INSAN Magazine

د جنګونو فکري سناریو

د جدي ۱۶مه ۱۴۰۳

کله چې د انسانانو د ژوند په اړه تاریخي حقایق لولو د دوی د ژوند په برخه کې دوو مشترکو پایلو ته رسیږو چې تر ننه یې د دوی په اړه د اساطیرو، افسانو او د نړۍ په تکوین کې برخه درلوده: (۱) ستر عظمت دی چې جنګ په کې وجود لري. (۲) د جنګي کړنو او عملونو ژوره ستاینه ده چې د وخت خدایانو به تر سره کوله.

په دې خاطر، "وال هالا" (۱) او د "ژرمن" (۲) معبودونه هغه بېلګې دي چې پیروانو به یې د جنګونو تر ګټلو وروسته جشنونه جوړول. دا وګړي به د "ادن" تر څنګ چې د جنګ خدای به یې باله را ټولیدل او د هغه شااوخوا به یې غنیمتونه، مال او اسیران را ټولول او د وژل شویو دښمنانو په سر کې به یې شراب څښل او جشن به یې جوړاوه.

که د چین اساطیر سوله ییز دي او بودا د جنګ مخالف و، ولې برهمایي دین له تاوتریخوالي ډک دی. برهمایي مقدس کتاب ټول د خدایانو، ارباب النوع، پریانو او دېوانو له جنګونو ډک دی چې د انسانانو، بیزګانو او کله کله به د نورو حیواناتو هم په جګړه کې بوخت وو. ودا له دې ډول داستانونو ډکه ده.

سترې حماسي منظومې لکه "رامایانا" (۳) له همدې ډول اساطیري پېښو ډکې دي چې د جنګونو توصیف او ستاینه کوي. هندي معبودونه ډېرو داسې حجارونو پټ کړي چې همدا ډول مبارزې ښيي او "ایندرا" (۴)، "میترا" (۵)، "وارونا" (۶)، "برهما" (۷)، "ویشنو" (۸)، "شیوا" (۹) خدایان او د "کالي الاهه" (۱۰) په جنګي ارابو پر یو بل باندې په تاوتریخوالي بوخت دي.

په یوناني اساطیرو کې هم "زیوس" (۱۱) او نور جنګي خدایان لکه "تیتان" (۱۲) له یو بل سره جنګیږي. دېوان او "تیفه" (۱۳) له یو بل سره مبارزه کوي؛ "کرونوس" (۱۴) له "افیونه" (۱۵) سره جنګیږي، "مارس" (۱۶) نفاق، ویرې او وحشت را ګیر کړی دی؛ هغه د انسان وژونکي په لقب ویاړي. "پالاس" (۱۷) همیشه زغره وال دی او خپله "آپولون" (۱۸) هم نابودونکي تیرونه لري.

په ټولو پېژندل شویو تمدنونو کې دا رسم و چې له جنګونو له مخه او یا هم له جګړو وروسته به یې یو شمیر اسیران او یا به یې د غنیمتونو یوه برخه خپلو خدایانو ته وژل او وربخښل. اشوریانو، مصریانو او ازتکیانو به د زرګونو کسانو د بې ساریو چیغو او وحشتونو سره یو ځای د هغوی سرونه ورغوڅول.

دیني او مذهبي عقایدو هم د جنګ په مورد کې خپل خاص نظریات درلودل. په عهد عتیق کې به د جنګ لپاره ځانګړي خدایان  وو او د دوی په باور به یې د دوی د بریا لپاره دعا کوله او د خیر او برکت تمنا به یې درلوده.

اسلام هم د هغو کسانو لپاره چې د خدای په لار کې به جنګېدل او جنګیږي د جنت وعده ورکوي او د شهادت د مقام د فضلیت بیان ورته کوي.

په قران کې راځي:

یا ایّها النّبیّ حرّض المؤمنین علی القتال. اې نبي، مومنین د جنګ لپاره وهڅوه (تشویق یې کړه، تیز یې کړه). انفال:65 او همدا ډول نساء:84.

بل ځای راځي:

و قاتلوهم حتّی لا تکون فتنه و یکون الدّین للّه. تر هغو پورې وجنګیږئ تر څو فتنه ختمه شوي نه وي او ټولو د خدای دین نه وي منلی.  بقره:193 او همدا ډول انفال:39.

