INSAN Magazine

د انسانتوب اخلاقي پرنیسپونه او د استاد کاکړ تبصره

د جدي ۱۶مه ۱۴۰۳

اړینه یادونه: دا سریزه د «انسانتوب په اړه د اخلاقپوهنې پرنسیپونه» په نوم د پروفیسور محمد حسن کاکړ د یوې ژباړې سریزه ده چې خپله استاد کاکړ له نن څه باندې لس کاله وړاندې د همدې پورتني کتاب تر ژباړلو وروسته د هغه د چاپ په مناسبت لیکلې او د همدې کتاب په پیل کې خپره شوې ده، دلته یې د هغه د اتم تلین په مناسبت د هغه انسان مجلې له لوري په بلاګ کې خپروو او سپارښتنه کوو چې یاده ژباړه لکه څنګه چې پوهاند کاکړ ارزښتمن اثر بللی دی، ولوستل شي. تاسې کولای شئ همدا پورتنی اثر د «کاکړ تاریخ بنسټ» په ویبپاڼه کې مومئ او وړیا یې ترلاسه کړئ

 

د ژباړونکي پیلامه

د اخلاقپوهنې په اړه به دا لومړۍ ژباړه وي چې په پښتو کې راوځي، عام ذهنیت دا دی: چې اخلاقپوهنه د ښه‌توب او بدې موضوع ده، دغه وینا سمه ده خو هغه دغومره لنډه ده چې ښودلی نشي ښه او بد څه ته وايي: چې ښه توب او بدتوب مطلق مفهمونه دي یا نسبي؛ چې اصول او پرنسیپونه یې څه دي؟ چې د انسان عمل په خپل ذات کې ښه یا بد دی یا دا له عمل نه د باندې عوامل دي، چې د ښه او بد پرنسيپونه ټاکي؛ او چې هغه معیارونه کوم دي چې د هغو له مخې تشخیص وشي. 

انسان چې د خپل طبعیت له مخې اجتماعي دی مجبور دی له نورو سره په ګډه ژوند وکړي او سره اړیکې او یو نظام ولري، داسې هم دی مجبور دی چې نورو ته هغه حقوق ومني چې د ځان لپاره یې غواړي، دی چې د عقلي قوې او ارادې خاوند دی او د هغه صفتونو په لرلو سره د نورو موجوداتو نه توپیر لري د کومو پرنسيپونو له مخې ژوند وکړي چې ځان خوښ او نېکمرغه کړي او په دغه ډول خپل طبعیت د بشپړتوب حد ته نور هم نزدې کړي، دا ټول لازم کړي چې انسانان مجبور دي اخلاقي پرنسيپونه ولري او د هغو له مخې ژوند وکړي او کنه ژوند به یې حیواني او بې ارزښته وي. 

دغه اثر له دغو او دغسې نورو موضوع ګانو نه بحث کوي او بحث هم په ساده ژبه کوي، که څه هم اخلاقپوهنه چې د فلسفې یوه څانګه ده له مجردو مفهومونو څخه غږیږي خو دغه اثر د دغسې مجردو مفهومونو د ښه پوهاوي لپاره د عملي ژوند مشخص مثالونه ورکوي، لیکونکي یې دغه مطلب په نظر کې نیولی او وایي چې (دغه اثر یوازې د پوهنتون محصلانو لپاره نه دی، د هر هغه چا لپاره دی چې غواړي د اخلاقي پرېکړو په اړه چې دی مجبور دی هره ورځ یې باید وکړي ... مقصد یې دا دی چې د لویو اخلاقپوهانو نظریې په منظم ډول په دغسې ژبه وړاندې کوي چې زموږ د عصر تعلیم کړي اشخاص پرې پوه شي چې لیکونکی یې اندروس ورګا لرغوني مهال نه تر معاصر مهال پورې د اخلاقپوهنې په اړه د پوهانو نظرونه هم په لنډ ډول بیان کړي او هم یې په انتقادي توګه ارزولي دي او په دغه ډول دغه اثر یې نور هم ارزښتناک کړی دی، د فوردهم پوهنتون د فلسفې استاد او د فلسفې منابعو د پروګرام چلوونکی دی.

دغه او دغسې نورو اثرونو ته اوس خاصه اړتیا شته، افغانان د نورو خلکو په شمول د تحول په حال کې دي، دغسې تحول چې کلتورونه د نړۍ په سویه متاثر کوي، عوامل یې د لویو او کوچنیو عامه رسنیو هغه تخنیکي وسیلې دي چې اثر یې په ټوله نړۍ کې حس کېږي، غټ مثالونه یې تلویزیون، کمپیوټر، انټرنیټ، فیسبوک، یوټیوب، ټویټر او دغسې نورې وسیلې دي، چې یو پیغام د نړۍ هر ګوټ ته د سترګو په رپ کې رسوي او یو عالم ډول، ډول مالومات هم ورکوي. 

