فرضیه او مسأله
یو مذهبي افغان ته د ټولنې واقعیتونه هغسې په ذهن کې دي چې د هغې مذهبي ژبې څنګه شکل ورکړی. د یو وګړي اعتقادي موقعیت د ژبني امکان له مخې تعینېږي چې چېرې درېږي. په علمي دنیا کې یو معمول دا دی چې د واقعیتونو وضعیت موندل کېږي، نومول کېږي او کله چې د تعریف په قاعده کې راشي، یانې د کلماتو او ژبې په قالب کې ځای کړی شي. د واقعیتونو د قوانینو کشف، هغو واقعیتونو سره د ژبني ارتباطه وروسته ممکن دی. د دغې لیکنې اصلي تمرکز پر دې دی چې په افغان ټولنه کې ډېری واقعیتونه شته چې ویل شوي نه دي، نو همداسې څېړل شوي هم نه دي او فکر هم ورته نه دی شوی. حال دا چې اغېزې یې زیاتې او جدي دي. ممکن د منلو وي چې ډېری واقعیتونه شته چې نوم نه لري، یعنې ژبې پرې کار نه دی کړی، مګر شته، خو یو څه واقعیتونه داسې دي چې ژبې ورته قالبونه او فکري محدودې جوړې کړې دي. پر خپل چاپېریال باندې د افغان وګړي برلاسی هم هغه مهال ښه امکان لري چې د ټولنې په فضا کې شته واقعیتونه تعریف کړي، ویې مومي او د ژبې لمن پرې خوره کړي. هغه مهال به بیا د دغې ټولنې واقعیتونو ته تفکر ممکن شي.
د انکشاف ادبیاتو ته پام کول، د پرمختللیو ټولنو ډېر جالب تحلیل راکوي. باوري کېږو چې که دغه د ژبې او واقعیت لړۍ نه وه مخکې شوې، نو دا بدلونونه او پراختیا به نه راتله. اوسنی نړیوال تسلط هم د هغو دی چې د نورو ټولنو، د نړۍ او د ټیکنالوژۍ ټوله فضا تسخیروي او دا کار د ژبې او واقعیتونو له لارې کوي. څه کوي؟ واقعیتونه ایجادوي، څنګه؟ د نومونې له لارې. محدود واقعیتونه د یوې ټولنې محدوده عقیده ښيي. مذهبي غوټې هغه وخت خلاصېدلی شي چې د واقعیتونو کثرت، تنوع او قانونمندیو ته متوجه شو. مګر هېر مو دي چې ژبنی تبعیض له ژبې سره د اغېزناکو واقعیتونو د اړیکې په خاطر منځ ته راځي. د یوې ټولنې د فرهنګي او فکري بقا په هغې ټولنه کې د متن پراخ تولید ته ورګرځي او په ځینو نورو دقیقو فکټورونو پورې لکه د ژبې لوری او د واقعیتونو د قانونمندۍ موندنه، شننه او ورسره اخته کېدل. متن د هویت په ګډون، تاریخ او شتون منځ ته راوړي.
افغان ټولنه د خپل انتزاعي اکثریت په زور، د ټولنې واقعیتونه هم په انتزاعي ژبه رانغاړلي. په دې توګه له یو پراخ وضعیت څخه انکار منځ ته راغلی. کړوونکی او دردوونکی تاریخ پېښ دی او هغه څه چې پرې فکر کېږي، ویل کېږي او لیکل کېږي، هغه څه نه دي چې روان دي، پېښېږي، او ورسره ژوند کېږي. زموږ د ژبې آسماني موج موږ له ځمکنیو واقعیتونو سره نه یو وصل کړي. رنګ یې راکړی او په همدې توګه یو ځانګړی نړۍلید. هغه څه چې د خوشال خان نه وروسته نه دي اخیستل شوي، هغه ځمکنی یا واقعي مزل دی چې په زه یې د افراطي عقایدو په مقابل کې له «دنیايي ژوند سره مینه» بولم. له ټیکنالوژۍ بېبرخې پاتې کېدل یې تر ټولو نوې سختي ده چې د افغان ټولنې باسوادو ته یې مسؤلیتونه جوړ کړي. د زیار صیب سخته ژبه ځکه آشنا نه برېښي چې موږ ته د هغو واقعیتونو نومونه راښيي چې موږ ته نه ښکاري او ځکه خو یې ورسره نه شو منلی. زموږ لپاره همغه تکرار او محدوده ژبنۍ شتمني او د ژوند شکلي تجربه رواني ارامش راکوي، نه فعال فکري وضعیت.
تخصصي او کدري هڅې همدا کوي چې یا واقعیتونه را سپړي یا یې ایجادوي. ټولنې د ژبو او خاصو کلماتو له لارې خپل مسلط ارزښتونه، قواعد، احکام او فشارونه منځ ته راوړي. د ایډوارډ سپیر[1](۱۸۸۴-۱۹۳۹)، بنیامین لي ورف[2] (۱۸۹۷-۱۹۴۱) او نورو نظر دا دی چې د ټولنې ژبني عادتونه دي چې د کلماتو له لارې د ځانګړیو تفسیرونو لپاره لاره هواروي (عضدانلو، ۲۳۷: ۱۳۸۸). نړۍ همغومره فکرمنده کېدلای شي لکه څومره چې مو ژبنۍ کړې. فکر هغومره چې کلمات لمن لري، غځېږي؛ او ګټور او اغېزناک فکر د کلماتو په زور ښکاري.
