INSAN Magazine

د موسی شفیق یاد

د جدي ۱۶مه ۱۴۰۳

د انسان مجلې ځانګړی دفتر
د ثور یوولسمه د محمد موسی شفیق د مرګ تلین دی. هغه په ۱۳۵۷ د ثور انقلاب په اوایلو کې لومړی بندي او څو ورځې پس په بند کې ووژل شو. موسی شفیق یوازې د اوو میاشتو لپاره، د ۱۹۷۲ د ډیسمبر له ۱۲مې د ۱۹۷۳ د جولایي تر ۱۷مې د افغانستان لومړی وزیر و. مرحوم موسی شفیق د مصر په الازهر او د امریکا په کلمبیا پوهنتونونو کې لوړې زده‌کړې کړې وې.
د زبردست شاعر، پياوړي ډیپلومات او ځانګړي سیاستوال په توګه مرحوم شفیق په دې بریالی شو چې له ایران سره د اوبو پر سر رامنځته شوې سل کلنه لانجه د ډیپلوماتیکو او حقوقي لارو چارو په مرسته د یوې تاریخي معاهدې له لارې حل کړي چې هېڅ افغان دولت نه دی توانېدلی یاده معاهده په سم ډول تطبیق کړای شي. موسی شفیق د حقوق او تقنین د یوه پیاوړي متخصص په توګه د افغانستان د اساسي قانون، مدني او جزايي قوانینو په تدوین کې بې‌سارې ونډه درلوده چې د هغه له ذکر پرته به د افغانستان د معاصر تاریخ تقنیني او حقوقي مطالعات نیمګړي وي.
د یو شاعر او لیکوال په توګه ارواښاد شفیق د شعرونو، او لیکنو څو متعدد کتابونه د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري چاپ او خپاره شوي دي. ارواښاد شفیق په هېواد کې د معتدل اسلام ځلانده ستوری او د منځلاري دیني افکارو سمبول ګڼل کېدای شي. 
انسان مجله غواړي د هغه په اړه یو ځانګړی دفتر خپور کړي چې په درېیو (بهرنۍ ډيپلوماسي، د اوبو مدیریت او دیني منځلایتوب) په زمینو د لاندېنیو پیشنهادي عناوینو په رڼا کې لیکنې، مقالې او څېړنې خپرې کړي؛
    1.    موسی شفیق او متوازن بهرنی سیاست (له غرب او شرق بلاک سره سیاسي تعامل)
    2.    موسی شفیق او له ګاونډیو هېوادونو سره یې سیاسي تعامل
    3.    موسی شفیق او له اسلامي هېوادونو سره یې سیاسي تعامل
    4.    د موسی شفیق دیني نړۍ‏لید
    5.    موسی شفیق او د مشروطیت غورځنګ
    6.    موسی شفیق او ملت جوړونه
    7.    نوي افغانستان کې د موسی شفیق ونډه
    8.    نوی نسل او له موسی شفیق سره د فکري اړیکې اړتیا
    9.    د ولسواکۍ پر لسیزه د موسی شفیق اغېزې
    10.    د ۱۳۴۳ اساسي قانون په تدوین کې د موسی شفیق ونډه
    11.    د افغانستان په اوسني قوانینو کې د موسی شفیق میراث
    12.    موسی شفیق او د افغانستان د اوبو مدیریت (د اوبو د مدیریت په اوسنیو ستراتيژیو کې د شفیق ونډه)
    13.    د هلمند د سیند د اوبو تړون، ۱۳۵۱
    14.    د موسی شفیق اشعارو کې عرفاني منځ‏پانګه
    15.    د موسی شفیق اشعارو کې افغاني ملت‏پالنه
لیکوالان او څېړونکي کولای شي چې نوي عناوین وړاندیز کړي او د «انسان» له تایید وروسته پرې لیکنې وکړي.
کولای شئ خپلې لیکنې، څېړنې او یادښتونه زموږ لاندې برېښنالیک ته راواستوئ:
editor@insan.af

یادښت: انسان مجله د راستول شویو لیکنو او مقالو په ایډيټ او سمونه کې خلاص لاس لري.

شریک کړئ