د یوې پوښتنې ځواب؛ روښنتیا څه ده؟
ايمانوېل کنټ، ۱۷۸۴
د اصلي لیکنې په اړه د ژباړونکي یادښت
مډرنه فلسفه له ډکارټه راپیلېږي او په ۱۸مه پېړۍ کې د زېږل شوې منځپانګې د شمېر او هم د څرنګوالي له اړخه اوج ته رسېږي؛ نو ځکه د لوېدیځې نړۍ په فکري-معرفتي تاریخ کې ۱۸مې پېړۍ ته د روښنتیا پېر The Age of Enlightenment نوم ورکړل شوی دی. ايمانوېل کنټ Immanuel Kant ۱۸۰۴-۱۷۲۴ز، آلمانی فیلسوف دی چې د ۱۸مې پېړۍ دویمه نیمایي کې یې ژورې فلسفي لیکنې خپرې شوي دي. دغې پېړۍ کې دومره پراخ او هراړخیز فلسفي متن وزېږېد چې د لوېدیځ انسان ذهن او فکر یې اړ کړ تر څو وپوښتي، روښنتيا څه ده؟، مانا دا چې د معرفت په زېږولو کې دا دومره پراخې هلې ځلې د څه لپاره؟ دغه پوښتنه (روښنتیا څه ده؟ Was ist Aufklarung?) د برلین مجلې Berlinische Manatsschrift د ۱۹۷۳ز کال د سپټامبر ګڼه کې وپوښتل شوه، چې بیا کنټ ځواب کړه. دغه لنډ ځواب د منځپانګې له اړخه دومره درنه ده چې دوېنیمې پېړۍ وروسته هم -د معرفت په لټه کې- انسان ته ډېر څه د ویلو لپاره لري. د ځواب اصلي متن په آلمانۍ ژبه دی او د کنټ د لیکنې عنوان دی: د پوښتنې یو ځواب؛ روښنتیا څه ده؟ Beantwortung der frage; Was ist Aufklarung? او وروسته بیا د ډېر اهمیت له وجې فرانسوي، انګلیسي او شاوخوا ۲۵ نورو ژبو ته ژباړل شوې. د کنټ د دغې لیکنې اهمیت ته په کتو اړینه وګڼل شوه چې پښتون معرفتلټوونکي انسان ته هم په پښتو وړاندې شي.
دا یادونه هم اړینه ده چې آلماني ژبه د فلسفي متن د زېږولو لپاره تر بلې هرې ژبې ښه بستر دی؛ یانې په لنډو کلمو کې د پراخو مفهومونو د لېږد وړتیا لري. له بلې خوا پښتو ژبه له دغه اړخه د کمیو درلودو تر څنګ د فلسفي مفهومونو له نشت/کمښت سره هم مخ ده، چې د ژباړې کار ډېر زیات ستونزمنوي. د بېلګې په توګه، د آلماني ژبې Aufklarung ته فرانسوي ژبه کې Lumicres کارول شوی او انګلیسي ژبه کې یې معادلEnlightenment لیکل شوی، په داسې حال کې چې فرانسوي او هم انګلیسي ژبپوهان په دې باور دي چې دغه دواړه کلمې له آلمانې هغې سره نیژدې دي خو معادلې یې نهشو ګڼلی. پارسي ژبه کې یې "روشنگری" د معادل په توګه کارول کېږي، چې له فرانسوي او انګلیسي هغو یې ستونزې لازیاتې دي. د آلماني ژبې Aufklarung د روښانه کېدو، روښانه کولو، د داړو تر منځ د یوه دریم وضعیت په مانا، او هم په یوه وخت کې د دواړو ماناګانو د یو ځای کېدو په مانا کارول کېږي، چې د ژباړونکي له نظره د پښتو له روښنتیا سره اړخ لګوي، نه دا چې معادل یې دی. رڼا، له روښنایۍ سره تړلې ده او له روښنایۍ وروسته رامنځته کېږي، نو <رڼایي> یې سم معادل نه دی ګڼل شوی. دویمه دا چې، پښتو ژبه کې د <تیا> وروستاړی د <امکان> لپاره کارول کېږي، لکه په <اړتیا> کي، چې د <اړ> د <امکانولو> لپاره کارول شوی دی، همدارنګه <وړتیا> او داسې نورو کې په دغه موخه راغلی. سره له دې، ژباړونکی په ټول متن کې د ژبني تېروتنو د سمون لپاره د ژبپوهانو نقد ته سترګې په لار دی.
