INSAN Magazine

د مولانا د انساني عرفان مؤلفې

د جدي ۱۵مه ۱۴۰۲

مولانا جلال الدین محمد بلخي (زېږد ورځ، سپټمبر ۳۰ مه، کال ۱۲۰۷ – مړینه، ډسمبر ۱۲ کال ۱۲۷۳)

مولانا د افغان فرهنګي تاریخ یو ستر او بېجوړې عارف دی چې ډېری یې په شاعرۍ پېژني. دا شان دی د یو عارف­مَشربه متفکر په توګه د ختیځ د معنوي فرهنګ ستر استازی دی. مولانا ۸۱۶ کاله وړاندې، د ۱۲۹۷ میلادي کار د سپټمبر په دېرشمه په بلخ کې وزېږېد او د خپل څو شپېته کلن عمر په اوږدو کې یې ختیځوال او په ځانګړې توګه افغان فرهنګ ته داسې معنوي شتمني په میراث پرېښوده چې آن تر اوسه یې له آثارو او افکارو اغېز موندل کېدلی شي. 

هغه څه چې ډېر واضح دي، د مولانا فکري او رفتاري سفر دی: له ظواهرو څخه باطن ته، له فقهې اخلاقو ته، له عنعنوي تکلف نه لید ته، له جبره اختیار ته او له بېخوندې زیرکۍ او ګول­وهلو، مینې او واقعي عشق ته. په دغه سفر کې یې د عمر درېیمه برخه، ټوله د معنویت په داسې ګداز تېره شوه چې یو رسمي مُلا یې د وچوالي، ظاهربینۍ، سطحیتوبه، او عنعنوي دیندارۍ را وویست، پوخ یې کړ، ویې سوزاوه، ډک یې کړ او ستر ماناپال یې ترې جوړ کړ. هر څومره چې دی وروستي پړاو ته نژدې کېده، نوره ورته د حق یوازینۍ لار د ټولو انسانانو په طبیعي او فطري وجود تېرېده، له ټولو سره مینه او درناوی، اخلاق او انسانتوب وه چې دی یې له خدای سره تاړه، او د ده په شان عارفانو غوښتنه هم ده. تاسو که یو لنډ نظر د مثنوي د کیسو پر سرلیکونو واچوئ، نو درښکاره به شي چې څومره نیوکې، کنایې، ټوکې او ټکرونه د مولانا له ظاهربینو، سطحي، بې­اخلاقه او ناماناوالو سره دي. 

زما په نظر د مولانا عرفان په بشپړه توګه انساني عرفان دی. انساني عرفان، د خدای­پېژندنې او له اعتقادي سرچینو څخه انساني ممکنه اخیستنه ده. عرفاني انسان برعکس، د اعتقادي فورمونو په شکل او زور د انسان د معنوي موجودیت ته شکل ورکول دي. دا مې د یوې بلې مقالې په ترڅ کې توضېح کړې چې انسان خپره کړې او په دغه لیک یې بیالوستلی شئ.

د انساني عرفان د توضېح لپاره د مولانا په میراث کې دغه مؤلفې بسنه کوي: 

لومړی: اختیار د جبر په وړاندې چې د انسان د فعالانه موجودیت مانا پرې ولاړه ده. تر دې وړاندې چې د جبر او اختیار لانجمن بحث په اړه د مولانا دریځ ته ورځو، د مثنوي د پنځم دفتر ۳۰۷۷ تر ۳۰۸۶  بیتونه درسره ولولئ. 

آن يكــي مــيرفــت بــالاي درخــت                         مـيفـشاند آن ميـوه را دزدانـه سـخت 

صــاحب بــاغ آمــد و گفــت اي دنــي                     از خــدا شــرميت كــو چــه مــيكنــي

 گفـــت از بـــاغ خـــدا بنـــدة خـــدا                        گر خورد خرمـا كـه حـق كـردش عطـا 

عاميانـــه چـــه ملامـــت مـــيكنـــي                          بخـــل بـــر خـــوان خداونـــد غنـــي 

گفـــت اي ايبـــك بيـــاور آن رســـن                        تــا بگــويم مــن جــواب بوالحــسن 