که یو څه د تفکر په نامه موجود وي، خپل امکانات او خنډونه ولري، نو په افغان ټولنه کې د تفکر په وړاندې له خنډونو یو د ژبې د ټولنیز ماهیت «مفهومي محدودیت» دی. دا د ژبې ذاتي خاصیت نه، بلکې ټولنیز او کارېدونکی موقعیتي صفت دی. زما په آند، افغان ټولنه کې د فلسفې سر له ژبې او مذهبه پیلېږي. د مجروح د فلسفېدنې/ فلسفهورزۍ[3] مخ کې له ولاړو دېوالونو، یو د ژبې او مفاهیمو وو. د ډېرو مهمو پېښو د واقع کېدو او نه واقع کېدو مسأله ژبني مفاهیم او لازم ادبیات دي چې تر اوسه هڅه کوم د درک وړ یې وګرځوم. که یې کچه اټکل کړو نو هر افغان له محدودو، سطحي او تکراري مفاهیمو سره په دې واقعي او ژبنۍ نړۍ کې ژوند کوي. دغه د الفاظو او مفاهیمو کموالي لیکوالان – هغوی چې له خپلې زمانې وړاندې ځې - اړ کړي چې ځینې مفاهیم تر خپلې کچې زیات له ټولنیزې او فرهنګي محتوا ډک کړي، ځینې واقعیتونه یې په ویلو کې را نه شي، ځینې یوازې ذهني پاتې شي او ځینې اصلا احساس نه شي. ځینې وخت یو واقعیت د څو نورو مجموعه وي، خو همداسې تړلی وموندلی شي. ځینې مهال هغه درد اصلا د درک وړ نه شي چې نه یې څوک نوم پېژني، نه یې مثال راوړلی شي او نه یې ژبه خدمت کوي. مالومه ده چې نه یوازې د تفکر لپاره، بلکې د ژوند کولو لپاره د ژبې زمینې برابرولو ته اړتیا ده. داسې ټولنیزو څېړنو ته اړتیا ده چې دا واقعیتونه را وسپړي، لېسټ یې کړي، تعریف یې کړي او د عملي ژوند ته یې ور ننباسي.
د واقعیتونو کمیت
ظاهرا د یوې ټولنې واقعیتونه نه شي کمي کېدلی. دا د ټولنیزو پروسو د راکړې ورکړې د اصلي مادو په توګه همېشه مخ په پراخۍ شته وي. د واقعیتونو موندل د علم د پراخېدو په اړه خبرې کول دي. په کمي څېړنو کې که د ټولنې د یوې حوزې، د یوې کوچنۍ برخې اړوند هم دا هڅه ممکنه شي، پر هغې برخې د انساني ارادې تسلط او د ګټور تعامل فرصتونه ایجادیږي چې په نتیجه کې یې انساني غوښتنو ته رسېدا ډېرېږي.
د هرې ټولنې نومول شوي واقعیتونه، په هغې ټولنه کې فکر کول او د ژبې پراختیا سره ګډ دي. دا یانې د واقعیتونو د اندازې پراخوالی، د تفکر د اندازې له لویوالی سره رابطه لري. ځکه خو یو هندي وګړي ته د موسیقۍ د توکو نوم د یو بل ډول واقعیتونو ټولګې ته اشاره ده، او ورسره خاص فکرونه کېږي. هغسې چې د موسیقۍ آلې ته زموږ په قاموس کې د یو ټولنیز واقعیت په توګه ډېر محدود کتل شوي، محدود تفکر ورسره ممکن دی. هلته د موسیقۍ د برخې واقعیتونه هغومره دي چې په فضا کې یې ځای خپل کړی، اغېز یې پرېښی او د ژوند په میکانیزم کې یې ونډه اخیستې. دلته هغه څه د دې لپاره پیاوړي نه دي چې محدود واقعیتونه دي او یوه وړه لمن لري چې په ګټور رول او لوري راکولو مو نه شي قانع کولی.
د وګړو د ژوند پیلني کلونه او له عملي چاپیریال څخه یې محدوده تجربه، هغوی ته شته جهان په څو کلمو کې ور پېژني. همدا کلمات او مفاهیم هغوی ته له نړۍ سره د اړیکو او بیا د واقعیتونو د وېشې او تفکیک وسیله ګرځي. د نړۍ د روڼآندو یوه برخه نیوکې دلته ښې راتلی شي چې ژبه د سیاستوالو او حاکمو له خوا په بله بڼه کارول کېږي نو د ټولنې واقعیتونه بدلوي. «په ډېرو ديکتاتوري هېوادونو کې ژبه د واقعیتونو د پوښاوي لپاره کارول کېږي نه د واقعیت د بیان لپاره» (باطني، ۱۸: ۱۳۶۷). رابرت سوت جالبه خبره لري: «ژبه عوامو ته د دې لپاره ورکړل شوې چې خپل د ضمیر واقعیت ووايي، خو د زرنګو او چالاکو لپاره ځکه ورکړل شوې چې په واقعیتونو پرده واچوي» (همغه: ۱۹).
جورج اوروېل[4] (۱۹۰۳-۱۹۵۰) په ۱۹۸۴ ناول کې د هغو خطرناکو نومونو طنزي ژړا کړې چې د یو ځانګړي سیاسي مذهب لخوا نوې ویل کېږي او په بېساري ډول د ټولنو له سیاسي ژبواقعیتونو سره اړخ لګوي. «... کوم وزارت چې د اسنادو په جعل او د خبرونو په سانسور لګیا دی د حقیقت وزارت نومېږي؛ د جګړې د چارو وزارت نوم د سولې وزارت دی؛ د خوړو او ډوډۍ چارې د شتمنیو وزارت یادېږي، د پولیسو او عقایدو د څارنې اداره د عشق د وزارت په نوم یادېږي. داسې نور نومونه لکه د بریا سګرټ، د خوند کافي او ...» (ارووېل،۳۹: ۱۳۸۹).
واقعیتونه د ژبې د مفهومي او فکري کارونې په نتیجه کې ډېرېدلیـ کمېدلی شي. ژبکاروونکي دا وس لري چې خپله ټولنیزه نړۍ له دومره بشري واقعیتونو ډکه کړي چې مغالطو ته ورسېږي او یا یې دومره کمه کړي چې نور د نړۍ او طبیعت په وړاندې بېوسه شي، هرڅه ووايي خو هېڅ و نه شي ویلی. مسأله به له فلسفيتوبه وساتو چې خپلې ټولنې خوا راشو. زموږ ټولنیزې او ګڼې ستونزې د واقعیتونو په شمېر کې نه، بلکې د لازمو مفاهیمو په کموالي کې دي. د نړۍ ټولنې او د دوی فکري میراث ته په کتو سره ځینې ډېرې او ځینې کمې کلمې لري چې نړۍ سره یې اړیکه جوړوي. په دې لیکنه کې دا مسأله تعقیبېږي چې پښتو هغه لازم مفاهیم او کلمات نه لري چې نننی فکر ورسره ممکنېږي او اوسنۍ مسأله هوارېږي.