مسیحي الهیاتو جنګ مردود وګاڼه او په پوره مانا یې وویل که چېرې چا یو څوک په توره وواژه بېرته به یې په توره سر پرې کیږي، خو بیا وروسته سن توماس د (مشروع جنګ) نظریه او لاره رامنځته کړه چې وروسته یې صلیبي جنګونه را وزېږول.

چیني فلسفې تر پایه له جنګ څخه پوره او ښکاره ملاتړ ونه کړ. چیني فیلسوف کنفسویش به ویل: "یو ریښتینی جنرال جنګ نه خوښوي، هغه نه کینه ګر دی او نه هم د احساساتو په دام کې لویدلی". په فلسفي نظریاتو کې نیچه تر ټولو ښکاره او په زورور ډول د جنګ په ملاتړ کې خبرې کړي دي او هغه جنګ یې ستایلی دی چې په بیرحمانه ډول تر سره شي او قطعي پایلې ولري.

جنګ او اجتناب ناپذیري

د جنګونو د اجتناب ناپذیرۍ په اړه لومړني نظریات له میلاد څخه څلور پېړۍ وړاندې د هند سیاسي فلسفې ته ورګرځي. د هغه مهال هند له سیاسي او نظامي اړخه د جنګ د اجتناب ناپذیرۍ په حواله مهم او دقیق سیاسي او د وخت نظامي تجربې او ارزښتونه درلودل. په یوناني فلسفیانو کې هراکلیت به جنګونه د پرمختګ او د افرادو د پېژندنې او ډلبندۍ لپاره معیار ګاڼه: "جنګ د هر څه ریښه ده. له یو شمیر انسانانو خدایان جوړوي او له یو شمیر نورو غلامان یا هم ازاد وګړي."

ارسطو به له عقل څخه د کار اخیستنې او د عقل د موجودیت په شرطونو ولاړ دوه انساني قشرونه معرفي کول او ویل به یې چې دغه دوه کټګوري انسانان له عقل څخه محروم دي: "لومړی، په جګړه کې ماتې خوړونکي او دویم غیر یونانیان یا ((بربریان))." همدا راز به ارسطو ویل چې داخلي استبداد هم د عقل خلاف کړنه ده. ده به یادونه کوله چې د نورو ملکونو د نیولو لپاره د جنګي فنونو زده کول او نظامي فعالیتونه پیاوړي کول عقلاني چاره نه ده. هغه تاییدوي چې د انسان ټول ژوند په دوه برخو وېشل کېږي: "د وزګارتیا پر وړاندې عمل او د سولې په وړاندې جګړه... د سولې د ټینګښت لپاره ناچاره یو چې جګړه وکړو او د شریفو او ښو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره باید چې ښه کارونه او فعالیتونه ولرو". دی زیاتوي: "لکه څنګه چې مو بار بار ویلي، سوله د جګړې نهایي هدف دی او وزګارتیا د کار او فعالیت وروستۍ موخه." ارسطو په جنګ کې بریالیتوب د هوش او عقل کار ګڼي.

ماکیاول عقیده درلوده چې: "وگړي د ازادۍ غوښتونکي دي او هیله لري چې د نورو له (منع کولو او دخالت) څخه ازاد و اوسي.... مګر لکه څنګه چې د یو فرد د ازادۍ تر ټولو ښه لار دا ده چې نور له ازادۍ محروم کړې... لزوما باید پر نورو د تسلط په فکر کې شې. په دې ډول جنګ د وګړیو او هېوادونو تر منځ اجتناب ناپذیره کیږي." ماکیاول به ویل چې: "هر لازم جنګ، مشروع جنګ دی." هغه به د لازم او غیر لازم یا مشروع او غیر مشروع جنګ د تشخیص مسله هم شهزاده/ ټولواک ته ورسپارله چې باید د خپل هېواد ګټې په نظر کې ونیسي.

"انسان د انسان لېوه دی" او "د ټولو جنګ د ټولو پر وړاندې" شاید د هابز په فلسفه کې د جنګ په حواله تر دې اساسي منطق نه وي بیان شوي. هابز باور درلود چې انسان هغه حیوان دی چې ټولې کړنې او کارونه د خپلو دوو انګیزو له مخې تر سره کوي: "لومړۍ د ګټې اخیستنې (رقابت) انګېزه او بله د وېرې (عدم اعتماد) انګیزه." هابز پوهېده چې؛ هر څومره حاکم کمزوری شي په هماغه کچه یې د اتباعو پر وړاندې د تیریو احتمال او خطر ډېږيږي.

