INSAN Magazine

ولې ادبیات؟ د انسان مجلې له لوري د ادبیاتو د پيل په موخه

د جدي ۱۶مه ۱۴۰۳

د شلمې پېړۍ د معرفتي فلسفې د محتوا له مخې، راتلونکی بشري معرفت په هنري او ادبي نړۍ کې ممکن دی. د هرې ټولنې د ودې او دوام لپاره او په ټوله کې د بشري ژوند د کیفیت په پار ادبیات تر ټولو مهم او ښکلی لګښت دی. لاندې د ادبیاتو د اهمیت او ضرورت بحث خلاصوو او د نویو ادبیاتو لپاره د زمینې جوړولو هڅه کوو.

نژدې نوي کاله وړاندې په ۱۳۱۰ کې د کابل ادبي ټولنه د وخت د مشهورو لیکوالانو او شاعرانو له لوري تأسیس شوه. میر غلام محمد غبار، محمد انور بسمل، محمد سرور جویا، قاري عبدالله، محمد اکبر فارغ او یو شمېر نورو د مشروطیت غورځنګ فعالینو د دې ټولنې په تأسیس کې برخه درلوده. دا د افغانستان په فکري تاریخ کې لومړی ځل و چې په رسمي توګه د ادبیاتو، تاریخ، او لیکوالۍ لپاره یو ځانګړی خپلواک بنسټ پرانیستل کېده؛ یاد بنسټ بیا وروسته د کابل مجلې په نوم یوه خپرونه پیل کړه چې ادبیات، تاریخ، شعر او داسې نور یې موضوعات ول.

لیکوالي، شعر، نقد، ژباړه او د متن سمونه د دې انجمن ډېر ښکاره فعالیتونه ول. د کابل په نوم یې یوه کالنۍ خپره کړه چې د افغانستان د کال مهمې پېښې، ادبیات، شعر او تاریخ په کې وړاندې کېدل. د افغان لیکوالو د تجمع، بحث او نقد دې مرکز وکړای شول په لنډ وخت کې د لیک او لیکوالۍ ځانګړی لوری مالوم کړي، ژباړل شوي کتابونه بیاوګوري، تاریخ ولیکي، او نوي شعرونه خپاره کړي.

دا انجمن تر یو څه مزله وروسته د پښتو ژبې لپاره د کار کولو په موخه په پښتو ټولنه واوښت، او یاده ټولنه بیا  د نورمحمد تره كي  په وخت په ۱۳۵۷ كال كې د علومو اکاډمي شوه چې د تاريخ ټولنه، د پښتو څېړنو نړيوال مركز او نور تاسيسات په كې مدغم شول.

دا د افغانستان د ادبیاتو یو لنډ داستان دی. اوس نه د نوي کالو وړاندې ادبي انجمن شته، نه د پښتو ژبې د بډاینې او پراختیا ټولنه او نه هم د علومو اکاډمي هغه قوت، تعهد او نوښت.

بل اړخ ته د ادبیاتو هدف هم دا دی چې په دې مو پوه کړي، انسانان ژوند څنګه تجربه کوي، د بشري ټولنې ټوله محتوا څه ده، انسان ته څه ورپېښ دي او ولې دا هر څه وشول؟ اوس زموږ په ټولنه کې ادبیات چېرې دي؟ داستان چېرې دی؟ شعر چېرې دی؟ نقد چېرې دی؟ او هغه د بدلون او آزادۍ هڅه چېرې ده چې ادبیاتو باید خلق کړې وای! آیا موږ د ادبیاتو لپاره دا موخه منلې چې شک در واچوي، د پټو او ناروښانه مسایلو په اړه وغږیږي، او تحریک مو کړي. تمه خو دا ده چې ادبیات مو باید فکر کولو ته اړ کړي.