غریب مفاهیم او مفهومي غربت
افغان ټولنه هغو واقعیتونو ته علمي او میتودولوژیک فکر نه شي کولی چې د دوی په چاپېریال کې پراته دي. د باسوادو تحصیلي مرحلې په هغو تخصصي زدکړو ډکېږي چې لږ یې افغاني ژوند نه راپورته کېږي، د ډېری مفاهیمو او مسائلو ختنځای بله ټولنه ده. زموږ د ټولنې مفاهیم د ژباړو له لارې راغلي، هغه راوړل شوي مفاهیم په غربت کې دي، دلته مفهوم تت دی او واقعیت ناموندل شوی.
افغانستان او ځینې نور هیوادونه لکه ایران او پاکستان، د ژباړو ټولنې دي. په دې توګه په تقلید، اطاعت او ضعف محکومې هم دي. زموږ د علمي بنسټونو علمي تولید په نشت شمار دی. علومو اکاډمۍ کاملا سیاست ځپلې او تر ټولو له سویې غورځېدلې. د معارف د نصاب څانګه او د لوړو زده کړو اکاډمیکې برخې پراخې او جدي خلاوې لري. ځینې وخت شنونکی اړ کېږي چې د دغو بنسټونو په اړه د یو ژور بدلون فکر ولري، نه د اصلاح. زموږ په شته ژبني امکان کې، تقریبا ډېر شته مفاهیم موږ ته د ټولنیزو او فرهنګي مسألو اوږد عمر راښيي. مسألې د پېړۍ مخکې دي او لا نه دي هوارې شوې. په سر کې که هر څه لامل ښکاري، لاندې بنسټ فرهنګ دی او ژبه ده چې ضعیفه ده.
له بلې خوا دا چې یوې مسألې اړوند څومره فهم منځ ته راغلی وي، او څومره د بدلون او خوځښت لپاره اړین وي، هغه څه دي چې د څېړونکو او لیکوالانو د فعالیتونو پورتنۍ خوا ده. یانې دا لړۍ دومره باید مخ ته تللې وي چې بیا د متن د تولید له لارې مفاهیم و روزل شي. د نویو مفاهیمو منځ ته راوړل د پخو څېړونکو او علمي شنونکو په لاس کېږي. زموږ د پوهنتونونو څیړنیزو بهیرونو او د محصلانو مونوګرافونه دې یو وار له نظره تېر شي، موږ ته ښکاري چې څومره بېحاله متني ټوتې دي چې په بهترین وضعیت کې له نورو کتابونو را نقل شوې دي. دغه ټوټې نه یوازې مفاهیم روزي، بلکې لا یې تښتوي، ورک کوي او له کشف او روزنې یې باسي.
مفهومي هجوم په پراخه مانا د وګړیو هویت ته صدمه رسوي او ضعیفوي یې. موږ په پردیو مفاهیمو کې څنګه خپله پاتې کېدلی شو؟ د پردیو فکري کارخانو څخه څنګه زموږ خپل فکري هویت او ماهیت راوتلی شي؟ ځکه خو هغه څه چې ورته د درېیمې نړۍ هیوادونه وايي، هغه ټولنې دي چې مفهومي غربت کې ژوند کوي او راتلونکې یې لا سخت دی. زه د همدې زمینې په لړ کې هر کله دا تکراروم چې ژباړه یو واقعیت نه شي مفهوم کولی او دا پوهه وګړي نه شي توانمنولی. د برلاسو او ژوندیو ټولنو د ارزونې وړ بهیرونه په ټوله کې فرهنګ او بیا همدا ژبني څرکونه دي. نووم چامسکي[5] (۱۹۲۸) چې په ځینو مقالو کې د وګړي رواني وضعیت او ژبه سره تحلیلوي، ژبه او ذهن[6] کتاب کې مفصل دا بحث وړاندې کوي چې «دا تمه کېدلی شي چې د انسان ژبه دې د هغه هوښي ظرفیتونه او مشخصات راغبرګ کړي. او ژبه په یو ډول د ذهن مخامخ آئینه شي، داسې څه چې د انسان د نورو پوهنیزو نظامونو لپاره ممکنه نه وي» (۴: ۱۳۸۷).
د کلماتو نشتون د تفکر په نشتون دلالت لري. هغه مهال چې د (Rational) اصطلاح نه وه رواج شوې، نو دغه اساسي واقعیت ته چا فکر هم نه کاوه. موږ وګړي د کورنۍ او ټولنې په فضا کې په خپل او پردي وېشو، بله اصطلاح نشته چې دغه وېشې پراخې کړي. نو ځکه اړیکې هم محدودې پاته کېږي. د علم او زده کړې په زمینه کې زموږ د معارف کلیشې، د وضعیت د نه بدلون یو مهم لامل ګڼل کېدلی شي. موږ د واقعي او سیمهییز ژوند په بهیر کې دومره اساسي او تعیینوونکي واقعیتونه لرو چې تر اوسه نه دي لیکل شوي، نه دي نومل شوي او نه دي بیان شوي، او د افغان ټولنې د وګړي اړیکه ترې یواړخیزه متأثره ده. ډېر نور داسې مثالونه شته چې یا یې ژبه نشته یا یې واقعیت.
د ژبې د آسانولو ستراتیژي خو هغه ځای مهمه کېږي چې اصطلاحات او مفاهیم موجود وي، مګر سخته هله وي چې لا اړتیا ده څو مفاهیم وروزل شي. هلته لا تر دې وړاندې د نورو ستراتېژیو اړتیا ده. مګر دا هېڅکله دا مانا نه لري چې ژبه او مفاهیم دې د ژوند له فضا څخه وویستل شي او یوازې دې کتابونو او الماریو کې لیکلي پاتې شي.