له جنګ څخه د اجتناب ناپذیرۍ په کلاسیکو نظریاتو کې دریو مهمو پایلو ته رسیږو:

  1. ټول هغه نظریات چې مطرح شول پر دې یې باور درلود چې جنګ د انسان په ذات کې نغښتی دی، ولې د دې تر څنګ یوه ټولنیزه او طبیعي اجتناب ناپذیره پدیده ده.
  2. یاد نظریات تر ډېره هغه فلسفیانو مطرح کړي وو چې د انسان د ذات په اړه یې نظر بدبینانه و، ولې د یادولو ده چې دوی د انسان د ښېګڼو او بدګڼو په اړه د خپلې فلسفې له مخې خورا مهم او بنیادي نظریات مطرح کړي دي.
  3. تر ټول مهمه مسله چې د فلسفیانو له نظریاتو د جنګ په مورد کې ښکاري دا ده چې دوی په ډېر ندرت سره د جنګ په اړه بحث او خبرې کړي دي، یانې دا موضوع یې خورا سطحي بللې او یقیناْ په همدې یې باور و چې جنګ د انساني ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده او تر ډېره یې دا قضیه د دولتونو په حدودو کې مطرح او بحث یې پرې کړی دی. خو دوی ته وخت نا وخت له جنګ څخه د راپاتې تاثیراتو په حواله د جنګ موضوع اهمیت درلود.

د جنګ د اجتناب ناپذیرۍ د بحث په اړه په نویو نظریاتو کې د ایدیالیستانو نظر دی چې وایي؛ جنګ د یو ځانګړي ټولنیز جوړښت د نواقصو پایله ده، که مو دا جوړښت سم کړ یا مو نابود کړ، جنګ په خپله له منځه ځي. په دې اړه مارکسیستانو، نشنلیستانو، د خلع سلاح نړیوالو فعالینو، د بشري حقونو فعالینو او معاصرو ریالیستانو هم بحث کړی دی.

اروا شننه او جنګ

د فرودسي په شاهنامه کې لولو چې رستم او سهراب سره په اوږده جګړه کې دې حد ته ورسېدل چې په پایله کې سهراب ووژل شو. د دې داستان دواړه کرکټرونه سره زوی او پلار وو. پوښتنه دا ده چې د زوی د وژلو عدالت کوم منطق توجیه کولای شي؟ د اروا شننه له مخې د ادیپ عقده د پلار او زوی تر منځ د جنګ یوه طبعیي پېښه ده. د ماشوم په طبیعت کې نغښتې عقده چې د مور د تصاحب په نیت یې له پلار سره پيدا کوي، د زوی او پلار (مور او لور) تر منځ د جګړې د شتون او توجیه استدالال بیانوي. ارواشننه باور لري چې د زوی او پلار تر منځ دا تضاد له کوچنیتوبه نیولې د ژوند د نورو برخو تر وروستي حده زیانمنولی شي.

د فروید ارواپوهنې له مخې جنګ د انسان په ذات کې نغښتې غوښتنه ده او له هغه غریزو زیږي چې د انسان ژوند ترې رامنځته شوی دی. یانې د ژوند او مرګ غریزه. فروید نه یوازې دا چې د مرګ یا تاوتریخوالي غریزه نه نفي کوي بلکې د ژوند لپاره یې مهمه ګڼي.

د یوست میرلو په نامه یو هالینډي اروا شنونکي په دې باور درلود چې؛ (جنګ غالبا... د دروني ځپل شوي قهر پراخه تخلیه ده (چې)... د بشریت دروني وېره د یوې پراخې نابودۍ په قالب کې ځان را ښکاره کوي.) نو ځیني وختونه، انسان جنګونه د ځان د اداره کولو پر وړاندې د خپلې ماتې د څرګندولو وسیله ګرځوي او په موقتي ډول د نورو پر وړاندې د یو پراخ قهر په ډول را څرګندیږي. د ویجاړونکي په دې سناریو کې نور کسان د شخص د ناویل شویو او ځپل شویو ناکامیو قرباني ګرځي.

