کوم څه چې د خلکو په ژوند او ټولنه کې نه موندل کېږي هغه د خلکو په ژبه کې هم نه وي. که د یوې ژبې ادبیات پراخېږي، ژبه ورسره هممهاله بډایه او لویږي. د خلکو او ټولنو په اړه ګڼ تاریخي مطالعات ښيي چې ټولې ژبې د ارتباطاتو او کارونې ظرفیت لري، نو په اړه یې د وروستهپاتې په څېر صفتونه کارول سم او علمي نه برېښي.
یو بنسټیز فهم چې باید د ژبو په اړه درک شي، د ژبو خپل قلمرو او کارکړنه ده. یانې ژبې له یو بل سره سیالي نهلري. نړیوالې ژبې له نورو او پردیو سره د تعامل لپاره دي، ملي ژبې په خپلو کې د هېوادوالو ترمنځ او قومي ژبې بیا د کورنیو او خپلو قومي هویتونو او قشرونو ترمنځ د خبرو او پوهېدو زمینه مساعدوي.
د هند په نیمه وچه کې فارسي دري
پر هند د غزنویانو له امپراتورۍ څخه تر نولسمې پېړۍ پورې یعنې د مغولو تر وروستیو پورې فارسي د فارسي په دغه نیمه وچه کې د سیاست، ادارې، دیپلوماسۍ، ادب او فرهنګ ژبه وه. لاهور او د پاکستان د پنجاب اوچ ښار په اصل کې د فارسي مرکزي سیمې وې چې مسعود سعد سلمان (۱۰۴۶ – ۱۱۲۱ میلادي) او ابوالفرج روني (۱۰۳۹ – ۱۰۹۹ میلادي) یې لومړني شاعران پېژندل شوي. په اوسني هند کې د انګلیسي ونډه او اغېز د دولسمې پېړۍ د فارسي له ونډې او اغېز سره ورته و. هغه مهال چې فارسي له منځنۍ آسیا د هند نیمې وچې ته ولاړه، همدومره ونډه او اغېز یې درلود لکه په اوسني هند کې یې چې انګلیسي لري. وایي په اولسمه پېړۍ کې چې کله د مرهټیانو پاچا په دکن کې د مغولو له قومندان سره چې د راجستان و، خبرې کولې، دواړه په فارسي ګړېدل. مګر دا ژبه د کوم ژبني سیاست له لارې پر انګلیسي واوښته او دا هر څه څنګه وشول؟
په کال ۱۸۱۳ کې په برېتانیا کې د یو قانون «منشور» تصویب شو چې شرقي هند کمپنۍ ته یې د ځانګړو تجارتي او سیاسي صلاحیتونو ترڅنګ په هند کې د هغوی حضور د نورو دوو لسیزو لپاره وغځاوه. دې قانون د ګڼو نورو مصوباتو ترڅنګ دا هم تصویب کړل چې د شرقي هند کمپنۍ به الف) په لومړي ځل د هندیانو د زدهکړو لپاره مالي مرسته کوي، ب) په لومړي ځل د شرقي هند کمپنۍ ته د هندیانو د تعلیم مسوولیت راجع شو، او ج) د شرقي هند کمپنۍ له ۱۸۱۳ تر ۱۸۵۷ پورې د هندیانو د ښوونې او روزنې لپاره لسګونه ښوونځي او د زدکړو مرکزونه تاسیس کړل.