زموږ د ټولنیز ژوند واقعیتونه تر دې ډېر دي چې څومره ویل او لیکل کېږي. دې ته لا وخت شته چې زموږ په ټولنه کې دې د مفاهیمو او واقعیتونو په زمینه کې ابزاري عقلانیت منځ ته راشي. د ابزاري عقل نننۍ پېښه د تئودور آدرنو[7] (۱۹۰۳-۱۹۶۹) په وینا همدا ده چې «پر اشیاؤ او مصادیقو د مفاهیمو د نظام منطقي برلاسی، پر وګړیو د ټولنې تاریخي برلاسی، پر طبیعت د ټکنالوژۍ، ټول یو ډول واقعیت ښکاروي چې په فلسفي اصطلاح ورته د عقل وسیلهاي کېدل وايي» (فرادپور، ۲۰: ۱۳۹۲). نن مو د تفکر د نشتون اصلي ستونزه له خپل چاپېریال سره پردیتوب دی، چې لامل یې راکډه شوي مفاهیم دي. د ځینو علمي او اساسي مفاهیمو افغانیزه کول هغه مبارک کار وه چې د متخصصینو پر ځای عوامو کړی او د همدې لپاره له اصلي واقعیتونو سره د مفاهیمو په ارتباط کې ستونزې هم شته. غریب مفاهیم که څومره له فرهنګ، ټولنیز ژوند او کارولو سره اوړي، هغومره ذهنیت، پوهېدنه او تفکر له ځانه سره بدلولی شي. د خپلې ټولنې له واقعیتونو سره زموږ اړیکې ځکه رانه اوس هم همغه واټن لري چې د پښتو په بهترین وضعیت کې یې لرلی دی. کېدی شي د ژباړې او یا د مفاهمیو د راوړلو له لارې دا تجربه بریالیتوب ته و نه رسېږي، او که ورسېږي، داسې بیه به مو ورته پرې کړي وي چې د تفکر له زحمته څو برابره زیاته وي.
په داسې یو ډګر کې افغان انسان د ژبني ابهام له وجې د ډېرو خطرناکو پېښو او فشارونو قرباني دی. دی په تشخیص کې پراخې ستونزې لري؛ په تصمیم او روایت کې کرکجنې تجربې لري، تر چارو یې وسوسې او بېحوصلګي ډېره وي. د ژبنيو مفاهیمو ټولګه چې د ټولنیزو علومو په زمینه کې وي، د چلند او اړیکو پر څرنګوالي مخامخ اغېز لرلی چې د داسې چلند او اړیکو لامل ګرځي چې انسان پرې مسلط دی. دې ستونزې وضعیت تر هغه ځایه بد کړی چې د خودآګاهۍ مسأله د افغان انسان لپاره لومړنۍ مسأله وي خو وروستۍ وګڼل شي. دا موضع هم سیاسي ابعاد لري، هم اقتصادي کرښې او اساسا فرهنګي – تاریخي ده. دلته د ژبې مخ په ودې رول ورته نه دی ورکړل شوی. یوول نواح هراري[8] (۱۹۷۶) د تحلیل له مخې مذهب سختو پوښتنو ته آسانه ځوابونه وړاندې کوي، ځکه منل کېږي. دقیقا د ژبې ساده او ابتدايي مفاهیم د ساده ځوابونو لپاره کفایت کوي، نو ځکه هغه فضا کې چې مذهبي افکار ټول ځای ونیسي، ژبه او دې ته ورته نورې برخې په آسانه قرباني دي. موږ د مفاهیمو په جدي غربت کې ژوند کوو، ځکه مو تر څنګ زرګونه ډوله فرصتونه ناپېژندلي له لاسه ځي او زرګونه واره ګواښونه سرپه سر راځي. که د ژوند هر مورد را وسپړل شي، وبه ګورو چې د نورو حوزو الفاظ او اصطلاحات په ناکافي بڼې سره د نورو واقعیتونو لپاره په نورو ځایونو کې کارول کېږي، محدودې او یو څو خبرې دې خوا دي او ټوله نړۍ له بې شمېره ورځنیو بدلنونو سره اخوا.
د آدرنو په شان منتقدینو د دریځ برخه په خپل ځای، او د دوی احتیاط او ځانګړې ناهیلۍ ته په درناوي سره خپلې ټولنې ته اړ یاستو دا واقعیت په ګوته کړو چې د مفاهیمو ایجادولو هڅې پخې شي. آدرنو خو وايي په داسې وخت کې چې مفاهیم د پاسنۍ طبقې په لاس جوړېږي او محتوا ورکول کېږي، له اصلي واقعیتونو لرې ساتل کېږي، او دا فاصله بېخي ډېره وي چې هرکله د ټولنې د وګړو د استعمال لاره هواره پرېږدي، اما بیا هم «د مفهوم جوړونې او الفاظو پرته، هېڅ فکر هم نه شي کېدی» (همغه:۲۰).
یو شمېر داسې فکر کوي چې افغانان پخپلو کې سره پوهېږي چې څه کوي. دا باور لکه څنګه چې وړاندې کېږي له ځینو اساسي او منلشویو علمي او عقلي موندنو سره نه اړخ نه لګوي. که دا خبره په همدغه بڼه واقع هم وي، نو ستونزې لا بېخي ډېرې پاتې دي. ورځنی ژوند او د دوی پراخ ناورینونه خو دا وايي چې د دوی خپل منځي پوهه که مرسته وکړي هم هېڅ کفایت نه کوي. نړۍ مخ په کثرت او ګڼوالي ده، زموږ الفاظ او ژبني توکي محدود او کم. د افغانانو خپل منځي مجلسونو او د دوی دوامداره بنډارونو ته چې دقت وکړو، متوجه کېږو چې د ژبې په واسطه د مجلس په سر کې د واقعیت مطرح شوی شکل، څنګه د نورو – حتا نا موافقو په لاس – پخېږي. ژبه واقعیت له ځانه سره بیايي. ځیني بنډارونه داسې ښيي چې د موافقو انسانانو ډلګۍ ده چې سره د دې چې موافق دي، دوه یا څو کسان، بیا هم خپل د موافقې موضوع په خپله ژبه روایت کوي. دا روایت بیا بیا تکراروي، په نویو کیسو، په ټوکو، په آیت او حدیث، په شعر او تجربې، په متل او نکل. دوی له واقعیت سره د تماس په برخه کې مشکل لري.