فرانکو فورناری، ایټالیوي اروا شنونکي چې د ملاني کلاین د نظریاتو پلوی و، باور درلود چې، جنګ یو پارانوید یا د ویر یو ښکاره پراختیا ده. فورنای پر دې باور و چې جنګ او تاوتریخوالی په موږ کې "مینې ته اړتیا" ښکاره کوي: د هغو مقدسو شیانو د دفاع او ترې د ساتنې لپاره زموږ غوښتنه چې ورپورې تړلي یو او اړیکه ورسره لرو؛ لکه مور. مګر په لویانو کې، ملتونه دي چې د مقدساتو رول لوبوي او د جنګ د رامنځته کېدو باعث ګرځي. فورنای په "فداکاري" د جګړې د ذات په حیث ټینګار کاوه او عقیده یې درلوده چې فداکاري د هېواد لپاره د بشر د مړینې یو کاملا عجیب تمایل دی او ملت ته د خپل وجود وړاندې کول دي.

د مشروع یا عادلانه جنگ نظریه

په اصل کې د مشروع جنګ نظریه د منځنیو پېړیو دکتورین دي چې د رومي د کاتولیکي کلیسا د فلسفې، اخلاقو او نظریاتي اړخونو تضمین کوونکي و. د مشروع جنګ د نظریې مفهوم په لومړي ځل په هندي حماسه مهابارات کې راغلی دی. ولې اساس او ریښې یې د روم جمهوریت ته ور ګرځي. رومیانو په لومړي ځل د مشروع جنګ مفهوم (په لاتیني guerre juste) د غیر مشروع یا غیر عادلانه جنګ ( په لاتیني guerre injuste) په مقابل کې وکاروه. د رومیانو په باور مشروع جنګ هغه جنګ دی چې د روم له لوري پیل شوی وي. د یو مستقل مفهوم په صفت په دې نظریه اتکاء د سیسرون تر وخته رسیږي ولې انکشاف او پراختیا یې د اګوستین او توماس اکویناس د نظریاتو برکت و. اګوستین لومړنی مفکر و چې مشروع جنګ ته یې الهي اړخ ورکړ او هغه ته یې د مذهب له کړکۍ وکتل؛ هغه جنګ مشروع دی چې دوه ځانګړتیاوې ولري: "اقدام کوونکی باید د جنګ حق ولري او جنګ د خدای په ځانګړي امر وي". د مشروع جنګ نظریه چې تر ډېره یې الهي او مذهبي اړخ نیولی و، طرفداران یې د توجیه او ملاتړ لپاره څلور دلیلونه راوړي:

  • د جنګ هدف به مشروع او اخلاقي وي.
  • پیل او لارښوونه به یې د یوې قانوني سرچینې (مثلا حاکم) له لوري کیږي.
  • په جنګ کې د بریا د لاسته راوړلو احتمال باید موجود وي.
  • جنګ نه باید دښمني او بي نظمي رامنځ ته کړي بلکې خیر و برکت، منفعت او د مجدد عدالت د ټینګښت تضمین باید وکړي.

د نوي عصر [د ۱۶ مې پېړۍ له پیل څخه د ۱۹ مې پېړۍ تر پیل پورې] مشروع جنګ د منځنیو پېړیو مذهبي اړخ له لاسه ورکړ او د هېوادونو لپاره د پادشاهۍ د یو حق او د هر هغه مهال لپاره چې منافع ایجاب کړي، مطرح شو.

د جنګ په اړه اخلاقي او حقوقي عقاید

همغه ډول چې هېڅ ټولنه که عملاْ هر څو ابتدایي هم وي، له حقوقي نظریې بې برخې نه ده، جنګ هم نشي کېدلی چې د یو شمیر ځانګړو یا مبهمو قواعدو پرته چې د جنګونو پیل او پای توجیه کړي، ترسره شي.

د لرغوني روم د تاریخ له پیله د جنګ حقوق موجود و. اساساْ دا حقوق تشریفاتي وو او د روحانیونو یوه خاصه ډله د قواعدو پر تطبیق باندې نظارت کاوه. مهمه دا وه چې جنګ د عرف له مخې اعلان شي، د جګړې انګیزې او موضوع خاص اهمیت نه درلود. که چېرې د جنګ اعلان په ښه ډول تر سره شي، جنګ عادلانه ګڼل کیږي. د جنګ د اعلان دغه قانون څخه بې پروایي، جنګ غیر عادلانه ښکاره کاوه، همدغسې جنګ به شوم و او په ناکامۍ او بدبختۍ به پای ته رسېده. د مغلوبو وګړیو قتل عام او د غلامانو په ډول د پاتې کسانو خرڅول، یو اصل او قاعده وه.

