګرځي. ځکه هر کله یې چې تجربه کوو، بل څه نه کېږي تنده مو ورته زیاتېږي او لا یې زیات غواړو. دا په هېڅ مانا نېکمرغي نه ده (ک ش: ۵۵ مخ).
وروستۍ خبرې دا چې د بودا سپارښتنې له اوسني علمي روش سره نژدې کېږي. او دلته دوه لارې پیدا کوو:
یوه دا چې په علمي عملیاتو او درملنو اعتماد وکړو او هغه درمنلې تولید او استعمال کړو چې زیات د خوښۍ او نېکمرغۍ د احساساتو امواج راکوي. دا یوه لار ده چې د حراري په وینا یې ډېر انسانان تعقیبوي او خوښوي.
بله دا ده چې د بودا په وینا خپل ذهن داسې وروزو او تربیت کړو چې دا د لذت د احساساتو تعقیبول لنډ مهاله او ناپایښت وګڼي او ورو ورو یې د ناپایښتوب لپاره نور هېڅ و نه غواړي. ترې تېر شي او یوازې زړه او ذهن ته ووايي چې ته ورته ګوره چې دا څنګه ځي او راځي. په دې توګه یې له دې خالي لذتونو چې یوازې غوښتنې پاتې کېږي خلاصېږو.
البته دا ټول بیا هم بشپړ او بسن نه دي. د یو ویشتمې پېړۍ بله لویه پروژه دا ده چې د علمي روشونو په خوا ورشي او د نوي انسان چې بدن یې ماشین کې جوړ شوی وي او لاسوهنې پکې شوې وي، جوړولو ته خنډونه کم کړي او جوړ یې کړي. تر هغه انسان د دایمي لذت اخیستلو پسې وي او همداسې طرح شوی وي (ک ش: ۵۷ مخ).
د ځمکې خدایان
||
انسانان د نېکمرغۍ او ژوندي پاته کېدو پسې باید ځان خدایان کړي. یانې مجبور دي پر خپل بیولوژيکي بنسټ لکه خدای غوندې غالب او حاکم شي. انسان چې کله خدای شو او مرګ او درد یې د ژوند له ځمکې لرې وشاړه، نور کولی شي بیا آتني عقل، یا آفروډیټي شهوت او یا دیونوسوسي بېخودي ځان ته حتی په پیسو واخلي او بدن کې یې ځای پر ځای کړي او همسې خپل تن طرح او عیار کړي.
||
د انسان خدای کېدل په دې ډوله ممکنه ده:
اول د بیولوژيکي اینجینرۍ له لارې، یانې ځان ته داسې کوک شوی مغز، منظم کړی شوي احساسات، بدني توازن او مغزي مدارونه جوړول چې پخپله یې غواړي. دا د جنټیک له لارې د انسان خدایګوټي کول دي.
دویم د سایبورګ انیجینرۍ له لارې چې ځینې برخې د بدن په ټکنالوژۍ او فزیکي بهرنیو وسایلو چې ژوندي نه دي لکه ماشینونه، کنټرولول. میلیونونه نینوروبوټونه چې په وینه کې داخلېږي، ګرځي او ستونزې تشخیصوي او له منځه یې وړي. دا یانې یو ژوندی موجود کولی شي څو ټوټې بېل بېل بدن ولري، بېلو ځایونو کې او هغه سره وصل وي او دی تحرک ولري او اغېز ولري. یا یو عصبي ډاکټر له هر ځایه هرځای کې کار وشي کړی او د دې پر ځای چې لاس کې د عملیاتو چاړه وساتي، په مغز یې کنټرولوي او هېڅ ورته توپیر و نه لري. دا علمي – تخیلي وضعیت نه دی، تاسو همدا اوس د انټرنټ له لارې هغه مایڼد ریډینګ خولې په ۴۰۰ ډالره واخلئ او پر سر یې کړئ. کوم تصور چې کوئ هغه په واقعي نړۍ کې ترسره کېږي. د پخلنځي څراغ لږوئ، خپل موټر چالانوئ، ټلفون ځوابوئ یا ډایلوئ او ... (ک ش: ۵۹ مخ).