آیا موږ واقعاً کتاب د دې لپاره لیکو چې د خلکو ذهنونه خلاص کړي؟ نوي فکرونه وړاندې کړي څو خلک په دې وپوهیږي هغه څه چې دوی یې ډېر روښانه او د پوهېدو وړ بولي، دومره هم ښکاره او روښانه نه دي، زموږ په نظر د ادبیاتو موخه دا ده څو د نظر پراختیا پیدا شي، ناویل­کېدونې تجربې غبرګې او ولېږدول شي، ژوند ته مانا ورکړي او هغه پېښې چې رامخته کېږي، تفسیر یې کړای شو. ادبیات باید د دغو خلکو، ټولنې او تاریخ په سترګو او ذهن کې د نړۍ، انسان او ژوند ښکلاګانې او دردونه منعکس کړي. د هرڅه خبرې وکړي، د نړۍ او توکو نازکه او نرمه ښودنه ممکنه شي. هغه خبرې چې محض عقلانیت او وچې ارزونې یې نه شي وړلی د هنري دریځونو او مینه­ناکو بشري چلندونو په لاس تولیدیږي. له ادبیاتو همدا تمه ده او اوسنۍ ټولنیزه او تاریخي فضا مو له دغې تشې رنځېږي.

په اتم جون ۱۹۴۹ د جورج اورول ۱۹۸۴ رومان نشر شو او نژدې کال وروسته خپله ومړ. دا کتاب په میلیونونو ټوکو کې په لسګونو ژبو خپور شو چې په ګڼو فېلمونو، تلویزیوني خپرونو، نندارو، تیاترونو او په ډېرو نورو هنري او فرهنګي ډولونو کې منعکس شو او په ورته وخت کې یې په لسګونو نورو رومانونو، فېلمونو، نندارو، تلویزیوني خپرونو، موسیقۍ، کتابونو، سوداګریزو خبرتیاوو، او خوځښتونو اغېز درلود.

دا رومان د یوې ډیسټوپیا Dystopia انځور دی، داسې یو علمي-تخیلي حالت چې په کې په ټولنه ټول‌غوښتنه، تنفر، انزجار او کرکه حاکمه وي. د دې کتاب د نوم او محتوا له مخې تحلیلي وړاندوینې دا وې چې نړۍ به په ۱۹۸۴ کې له ورته حالت سره مخ شي؛ مګر د سړې جګړې په پای ته رسېدو او د نړیوال فاشیزم او کمونیستي بلاک تر ماتېدو وروسته فکر دا وه چې هر څه سمې خواته روان دي، مګر دا چې اوس د دې رومان له چاپ نژدې اویا کاله اوړي، لا هم د دې کتاب تازه تحلیل‌ګران وړاندوینه کوي دا حالت راتلونکی دی.

څنګه د ادبیاتو یو کتاب کولای شي اویا کاله د نړیوالو ادبیاتو او ادیبانو فکر او توجه جلب کړي؟ آیا همدا حقیقت ته د لیکوال او ادبیاتو اعتناء نه ده؟

د ټولنې، خلکو او د فساد او لوټ پر وړاندې د لیکوالانو د تعهد تشه ډېره محسوسه او ښکاره ده. لوی او ستر بنسټونه او شخصیتونه په ښکاره ډول د خلکو پر وړاندې غلا او لوټ کوي، مګر هېڅ‌څوک نشته د دوی پر وړاندې ودریږي او دا هر څه رسوا کړي. د ټولنیزو رسنیو په دې زمانه کې د بیان د آزادۍ او بېلارې کولو تر منځ له یو پټ ګواښ سره مخ یو. آیا رښتیا هم د بیان د آزادۍ په نوم د پراخو او ناسنجول شویو متنونو نشرول د غلطولو هڅه نه ده؟

زموږ شته ادبیات د حقیقت پر وړاندې بې اعتناء دي. دا بې اعتنايي له کومه کېږي؟ اصلاً په دې زموږ په ټولنه کې بحث شوی چې د ادبیاتو موخه څه ده او ولې باید ادبي فعالیتونه او تولیدات موجود وي. له ادبیاتو خبرېدنه او پېژندنه د عوامو او نورو متخصصینو ترمنځ په یو ابهام کې واقع ده. د ادیبانو، شاعرانو او کیسه‌لیکوالو هغه واقعي برم، اعزاز او ارزښت چې د مستقل حضور وړتیا ولري باید رامنځته شي او پرته له دې چې سیاسي چارواکي، سوداګر او سیمه‌ییز مشران یې ملاتړ وکړي، روښانفکره او منتقد بنسټونه باید د لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو لپاره د یو ډېر باارزښته ټریبیون په رامنځته کولو کې سره یو موټی شي.