"سیلا" (۱۹) په خورا ارامۍ د "سامنیت" (۲۰) څلور زره بندیان په "شان دومارس" (۲۱) کې قتل عام کړل. ټول وګړي په "رګیوم" (۲۲) کې له تیغ څخه تېر شول. رومیانو په "پونیک" (۲۳) جنګونو کې د "اسدروبال" (۲۴) نظامي اډه ونیوله او ټول کارتاژیان Carthage یې قتل کړل. او د "ګل" (۲۵) اوسیدونکو هغوی په وښو څملول او له تیغه یې تېر کړل. هغه هېوادونه به چې د رومیانو له لوري مغلوب کېدل په بېلابېلو ډولونو به اطاعت ته مجبوریدل. د هېواد پراخونې قاطع ترین حقوق به په دواطلبانه تسلیم کې نغښتي و او مغلوب به تاییدوله چې: "زه خپله، ښار مې، ځمکه مې، هغه اوبه چې روانې دي، هغه خدایان چې عبادت یې کوم، معبودونه، مال مې، او ټول هغه شیان چې په خدایانو پورې تعلق لري به د روم خلکو ته تقدیموم."

ناپلیون "د جنګ خدای"

ناپلیون بناپارت ته د نوې اروپا د جنګ خدای وایي. د ده په اړه ویل کیږي چې په جنګي جبهه کې به یې حضور د ۱۰۰۰ عسکرو له موجودیت سره معادل و. ناپلیون د جنګي نبوع له کبله ځکه تر بل هر چا زیات یادیږي او ستایل کیږي چې دی په پنځلسو کلونو کې وتوانید، درې بېلا بېل؛ ایډیالوژیک، نیشنلیستي او سلطنتي جنګونه سره په ارتباط کې وساتي. د انساني علومو متخصصان د ناپلیون جنګي تجربې او مهارتونه د جنګپوهنې په پوهه کې د پام وړ او ګټور بولي.

د دې پوهې یو مهم لوری ممکن دا وي چې د ټولنې د جوړښتونو په اړه ممکنه پېژندګلوي ولرو. د فرانسې درېیو نسلونو د تېرو کړنو او جنګونو پور پرې کړ او ځانونه یې وکړول. ناپیلون پوهېده چې عامو وګړیو په خپل ضمیر کې له پېړیو راهیسې پټ او ځپل شوی د اتلوالې او زوړرتیا ځان ښودونه پټه کړې او دوی هېڅ وخت حق نه درلود تر څو په نظامي او جنګي فعالیتونو کې برخه ولري. شپاړلسم لوی د فرانسې د انقلاب په لومړیو کې د کوچنیو اشرافو تر زیات فشار لاندې یو قانون توشیح کړ چې له مخې به یې پرته له اشرافو بل هېڅوک نشي کولای چې حتا ډېر بې کاره او کوچنۍ نظامي دنده ولري.

د ناپلیون په اړه دا هم مشهوره ده چې دی هیومانیزم ته وفادار او ژمن سړی و. تر پایه یې د غیرنظامي کسانو د وژلو امر ور نه کړ، تر پایه یې پر هغو لاس پورته نه کړ چې په جنګ کې به ښکېل نه وو، د جنګ د اخلاقي اصولو په مراعات کې جدي و یانې دا چې هېڅوک یې د قصد یا کینې له مخې ونه وژل.

وروستۍ خبرې به همدا وي چې:

"جنګ تر ټولو زوړ مفهوم چې هېڅکله به زوړ نشي!" یادې معقولې په ډېر بد ډول د جنګ د تل پاتې والي انګېزه د انسان په ذهن کې ور مېخ کړه او د سولې د بهتروالي ذهني قوه یې تسخیر کړه. د جنګ د عیني او واقعي محوې په مورد کې لازمه ده چې ووایو؛ "هېڅکله بدې سولې او ښې جګړې وجود نه وې!" جنګ چې د هرې مقدسې موخې لپاره تر سره کېږي او هر ډول سپېڅلی مرام په کې نغښتی وي، مردود دی.