درېیم د ناژوندیو موجوداتو د انجینیرۍ له لارې خدایګوټي کېدنه ده. نور نو دا فکرونه چې بېرته به همدا ژوندی مغز موږ ته لازمې طرحې او لارښوونې کوي، غلطې ختلی شي. ولې کوډشوی او منظم کړی شوی آلي توکی دا پرېکړې ونه کړي او د تل لپاره پرته له وقفې هم په مجازي او هم واقعي نړۍ کې بهیر ولري. نوي سافټویرونه به د اعصابو ځای ونیسي. نوره نو هستي پس له څلورو میلیارډه کلونو د آلو او توکو ترڅنګ ګرځېدا نه د غیرآلي یا توکو بې پایه میدان ته ورننوځي. او داسې بڼه اخلي چې حتی په حیرانوونکیو خوبونو کې مو هم نه راځي. ځکه هغه خوبونه هم لا تر اوسه د کیمیاوي توکو محصولات دي (ک ش: ۶۰ مخ).
په هر حال، موږ نه پوهېږو دا لارې به مو چېرې بوځي. زرګونه کلونه کېږي چې د انسان تاریخ له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لانجو ډک وه، مګر یو شی لا پاتې شو: پخپله بشریت. د انجیل د وخت ټول شرایط او حالات بدل شوي، مګر موږ انسانان همغه یو. اوس هم کولی شو خپلو ذهني ژورو جوړښتونو ته په پام سره ووایو موږ لا د همغه انجیل او د کنفوسیوس د لیکنو یا د سوفوکیل یا اوریپیډ تراژیدیو پاڼې یاستو. سم احساس دی چې لرو یې: هغوي زموږ په هکله لیکل او فکرونه یې کول. د نن هملت او اوديب او تللوي همغه دي چې پطلون اغوندي، فیسبوک پاڼه لري مګر عاطفي بهیرونه یې هماغه دي چې ول (ک ش: ۶۱ مخ).
نور ډېره سخته ده چې وپوهېږو څه کېږي. اټکل کوو هغوي چې موږ غوندې فکر کوي له بیولوژیکي انیجینرۍ به کار اخلي او هغوي چې بل ډول فکر کوي، څه کوي؟ نه پوهېږو. خو که په جزئیاتو نه پوهېږو پر کلیاتو پوهېږو: د یوویشتمې پېړۍ درېیمه ستره پروژه د انسان خدایګوټي (Homo deus) کېدل دي او نه پوهېږو چې کله داسې شولو بیا به رانه څه کارونه کېږي. که دا خبره عجیبه ښکاري نو د خدایډوله کېدو مانا مو ذهن کې لا د مطلق قدرت مانا ده، باید دا د یونان د خدایانو یا د هند د ډیواس ځانګړنې په پام کې ولرو (ک ش: ۶۲ مخ).
دا ځینې صفتونه چې د یونان خدایانو درلودل د اوسني انسان لپاره ممکن او مطلوب دي لکه پیدا کول، بدلول، شکل ورکول، د اوبو او هوا کنټرول، د چاپېریال ساتنه، د افکارو لوستل، له لرې اړیکې جوړول، په چټک ډول سره تله راتله، نه مړه کېدل او تلپاته عمر. زرګونه کلونه کېږي چې هغه صفتونه انسانانو پیدا کړي او بدل کړي چې هغه وخت به د خدایانو ګڼل کېدل او اوس دومره نامهم دي چې اصلا نه یادېږي لکه له لرې ځایه ژر اړیکې نیول او یا مرزونه ماتول. مګر هر کله چې دلته ورسېږو دا ستره بریا او حیرانتیا به هم موږ ته یوه ساده او عادي اټکلنه ښکاره شي (ک ش: ۶۴ مخ).
که فکر کوئ چې انسان تر دې ډېر پېچلی مغز لري چې کمپیوټر یې جوړ یا تعقیب کړي، دا مو عجله کړې. اندېښنه مه لرئ انسان روان دی او دا هڅې به ټولې وکړي. دا د تکامل یوه تاریخي لاره ده نه هالیووډي پېښه. هره ورځ میلیونونه انسان پر خپلو هوښوالو ټلفونونو باور کوي او د خوب او ویښتیا مهم صلاحیتونه ورکوي. دا مرحلې به یو په بلې پسې اړوي، تر څو دا انسان پاته نه شي، [خدای شي] (ک ش: ۶۵ مخ).
د ورو کېدو توکمه ووهئ!
دا بهیر روان دی کله چې خلک ګوري هغې لویې چارې ته چې نه یې پېژني په څه منډه ور روان دي، د ځان د ساتنې لپاره حتی په مرګ هم نور حساب نه کېږي، نور دا تمه پیدا کوي چې هلئ څوک دې توکمه ووهي چې ورو شو. مګر دا کار په څو دلایلو نه کېږي:
اول خو څوک نه پوهېږي د دې چټکتیا د کمولو توکمه چېرې ده. ټول متخصصین په خپلو برخو کې دي او داسې یو منظم او لوی تصویر نه شي جوړېدلی چې وپوهېږي ټولې برخې کوم ځای ته رسېدلې دي. یانې هېڅوک نه پوهېږي په داسې سرعت چېرې ځو. نو ځکه یې څوک درولی او ورو کولی هم نه شي.