دغه ژباړه د کنټ د لیکنې له انګلیسي ژباړې شوې، چې د Ted Humphrey لهخوا تر سره شوې، او د Hackett Publishing لهخوا په ۱۹۹۲ز کال کې خپره شوې ده. په ژباړه کې د متن د لغوي او شکلي بڼې په پرتله، د متن مفهوم او منځپانګې ته ډېر پام شوی.
روښنتیا د په ځانتپل شوې فکري خامۍ څخه د انسان راټوکیدل یا راوتل دي. کله چې یو کس د بل چا له لارښوونې پرته خپل فکر یا پوهه نهشي کارولی، له فکري اړخه خام بلل کېږي. دغه خامي ځکه په ځانتپل شوې ده چې د خپل فکر د کارولو لپاره د نورو لارښوونې ته اړتیا د مېړانې یا جرئت د نهشتون له امله رامنځته شوې، نه د ناپوهۍ له امله. د فکر کولو جرئت وکړه او د خپل فکر د کارولو مېړانه ولره!، همدغه د روښنتیا شعار یا غوښتنه ده. ټنبلي او وېره د دې لامل ده چې یوه غټه انساني ډله، آن وروسته له دې چې له آسماني لارښوونو څخه ژغورل شوې ده، په خپله خوښه اوږدې فکري خامۍ کې پاته ده، او همدا يې دلیل دی چې نور خلک په ډېرې اسانۍ سره د دوی لارښوونکي یا چارسمبالي کېږي. خام اوسېدل ډېره آسانه ده؛ که زه یو کتاب ولرم چې د خپلې پوهې یا فکر پر ځای یې وکاروم، یا یو ملا چې ښه او بد راوښیي، یا یو ډاکټر چې ګټور خواړه راته وټاکي، او دغسې نور ډېر څه... نو اړ نه یم چې خپله هڅه وکړم، همدارنګه اړ نه یم چې خپله فکر وکړم. ځکه چې نورو ته د پیسو په ورکولو، دوی زما لپاره هر کار کوي. چارسمبالو د نورو د لارښوونې دنده د ښېګڼپال ذهنیت له مخې په خپله غاړه اخیستې، او په دې باور دي چې د خامو خلکو لویه برخه (د ښځو په ګډون) داسې انګېري چې د فکري پوخوالي پر لور روانېدل نه یواځې ستونزمن، چې ګواښونکې هم ده. نو چارسمبالي لومړی د دغې حیواني ډلې د ګنګسولو هڅه کوي، او کله چې ډاډه شول چې دغه له فکري اړخه شنډه ډله د دوی له لارښوونو پرته یو ګام هم نه اخلي (یانې د فکر کولو هڅه هم نه کوي)، نو چارسمبالي بیا دغه ډله د یواځې ګام پورته کولو (یواځې فکر کولو) له بېلابېلو ګواښونو ډاروي. په داسې حال کې د یواځې ګام اخیستو (یواځې فکر کولو) ګواښ ریښتونی او جدي نه دی، او له څو ځله لوېدو وروسته دوی حتمي زده کوي چې څنګه یواځې ګام واخلي او روان شي، یانې سم فکر وکړي او ښو پایلو ته ورسېږي. خو د لوېدو یا تېروتنې ګواښ ډېری وخت انسان له هڅې په شا کوي، بېزړه کوي یې او ډار وراچوي.
