د هنر تر ټولو ستر خلاقیت شاید په دې کې وي، چې د ټولنیز ژوند پر ټولو اړخونو، مذهبي اعتقاداتو، اخلاقي باورنو، عاداتو او ادابو، پر ټولنه د حاکمو سیاستونو او په ټوله کې د ټولنې پر معنوي فرهنګ ژورې اغیزې پرې باسي. هنر د خپلې خلاقې ونډې په مرسته د ټولنیزو بدلونونو ټاکونکی دی او شکل ور کوي او د انسانانو له لومړني ژوند څخه را نيولې بیا ان تر ننه هنر په پوره مانا د ټولنیزو تحرکاتو یو مهم محور و.
هنر شاید یوازینۍ هغه هڅه وي، چې په کې د یو انسان محوره تحول ډینامیک خصوصیات پیدا کولای شو. هره ټولنه د هماغه هنر لایقه ده چې لري یې، لومړی په دې چې یا به له هنر سره مینه کوي او یا به یې زغمي او دويم دا هنرمندان، چې د هماغې ټولنې غړي دي، خپل هنري اثار به د خپلې ټولنې له مناسباتو سره سم را منځته کوي. د دې ټکي هدف په دې کې دی چې دوی دواړه په هیڅ ډول نه شي کولای چې یا له یو بل څخه پردي و اوسي. که ټولنې او هنرمند ونه شو کړای چې ځانونه په یو بل کې سره وپیي، نو ټولنه له هنر څخه په ټولنیز تغیر او تحرک کې هېڅ ډول ګټه نه شي اخیستلای.
هنر له ټولنیز ژوند څخه را څاڅي. ددې لپاره چې وتوانېږو د هنر له بېلابیلو مقولاتو یوه خورا مهمه او کلي مقوله وټاکو، مهمه ده، چې د هنر او هنر پنځونې د مقولاتو په تجزیه او تحلیل وپوهېږو. هر هنر خپل تخنیک لري او خپله ماده. د هنر تخنیک ټول هغه فنون او وسایل دي، چې د هنر په پنځولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي او د هنر ماده ټول هغه حسي عناصر دي، چې موجودیت یې یو هنري اثر زېږوي.
شعر، موسیقي، نڅا، مجسمه جوړونه، تیاتر او نورې هڅې چې نن مهال د هنر تر چتر لاندې راټولیږي، د انسان له ژوند سره سمې پیلیږي. لومړني انسان چې څنګه د کار توکي او د جنګ توکي او همدا راز خوراک او کور کالي ځان ته برابرول، هنري کارونو ته به یې هم لاس اچاوه. (لاندهولم Lundholm، ۱۹۵۳) د هنر د منشاء په اړه اته خورا مهم لیدلوري وړاندې کوي:
- هنرونه د (لوبو له غریزې) سرچینه اخلي. (د شیللر او اسپنسر نظر)
- هنرونه د (ښکلا له غریزې) څخه رامنځته کېږي. (مارشال)
- هنرونه د (ځان ښودنې له غریزې) څخه پیدا کېږي. (بالدوین)
- هنرونه د (لوبو د غریزې) او د (ځان ښودنې د غریزې) له یووالې څخه زیږي. (لانګ فلد)
- هنرونه د (تطابق د غریزې) محصول دی. (الکساندر)
- هنرونه له (جنسي غریزې) را پورته کېږي. (فروید)
- هنرونه له ګڼو فطري غریزو څخه را منځته کېږي. (مک دوګال)
- هنرونه په لومړي سر کې د ژوند د یو شمیر عملي اړتیاوو د رفع کولو په موخه رامنځته کېږي. (هرن)
پرته له اتم لیدلوري نور ټول یې هنر له غریزو څخه زېږېدلی ګڼي، چې بیا په لویه کې د لوبو، جنسي او ښکلا پرستۍ غریزو پر سترو کټګوریو وېشل کېږي.