دویم که فرضا په یو رقم هم وشو کړی دا منډه را کمه کړو، له واره مو اقتصاد او ټولنه پاشل کېږي. ځکه دا اوسنی اقتصاد پر هغو لویو پروژو ولاړ دی چې که مصرف را کم کړي، له منځه ځي. دا د دوام او پاتې کېدو لپاره تلپاتو اړتیاؤ ته اړتیا لري چې انسانان یې باید ولري. د همدې لپاره د دوامداره ودې اقتصاد دوامداره پروژو ته اړتیا لري.
نو اوس ولې یوازې دا منځ ته راوړې وړتیاوې د ضعیفانو د قوي کولو لپاره وکاروو، او د قويؤ د لاقوي کولو لپاره یې و نه کاروو؟ بشر به خامخا د دې ترڅنګ چې زړو ته د حافظې د ساتنې درمل برابر کړي، ځوانانو ته به هم د حافظې د قوي کولو درمل ورکړي. معالجه د معیار له حده د غورځېدو لپاره کارول شوې او دا به له معیاره پورته تلو لپاره هم کارول کېږي(ک ش: ۶۹ مخ).
دغه ځای حراري لسګونه مثالونه د دې لپاره راوړي چې اصل کې وده او درملنه یا څېړنه د یوې ستونزې د هواري لپاره پیلېږي او کارېږي. مګر په دوام کې داسې نه ده. د انسان غوښتنې بیا دا دي چې د واقعي ستونزې د هواري وروسته پراختیا راشي او د روغو وضعیت تر شته لا ښه کړي. دا د انسان د لا ډېرو غوښتنو ده. په دې توګه ټوله ټکنولوژي انتخابېږي او د بشر په پرمختګ کې ونډه اخلي. اوس د دې لپاره چې په راتلونکي کې د انتخاب او پرېکړې حق لرو، ښه ده چې وپوهېږو څه کېږي، او ورته چمتو شو (ک ش: ۷۴ مخ).
د پوهې نه هوارېدونکې معما
کېدی شي د دې لپاره چې وایم یوویشتمې پېړۍ کې د انسانانو غوښتنې نه مړه کېده او خدای ډوله کېده دي، ځینې کسان په غوصه کړي. نو لږ توضېح ورکوم:
د دې مانا دا نه ده چې ټول انسانان به دې مرتبې ته په یو وار او نژدې سره رسېږي. په دې لړۍ کې که اصلا ټول خلک ونډه ولري، نو ډېره کمه به هم وي. لا به هم د جګړې، قحطۍ او ناروغیو په کموالي کې میلیونونه انسانان مري. مګر دې وضعیت سره سره به خدای کېدو ته نژدې شوي وي. تاسو به وایاست چې تر څو یو انسان وژل کېږي یا د د ولږې نه یې شکل بدلېږي، باید د ټولو انسانانو هڅه دا وي چې دا وژغوري. تر هغو باید بل ستر کار انسان ونه کړي. مګر له بده مرغه باید تاسو ته ووایم چې تاریخ داسې نه دی روان.
پورته ناست خلک داسې فرمانونه ورکوي چې ښکته ناست لا پرې نه پوهېږي یا یې هر کله نه غواړي. او ممکنه به نه وي چې دا د تاریخ اوږده لړۍ یوویشتمې پېړۍ کې یو ناڅاپه بدله شي.
بله دا چې دا ټوله لړۍ یوه تاریخي مخ ته کتنه ده نه سیاسي بیانیه. کېدی شي دا هر څه واقع شي او سترې غلطۍ وي. مګر تاریخ له سترو غلطیو ډک دی. موږ انسانان به د همدې شته تاریخ او خطاګانو په درلودلو سره، ژوندي پاته کېدو او خدای کېدو ته لاس غځوو ولو که دا غوښتنې مو د مرګ خولې ته هم ورکړي(ک ش: ۷۵ مخ).
درېیم دا چې د یو څیز غوښتل د هغه څیز ترلاسه کول نه دي. تاریخ د انسانانو د اوږدو او نارسېدلیو غوښتنو ډک دی. زما تمرکز پر دې دی چې انسانان به دا غواړي، په دې شرط نه چې ورته به رسېږي.