په داسې یو وضعیت کې د ټولنې هغه وګړي چې فکري بنسټونه پر مخ وړي یوه دنده دا ده چې د واقعیتونو په تنظیمولو کې ونډه واخلي او ټولنې ته نقشه ورکړي. دا خبره د چپي افکارو په مقابل کې دریږي. خو چې حرکت منځ ته راشي بیا پخپله دې لارې ته سمېدلی شي چې څنګه واقعیتونه د ژوند کولو لپاره تشخیص شي او ورسره فکر او ژوند وشي. د دغو هڅو په لړ کې د انساني علومو د پوهانو دنده جوړیږي چې د ټولنیزو واقعیتونو او پښتو ژبې تر منځ کار وکړي. کېدی شي د دوی د هڅو له مخې وپوهېږو چې له خپل تېر سره څه وکړو. اړتیا ده چې یو ځانګړی او دقیق ژبنی علمي حرکت دا لړۍ له یوه مشخص ځایه پیل کړي چې له دغو کړوونکو کلیشو خلاص شو. توماس لینيکر[9] (۱۴۶۰-۱۵۲۴) او جولییس سیزر سکالیجر[10] (۱۴۸۴-۱۵۵۸) هغه دوه بېپروا ژبپوهان ول چې د رنسانس په دوره کې یې خپلې لیکنې د سرچینو له مخې خپلې نژدې دورې ته ارجاع نه کړې. هغوی مخامخ یونان ته مخه کړه او په جدي بڼه یې د خپلې زمانې د لیکوالو ژبه د واقعیتونو په هکله ناقصه او ناګټوره و بلله. «د رنسانس د دورې لیکوالانو د منځنیو پېړیو لیکوالانو ته له ورتګه ځان ساته. د هغوی له موضوعاتو او لیکنو به خبر هم ول، [خو د سرچینو په ډول یې نه کارول] تر هر بل مورده را دې خوا کوم اصطلاحات چې دوی کارولي، دا ادعا ثابتولی شي.» (سورن، ۱۰۳: ۱۳۹۲). نو داسې انګېرل کېږي چې یا به دغې لیکل شوې ژبې یوازې د ساختار په بڼه حضور درلود چې د دوی مقاصد یې نه رسول او یا د دغو مفاهیمو او اصطلاحاتو ټولنیزه محتوا د دوی د بدلون غوښتونکي ژوند لپاره مرسته نه درلوده. د یونان هغو به هم یوازې دا مرسته کولی شوه چې وګړي پکې تاریخي، اساسي او نوې محتوا ومومي او دا به یې هم ګوندې ښوده چې څنګه د خپلې زمانې له واقعیتونو سره اړیکه ونیسي.
کرخت بیان او بېحاله وینا
د ورځنیو خبرو-اترو ورهاخوا لږ څه دقیقو او د حساب وړ بحثونو ته چې په ژبه کې جاري کېږي دقت کول، اورېدونکی او کره کتونکی یوې ځانګړې خطا ته متوجه کوي. هغه خطا بېخوده او بېحاله ژبه ده چې په بشپړه بېنظمۍ جریان لري. موږ خپلو خبرو کې کاملا هغې بې نظمۍ ته متوجه یو چې له ژبني ګرامره ورهاخوا د ورځنیو پېښو ګڼوالی او سر په سر اغېزې ښيي. زما ادعا دا ده چې موږ د ټولنې په اړوند منظم او منسجم برداشت ځکه نه لرو چې منظم کلمات چې هره برخه یې احتوا کړې وي، نه لرو. نژدې له پنځو برخو څلور برخې هغه کلمات او الفاظ دي چې په مکرر ډول راځي او یو ډول کسله، ځوروونکې، مبهمه او نامکمله ونډه ښیي. دا اوس د ښوونې او روزنې لړۍ ځکه ډېره ناسمه ده او راتلونکی نه لري چې د نصاب ژبه ناقصه ده. په لیکنیزه برخه کې شته منابع ډېرو تکراري واقعیتونو ته اشاره کوي چې نوی تفکر نه شي رامنځته کولای او همغه زوړ وضعیت بیا تولیدوي. له بلې خوا د وینا په ژبه کې له استادانو دا تمه ډېره کمه کېږي چې د پښتو داسې روان کاروونکی/کاروونکې واوسي چې زدکوونکي دې ورسره په آرام منطق او منظم ذهن لرونکي شي. هغه ټولنیز واقعیتونه چې د ژبې په معقول او نوي نظم ذهن ته راځي، هغه د وګړیو د فکري پراختیا او د نویو ضوابطو لامل ګرځي، ارزښتونه، نورمونه او جوړښتونه ورسره بدلېږي. بله ټولنه ورسره خلق کېږي.
ژبپوهان چې کومې لارښوونکې حللارې وړاندې کوي هغه ټولې ټولنې ته ورګرځي او د ټولنیز ژوند تجربه کېدلو ته ورځي. زه د دومره کرخت او بېحاله بیان په واسطه څنګه کولی شم ټولنیز واقعیتونه درک کړم تر څو مې خپل مسؤلیت او چلند ورسره تنظیم کړم؟ هغه څه چې زما تصور کې د ټولنې په انتظام پورې ځيراځي هغه یو ژوندی ژبنی تماس وي چې واقعیتونه هم پکې راپورته شي، ذهن سره تماس کې شي، زه د یو ټولنیز وګړي په توګه فعال شم او په دغه لوی بهیر کې یو څوک واوسم. کلیشهاي جملې او مفاهیم تر ممکن ځایه د هغو تشو کلماتو په تړون کې پايي چې له انسان سره مرسته نه شي کولی. یا واقعیتونه دومره محدود کړي چې د دغه انسان په عقیده بدل شي او نړۍ ته همدومره محدود نظر ولري.