د هندیانو د زدکړو لپاره پدې منشور کې راغلي و چې د شرقي هند کمپنۍ به د کال ۱۰۰ زره روپۍ مصرفوي، مګر په قانون کې دا ابهام موجود و چې د دې زدکړو بڼه، زمینه، او ژبه به څه وي؟ د قانون پر سر اختلاف په ټولیز ډول درې بنسټیز اړخونه لرل؛ لومړی د زدکړو وسایل، دویم د زدکړې موخې، او درېیم د زدکړو ډول د دې اختلافاتو اصلي لاملونه ول. له همدې ځایه په تاریخي هند کې د فارسي ژبې پراخ او هر اړخیز حضور په کمېدو او بلاخره په ورکېدو شو. دا چې د دې ټولو تصمیمونو تر شا پخوانۍ برېتانیا او د هغوی د شرقي هند کمپنۍ څه موخې لرلې، د جلا څېړنو او مطالعاتو موضوعات دي، مګر هغه څه چې زموږ لپاره مهم دي، په دې فکر کول دي چې په دومره لوی هېواد کې څنګه د ژبې د بدلون سیاست عملي او بریالی شو؟
په معاصر افغانستان کې پښتو، دري او نورې ژبې
له ۱۷۴۷ نه چې کله احمد شاه بابا اوسنی افغان دولت تاسیسوي، پښتو سملاسي د دفتر او کار ژبه نشوه حال دا چې احمدشاه بابا د پښتو غښتلی شاعر و، مګر له هغه وروسته حاکمانو په دري شعرونه ویل او په اداره، مکاتبه، او راکړه ورکړه کې دري دود شوه. دا یو پېچلی تناقض و مګر دې تناقض یو شمېر منلي عوامل لرل چې پښتانه مشران یې د دري کارونې او دود ته اړ کړل. مورخین وايي، په دراني پاچاهانو د هرات ژور اغېز، د ملي یووالي او ټینګښت مسله، او درېیم او تر ټولو مهم عامل د کار وېش و چې دراني قبایل په سردارۍ، زمیندارۍ او جګړه بوخت شول او غیر دراني قبیلې په بزګرۍ، سوداګرۍ، او میرزایئ. دې سلسلې د نولسمې پېړۍ تر وروستیو دوام وموند چې بالاخره پښتو د امیر شیرعلي خان په دوره کې د دفتر او کار د ژبې په توګه دولت په ځانکړي ډول پوځ ته ننوته.
د څېړونکو په باور دا د پښتو لپاره یو انقلابي حرکت و. دې حرکت ډېر او متعدد عوامل لرل چې د دې لیکنې له دایرې بهر دي، مګر دا چې دا بهیر وروسته پڅ او حتا ودرېد، تر دې چې په ۱۳۰۱ کې د شاه امانالله خان په ځانګړې سپارښتنه د مولوي عبدالواسع کندهاري په مشرۍ د پوهنې وزارت په چوکاټ کې یو ځانګړی ریاست د «پښتو مرکه» یا «مرکه د پښتو» په نوم تاسیس شو چې کارلوری یې د پښتو ژبې بډاینه، سمونه او کارونه وه.
پښتو ټولنه په ۱۳۱۶ کې تاسیس شوه. دا د ژبې د مدیریت په برخه کې د افغانستان د دولت یو ډېر بنسټي اقدام و او موږ یې د ژبني سیاست په برخه کې د افغانستان معاصر تاریخ تر ټولو مهم اقدام بللی شو. تر دې وروسته د پښتو ټولنې تاسیس او د پښتو ژبې د غنامندۍ او د کارونې ساحې پراختیا تر یو مهاله د افغانستان د دولت رسمي سیاست و.
پښتو ټولنه په ۱۳۳۶ هجري لمریز کې د یو شاهي فرمان له مخې د افغانستان علومو اکاډمۍ ته وواښته او هغه لړۍ پای ته ورسېده چې د ژبې د ودې او پراختیا سیاست یې درلود.
د افغانستان د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون شپاړلسمه ماده د ژبو د ساتنې او پراختیا په برخه کې د دولت مکلفیتونه مشخص کړل. د دې مادې بشپړه بڼه په لاندې ډول ده؛
«د پښتو، دري، ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يې، نورستاني، پاميري او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملي څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.
په هغو سيمو كې چې د خلكو اكثريت له ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يې، نورستاني او يا پاميري ژبو څخه پر يوې خبرې كوي له پښتو او دري سربېره هغه ژبه درېیمه رسمي ژبه ده، د تطبيق ډول يې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغيزمن پروګرامونه طرح او تطبيقوي.
په هېواد كې د مطبوعاتو، راډيو او تلويزيون خپرونې د هېواد پر ټولو مروجو ژبو آزادې دي.
په هېواد كې موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل كيږي.»