پس ببـستش سـخت آن دم بـر درخـت                      ميزد او بر پشت و ساقش چـوب سـخت 

گفــت آخــر از خــدا شــرمي بــدار                          مــيكــشي ايــن بــيگنــه را زار زار 

گفــت از چــوب خــدا ايــن بنــدهاش                     مــيزنــد بــر پــشت ديگــر بنــدهاش 

چــوب حــق و پــشت و پهلــو آنِ او                        مــــن غــــلام آلــــت و فرمــــان او 

گفــت توبــه كــردم از جبــر اي عيــار                      اختيارســـت اختيارســـت اختیار 

 

د مفاهیمو تاریخ هم ښيي چې په ختیځوالو کې د دین له نظره د جبر او اختیار بحث زښت جدي راغلی. حل شوی نه دی، خو سخت بنسټیز نظریات یې شاوخوا پراته دي. ځینې داسې جزئیات هم شته چې د یو لوري پورې اړه لري خو که یې را وسپړو خپل درک شوی میکانیزم پخپله ورانوي. مولانا د ټولنې او د وګړي ذهني وضعیت ته له یوې خوا، او نړۍ او د هستۍ وضعیت ته له بل لوري په پام سره د اختیار مسأله لومړۍ ګڼي. په جبر کې د هر ډول ټولنیز سقوط، فردي بدمرغۍ، بې­ارادې­توب، ټنبلۍ او بې­ثمره ژوند پېښې توجیه منونکې وي. تقدیرواله همدا اوس د مسلمانو ټولنې سرنوشت په لاس کې لري. پورتنۍ کیسه د مولانا نظر راغبرګوي. په اوسني اګزسټانسیالیزم کې هم، انسان همغه څه دی چې ټولنې او نورو ته یې وړاندې کوي، مسؤلیت یې مني، پرې ولاړ دی، پخپله یې اختیاروي او د هرې پایلې مسؤل یې پخپله دی. 

دویم: مینه د زیرکۍ په وړاندې چې یو ډول د عشق پراخ تفسیر دی چې ژوند ورسره ممکن کېږي. د دغه مفهوم لپاره اوسنۍ اصطلاح ابزاري عقلانیت دی. په موډرنېټې یوه زغرده نیوکه د ابزاري عقلانیت برلاسیتوب په نښه کوي. هغه څه چې که ټولنیزې اړیکې پرې ورجوړې شي، ډېره به سخته وي چې په دوامداره توګه دې وساتل شي، یا دې یې محتوايي او دروني تضمین موجود وي. د ماکس وبر د تفهمي هڅو په رڼا کې همدا محتوا په ډېره نهیلۍ پرته ده چې د راتلونکي انسان ژوند په دغې ناڅاپې هوښیارۍ نه ترسره کېږي. زموږ د ټولنې فضا ته په کتو سره کولی شو د اجتماعي عاطفې او ټولنیز کیفي تړون مثالونه وښیو چې اخلاقي ماهیت لري. همغه سادګي او ریښتینولي چې د یوه افغان په واقعي اړیکو کې پرته ده، او له هغو سره عمر تېروي. دا په صریحه مانا د یو انسان خاصیت دی چې پخپل فرهنګي ډول یې ژوند تأمین دی او جوړښتونه یې ولاړ دي. ځینو څېړونکو دا نتیجه د مثنوي د کیسو په اجتماعي اړخ کې را اخیستې چې مولانا باور لري چې ګډ او ټولنیز ژوند، بې له مینې هېڅ ډول مطلوبیت او امکان نه لري (دادمرزی او آقابخشي، ۱۳۹۵). د ټولنپوهنې په ژبه، هغه څه چې د ټولنیز تړون لامل کېږي، د نړۍ مادي کول، او په فردي روابطو کې هر څه د یوې ګټې په توګه د ترلاسه کولو له لارې نه دي، بلکې دا د یو ډول تېرېدنې او فضیلت له لارې کېږي چې د باید د وګړي عادت وي.  