د هنر او ټولنیز شعور او تحول د متقابلې اړیکې او په یو بل کې یې د ونډې او ارزښت په اړه، کله هنر او کله هم ټولنه خپل مهم ارزښت ثابتوي. ولې درېیم څېز چې دواړو ته په مساویانه ډول په ټولنیز برخورد او متقابل اغېز کې وڼده ورکوي، هغه برخه او چاره ده چې په مستقل ډول د ټولنې په تغیر او تحول کې د هنر پر اغېزو او دوه اړخیزو تاثیراتو کې څېړنه او کار کوي. یادې ویشنې داسې کېږي:
لومړی: هنر او ټولنه؛ دا کسان د ټولنې او هنر تر منځ د اړیکې د ټینګولو په لټه کې دي.
دوهم: هنر په ټولنه کې؛ ددې لارې پوهان هڅه کوي چې په ټولنه کې د هنر ځای او موقف پیدا کړي او ویې پلټي.
درېیم: هنر د ټولنې په حیث؛ یعنې ټول هغه متقابل عکس العملونه، بنسټونه او شیان په داسې ډول سره بدلون مومي، تر څو هغه څه چې هنر یې ګڼو تر لاسه کړي.
ستر فیلسوف کارل مارکس (Karl Heinrich Marx: 1818-1883) چې د هنر د ټولنیز ډینامیزم په برخه کې د کلاسیک نظر خاوند ګڼل کېږي، د هنر او ټولنیزې ونډې په اړه په خپلو تحلیلونو کې د روبنا او زېربنا له یوې الګو څخه استفاده کوي. د مارکس د خپل مفهوم پر اساس اقتصادي واقعیتونه د ټولو ایډیالوژیو رېښه (زېربنا) دي، چې هنر هم یو له دې اېډیالوژیو څخه دی. نو په دې ډول اقتصادي واقعیتونه کولای شي، چې د هنر په څېر د داسې ډېرو ایډیالوژیو رامنځته کوونکی و اوسي او که چېرې په یوه ټولنه کې اقتصادي وضعه او د تولید ډول واوښت نو هنر او هنري ټولنه به هم واوړي.
فیلسوف مېشل فوکو (Michel Foucault: 1926-1984) د ټولنیز تحرک د هنري خلاقیت هغه مهم اړخونه را سپړي، چې شاید په یاده برخه کې خورا مهم او د پام وړ و اوسي. مېشل فوکو په ټولنیز تغیر او بدلون کې د هنري اثارو خلاقیت پلټي او درې مهم ټکي وړاندې کوي:
لومړی: هنري اثار کولای شي، چې د خپلې دورې ټوله فکري او فرهنګي فضا منعکسه کړي.
دوهم: هنري اثار کولای شي چې د لیدونکي په ذهن کې د فرد او انساني شخصیت تر منځ تصور وننګوي.
درېیم: د هنري سبکونو او مفاهیمو په مرسته کولای شو، چې انسان بیا له سره تعریف کړو.
ددې ټولو موضوعاتو سره سره یوه بله خورا مهمه موضوع چې زمونږ د بحث سره به زیات اړخ ولګوي، هغه په ټولنیزو واقعیتونو او بدلونونو کې د هنري سبکونو او شکولونو بدلیدل دی. مونږ د فکر کولو لپاره په هر وخت کې یو هنري شکل او فورم ته اړتیا درلوده، چې بیا همدې شکل او فورم د فکري غوښتنو سره سم په مختلفو تاریخي دورو کې بدلون کاوه. که له اسلام څخه دمخه او د لومړنیو انساني تجاربو څخه یې را ونیسو، ګېل ګمېش هغه لومړنی اسطوره وه، چې موږ انسانانو به یې په مرسته فکر کاوه او لومړني انسان ته یې د فکر کولو جریت او قوت ورکاوه، وروسته ورو ورو د اسطورې ارزښت کمېده او ددې وجه هم شاید دا وه چې نور د هغه مهال انسان نشوای کولای د هغه وخت د یاد هنري فورم په مرسته خپل فکر تغذیه کړای شي. د اسطورې د ارزښت په کمېدو، حماسې خپل اهمیت پیدا کاوه، چې دا هم بیا په خپل وار د فکر او بدلون یوه مهمه دوره