اوسني ادبیات څه رسمي او څه ورځني – شفاهي، نژدې په ټولو دا حکم کېدلی شي چې په پراخه کچه د واقعیتونو د محدودېدو رول ترسره کوي نسبت د خلاصېدو. په څرګنده د واقعیتونو د پټېدو امکان مساعدېږي تر بیانېدو. دا هغه څه دي چې فکر او کلمه سره نه تړل کېږي، فکر بېل پاته شي، کلمه بېله له خولې ووځي. دا وتون پخپله سخته کړوونکي تجربه وي چې په مکرر ډول هر یو چارهګر اړباسي چې مضطرب او وسواسي وي او له مسؤلیت سره سم بېرته له پیله شروع وکړي. هېڅ سره نه پوهېږي چې شوی کار څنګه د هغو مفاهیمو او الفاظو له دریڅې واخلي او ویې مني چې تر دغه بریده شوی. بېحاله ژبه نه شي کولی ژوندی واقعیت را ونغاړي. همداسې ژوندی واقعیت په یو بېخوده کلام کې آرام نه ویده کېږي. پېښې، چارې او واقعیتونه په بېسارې کچه بدلېږي او زیاتېږي، موږ ورته همغه کلمات لرو او واقعیتونه چې ځای نه مومي یا بېرته تښتي، یا مجهول شي، یا د نورو واقعیتونو سره ګډ شي. دا هغه ځای دی چې یوه کړوونکې بېنظمي ژبې ته راشي. دا بېنظمي که د هر چا په مسأله او حللاره کې وي، دا فرضیه قوي کوي چې کېدی شي دوی سم فکر کړی وي، خو ویلی یې نه شي. زموږ د ګډو ناستو او پر یوې موضوع تر احساساتي کچې د پراخې موافقي لامل هم همدا د ژبې کرختي کېدلی شي.
ممکنې رڼې خبرې:
د کلمو او واقعیتونو نا پېژندل شوي نظامونه په پښتني فرهنګ کې مېشت دي، اما بیان او اخیستنه ترې څومره رڼه ده. د افکارو شاوخوا کلمې را ټولېږي، ورسره اخته کېږي او خپلېږي. کلمې له افکارو او آندونو محتوا اخلي او ډکېږي؛ برعکس هم همداسې، له کلمو سره افکار او آندونه راځي، وېشل کېږي، ویل کېږي، او خپرېږي او په یوه مرحله کې په شعور او نورو مرحلو کې په نړۍ او ټولنې او جوړښتونو او باورنو او عملونو بدلېږي.
دا خو ده چې له ژبپوهنیز او ادبي اړخه هره کلمه خپل کلکوالی، اندازه او د کارول کېدو قواعد لري. د کلماتو په دغه ډول تعریف کې، کاملا ټولنیز واقعیتونه او عمومي کارونه هم ونډه لري. یانې دا ټولنه او ټولنیز واقعیتونه دي چې د فرهنګي اهمیت له مخې یوه کلمه یا وینا ډېره مهمه کوي، یا یې موقعیت تعیینوي. کوم موقعیت یې چې د ژبنۍ ټولنې په ګډې ونډې ورته رسېدلی، همغه موقعیت د کلمې ژوند او څرنګوالی ټاکي. ځینې دومره سطحي واقعیتونه شته چې کېدی شي د فکر کولو په بهیر کې ورته لږ اړتیا احساس شي، اما د نومونې په لړ کې هېڅ ترې خلاص نه یو. پخې او درنې فکري تجربې په سطحي او عامو کلماتو کې نه راجوړېږي. دا د عامو او خامو مفاهیمو د کچې رڼاوی دی او باید د تفکر لپاره جدي ونیول شي. که تفکر سره داسې چلند کوو چې د خاصو چاره یې بولو نو بیا هسې هم خاص کلمات غواړي، او که داسې نه وي، هر یو فکر او بیا ځانګړی فکر د دغو کلماتو په لمن کې نه ځایېږي. هر فکر مو نه مېلمه کېږي او هر آند مو لاس ته نه رارسېږي. ځیني کلمات هسې ټولنیز بارونه له ځانه لري چې هېڅ تفکر او ګټور تفکر ته نه ور رسېږي، ژوند سره مرسته نه کوي. داسې کلمې زموږ د ژبې او ذهني تمرکز څنګ کې زیاتې را څرخي چې یوه سطحي قراردادي مانا به لري، خو د هېڅ ګټور فکر لامل به نه کېږي. د عام او خاص واقعیت لپاره، عام او خاص کلمات اړین دي. دا د پیټر سورن[11] (۱۹۳۴ – ۲۰۲۱) له نظریاتو هم راوځي چې موږ د خامې کچې واقعیتونه کله چې په پخو کلماتو بیانوو، اصلي تعامل مو له همغې پخې او پردۍ محتوا سره کړی چې له خام واقعیت سره کېدی شي هېڅ اړیکه ونه لري. (سورن، ۷۷: ۱۳۹۲).
په دغه ډول اهمیت کې ژبه فرق نه لري چې په وینا کې وي او که په متن کې. متن یانې همدا کلکه شوې غږیزه ټوټه چې شکلي-قراردادي ده او ثبتېږي. په دواړو کې دا احتمال شته چې د کلماتو د زیږوالي یا کموالي له وجې هغې کچې ته وغورځېږي چې له ټولنیز ژوند سره کومه مرسته ونه شي کړی. دنده دا کېږي چې د کلماتو او الفاظو په وړاندې محتاط واوسو او دا هر یو د بې احتیاطۍ له وجې یا د ځانوژنې او یا د بلوژنې لامل نه کړو. الفاظ سړی ناهیلی کولی شي، هغه مهال چې بېوسې، محض او یا له ژونده هاخوا روان شي. اوسنۍ پښتو شاعري تر زیاته بریده همغه پخوانۍ سنتي ټولنه بیا را ژوندۍ کوي، چې هېڅ ورته اړتیا نه لیدل کېږي. اوسنۍ پښتو لیکوالي نوی روح نه لري او زما د ادعا له مخې له نوي واقعیت سره د تماس توان نه لري. نوی څېړونکی او ژوندی لیکوال مې په درد پوهېږي.