نو په دې ډول، د خام فکر لرونکي هر انسان لپاره دا ډېر ستونزمن دی چې له فکري خامۍ راووځي، ځکه چې د نورو په پل روانېدل د ده د طبیعت برخه ګرځېدلې ده. آن تر دې چې دی خپله لېوال دی تر څو دغسې پاته شي؛ نو په دغو شرایطو کې دی د دې وړتیا نه لري چې خپله پوهه او فکر وکاروي، ځکه چې هېچا نه دی پریښی تر څو دغه هڅه وکړي. له مخکې وضع شوي کړنلارې او چوکاټونه، او یا ښه ده چې ووایو د ده د طبیعي ډالیو د ناسمکارولو دغه ناعقلاني وسیلې د ده د تلپاتي خام ساتلو لپاره زولنې دي. په دغو شرایطو کې که څوک دغه زولنې ماتې هم کړي، نو ایله به وتوانېږي چې یوه کوچنۍ فکري-عقلاني هڅه وکړي او یا له دغه ګردابه د وتلو په پار یو لړزان ټوپ ووهي؛ ځکه دی له فکري آزادۍ سره بلدتیا نه لري. نو پایله دا چې، ډېر کم شمېر د دې وړتیا مومي چې د خپل ذهن په کارولو سره له فکري خامتوب او تقلیده راووځي او په عقلاني هلوځلو خپله لار ومومي. د عامه ذهن روښانه کېدل شونې نه ده، مګر د فکري آزادۍ په شتون کې؛ مانا دا چې، که یواځې آزادي هم وي نو روښنتیا حتمي ده. د آزادۍ په شتون کې، آن د نورو په چارسمبالۍ روږدو کسانو تر منځ به هم ځیني داسې راپورته شي چې د ځان لپاره به فکر کوي، نه د نورو د لارښوونې لپاره. همدارنګه نور کسان هم، وروسته له دې چې د فکري خامۍ له ځنځیره ځان راخلاص کړي، نو خپل ځان او نورو ته د فکر کولو په پار د روحیې ورکولو او ستاینې جذبه خپروي. په دغه پړاو کې تر ټولو مهمه دا ده چې، د روښنتیا پیل باید د تازه راټوکیدلي او خام عقلانیت په بنسټ و نه شي، ځکه دغه ځوان عقلانیت تر اوسه د روښنتیا د خپرولو وړتیا نه لري. او که دغه کار وشو، نو د خلکو یوه غټه ډله د چارسمبالو په ګډون، له روښنتیا دباندې پاته کېږي او د دغه خام غورځنګ له تېروتنو ډکو باورونو خپرول به په اوږد مهال کې یو نوی ناورین وزېږوي. داسې چې په نیمګړي ډول روښانهشوي خلک به په لنډ مهال کې دغه خام عقلانیت راوپرځوی، او په دې ډول به د روښنتیا بهیر سوکه او له ځنډ سره مخ شي. څرګنده ده چې انقلاب یا اوښتون به د سیاسي ګټو او د اقتدار د تږو ځانغوښتنه او استبداد ړنګ کړي، خو هېڅکله د عقلانیت او فکر کولو په بڼه کې ریښتونی او ژور بدلون نه شي راوستلی. پایله به دا وي چې، نوي خام او ناعقلاني باورونه به د پخواني هغو ځای نیسي او په فکري لحاظ د شنډو عامو خلکو لپاره ترې نوې زولنې جوړېږي.
روښنتیا، له آزادۍ پرته نور ډېر څه ته اړ نه دی. فکري آزادي ډېر ستونزمن نه دی، یانې یواځې دغه غواړي چې یو کس په څرګنده بڼه په هر څه کې دلیل یا عقلانیت وکاروي. په داسې حال کې چې له هرې خوا دغه غږ اورېدل کېږي: دلیل مه وایه!!! د پولیسو له افسره نېولې، د مالیاتو د راټولولو تر ماموره او په ځانګړې توګه تر مذهبي مشره... هر څوک دغه وايي، دلیل مه وایه! لاس ښوروه... . په نړۍ کې یواځې پاچایان دي چې وايي: دلیل ووایه، هر څومره او په هر څه کې دې چه زړه غواړي دلیل ووایه، خو پرېکړه به زه کوم او ته به یې منې!. په دغو ټولو حالاتو انسان د فکر کولو آزادي محدوده شوې ده. د دې پوښتنې: چې د فکر کولو کوم ډول آزادي ښه ده او کوم ډول یې نه؟ په ځواب کې باید ووایم: زما په اند د "فکر کولو عمومي آزادي" د روښنتیا لپاره ګټوره ده، په داسې حال کې چې کېدای شي د "فکر کولو په خصوصي آزادۍ" محدودیتونه ولګول شي، چې دغه محدودیتونه د روښنتیا مخه نه شي نیولای. د فکر کولو له عمومي آزادۍ څخه مې موخه د یوه کس هغه فکري آزادي ده چې د نورو د لارښوونو پر وړاندې یې د استدلال لپاره لري. یو اداري او یا دولتي مامور کولای شي د خپلې کاري حوزې په برخه کې د فکر کولو خصوصي آزادي ولري. دا هم باید ووایم چې د عامه هوساینې په حوزه کې، چارې باید د قوانینو له مخې تنظیمې شي. تر څو دولتي مامورین د چارو د سر ته رسولو لپاره له مخکې څخه یو ډول چوکاټونه ولري، او یواځې دغه قانوني چوکاټونه پلي کړي، نه دا چې په خپل سر قوانین وټاکي؛ او په دې توګه به د ګډوډیو مخه هم ونیول شي. موخه مو دا ده چې، یو کس باید د دولتي مامور په حیث قوانین پلي کړي، نه دا چې په خپل سر له دغو سرغړونه وکړي. خو کله چې دغه کس د مدني ټولنې د یوه غړي په حیث غواړي فکر وکړي، نو هېڅ ډول محدودیت یې په فکر کولو باندې نه وي. د بېلګې په توګه، یو عسکر نباید د جګړې په ډګر کې د قومندان امر ته په دې پلمه چې "زه د دې امر د پلي کولو لپاره فکر کوم، او دلیل غواړم" شا کړي، دلته باید امر ومني او جګړه مخ ته بوځي. خو کله چې د جګړې د اړوندو مسایلو د کارپوه په حیث د دغو امرونو عقلاني څېړنه کوي، باید خپل فکر وکاروي او د دغو امرونو شته نېمګړتیاوې په ګوته کړي او خلکو ته یې وړاندې کړي. یا، یو کس نباید د مالیاتو د ورکړې پر وخت دلایل ووايي او د مالیاتو په پروسه کې د شته ستونزو په پلمه د مالیاتو له ورکړې سرغړونه وکړي، ځکه په دې ډول به عامه نظم له منځه لاړ شي. خو دغه کس، د مالیاتو د یوه کارپوه په حیث په مالیاتي سیسټم کې د نیمګړتیاوو او یا بېعدالتيو په لیدو باید چې دغه ستونزې په ګوته کړي او نورو ته یې د وړاندې کولو په پار آزادي ولري. یا په یوه جومات او یا یوه دیني مدرسه کې، یو ملا باید نورو ته دیني لارښوونې وروپېژني، خو کله چې دی د یوه عادي متفکر کس په حیث دغو لارښوونو ته ګوري او ارزويي یې، نو دا آزادي باید ولري چې د دغو لارښوونو نیمګړتیاوې رابرسېر او له نورو سره یې شریکې کړي، تر څو په دغو لارښوونو کې اړین بدلونونه راشي. په دې بڼه، دی هېڅ وجداني او اخلاقي مسؤولیت نه لري، ځکه د دیني بنسټ د غوښتنو پر بنسټ یې خپل کار سم پر مخ وړی؛ د بېلګې په توګه خلکو ته یې ویلي چې د دین لارښوونې دا، دا او دا دي، چې کېدای شي خپله په دغو لارښوونو باور هم و نه لري، خو د هغه څه لپاره چې ټاکل شوی په بشپړ اخلاص سره یې کوي او خپل فکر او عقل دلته نه کاروي. په دغه برخه کې دی د فکر کولو په خصوصی حوزه کې دی، او ډېره طبیعي ده چې ومنو: د اړوند دیني بنسټ لهخوا د ده د خصوصي فکر کارول محدود شوی دی. خو کله چې دی له دیني بنسټ دباندې د دیني چارو د یوه کارپوه په حیث په دیني لارښوونو کې د فکر کولو عمومي برخې ته دننه شي او له خپله شخصي آدرسه خبرې کوي، نو دا آزادي لري چې په محدود نه شي... ځکه چې مذهبي مشران کولای شي خپل فکر ولري، نه دا چې د عامو لارویانو غوندې دې له فکري اړخه خام پاته وي. که چېرې د دغو مذهبي مشرانو د فکر کولو مخه ونیول شي، نو ناپوهي او فکري خامي به تلپاتې شي.
