INSAN Magazine

د چلوونکي یادښت

د جدي ۱۶مه ۱۴۰۳

ستړي مه‌شئ! د انسان مجلې د څلورمې او پنځمې [همدې] ګڼې تر منځ فاصله تر یو کال زیاته وه. دا د یوې درې‌میاشتنۍ مجلې لپاره د کار یو ناموجه عمل دی چې باید یې وار له مخه په اړه تدابیر نیول شوي وي. د مجلې د نشر دې ځنډ ګڼ دلایل درلودل چې د هر یو وضاحت یې نه لازم دی، او نه اړین. زه په خپل دې یادښت کې یوازې د یوې داسې تجربې وضاحت کوم چې د مجلې د ځنډ‌ېدو د یو عامل ترڅنګ یوه وېره هم پیدا کوي. دا ګڼه چې لولئ محوري موضوع یې ښځه ده.

د ښځو د آزادۍ، حق غوښتنې، شتون، راتلونکي او ځای په اړه د افغان مېرمنو تر منځ شته ناڅرګند حالت نه یوازې چې حیرانونکی دی بلکې وېرونکی هم دی. موږ د یوې کوچنۍ او د بحثونو له مخې د یوې ساده مجلې د تکمیل په باب په خپلو مشاهداتو او تجربیاتو کې یو شمېر پایلو ته ورسېدو چې دا پایلې ښکاره ده، د یو منظم او سیستماتیک تحقیق او مطالعې پایلې نه دي، بلکې د یوې منظمې مطالعې او څېړنې لپاره د لومړنیو فرضیو او پوښتنو د را ولاړولو لپاره شاید وړ او مناسب وضعیت ارایه کړي. د ښځو په باب د مقالې لیکلو او د لیکوالو د موندلو تجربه هغه وخت ډېره ستونزمنه شوه چې د ښځو د برخې یو شمېر د پام وړ فعالې مېرمنې په دې ونه توانېدې چې په دې باب یا څه ولیکلای شي، يا یې تعهد، وخت او انګیزه ولري او یا هم ورته تر نورو کارونو حداقل اهمیت ولري.

لومړنۍ او مهمه پایله دا وه چې په ټوله کې د افغانو مېرمنو د ژوند د ښه‌والي، بهبود او شرایطو د بهترۍ لپاره وړ منظم فکري او عملي سیستم نه شته دی. د منظمې مبارزې په موخه د سیستماتیکو هلو ځلو او فکري کار لپاره نه سالمې شبکې شته، نه ادبیات شته، نه لازم عزم شته او نه هم لازمه اراده موجوده ده. حتی تر یو بریده فعالې مېرمنې هم نه پوهیږي چې څه شی غواړي.

د لازم، وړ او ګټمن فیمینستي سیستم او د بدلون د سیاست نه موجودیت د دې باعث ګرځېدلی چې ګڼ‌شمېر فعالې افغان مېرمنې د حالاتو او شرایطو له ناسم درک سره مخ کړي او کله چې په دې برخه کې مناسبه علمي پوهه، تخصصي درایت، او وړ تحقیقاتي او مطالعاتي بسترونه نه وي موجود، حل یې ستونزمن برېښي. په اکاډمیکو بنسټونو او فرهنګي حلقاتو کې د ښځو په باب یوازیني بحثونه او بسترونه ولسي او غیر کتبي متون دي، د ساینسي متن او معرفت نشتون د دې ښودنه کوي چې شته لاسته راوړنې د منظمو فکري، فرهنګي او ساینسي پروګرامونو نتیجه نه ده، بلکې د پراخو او سترو ملاتړو بنسټونو له لوري ترسره شوي کارونه دي چې هر کله له ګډوډۍ سره مخ کېدای شي.

بل ځانګړی وضعیت دا دی چې د مېرمنو او نرانو ترمنځ د بې‌اعتمادۍ، بې‌باورۍ او د عدم تعامل احساسات پياوړي شوي دي. دا ستونزه تر عادي خلکو په روشنفکره حلقاتو کې زیاته تر سترګو کېږي. د علت په باب یې قضاوت او بحث کول تر یوې دقیقې مطالعې وړاندې ناسم کار برېښي خو دا کار د دې باعث ګرځېدلی چې دواړه لوري ونه‌توانیږي د مشترک کار او موخو د ترلاسه کولو په پار ګډ بنسټونه او کارځایونه رامنځته کړي. لا هم له نرانو سره کار د ډېرو لپاره وېرونکی دی او برعکس. دې کار ناشونتیا رامنځته کړي چې پرته له شکه دا وېرې خپلې رېښې او واقعي تصویرونه لري.

د فعالو او باسواده مېرمنو ترمنځ یوه بله ځورونکې ستونزه چې هېڅ توجیه او استدلال نه ورته جوړیږي، د دوی ترمنځ د نرانو په نسبت زیات خپل‌منځي اختلافات، ستونزې، لمسونونه او ورته مشکلات موجود دي چې د دې ستونزې حل یوازې ښځو ته ورګرځي. دې کار او اختلافاتو یوه لویه او حیاتي ستونزه دا رامنځته کړې چې اوسنۍ شته فعالې مېرمنې په ډېره کمه کچه د نورو عادي مېرمنو لپاره ایډیال حیثیت ولري. د ښځو د برخې شته فعالینې باید درک کړي چې د کار او فعالیت اصلي موخه او لومړیتوب د هغه مېرمنو د ژوند ښه‌والۍ دی چې خپله ناتوانه دي.

په دې کوچني یادښت کې ټول موارد په تفصیل سره ذکر کول، لږ له حوصلې وتلی کار برېښي خو هیله دا ده چې د پورتنیو مواردو تر مطالعې در ښکاره شي چې د ښځو په باب شته خوشبینیو ترڅنګ یو شمېر پټې، نامحسوسې او ستونزې زېږونکې مسالې لا هم شته چې باید حل شي. هیله لرو د پورتني یادښت ټول موارد ناسم ثابت شي.

 

په درنښت

د انسان مجلې مسوول مدیر

شریک کړئ