«کله چې د ژبې او د کلماتو تر شا کوم اساسي تفکر نه وي پروت، ژبه یوازې جوړښتیزه کارول کېږي. دلته ویونکی د اورېدونکي یا لوستونکي د تعقل قوه نه شي مخاطبولی، بلکې د کلماتو له عاطفي بارونو او احساساتو سره اړیکه نیسي او مخاطب له دغه څنګه راپرځوي» (باطني، ۱۳: ۱۳۶۷).
سرګردانه فکر:
شکلي زدکړو دا مرسته کړې چې ځینو نیمچه باسوادو زده کړي ترڅو خپلې خبرې او لیکنې له کومه ځایه پیل او چېرې پای ته ورسوي. اما د دې ټولنې شکلي سمونې ترشا همغه او ناراموونکې پېښه لا هم جاري ده. هغوي چې د فکر او کلماتو فاصله ګوري ډېر څیزونه دلته په تجربه کې حاضر مومي چې د ژبنۍ د لمن لنډوالي له کبله نه ویل کېږي. یو شمېر واقعیتونه یې د تعریفېدو وړ ښکاري خو چې د تعریف کلمات او الفاظ ورسره پیدا شي.
د یوه امریکايي شاعر جان اشبري[12] (۱۹۲۷-۲۰۱۷) د شعري غورچاڼ داسې شننه شوې چې ګواکې د اقتدار په هکله انتقادي نظرونه وړاندې کوي. زما په آند د ټولو ښو صفتونو سره چې دا شعرونه او دا شننې یې لري، دا نیوکه پرې ډېره پخه لږېږي چې د اېډیالوژۍ د خدمت لپاره د کلماتو د زړوالي او نويوالي بحث عمدا تر پښو لاندې کوي. لوئي مورو دوبلن (؟) په دغه تحلیل کې مخامخ وايي چې هغه د زړو کلماتو له کارونې وېره نه لري ځکه پوهېږي چې د هغو کلماتو مدلول واضح او حاضر دی (طوسي، ۱۳۳: ۱۳۷۵). دا اصطلاحات لکه توحش، بردګي، لوړوالی غوښتل، غورځېدنه، سکون او محافظه کاري، داسې الفاظ دي چې په اوسنۍ نړۍ کې د کاپیټالیزم د نقد لپاره یوازې د ویونکي او کاروونکي احساسات ښيي نه ژور او پوخ منطق. د دې خبرې مانا دا نه ده چې حاکمه طبقه سمه ده، بلکې مانا یې دا ده چې دا کلمات د مبارزې لپاره نور هغه کافي اوسني ټولنیز بارونه له ځانه سره نه لري. دا کلمات د اوسنيو تکلیفونو او زجر اندازه او کیفیت نه شي را اخیستلی چې باید یې را واخلي. په دې توګه دا افکار د مارکسیزم په تأیید کې یوازې سرګردانه افکار دي او پرته له یوه کرخت تأییده، نور څه د مبارزې لپاره نه شي کولی.
په سرګردانه فکر کې هغه باورونه راټول دي چې حتی د ژبې او تفکر پر جلا تداوم ټینګار لري. دا فکر پخپله سرګردانه فکر دی، چې نه بېفکري ده او نه هم لازم فکر. کېدی شي زموږ وضعیت داسې هم تأویل شي چې افغانانو پرته له کلماتو فکر کړی او اوس هم له خپلو شته او زده کړیو کلماتو زیات فکر کوي. تجربه ده چې فکر د کلماتو په واسطه محدود شي، ځانګړی او مشخص شي، کارول یې آسانه شي او په قراردادي او ټولنیز وضعیت کې وګړي ته د ژوند کولو بهیرونه آسانه کړي. که له دې پرته وي، تکلیف دی. دلته د پیټر برګر[13] (۱۹۲۹-۲۰۱۷) د معرفت له ټولنپوهنې یوه برخه کاروم. هغه د واقعیتونو په هکله داسې باور لري چې ټولنې ته ورغورځول کېږي او بیا د وګړیو په لاس د تکرار په واسطه منځني کېږي. د وګړیو وجود ته ورځي او ننني کېږي. دا ننني کېدل یانې وګړي د ټولنې داسې غړیتوب سره معرفي کوي چې سره ګډې وجودي برخې لري. لکه څنګه چې پوهاوی پخپله د وګړي د وجود برخه ګرځي، همداسې ټولنه او واقعیتونه هم د وجود برخه شي. یوه مرحله چې د ټولنیزکېدنې مرحله ده، دا ننني کېدل پکې زیات او بهرني کېدل پکې کم وي، خو د عمر په دویمه نیمايي کې بهرني کېدل زیات وي. بهرني کېدل د واقعیتونو ښکاراوی دی چې څنګه وګړیو ترلاسه کړی وي، پس له یو څه پخولو او ترتیبولو یې چې د ده وګړنیزه ونډه ده په ټولنه کې، هغه واقعیتونه بېرته خپروي.
دا خپراوی لکه د رسنۍ غوندې ژبې ته اړتیا لري. د ټولنیزو واقعیتونو ژبه یانې د هغو څرګندونو، بیانونو او متونو ژبه چې د ټولنې او وګړي د مطلوبې اړیکې ښکارندویي کوي. خصوصا د هغو واقعیتونو په هکله آندونه چې نه ویل کېږي، نه نوم لري او نه بهرني شوي. برګر ښه واضحه کړه چې ژبه په دغې نومونه کې زیات رول لري، لکه څنګه چې یو واقعیت بیانېږي همغه بیان سره سم جوړېږي. بیان شوي کلمات د هغه واقعیت اړخونه ورسموي او هغه په یوه ذهني څېره بدلوي. سرګردانه فکر یانې هغه ډول شته واقعیتونو سره طبیعي او جبري اړیکه چې یوازې اغېزې یې ښکارولی شي نه معقول تعامل. له سرګردان فکره هغه مهال خلاصېدلی شو چې واقعیتونه مو تر یو ځایه لازم نظم واخلي او د ذهن او عین تر منځ هغه ډول تعامل ممکن شي چې په وروستیو شننو کې بحث ته ځای خلاص کړي. یو ټولنپوه دا واقعیتونه د ټولنې د وګړیو په اړیکو کې ګوري چې شته او یا حس کېږي، لمس کېږي او یا اټکل کېږي، د کلماتو شتون هغه واقعیتونه بشپړوي، حد او مرز ورکوي او د کارولو لپاره یې ځای وربښي.