زموږ راتلونکې به پر مرګ د برلاسۍ هڅه وي، خو نتیجه دا نه ده چې ۲۱۰۰ کال کې به څوک نه مري.
څلورمه او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا وړاندکتنه دي نه وړاندوینه. او تر ډېرې یو میتود دی د دې لپاره چې د اوسنیو غوراويو لپاره بحث وکړو. په اصل کې چې څومره وړاندکتنې لرو، راتلونکې یې په وړاندې غبرګون ښيي. نوې پوهه که په نوي چلند بدله نه شي نو څه ګټه کوي؟ له بده مرغه چې کله انسان خپله چلند بدلوي، اقتصادي نظریې نورې زړې شي.
د مثال لپاره: مارکس د اقتصاد په هکله روښانه نظریات وړاندې کړل. او په قطعي ډول یې امریکې، فرانسې او انګلستان کې د انقلاب اټکلونه وکړل چې له دې ځایه به نورې نړۍ ته خپرېږي. مارکس نه هیره وه چې اصل کې خو دا شتمن خلک دي چې د لوست [او کتاب اخیستنې] توان لري.
په پیل کې د مارکس ځینو مریدانو او شاګردانو د ده خبرې تحلیل کړې او زده یې کړې. لږ څه کلونه پسته شتمنو د کپیټال کتاب په دقت سره ولوست. هغه یې د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د سیاسي – اقتصادي لویو پرېکړو لپاره وکاروه. جرج بوش په ټولې ځیرکۍ سره ۱۹۹۲ کې د بېل کلېنټن په وړاندې په دې شعار ماته وخوړه چې: (مسأله اقتصاد ده، احمق جانه!). خو هغه کلونه ده د کمونیزم د له منځه تللو لړۍ تر څار لاندې درلوده! همدا ده چې کیسه بدله ده او ناممکنه وه چې مارکس دې یې په دومره ښه وزن سره ووايي! (ک ش: ۷۶ مخ).
نتیجه کې: پخوا به پوهه په سختۍ زیاتېده، نو چلند هم ځنډ بدلېده او سیستمونو هم تر څه وخته چې نوی علم راشي، دوام درلود. مګر نن د تاریخي آګاهۍ لاینحله معما همدا ده. کومه پوهه چې چلند بدل نه کړي، هېڅ ګټه نه لري، خو هغه پوهه چې چلند بدلوي ډېر ژر بې اغېزو کېږي. هر څومره چې اطلاعات او علم ډېر ولرو، ژر زړېږي او منسوخېږي. هرڅومره چې په تاریخ ښه پوهېږو تاریخ خپله مخه او لوری ژر بدلوي. موږ د هغه څه د پوهېدو په لټه چې واقع کېږي دا لړۍ ژر ژر څېړو، مګر دا یوازې په ژربدلېدونکو لانجو او چټکتیا پای ته رسېږي. نو لږ کولی شو اوسنی وخت درک کړو یا راتلونکې وښایو (ک ش: ۷۷ مخ).
چمني ځمکه
د فرانسوي او انګلیسي نجیب زاده ګانو یو میراث د کور مخکې یا منځ کې د ځمکې خړوبول او چمن درلودل وه. هر چا به چې ښکلی او دا بېحاصله چمن درلود، هغه به قدرتمنده او د ښه منزلت درلودونکی وه. چمن د سترو شتمنو او اشرافو د ناستې او مېلې ځای وه او همدا نن، د نړۍ هر ځای او تر ټولو زیات په امریکا کې داسې چمنونه شته او تر څنګ یې لیکلي دي چې چمن کې مه ګرځئ! دا درسره وساتئ چې تاریخ او پوښتنې ته راشم.
نو ولې تاریخ کې غور وکړو چې راتلونکې نه راته ښايي؟ مګر د علم کمال او ګټه همدا نه ده چې راتلونکی را په نظر کړي او ورته مو توانمن کړي؟
||
همداسې به ښکاري خو دا هېڅکله کافي نه ده. ځکه چې هغه شرایط او حالات کاملا بدل شوي. موږ کېدلی شي همغومره خطا وکړو چې هغو همغه وخت کول. د میداني جګړو تورې او یا وروستیو جنګونو زره او زغرې هېڅکله په سایبري جنګونو کې ګټه نه کوي بلکې لا د بېعقلۍ نښې مو دي.
||
مګر د علم په هکله یوازې همدومره بیخي سمه نه ښکاري. یو بل ښه کار چې موږ ته علم کوي هغه د لید پراخول دي. تاریخ کې هم دا کار همداسې کېږي. مګر د تاریخ ښه کار دا دی چې له هغو امکاناتو مو خبروي چې معمولا یې پام کې نه نیسو. تاریخپوهانو تېره د دې لپاره نه مطالعه کوي چې تکراره یې کړي، بلکې د دې لپاره یې لولي چې ترې خلاص شي(ک ش: ۷۹ مخ). د تېرې تلپاتې کول موخه نه ده بلکې ترې خلاصېدنه اصلي موخه ده.