وه، او مونږ د خپل حماسوي هنر د سترو بدلونونو او فکري رجحاناتو شاهدان یو. له دې را وروسته حماسه تنزل پیدا کوي او تغزل ورو ورو انساني فکر جذبوي، تغزل د شعري هنر د خپل وخت هغه ستر هنري خلاقیت دی چې په مرسته یې تر ننه بشر ډېر انقلابي فکرونه کړي دي او د ټولنیز تغیر یوه مهم هنري فورم ګرځېدلی دی، چې دا هم بیا په خپل وار په هندي، عراقي او نورو هغو ډولونو سره وویشل شو او زمونږ په ادب کې یې لوی شهکارونه پرېښودل، تغزل په همدې پړاو کې د مثنوي فورم خپلوي، چې د افغانستان ستر مثنوي لیکونکی یې مولانا جلال الدین محمد بلخي وو، چې مثنوي یې بیا د خپل وخت ستر پلویان درلودل، په همدې ډول څومره چې معاصر وخت ته را نږدي کېږو، نوی شعر را پیدا کېږي چې یو ډول په شعر کې پر ازادی او خلاصون تاکید کوي یانې د قافیې او ردیف په نه موجودیت او په همدې توګه یو ډول د ټولنیز ژوند شعر تولیدیږي، چې نه روایت دی، نه حماسه او نه هم تغزل بلکې د انساني ژوند ته متوجه هنري هڅه ده.
لنډۍ هم هغه لرغونۍ شعري هنري فورم او شکل دی چې د خپل وخت د پښتون ولس د خورا مهمو نړۍ لیدونو سرچینه وه. ستر انساني قشر یې په مرسته د خپل عملي ژوند مهمې چارې پر مخ وړي دي. لنډۍ د عملي ژوند په ټولو برخو کې خورا مهم اهمیت درلود چې په مرسته به یې ملي مبارزې او جګړې کېدې، د دوو زړونو تر منځ د مینې مزې غځېدل، د کورني ژوند، غم او ښادی مهمه او ژوندی وسیله وه.
له بله اړخه په لومړنۍ ټولنه کې جادو د انسان له ټولو فعالیتونو سره یو ځای و، لفظونه هم ذاتاْ جادو لري. کارل بوخر(Karl Buecher) په لومړي ځل دا نظریه وړاندې کړه، چې موسیقي پر غږ پيل شوه او غږ (د کار د شور) او (د توکیو د غږ) تکامل دی، او وروسته بیا د کار توکي د موسیقۍ د الاتو زېږنده ده. شعر او موسیقي هم د نورو هنرونو په څېر د لومړنیو ټولنو د کار او تولیدي هڅو پایله وه. ولې بیا ددې پر وړاندې پخواني چين، یونان، بابل، هند او اسلامي نړۍ شعر او موسیقي د افلاکو له سرچینو بلله او یادې پنځونې ته یې لاهوتي بڼه ورکوله، چې حقیقت دا ډول نه وو.
په ټولنیز اهمیت کې د هنر په اړه په شرقي فلسفه کې شاید تر ټولو مهم او د بحث وړ تعریف د اقبال لاهوري وي چې، وایي: (له هنر څخه مراد د ابدي نشاط او حرارت اکتساب دی. ملتونه نشي کولای، چې له معجزې پرته را پورته شي. په هغه هنر کې چې د موسی د امسا او د عیسی د دم خاصیت نه وي، نو چنداني فایده به هم ونه لري).
اقبال یو بل ځای وایي: له علم او فلسفې څخه موخه د حقیقت کشفول دي او له هنر څخه مراد د حقیقت تجلا او تمثیل دی.
نو، د هنري خلاقیت په مرسته باید په ټولنیز تحرک فکر وشي، هنر باید د ټولنې د سالمو او منلیو مناسباتو سره سم وپنځول شي، د هنر او ناهنر تر منځ باید پر مرزونو ژور بحثونه تر سره شي، تر څو د یو سالم هنري جریان په مرسته په را ټوکېدلي افغاني رنسانس (بیارغښت) کې د پام وړ ونډه ولري چې بالاخره به یې نتیجه یو ارماني او ایډیال افغان انسان وي.
ښکلي مو غواړم