لیکوال: اېډوارډ ودیع سیعد
ژباړه: سلیم پاینده
د ژباړې بیاکتنه: عبدالودود بشریار
ایا روڼاندي د خلکو یوه ډېره لویه یا ډېره کوشنۍ او غوره شوې ډله ده؟ شلمه پیړۍ کې د روڼاندو په اړه دوه ډېر مشهور بحثونه په بنسټیز ډول پر دغه ټکي مخالفت لري. انتونیو ګرامشي، ایټالوي مارکسیست، فعال، ژورنالیست او نومیالي سیاسي فیلسوف چې د موسولیني لخوا د 1926 او 1937 کلونو ترمنځ زنداني شوی و، د زندان په یادښتونو کې لیکلي چې «ټول انسانان[ذاتا] روڼاندي دي، نو ځکه یو څوک ویلی شي: خو په ټولنه کې ټول انسانان د روڼاندو دنده نه ترسره کوي.»[1] د ګرامشي خپل کاري ژوند د هغې دندې چې یو روښانفکر ته یې ټاکلې، ښه بیلګه ده: یو روزل شوی ژبپوه، په ورته وخت کې د ایټالوي کارګرې طبقې غورځنګ تنظیمونکی او په خپل ژورنالیزم کې له خورا باخبره انعکاس ورکوونکو، ټولنیزو شنونکو څخه و، چې هدف یې نه مازې د ټولنیز خوځښت، بلکې له خوځښت سره تړلی ټول کلتوري جوړښت، رامنځته کول و.
ګرامشي هڅه کوي هغه خلک چې په ټولنه کې روښانفکرانه دنده ترسره کوي په دوو ډلو وویشي: لومړی، دودیز روڼاندي لکه ښوونکي، پادریان او اداري مامورین چې له نسل تر نسله همدغه کار ته دوام ورکوي؛ او دویم، اورګانیک روڼاندي، چې ګرامشي په مستقیم ډول له طبقاتو یا تصدیو سره تړلي بلل، چې دوی به روڼاندي د ګټو تنظیمولو، ډېر قدرت ترلاسه کولو او ډېر کنټرول لپاره کارول.نو ځکه، ګرامشي د اورګانیک روڼاندي په اړه وايي: «پانګوال متشبث د خپل ځان تر څنګ صنعتي تکنیشن، د سیاسي اقتصاد متخصص، د نوي کلتور او د نوي حقوقي سیسټم تنظیمونکي او نور [متخصصین] خلقوي.»[2] د ګرامشي په اند د نن ورځې د تشهیراتو یا عامه اړیکو کارپوه، چې په مارکیټ کې د مینځلو توکو شرکت یا هوایي شرکت لپاره د لویې ونډې ترلاسه کولو تخنیکونه طرحه کوي؛ یو اورګانیک روڼاندی ګڼل کېدای شي، دی هغه څوک دی چې په ډیموکراتیکه ټولنه کې د بالقوه پیرودونکو، د خلکو ملاتړ، مارشال مستهلیکنو یا رایه ورکونکو رضایت لاسته راوړي. ګرامشي پر دې باور و چې ارګانیک روڼاندي په فعاله توګه په ټولنه کې ښکیل/دخیل دي، یانې په دوامداره توګه د فکرونو بدلولو او بازارونو پراخولو لپاره مبارزه کوي. دوی د ښوونکو او پادریانو [ملایانو] په توپیر، لږ یا ډیر پر خپل ځای پاتې دي او د کلونو په تېریدو، ورته کار کوي، اورګانیک روڼاندي تل په حرکت او جوړولو کې دي.
په بل سر کې، موږ د روڼاندو په اړه [د فرانسوي فیلسوف او ناول لیکونکي] جولېن بینډا (۱۸۶۷ - ۱۹۵۶) مشهور تعریف هم لرو، چې د فوق العاده لوړ استعداد لرونکي او اخلاقي فضایلو څخه برخمنو فیلسوفو-پاچاهانو یو کوشنۍ ډله یې بولي چې د انسانیت ضمیر/وجدان رغوي. لکه څنګه چې دا حقیقت دی، چې د بینډا رساله (La trahison des clercs) یا (د روڼ اندو خیانت) په اخلافو کې پر روڼاندو د تېر ایستنې د سخت برید په ډول موجوده وه، چې خپل غږ پریږدي او د روڼاندۍ ژوند سیستماتیک تحلیل پر ځای، پر خپلو اصولو معامله کوي. نوموړی په واقعیت کې د هغو کسانو چې دی یې رښتیني روڼاندي ګڼي، لږ شمېر نومونه اخلي او مهمې ځانګړنې یې په ګوته کوي. سوکرات او عیسی په مکرر ډول او همدغسې سپینوزا، والټیر او ارنسټ رینان په ډیرو وروستیو بیلګو کې ذکر کوي.رښتیني روڼاندي د پوهه خلکو/فکري خلکو یوه ډله (clerisy) ده چې په حقیقت کې ډېر نادر مخلوق دی، ځکه دوی چې د څه ملاتړ کوي، هغه د حقیقت او عدالت ابدي معیارونه دي چې هډو له دې نړۍ څخه ندي. له همدې امله بینډا [د پوهه خلکو او په دیني اصطلاح د «روحانیونو» یا (clerics) توپیر ته په مقام او عمل کې اشاره کوي] او وايي چې روحانیون تل له عامو خلکو/ اميانو سره مخالفت کوي، د هغو عامو انسانانو چې په مادي ګټو، شخصي پرمختګ او د امکان په صورت کې له سیکولر قدرتونو سره نژدې اړیکو کې دلچسي لري. دی وايي، رښتيني روڼاندي «هغه کسان دي چې فعالیت یې په اصل کې د عملي اهدافو لاسته راوړل نه دي، ټول هغه څوک چې د هنر یا ساینس یا میټافزیکي تخیل په فعالیت کې خپله خوښي لټوي، په لنډه توګه، د غیر مادي ګټو درلودو کې، نو ځکه په یو ځانګړي انداز وايي: 'زما پاچاهي له دې نړۍ څخه نه ده."[3]