که مو د کور او اوسېدنځای په مخکې د چمن له درلودلو ځان نه وي خلاص کړی، لږ تر لږه کړی شئ چې د تېږو او خټو نه بل څیز جوړ کړئ، مګر سخته ده چې له تاریخه بې تأثیره پاتې شو. موږ مطلق آزاد نه یو خو له هېڅه یو څه آزادۍ هم ډېره ښه ده.
د لومړۍ پردې وسله
چخوف ویل چې هغه وسله چې په اوله پرده کې ښکارول کېږي، په درېیمه کې کارول کېږي. د انسان د تاریخ په هکله وړاندوینې داسې دي لکه چې څوک خپل کور مخې ته چمن کري. مګر کله چې دا چاره په جګ غږ اعلانوو نو دا فکر هم راوړي چې نورو انتخابونو ته هم دقت ولرو.
درې سوه کلونه کېږي چې انسان د اومانیزم تر شعار لاندې ژوند ستايي. که غلط یې پیلوو، نو هغه مهال بیا پرې پوهېږو چې نژدې وي ترلاسه کېدو ته، مګر څنګه ښه نه ده چې همدا اوس سم پیل کړو؟
موږ په هرې مرحله کې دومره پرمخ لاړو چې وروسته یې موږ ته ستونزه پیدا کړه. زاړه مو دومره وساتل او و مو پالل چې نن راته د دوي په پوره ضعیفۍ کې دا پوښتنه ده چې ښه نو د دې وضعیت څه شی ښه دي چې مو دوي دومره وساتل؟ کوم ځای یې سپېڅلی دی؟
یا همدا خبره د خدایډوله انسان اړوند کېدلی شي: همغه ټکنالوژي چې انسان به خدایګوټی کړي دی به بې اهمیته هم کړي. بناء تر اوسه داسې ښکاري چې انسان به د ژوندي پاته کېدو او خدای ډوله کېدو په لړۍ ډېر اخته وي. لږ تر لږه همداسې یوه طرحه ترسیم شوه او دا ټوله د تېر تاریخ په تکیه وشوه. دا د تېرې درې سوه کلنې دورې پر محتوا را جوړه شوې آینده وه، مګر کېدی شي د یوویشتمې پېړۍ د انسان له افکارو او خیالونو بېخي بېل شی را ووځي (ک ش: ۸۷ مخ).
||
د دې کتاب اصلي طرح دا ده چې شاته وګرځو هوښیار انسان ته او وپوهېږو چې هوښیار انسان واقعا څوک دی، اومانیزم څنګه د نړۍ پر حاکم مذهب بدل شو او ولې به د اومانیزم د آرمانونو لپاره کوښښونه د دوي د نابودۍ لامل وګرځي.
||
نو اوس د کتاب په لومړۍ برخه کې د هوښیار انسان او حیواناتو پر اړیکه یو نظر اچوو.
ورپسې په دویمه برخه کې پر هغې نړۍ خبرې کوو چې هوښیار انسان په څو زریز تاریخ کې منځ ته راوړي. د کتاب وروستۍ برخه به دا توضېح کوي چې ولې اټکل کېږي د اومانیزم د ارمانونو تطبیق به یې هرڅه وپاشي؟ د داسې یوې پېښې خبر له څه شي راځي؟ او څنګه دا پېښه زموږ په ورځنیو چارو او پرېکړو کې څرګندېږي؟ د اومانیزم پر ځای به څه راځي؟
دا هسې فلسفې نه دي بلکې څېړل شوې پرلپسې منطقي لړۍ دي چې له دې اټکلونو پرته نه شي تصویر کېدلی. کېدی شي اومانیزم له منځه تله دانسان په ګټه وي. انسانان له تغیره په وحشت راځي ځکه له ناآشناؤ پېښو ډارېږي. مګر د تاریخ تلپاتې یوه ځانګړنه دا ده چې هر څه سره بدلېږي (ک ش: ۸۹ مخ).