له یوه سرتیري څخه یې وپوښتل چې ولې جنګ ته نه ځې؟ ویې ویل: په خدای قسم چې زه مې یو دښمن هم نه پېژنم او هغوی هم ما نه پېژني! نو زموږ ترمنځ به دښمني څنګه رامنځته شوي وي!؟ ... د سرتیري د همدې قضاوت او لید له مخې له جنګ څخه کرکه یقیني او منطقي ده. د هیومانیزم پر اساساتو او بنسټونو د باور له مخې په جنګونو کې د انسانانو مرګ د یوې ظالمې عقیدې ښودونه کوي او هر جنګ د انسانانو پر مرګ ختمیږي.

((انسان)) باور لري چې د جګړې د توجیه لپاره ټول کاریدلي منطق او استدالالونه په هېڅ صورت انساني ژوند نشي تظیمینولی، ولې د مخنیوي، مهارولو او سوله ییزو بهیرونو د رامنځته کولو په عقیده کلک باور لرو او جنګ د انساني ناورین لومړۍ خښته ګڼو. وروستی باور مو همدا دی چې هېڅ ښېګڼه او اندېښنه د دې باعث نشي ګرځېدلی چې د جنګ لپاره یې اساس وګرځو.

(پای)

لمنلیکونه:

  1. Walhalla: اسکاندیناوي، د هغو اتلانو ځای چې په جنګونو کې وژل شوي دي.
  2. Pantheon: په روم کې یو معبد، د خدایانو ځای، دا معبد له میلاد څخه ۲۷ کاله وړاندې جوړ شوی دی.
  3. Ramayana: هندي مقدسه حماسه چې له میلاده وړاندې په پنځم قرن او له میلاده وروسته په پنځلسم قرن کې ویل شوې ده او د شاه سرګذشت یې د نظم په ډول وړاندې کړی دی.
  4. Indra: ستر ودایي خدای، د رعد و برق او جنګونو خدای.
  5. Mithra: د پارس ستره الهه، د طبیعیت د عناصرو فرشته او د مړیو قاضي.
  6. Varouna: اسماني خدای چې په هندي اساطیرو کې د میترا په ډول مقام لري.
  7. Brahma: هندي خدای او د نړۍ، خدایانو او موجوداتو خالق.
  8. Vichnou: د نړۍ د حفاظت خدای چې کله د انسان په شکل هم راښکاره کیږي.
  9. Civa: د نابودۍ او تر هغې وروسته د ژوند خدای.
  10. Kail: د سیوا مېرمن او د مرګ الهه.
  11. Zeus: ستر یوناني خدای، د کرونوس او رمیا زوی، د رعد و برق خدای.
  12. Titans: د اورانوس زامن، هغوی کوښښ وکړ چې پر یو بل د غرونو د اېښودلو له لارې اسمان تسخیر کړي.
  13. Tiphee: د بادونو او د ستوریو د حرکتونو الهه.
  14. Chronos: د زیوس پلار چې د رعد و برق خدای و.
  15. Ophionee: هغه دیو دی چې د ساتورن په لاسونو ووژل شو.
  16. Mars: د روم اساطیري شخصیت، د جنګ او کرکیلې خدای.
  17. Pallas: یوناني اسطوره، د آتنا لقب.
  18. Apollon: په یونان کې د روښنایي، هنر او وړاندوینې خدای.
  19. Lucius Cornelius Sylla: (۷۸ – ۱۳۸ ق. م) رومي واکمن. دی په کال ۸۸ مخکې میلاد کې کونسل شو او په جنګ کې یې قاطع ونډه درلوده.
  20. Samnites: د سابین نژاد ایټالیایي نسب وګړي چې د رومیانو له لوري هلاک شول.
  21. le champ de mars: په اوسنۍ فرانسه کې پراخه سیمه ده.
  22. Rhaggium: د یوې سیمې نوم دی.
  23. Pumiques: د هغو جنګونو نوم دی چې د رومیانو او کارتاژ تر منځ وشول او د کارتاژ په نابودۍ پای ته ورسېدل.
  24. Asdrubal: د کارتاژ د شپږ کسیز نظامي جنرالانو نوم، وروستۍ کس یې له میلاده دوه پېړۍ وړاندې د رومیانو په لاس له پښو وغورځېد.
  25. Gaulois: هغه وګړي چې د الپ غره دواړه خواوو ته به یې ژوند کاوه. یو شمیرو یې په اوسنۍ فرانسه او یو شمیر نورو یې په ایټالیا کې ژوند کاوه.

شریک کړئ