د اساسي قانون دا ماده چې ډېر صراحت لري، مګر په عین حال کې د ژبو پر طبقهبندي او وېشنه یې نقد او کتنه کېدلای شي. د افغانستان حکومت باید د رسمي ژبو، لویو ژبو، د ورکېدو له ګواښ سره مخ ژبو او د پراختیا په حال کې ژبو پر اساس یوه پالیسي او طبقه بندي لرلی، چې هم د ژبو تفکیک اسانه وائ او هم یې په اړه پوهېدنه او ورته رسېدنه شونې وای . د درېیمو ژبو اصطلاح باید د افغانستان په ټولنیز-فرهنګي سیاست کې رسمي ځای ونهلري.
د رسمي مصطلحاتو د رعایت او ساتنې په برخه کې هم د افغانستان اساسي قانون حکم کافي صراحت لري. مګر د دې حکم د تطبیق لپاره ځانګړی اداري او بیوروکراتیک بنسټ نه و. بل اړخ د مصطلحاتو په اړه ابهام و. آیا شته مصطلحات یوازې د یوې ژبې پانګه ده؟ که داسې نه وي د دې مصطلحاتو د ډېرښت او کمښت مسله ولې نه ده مطرح شوې؟ په دې برخه کې یو وړاندیز دا دی څو د دې مصطلحاتو په اړه ژبنیزې او فرهنګي شننې وشي او د یو ملي فرهنګي بحث په مرسته یې د انکشاف لپاره ګامونه واخیستل شي.
د میزان ۲۹مه ۱۳۹۹ په لومړي ځل د اوزبیکي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه. دا د وخت د دولت په کچه د «درېیمې ژبې» د پالنې لومړی ګام و چې اخېستل کېده.
له دې وړاندې هم د حکومت په رسمي مطبوعاتو کې د اوزبیکي ژبې د نشراتو د ور زیاتېدو په تړاو یو شمېر کارونه وشول چې د جمهوري دولت د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو د دوو رسمي پښتو او دري په ګډون په اوزبیکي ژبه هم خپرونې کولې.
یوازې اوزبیکي نه، بلکې بلوچي چې نه یوازې د افغانستان بلکې د بلوچستان او په ایران کې د مېشتو بلوچو ژبه ده، د افغانستان دولت له لوري باید لکه د پښتو، دري، او اوزبیکي په څېر د یو ځانګړي سیاست پر اساس پراختیا موندلې وائ. د بلوچي ژبې متون، فرهنګ، ژبنیزه پراختیا او د پراختیا یو مدون سیاست باید د دې ژبې په کارونه کې رغنده او مثبته برخه لرلی. پشهيي، پامیري، او د افغانستان د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون له مخې نورې کوچنۍ ژبې باید د یو مشخص سیاست پر اساس د توجه وړ وګرځي او په اوږدهمهال کې یې مورني ویونکي دا جراات پیدا کړي څو د خپلې ژبې کارونه دود کړای شي.
وروستۍ برخه:
دې اوږدو خبرو ته په پام سره افغانستان په پاشلي او ناپییلي شکل د ژبو پالیسي نه بلکې، د ژبو اړوند یو شمېر تصمیمونه لرلي دي چې له وخت سره سم یې اغېزې او اهمیت درلود. مګر دا چې یو مدون سیاست وجود ولري، د افغانستان فرهنګي او علمي فضاء له دې څخه تر دې دمه خالي وه. دا چې ژبې یوازې د دولتونو دنده نه ده، بلکې د ټولنې هر بنسټ ورسره اړیکه او ورسره تړلی اهمیت لري، بویه چې روښاندي اقشار او تعلیم یافته وګړي یې تر نورو زیات په اړه فکر وکړي.
افغانستان د ژبو د غنامندۍ له اړخه ځانګړی هېواد دی. دا ځانګړتیا نه یوازې چې باید وساتل شي باید پراختیا ومومي او د یو مثبت او تلپاتې شاخص په توګه چې د افغانستان بډایه فرهنګ او تاریخ ورسره تړلی دی، هم پراختیا او هم په نېکمرغۍ کې ونډه لري.
ښوونځي او پوهنتونونه باید د زدکړې او بشري پانګې د روزنې د بنسټونو په توګه په خپلو روزنیزو پروګرامونو کې د ژبې یوه مشترکه پالیسي ولري. هم په ښوونځیو او هم په پوهنتونونو کې د ژبو سمه زدکړه او د ولسي او ځايي ادبیاتو په اړه فهم باید رواج شي او نوي وګړي باید پوه شي چې دوی د یو ملت او فرهنګ استازیتوب کوي.