درېیم: لید د متکلف عبودیت په وړاندې غوره ګڼل. دا هم د انسان­پلوو عارفانو مشخصه ده. د ځینو سترو عارفانو په باور، د انسان ټول مکلفیت او عبودیت او عمري تکلف، ځینې مهال د یو دروني کشف او یا شهودي عملیې په وړاندې کم راځي. اصلا هغه څه چې لومړی درجه عرفاني کیفیت دی، هغه یو لید دی. هغه څه چې بیا پرې د متفکرو عارفانو لخوا د وحدت الوجود او وحدت الشهود مکتبونه او ګرایشونه جوړ شول. دا ټول یوازې لیدونه دي، دا هېڅ ډول متکلفه بندګي نه ده، دا ټول د نظر پراخوالی دی چې په ماهیت بنسټیز عبادت ګڼل کېږي. دا هغه ډول دروني کیفیت دی چې د هر ډول ریا په وړاندې یو ډول باطني عظمت ته رسېدل دي. بینش یوازنی عارفانه عبادت دی چې هېڅ ډول ریا نه مني، یعنې ماهیت یې ریامنونکی نه دی، برعکس، د نورو هغو عملي عباداتو چې صوري او شکلي بڼه یې دیني تأییدات لري، هغو کې د باطني سقوط او ریاکارۍ احتمال شته. هر بنده باید په دې وویرېږي. د عشق بېلابېل مراتب د همدغه بینش له لارې ممکنېږي. 

راشئ عشق ته، د مولانا په آندونو کې د همدغه بینش له لارې د یو ایجاد شوي مفهوم په توګه وګورو، هر څو دغه توری د عارفانو په جهان­بینۍ کې ځانګړې څېړنې غواړي. ډول ډول وېشي شته: آسماني- ځمکنی، مجازي- الهي، او... خو له مفهومي اړخه، تقریبا مولانا خپل ټول ژوند د عشق د مفهوم پراخولو ته ورکړ. عشق ته یې دومره لمن ورکړه چې وروسته دې نتیجې ته ورسېد چې هر څومره یې وایم او ستایم، لا هېڅ نه دي: 

هر چه سازم عشق را شرح و بیان                                  چون به عشق آیم خجل ګردم از آن 

د علمي نظره د میتودولوژیک بحث په زمینه کې، د مفهوم­پردازۍ ځانګړي خصوصیات او محدودیتونه شته، که هغه په پام کې و نه نیول شي نو د علمي تجربې امکان سخته کېږي، د ادعا د تشریح لپاره دقت د اعتبار وړ نه وي او لیکوال ته د مفهوم پراخوالی پېښېږي. د مفهوم­جوړونې ټول کوښښ دا وي چې مؤلفې او شاخصونه تر هغه ځایه روښانه کړي چې مفهوم د اخیستو وړ شي، محدود شي او د سنجونې امکان ایجاد کړي. خو د مولانا په عرفان کې، د دغه ډول مفهوم­جوړونې اوسنۍ نتیجه د هغه او د هغه د لارویانو لپاره د یو ځانګړي لید حاصلېدل دي. تکرار، توصیف، تمرکز، تسلیم او تفکر د دغې مفهوم­جوړونې واقع­شوې څانګې دي. یانې د عشق مفهوم لکه د مولانا په وړاندې د ځینو نورو مفاهیمو غوندې، د پورتنیو څانګو او تمرینونو وروسته په یو ځانګړي لید بدل شوی. دې لید، ذاتي ارزښت منعکس کړی او د باورمنو په ذهن کې یې د متکلف فزیکي عبودیت رنګ ضعیف کړی او د رسول الله ص همغه حدیث مصداق ته نژدې شوی چې مانا یې د تفکر د اول درجه عبادت په توګه تر ټولو د لوړ کیفیت لرونکی کوښښ دی. 