افغان لیکوالان، ادیبان او شاعران څومره له نړیوالو ادبیاتو سره بلد دي؟ نړیوال څومره د افغانستان ادبیات پېژني؟ د تېرې نژدې څلوېښت کلنې جګړې پر مهال ګڼ افغان لیکوالان ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ته کډه شول؛ دا مهاجر افغان لیکوالان ولې نشته؟ دوی ولې شعر نه وايي؟ ولې داستان نه لیکي؟ او ولې یې د خپل هېواد، ټولنې او بشري نړۍ په اړه له فکر کولو لاس اخیستی؟ مهاجرت د افغانستان په ادبیاتو څه اغېز درلود؟

شویو کارونو ته په پام موږ څومره رسمي داستان‌لیکنه لرو؟ داسې لیکوالان، شاعران او ادیبان چې داستان، شعر، نقد، او سپړنه یې رسمي مسوولیت وي، لرو؟ ولې د ادبیاتو له رسميت ډاریږو او ولې رسمي داستان‌لیکونکي کم لرو او یا یې بېخي نه لرو؟

زموږ فرهنگ شعري فرهنگ دى. كيسه او داستان په وروستيو پيړيو كې دې بهير سره يو ځاى شوي دي. شعر  او  تخليقي ادبيات په ټوله كې د احساس او عاطفې له زهدان نه رابهر كېږي. عاطفه او احساس په اروايي لحاظ د انسان هغه شتمني ده چې په هغه كې (انسان كې) د قهر، تېري، غضب، وحشت او بربريت عناصر وژني، خو موږ د ادبياتو نورې برخې هم اوس پيژنو چې له داستان، ناول يا رومان، ډرامې، تياتر او نورو څخه عبارت دي. د تخليقي ادبياتو له مفهوم څخه زموږ هدف له خواصو نه عوامو ته پام اړول دي. د دې كار اړتيا دا ده چې زموږ ټولنه اوس زيات وكم څلويښت كاله د يو ابولهول سره مخامخ ده. دا ابولهول جگړه ده. هغه ماشوم چې د جنگ د كلونو په پيل كې زېږيدلی و اوس څلوېښت كلن او له هغه زيات دى. يانې په جنگي فرهنگ كې را لوى شوى دى. جنگي فرهنگ يانې د انساني ارزښتونو ناقض فرهنگ يا وحشيانه او څيروونكی فرهنگ؛ يانې هلته چې عاطفه، احساس، زړه‌خوږی، مينه او عشق ټول خاورې ايرې شوي وي، يوازې باروت، ټوپك، چاكو او شمشېر خپل راج چلوي.

له دې حالت نه د وتلو يوه لاره ادبيات او د ادبياتو پنځول دي. د خلاقه ادبياتو رواجول او له هغه سره د نوي نسل عادت كول دي. دا ځكه چې اړتيا لرو او زموږ ټولنه اړتيا لري چې د هغې په بوده تنسته كې د هغې په رگونو او مساماتو كې، د هغې په عصبي رشتو  او سلولونو كې، د هغې په وينه او هډوكو كې، انساني عاطفه او احساس په څپو راشي. همدا كار سالم او انساني ادبياتو ته اړه لري او كولی شي چې د ټولنې د كالبد په سمندر كې عاطفه او احساس، عشق او مينه په حركت راولي.

انسان مجله د داسې ادبیاتو د تخلیق په تمه او تکل ده چې وکولای شي زموږ راتلونکی تصویر کړي، نېکمرغي مو وښيي، او له بدمرغۍ مو خبر کړي. داسې یوه ټولنه چې آزادي او بدلون په کې تر ټولو لوی ارزښت وي.

د انسان مجلې د ادبیاتو د پیلولو دا نوښت د مقالو، څېړنو، نقدونو، شعرونو، داستانونو او بحثونو مجموعه ده. د پښتو کلاسیک شعر او د شلمې پېړۍ تر پایه شاعري ډیجیټل کول، د معاصر داستان د خپرولو ځانګړی جوړښت، پر شعر، داستان، ډرامه، ننداره، کتاب او غیرداستاني ادبیاتو نقد او بحث، د نوې شاعرۍ ځانګړی نشر او د افغان لیکوالو همغږي، راټولول او د لیکوالۍ پر مسیر، راتلونکي او تېر د افکارو او نظرونو تبادله به د دې نوښت وتلې برخې وي.

شریک کړئ