ژبې مو ژوند ته بڼه ورکړې، یا مو د بېنظمه ژونده داسې ژبه راپېښه شوې او یا هم د همدغې بېنظمه فکري تجربې په پایله کې داسې خنډونه شته چې نه پرېږدي ژوند ته لازم نظم ورکړو. ژبه که لکه اوس په همدا شته صورت کې یوازې جوړښت وي نو د ټولنې وګړیو ته داسې یو قالب جبري کوي چې هغوی تابع او قانع کړي. زموږ لیکوالان، رسنۍ، شعرونه او بیانونه تر ممکن ځایه له ډېرو تکرارشویو او آشنا کلمو کار اخلي. لیکوالان او منتقدین باید وشي کولی د نويو واقعیتونو له مخې پرده پورته کړي او د نویو بیانونو لاره سمه کړي. پر واقعیتونو د مفاهیمو سلطه پخپله مسأله ده، مګر تر هغې خطرناکه مسأله دا ده چې واقعیتونه نامفهومه دي. موږ باید کلمې جوړې کړو خو تر دې باید لا زیات هوښیار واوسو چې ورسره داسې بېګانه شو چې یا پر موږ برلاسی ومومي یا مو هېڅ نه وي کړي. ډېری واقعیتونه داسې شته چې ورته فکر نه کېږي، ځکه د اړیکو نیولو، نرمولو او سمولو لپاره لازمه ژبه نشته. دا شک باید وشو کړی چې زموږ اېډیالوژۍ زموږ خپله واقعیتپېژندنې ځنې نه دي را پورته شوي، بلکې د ټکنالوژۍ له هجومه یې زیاته محتوا اخیستې. د دې خبرې یو مقصد دا هم دی چې باید له خام او عام فکري سطحې، خاص او ځانګړي فکري وضعیت ته ورتګ وشي.
یوه مهمه نتیجه دلته بېلوم او د کومې بلې لیکنې لپاره یې ځانګړې کوم: ټولنیز تکرار، د ټولنیزو اړیکو په محتوا کې د رواني او ذهني فشار او د ځینو نورو کیفي تجربو په بنا د هغو واقعیتونو په هکله عقیده منځ ته راتلی شي چې انتقادي ژبه یې په هکله غلې وي. هر کله چې د هرې پدیدې په هکله کلمې یوازې د توصیف لپاره وکارول شي، نو هغه واقعیت عقیده منځ ته راوړي. د عقایدو او ژورو باورونو مسأله له ژبې او د ژبې له څو اړخیز رول سره هوارېدلی شي. یانې انسانان د باورونو اړوند یوې برابرې او ګټورې ټولګې ته رسېدلی شي.
زه د بېلابېلو دلایلو له مخې له ژباړې سره موافق نه یم، خو د ځینو شننونکو له نظره ژباړه کولی شي مفاهیم زیات کړي. زما باور دا دی چې ژبه باید له تړلي او دفاعي پوښه راوویستل شي. ماته دې شي او دا اوسني جوړښتونه دې یې وننګول شي. لوست او واضحه غږېدنه او معقولې ناستې او ډیالوګونه د مفاهیمو د سرنوشت په هکله له دریځونو سره مرسته کولی شي.
د نړۍ واقعیتونه د همدې شته کلماتو په لاس بېلېږي او خبرې کوي. نړۍ موږ ته په الفاظو کې حاضرېږي نو ناسم او واړه، تکراري او زاړه الفاظ اوسنۍ نړۍ نشي را معرفي کولی. الفاظ انسانانو جوړ کړي، قرارداد یې پرې کړی او د نړۍ د واقعیتونو انځورونه یې پکې ځای په ځای کړي. زموږ تجربو دا لړۍ نوره هم پراخه او کلکه کړې. د اوس لپاره د حل لار همدا کېږي چې ژبې ته باید لومړیتوب ورکړو او ورسره خپل چاپېریال او جهان له سره وپېژنو.
اخځونه:
- اوروېل، جورج، ۱۹۸۴ ژباړه د فېروزبخت، مریم، ۱۳۸۹
- بارټل، کرستیوفر، آیا موسیقي ژبه کېدلی شي؟، فندرسکي، سید جواد او رجبي، محمد ژباړه، اسلامي دایرة المعارف، ۱۳۹۶.
- باطني، محمد رضا، د ژبې اړوند، مقالو ټولګه/ انتشارات آگاه/درېيم چاپ، منی ۱۳۷۴.
- برګر، پیتر او لاکمن، توماس، د ټولنیز واقعیت جوړښت، د مجیدي، فرایبرز ژباړه، علمي او فرهنګي خپراوی، څلورم چاپ ۱۳۹۷.
- پارسانسب، محمد، د ادبیاتو ټولنپوهنه، سمت خپراوی، درېیم چاپ، ۱۳۹۲ کال.
- پوپر، کارل، ناکجاآباد و خشونت: ګفتارها و ګفتګوها، د خسرو ناقد او رحمان افشاري ژباړه، د جهان کتاب خپراوی، درېیم چاپ ۱۳۹۱.
- دوبلن، لوئي مورو، د اقتدار ټولنپوهنه، علي سیلانیان طوسي ژباړه، د فردوسي پوهنتون خپراوی، لومړی چاپ ۱۳۷۵ کال.
- سلطاني، سید علی اصغر، قدرت، ګفتمان و زبان، نی خپراوی، دویم چاپ، ۱۳۸۷.
- سورن، پیر. آ. ام، د ژبپوهنې تاریخ، د علي محمد حقشناس ژباړه، سمت خپرندونه بنسټ، پنځم چاپ، ۱۳۹۲ کال.
- عضدانلو، حمید، د ټولنپوهنې له اساسي مفاهیمو سره آشنايي، نی خپراوي، درېیم چاپ ۱۳۸۸.
- فرهادپور، مراد، پاره های فکر، هنر و ادبیات، د طرح نو خپراوی، دویم چاپ ۱۳۹۲ کال.