که چېرې یو دیني بنسټ په خپلو مخکښو غړو دا لازمه کړي چې د عامو خلکو چارسمبالي دې شي، او هر یو یوه ډله خلک له ځانه د همېشني تقلید په کولو اړ کړي، نو بیا؟ زما په اند دغه چاره شونې نه ده؛ هر هغه تړون چې د انسان د پرمختګ مخنیوی کوي، له بنسټه باطل دی. آن که دغه تړون د دولت لهخوا او یا هم د کومې سترې سولې په تړون کې راغلې وي. هیڅ انساني پېر دا حق نه لري چې د راتلونکو انسانانو لپاره داسې تړون وکړي چې هغوی دې په همېشني ناپوهۍ کې وساتي، یا دې د روښنتیا مخه پرې ډبه کړي. دغه تړون د انسان د پرمختګ غوښتونکي طبیعت په وړاندې ستر خیانت دی. نو راتلونکي نسلونه په بشپړه توګه دا حق لري چې دغه تړون و نه مني. د تړونونو او قوانینو بنسټ پر دې دی چې د عامو خلکو ښېګڼه په یوه ځانګړي وخت کې پوره کوي. دغه تړون او دغه قانون د ځانګړي وخت لپاره د نظم د راوستو په پار او د راتلونکي ښه تړون او قانون په تمه وضع کېږي. په دغه موده کې هر ښاروند کولای شي د دغه قانون د بېلابېلو برخو اروزنه وکړي، نیمګړتیاوې یې په ګوته کړي او نورو ته یې پرته له کوم محدودیته وړاندې کړي. دغه بهیر تر هغو ادامه کوي تر څو ټولیز شعور دې پړاو ته ورسېږي چې پاچا ته ووايي: اوس نو د دغه تړون یا قانون د بدلولو وخت دی. نو د همېشني تړونونو او قوانینو وضع کول، هغه چې هېڅ څوک په کې د خبرو کولو اجازه نه لري او هغه چې نهبدلېدونکي ګڼل شوي دي، له بنسټه غلط دی. د بشري ټولنې د پرمختګ مخه هېڅ څوک نیولای شي؛ یو کس کولای شي د ځان لپاره هغه هم د یوې مشخصې مودې لپاره د نه فکر کولو پرېکړه وکړي، خو دی نه شي کولای د نورو لپاره او یا هم د اوږدې مودې لپاره پر ځان د فکر کولو بندیز ولګوي؛ په فکر کولو هر ډول بندیز د انسانیت د سپېڅلي طبیعت سپکاوی دی. نو د راتلونکو نسلونو په وړاندې خو بېخي نه شي کولای دغسې څه وکړي. نو کله چې خلک نه شي کولای د ځان لپاره د فکر نه کولو پرېکړه وکړي، نو واکمن او دیني بنسټ خو یې بیخي نه شي کولای، ځکه د پاچا د مشروعیت بنسټ د عمومي ارادې تمثیل دی، نه بل څه. د واکمن دنده دا ده چې ټولنیز نظم وساتي، او هر هغه څه ته اجازه ورکړي چې ټولنیز نظم نه خراپوي؛ لکه د آزاد فکر کولو عمومي آزادي. واکمن باید هېڅ څوک پرې نه ږدي چې د نورو د آزادانه فکر کولو مخه ونیسي. واکمن باید خپل مقام ته پام وکړي؛ د نورو فکري تولید خپلې ولکې لاندې راوستل به د ده په زیان وي، ځکه د دغې چارې څارنه به دا څرګنده کړي چې واکمن په هېڅ شي نه پوهېږي، نو د نورو د پوهېدو مخه هم نیسي. همدارنګه، دا به واکمن ته د شرم ځای وي چې له فکر کوونکو پر وړاندې د څو مستبدو مامورینو ملاتړ وکړي.
بله پوښتنه دا ده چې، آیا مونږ روښانه شوي یو او زومونږ پېر روښانه دی؟ ځواب مې دا دی چې، نه؛ لا تر اوسه روښانه نه یو، روښنتیا کې یو، یانې روښنايي خپروو. اوږد مزل راپاته دی، هغه پېر چې هر څوک په کې په خپل فکر او پوهه خپله دیني تګلاره غوره کړي، لا لیرې ده. خو څرګنده ده چې اوس انسانان کولای شي په خپله خوښه خپل فکر او پوهه وکاوري، د روښنتیا پر وړاندې موانع له منځه ځي او داسې ښکاري چې انسان به له فکري خامۍ ووځي. نو د روښنتیا پېر کې یو، د روښنتیا پېړۍ ده، د فرېډریک پېړۍ ده [فرېډریک د پروشیا پاچا وو او کنټ د ده په وخت کې ژوند کاوه. فرېډریک تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې خلکو ته نسبي دیني آزادي ورکړې وه. راتلونکي پراګراف کې کنټ د دغه پاچا ښېګڼې بیانوي].