دا دغسې اثرناک پراخ تحول دی چې زموږ لویه نړۍ یې وړه کړې او ولسونه یې سره دغومره نزدې کړي دي چې ځیني اوس دغه پراخه نړۍ کلی بولي. دغه تحول د تېرې پېړۍ د لومړیو لسیزو له پېښو نه پوره توپیر لري د تېرې پېړۍ دغه لسیزه د سیاسي انقلابونو جهاني جنګ، د کمونیستي او فاشیستي زورواکو نظامونو دوره وه، په داسې حال کې چې د دغې پېړۍ د پیل کلونه د دموکراتیک نظامونو، د اقلیتونو او ښځو د حقوقو او ازادۍ دوره ده چې په دغې پېړۍ کې د نړۍ ټول وګړي له قانوني حقوقو څخه بهره‌من شوي دي، دغه انکشاف چې د پرمختګ نښه ده، یوه پروسه ده چې د وخت په تېرېدلو سره به نوره هم پیاوړې شي، او نورو حیرانوونکي انکشافونه به هم له ځان سره ولري خو په برابر کې یې د خلکو غبرګونونه سره ډېر توپیر لري په داسې حال کې چې د لویدیځ په مخکې تللو هېوادونو کې ولسونه په عمومي ډول د جنګ، انسان وژنې، او حتی قانوني اعدام مخالف شوي دي، د ختیځې نړۍ په پرمخ تلونکو او په خاص ډول په اسلامي هېوادونو کې په عمومي ډول عقیده پالان، عنعنه پالان، او ساتنپالان دغومره جزمي او بې رحمه شوي دي چې په خپلو کې هم ترور او وژل کوي.

البته دغه ډول وژنو په افغانستان باندې د شوروي اتحاد او بیا د امریکې له یرغلونو او داسې هم په عراق باندې د امریکې له یرغل وروسته شدت موندلی، خو دا د ټولو دینونو او حقوقي منشورونو پر خلاف عمل دی چې یو څوک دې د قانوني نظام له فیصلې او حکم نه پرته بل انسان ووژني، دا خو لا پر ځای پرېږده چې یو څوک دې هم خپل ځان ووژني او هم نورو معصوم انسانان او مسلمانان د ښځو او ماشومانو په ګډون وژني په داسې حال کې چې د قرآن مجید د النساء په سورت د درې نویم ایت ارشاد دی چې «که یو څوک یو مومن په قصدي توګه وژني تلپاتې ځای یې دوزخ دی، او د خدای تعالی غضب به پرې باندې او لوی عذاب به ورته تیار وي».

د دغو عملونو په اړه ډول ډول نظرونه وړاندې کېږي او له ټولو نه دا مالومیږي چې د هغو عاملان د عقل، وجدان، او اخلاقو په بحران کې لتاړ دي، او مصلحانو ته سخته اړتیا ده چې ورته ښودنه وکړي او قانع یې کړي چې د انسان د کرامت پر ضد عمل دی او سالم انسان په هر حال کې د اخلاقي پرنیسپونو پر بنسټ عمل کوي او یو انسان چې د سالم وجدان، سالم عقل، او سالم فکر خاوند وي دغسې عمل نه کوي، پروفیسور ورګا وايي؛ چې وجدان د یو عمل په سم توب او ناسم توب باندې زموږ د عقلي قوې قضاوت دی، البته وجدان تل په یوه حال نه پاتې کېږي او په وده کولو سره تغیر کوي، خو «ودې کولو مانا زموږ د ټولو اخلاقي پرنیسپونو ازمېیل دي، د هغو تعدیلول چې ناسم دي، او د هغو منل چې سم دي، نه د نورو مقاماتو له مخې بلکې زموږ د خپلې عقلي پوهې د درک له مخې».

موږ چې هر چېرې او په هر حال کې اوسو وجدان راسره وي. اوس چې د همدغه جهاني تحول په اثر افغانان هم اغېزمن کېږي، او کلتوري ارزښتونه یې له تغیر سره مخ کېږي دوی دغسې اثارو ته چې د وجدان او عقلي او اخلاقي قضاوت په اړه وي سخت ضرورت لري نو د پروفیسور ورګا دغه اثر په دغې چټک بدلېدونکې نړۍ کې د عقلي او اخلاقي یا ښه انساني ژوند د کولو په لاره کې لارښود کېدلی شي.

پای

دسمبر ۲۰۱۴

شریک کړئ