نن که زموږ پرمختللي او عصري بنسټونه د کومې مقولې او تفکر، ځای یا بهیر، تاریخ او پېښې په اړه خبرې کوي، هغه ټولې په یو ډول سره د علامه عبدالحی حبیبي له فکر او لیک سره رابطه لري. د صنایعو او خط له تاریخه نیولې، تر له تاریخه وړاندې لرغوني وطن، فرهنګ، او د منځنۍ آسیا کیفي وضعیت، د کلاسیکو ادبیاتو له محتوا او تفکر را نیولې تر جوړښته، د پښتو قصیدې نیولې تر خوشال پېژندنې، له شاهنامې تر فریقینو تر بابره او پټې خزانې او مشروطیته. سلګونه نور داسې موضوعات چې تأمل پرې پکار دی.
ښکاري چې د افغانستان تاریخ، هنر، ادب، سیاست او فرهنګ ته د مطالعې لپاره پرته له دې چې د مرحوم حبیبي له لارې ورشو نه شو ورننوتلی. تر هر څه زیات د فرهنګي او اجتماعي تاریخ د کموالي سره مخ یو، ټول سره وایو چې زموږ تاریخ د سیاست دی او بیا په سیاست کې هم د وګړیو او کورنیو یې دی؛ مګر که وغواړو د تاریخ له مطالعې د هرې دورې فرهنګي او اجتماعي مهم وضعیت باندې وپوهېږو، دا د حبیبي صیب متن لوستل دي چې چاره ممکنوي.
مرحوم حبیبي د ۱۲۸۹ هجري لمریز په کندهار کې زېږېدلی او په ۱۳۶۳ کې وفات شوی دی. د شلمې پېړۍ په روښانفکرۍ کې د هغه جامع ونډه د ځانګړې مطالعې او ارزونې وړ ده.
د ده همېشنی تکرار کړی بیت د ده د آثارو لپاره لیکو:
این سلسلهٔ طلای ناب است وین خانه تمام آفتاب است
انسان مجله د هغه د ۳۶م تلین په یاد ځانګړی دفتر خپروي او د لیکنو، مقالو، څېړنو او بحثونو لپاره عامه بلنه اعلانوي.
کولای شئ خپلې لیکنې، څېړنې او یادښتونه زموږ لاندې برېښنالیک ته راواستوئ:
editor@insan.af
یادښت: انسان مجله د راستول شویو لیکنو او مقالو په ایډيټ او سمونه کې خلاص لاس لري.