داسې واکمن چې دیني چارو کې ګوتې نه وهي، دیني فرمان نه ورکوي؛ خلک یې له دې اړخه آزاد پریښي چې خپله لار غوره کړي. خپله روښانه دی؛ نو د دې وړ دی چې د خپل پېر انسانانو او راتلونکو نسلونو لهخوا په دې وستایل شي چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې انسانان پریښي تر له خامۍ ووځي او په ټولو عقلي چارو کې خپل فکر وکاروي. د ده په پېر کې دیني مخکښان اجازه لري تر څو د خپلې رسمي دندې تر څنګ د یوه متفکر انسان په حیث د ناخوالو او نیمګړتیاوو پر وړاندې آزادانه غبرګون ولري. د فکري آزادۍ دغه غورځنګ پر نورو سیمو او راتلونکي پېر اغیز لري. په هغو سیمو او هغه پېر چې دولتونه په کې له خپلو اصلي دندو بېخبره دي، یانې هغه دولتونه چې د انسانانو فکري آزادي محدودوي. د ده دولت نورو دولتونو ته دا ور زده کوي چې څنګه د فکري آزادۍ په شتون کې، د ټولنې یووالی او له کوم ګواښ سره مخ نه دی. انسانان کولای شي په یوه تدریجي بهیر کې زغم زده کړي او له تاوتریخوالي لاس په سر شي، که چېرې د دغه بدلون آزادي ولري.
زما په اند د روښنتیا اصلي څېره، په دین کې مطرح ده؛ دا چې انسان له فکري خامۍ راوځي مانا یې دا ده چې د دیني بنسټونو له جبره راوځي. ځکه هنري او علمي آزادۍ د واکمنانو ګټو ته جدي ګواښ نه پېښوي. او بله دا چې دغه ډول خامي تر ټولو ځورونکې او خواروونکې ده. واکمنان پوهېږي چې که خلکو ته په هر څه کې د آزاد فکر کولو اجازه ورکړي، دغه بهیر قوانینو ته رسېږي؛ بیا به خلک په قوانینو کې هم نیمګړتیاوې لټوي او پر وړاندې به یې غږ پورته کوي. که چېرې دغه غږونه د وضع شوو قوانینو د اصلاح لپاره وي، نو لږ تر لږه د فرېډریک بېلګه داسې وايي چې دغه غږ د مثبت بدلون راوستلو وړتیا لري. فرېډریک چې خپله روښانه دی او د ټولنیز نظم د ساتلو لپاره لښکر لري، له دې نه وېرېږي چې خلکو ته ووايي: فکر وکړئ، په هر څه کې چې مو زړه غواړي او هر څومره مو چې زړه غواړي؛ خو امر منونکي واوسئ. له یوې خوا آزادي، او له بلې خوا د امر منل، په ظاهره نااړخ او متناقض ښکاري؛ خو چې ريښو ته یې لاړ شو او وګورو چې مشروطه شي ډېر ګټوره ده، نو دغه تناقض به هم له منځه لاړ شي. مطلقه آزادي، ګډوډي رامنځته کوي، د انارشۍ لامل ګرځي. خو د قوانینو په چوکاټ کې آزادي بیا، پرمختګ او نظم راولي. زه په دې باور یم چې ټولنه د آزادۍ له مشروطې بڼې سره ځان برابروي؛ نو هم به آزاد فکر کوي او هم به د حکومت او حاکمیت د لاټینګښت لامل ګرځي: هغه حکومت چې انسان ته د تقلید د ماشین په سترګه نه ګوري، هغه حکومت چې انساني کرامت ته په درنه سترګه ګوري.
ایمانوېل کنټ،
کونیګسبرګ، پروشیا
د سېپټمبر۳۰مه، ۱۷۸۴
پښتو ژباړه: قدرتالله ځواک