څلورم: اخلاق د دیني جوهر په توګه. د عارفانو او فقیهانو تفاوت په دې کې هم دی چې څوک د عملي عبادت مخه خدای ته نیسي او څوک یې بندګانو ته. چې د یوازې خدای ته کتل او له دنیا مخ اړول د هغو صوفیانو او یا مذهبي بنسټپالو کار وه او دی چې د ټولنې واقعیتونه هېروي، ځان د خدای استازی بولي او خلک د خپل په خدمت کې تصور کولی شي، او د حق تعریف یې ذهن کې همداسې جوړېږي. اما بل لوری دا دی چې اخلاق اصل ګڼي، د دین اصلي موخه د اخلاقو ترویجول بولي، نو بیا یعنې انسان ته خدمت اخلاق دي. دا برخه عارفان خدای له هر ډول نیازه مبرا ګڼي، د خدای مخلوق ته توجه تر ټولو لوړ عملي عبادت بولي. مولانا که هرڅومره سپېڅلی، لوړ او یا د منتقدینو لپاره د نه منلو وي، د یوې ټولنې او فرهنګ د تاریخي دورې بشپړ استازی دی. ټولنه کې یې ژوند کړی او هغه ټول کوډونه، ټولې اغېزې او پدیدې چې د همغه مهال په فرهنګ او ټولنیز چاپېریال کې رواج وې، د ده په آثارو کې راغبرګې شوې دي. په دې توګه، دی موږ ته د یوې دورې د ټولنیز تصویر په راکولو کې لویه مرسته کولی شي، بیا چې د ماناولۍ یو انساني لید هم وړاندې کړي، دا نو بیا فوق العاده کار دی. لکه اوس، د ده په زمانه کې هم ټولنه د ډېر ډوله فسادونو اغږلې وه، او د ده اخلاقي دریځ د هغو ټولو په وړاندې زښته ماناداره انساني پیاوړتیا ښکاروي. 

پنځم: انسان د جهان په وړاندې چې یو ډول عرفاني اومانیزم دی. دا نو بېخي روښانه ده، پرې یو څه بحثونه هم شوي، پښتنو لوستوالو ته به په مناسبو فرصتونو او ځانګړیو فورمونو کې هغه کتابونه او سرچینې معرفي کړو چې د دغه لید د توضیح او تفسیر لوري ته دي. مولانا د جهان تر عظمته یو ستر انسان دی، او همدا یې معراج دی چې انسان دی، او انسان تر هر معراج او جهانه محوري بولي. د عمر په وروستو کې، نور نو دا مولانا د دیني عالم په توګه د دین استازی نه وو، د انسانیت استازی وو.

نتیجه کې؛ د مولانا انساني عرفان په اختیار، لید، مینه، اخلاقو او انسان­محوری پېژندل کېږي. هر هغه دیني اړخبلي چې دا پورتنۍ مؤلفې ولري، هغه د انسان­محوره خدای­پېژندنې رویه ده. خدای د انسان په آزادي، لیدلرنې، مینه والۍ، اخلاقي انضباط لرنې او د انسان د لارې موندل کېدلی شي. پورتنۍ پنځه مؤلفې د ډېرو جزئي عناصرو لرونکې دي چې توضېح یې د دغه یادښت له لمنې وځي او دلته یې نور نه شو مطرح کولی. 

په پای کې، له ټولو لوړو صفاتو او ځانګړنو سره سره، دا نه شو هېرولی چې د مولانا فکري دنیا یوه نرواکې، تراشل­شوې، رټونکې او سپین­ږیرواکې دنیا ده چې په بشپړه توګه پکې د افغان ټولنې تاریخي انځور لیدل کېږي. وړاندیز دا دی چې موږ باید مولانا د انساني تفکر په ډګر کې او د ټولنیزو او بشري علومو په شننو کې ولرو. افغانان یې باید ولولي، د افکارو په خوږو یې وپوهېږي او د خپل ملي او فرهنګي- تاریخي شتمنۍ په توګه یې له نړۍوالو مزایاؤ برخمن واوسي. 

سرچینې

  1. آقابخشي، حبیب الله او دادمرزي، امیر رحیمي، جامعه شناسی مفاهیم اجتماعی در اندیشه های جلال الدین محمد بلخي (مولانا)، ۱۳۹۵، مجله ادبیات کلاسیک ایران. 
  2. بلخي، جلال الدین، مثنوي معنوي، پنځم دفتر، اووم چاپ ۱۳۹۱، بنګاه و نشر کتاب پارسه. 
  3. مباشري، محبوبه، فرهنگ اجتماعی عصر مولانا، ۱۳۸۰ سروش خپرندویه ټولنه. 

شریک کړئ