د افغانستان د ژبو یو ځانګړی مقایسوي او ارتباطاتي انلاین پورتال باید جوړ شي. دا پورتال باید هم په کور دننه او هم بهر د افغانستان په اړه مطالعاتو ته لار اواره او اسانه کړي.
په بهر کې مېشت افغانان چې بېرته یې هېواد ته دایمي راتګ شونی نه برېښي، د هغوی د کوچنیانو د زدکړې بهیر او له ژبو سره د هغوی د ارتباط څرنګوالی باید وڅېړل شي او داسې لارې چارې تشخیص شي څو په افغانستان پورې تړلي بنسټونه وکولای شي نویو کوچنیانو او ځوانانو ته د ژبو زدکړه اسانه او همېشنۍ کړي.
د ژبو د انکشاف او سیاست لپاره یو اساسي شرط دا دی، څو د افغانستان حکومت او اړوند ادارې حداقل د دوو رسمي ژبو پښتو او دري د سمې زدکړې او کارونې فرصتونه رامنځته کړي. د ښوونځیو او پوهنتونونو اوسنی تدریسي نصاب او ښوونیز سیسټم د ژبو په زدکولو کې اغېزناکه ونډه او نتیجهمحوره دریځ نه لري. په ورته مهال ډېری دولتي بنسټونه په ځانګړي ډول د پښتو ژبې د ناسمې کارونې له کبله ډېر کله تر پوښتنې او انتقاد لاندې راغلي چې دا په ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د نارضایتۍ او ابهاماتو باعث ګرځي.
د هېواد دولتي او غیر دولتي پوهنتونونه او د لوړو زدکړو موسسې باید د څېړنو، مقالو، پایلیکونو او ورته متنونو د تولید پر مهال حداقل د یادو دوو ژبو سمې کارونې، دقیقو ادبیاتو، ولسي او ځايي فهم او اصطلاحاتو په نظر کې نیولو سره هم د ژبې په بډاینه او هم د لوړو زدهکړو د فارغو شویو ځوانانو له لوري د ژبې د سمې کارونې په برخه کې مرسته وکړي. په دولتي ادارو کې د کار او استخدام پر مهال باید حداقل په رسمي ژبو سمه پوهېدنه رواج شوې وائ.
په عامه ځایونو کې د پښتو د سمېلیکنې، دقیقو مفاهیمو، پښتو اصطلاحاتو او ورته نورو برخو کې باید اساسي کار وشي. اړوند بنسټونو ته بویه چې سره همغږي شي او د فرهنګي، هنري او ټولنیزو ادارو له لوري دې نه یوازې په خپل چمګاونډ بلکې په ټولنیزو رسنیو او ټیکنالوژیکو سیستمونو کې د پښتو د دقیقې کارونې زمینه مساعده کړي.
د لیکدود له مخې ژبنیز اتحاد په دې ټیکنالوژیک پېر کې مرسته کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د خلکو په پوهاوي او مترقي افکارو په نشر کې د یو کامل او ټولمنلي لیکدود په کارولو سره د بدلون باعث شي. پښتو ژبه باید نه یوازې د لیک لوست، زدهکړې او سوداګرۍ برخه شي، بلکې دا هم ممکنه کړي چې شته متون په عاجل ډول د ټیکنالوژۍ نړۍ ته انتقال کړي.
د افغانستان لهجوي قاموس د ژبو د غنامندۍ او انکشاف لپاره یوه مهمه حل لاره ده. اړوند بنسټونو ته بویه چې د افغانستان د کلیو، لرې پرتو سیمو، او ښارونو ترمنځ په ژبنیزه راکړه ورکړه او د نویو مفاهیمو په ایجاد او غنامندۍ کې سره ګډ شي او دا امکان او زمینه ایجاد کړي چې وکولای شي هم لرغونی فهم وساتي او هم نوې مانا تولید کړي.
د پورتنیو یو شمېر وړاندیزونو په دوام د داسې یوې افغانې ټولنې په هیله چېرې چې ژبه د مینې، ښکلا، دوستۍ، او پوهاوي بنسټ وي، نه د تفرق او نفرت.
په درناوي