د مولانا جلالالدین محمد بلخي د ۸۱۵مې کلیزې په مناسبت
«نورو ته د درناوي نړیواله ورځ»
سږکال د جون په اوومه د لوی عارف او شاعر مولانا جلالالدین محمد بلخي د اتهسوه پنځلسمې زېږدورځې په مناسبت د یونسکو له لوري او د تاجکستان جمهوریت او په پاریس کې د رودکي ټولنې په همکارۍ «په نړیوال کلتور کې د مولانا جلاالدین محمد بلخې ونډه» تر سرلیک لاندې علمي – نړیوال کنفرانس رابلل شوی و.
په دې کنفرانس کې ګڼو افغان لیکوالانو، شاعرانو، او محققینو برخه اخیستې وه چې په لړ کې یې د لیکوال، څېړونکي او د پوهنتون د استاد پروفیسور سید حسین اشراق وړاندیز چې د مولانا بلخي د زوکړې ورځ دې «نورو ته د درناوي نړیواله ورځ» ونومول شي، د کنفرانس د ګډونوالو او د یونسکو له لوري د تایید وړ وګرځېده.
ښاغلي اشراق په خپله ځانګړې مقاله او وینا کې چې د یاد کنفرانس په مناسبت یې لیکلې او د کنفرانس ګډونوالو ته واوروله «د مولانا بلخي په انسانپېژندنه کې د نورو یا بل دريځ» باندې خبرې کړي.
استاد اشراق په خپله بشپړه مقاله کې چې انسان مجلې ته یې د مطالعې لپاره سپارلې، د مولانا بلخي په انسانګرایانه افکارو کې د «نورو یا بل» د موقعیت او ارزښت په باب اختصاصي استدلال کړی دی او دا یې پلټلي چې آیا د مولانا پیغام په اوسني عصر کې د کارونې وړ دی او آیا د هغه له لارښوونو څخه کولای شو په دې پېچلي موډرن عصر کې ګټه واخلو؟ د ښاغلي اشراق په باور د مولانا افکار یو «څواړخیز منشور» دی چې په کې د «پوهې» او «ژوند» ګڼ اړخونه لیدل کېږي. د هغه «پارډاکسیکاله او سمبولیکه ژبه» چې په کلام کې یې ځانګړی موسیقايي مهارت نغښتی، «نړیوالې روغې جوړې» ته ترویج او د ځان په پرتله «نورو» ته د هغه برجسته دید ښيي.
استاد اشراق په خپله وینا کې چې پوره تفصیل یې د هغه په ځانګړې مقاله راغلی دی، د دې یادونه وکړه چې مولانا د شرق د معنوي او فرهنګي فضاء علاوه د غربي نړۍ پر فرهنګي حوزو هم اغېز پرې اېښی دی. المانی شاعر هانس مانیکه مولانا «د اوسني تیاره عصر لپاره یوازینۍ هیله بولي»، نیکلسون مولانا «د ټولو وختونو ستر عارف شاعر» ګڼي، همدا راز کولمن بارکس په دې باور دی چې «مولانا امریکا فتح کړې ده»، او فیلیس تیکل وايي: «د امریکا په متحده ایالاتو کې د مولانا محبوبیت زموږ د لویې معنوي لوږې مانا لري.»
د استاد اشراق په خبره چې د مولانا پیغام په اوسني عصر کې هم د کارونې وړ دی او د هغه په انسانپېژندنه کې د «نورو یا بل» موقعیت کولای شي زموږ د عصر معنوي او معرفتي کړکیچ ته ښه ځواب ووايي.
ښاغلی استاد اشراق په خپله وینا او مقاله کې د پایلې په توګه وايي، دا چې د مولانا له زمانې سره زموږ د عصر زماني فاصله ډېره ده، مګر بیا هم اوسنۍ نړۍ د هغه د انسانشناسي ترویجولو ته اړتیا لري.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د ښوونې روزنې، ساینس او کلتور سازمان (یونسکو) به د دې وړاندیز د تایید نورې اداري مرحلې ترسره کوي، چې ورسره به د یاد سازمان او د سازمان د غړو ملتونو او ټولنو له لوري د نړیوالې ورځې په توګه هر کال لمانځل کېږي.
د بلاګ لپاره دا یادښت د جون په ۱۳مه ۲۰۲۴/ د جوزا ۲۴مه ۱۴۰۳ ولیکل شو