که څه هم، د بینډا مثالونه دا ښه روښانوي چې هغه کاملا [له دې نړۍ] سره د بې رابطې، د بلې نړۍ او هوايي مفکرانو نظریې چې په بشپړه توګه شخصي دي، ښايي مبهمو او آن غیبي موضوعاتو ته وقف واوسي؛ نه تاییدوي. د ده په اند رښتیني روڼاندي بل څوک ندي بلکې هغه خلک دي چې ماورای طبيعي عشق، او د عدالت او حقیقت وچ اصول یې په حرکت راولي او دوی د فساد غندنه کوي، د ضعیفانو دفاع کوي او له ناقض او مستبد اقتدار څخه سرغړونه کوي. بینډا وايي: زه «باید یاداوري وکړم» «چې څرنګه فینیلون او ماسیلون د څوارلسم لويس جنګونه وغندل؟ څرنګه والټیر د پالاتینیت ویجاړول تقبیح کړل؟ څرنګه رینان د ناپلیون تاوتریخوالي مردود وګڼل؟ [په همدې ترتیب، هنري توماس] بکل د فرانسې د انقلاب په وړاندې د انګلستان بې احترامي وغندله؟ او زموږ په وخت کې، فریدریک ویلیم نيچه، د فرانسې په وړاندې د جرمني وحشتونه ناوړه وګڼل؟»[4] د بینډا په وینا د نن ورځې ستونزه دا ده چې روڼاندو خپل اخلاقي واک هغه څه ته تسلیم کړی چې په یوه کوټلې جمله کې یې هغه «د ډلهییزو احساساتو ټولنه» بولي، لکه فرقه پالنه، ډلهيیز احساسات، ملتپال تبعیض او طبقاتي ګټې. بینډا په ۱۹۲۷ کال کې د ډلهییزو رسنیو له زمانې مخکې لیکوالي کوله، خو هغه دا درک کړې وه چې د حکومتونو لپاره دا څومره مهمه ده چې د خپلو نوکرانو په توګه داسې روڼاندي ولري چې د رهبرۍ نه بلکې د حکومت د پالیسي د پیاوړتیا په خاطر پرې غږ وکړي او د رسمي دوښمنانو، تعبیرونو او متنوع افکارو د زیندۍ کولو په موخه یې په لویه کچه د تبلیغاتي دستګاه یا اورویلین نیوزپیک (Orwellian Newspeak) سیسټم په اډانه کې وکاروي او د «مصلحت» یا «ملي نوامیسو» په نوم پرې هر نوع حقیقت پټ کړای شي.
د روڼاندو د خیانت په وړاندې د بینډا ساندې او حسرت د هغه د استدلال ظرافت نه دی او نه هم د روڼاندو د ماموریت په اړه د هغه نه پخلا کېدونکی نا ممکن مطلقیت دی. بینډا د تعریف له مخې ریښتیني روڼاندي د سوځیدلو، له منځه تللو او یا په دار ځړیدلو له ګواښ سره مخامخ وي. دوی سمبولیک شخصیتونه دي چې له عملي مسایلو سره نه پخلاکیدونکی لیرې والی لري. نو له همدې امله د دوی شمېر ډیر نه وي او نه هم په معمول ډول راپیدا کیږي. دوی باید دقیق وګړي او ځواکمن شخصیتونه ولري او له هرڅه وړاندې، د روان جریان پر وړاندې تلپاتې اپوزیسیوني دریځ ولري: له دې ټولو دلایلو سره سره د بینډا متصور روڼاندي به خامخا د نارینوو یوه کوشنۍ او خورا څرګنده ډله وي - دی هیڅکله ښځې پکې نه شاملوي - د دغو سړیو غږونه لوړ او ځواکمن وي، دوی ستغ او سخت انتقاد کوي، چې له لوړتیا او اقتدار څخه سرچینه اخلي. بینډا دا نه څرګندوي چې دا سړي څرنګه حقیقت پیژني او ایا د ابدي اصولو په اړه د دوی ړنده پوهه کیدای شي د ډان کویکسوټ ناول (Don Quixote) غیرحقیقي نظریاتو په څير مازې شخصي خیال پلوونه وي.
خو لږ تر لږه زما په ذهن کې په دې کې شک نشته چې د ریښتیني روڼاندو په هکله چې بینډا عموما کوم تصویر لري، لا هم زړه راښکونکی او قانع کوونکی دی. د هغه ډېری مثبت او منفي مثالونه هڅونکي دي: د بیلګې په توګه د کالاس کورنۍ څخه د والټیر څرګنده دفاع، یا په مقابل جهت کې - د فرانسوي لیکوالانو، لکه د موریس باریس ویرونکې ملتپالنه، چې د بینډا په فکر د فرانسوي ملي ویاړ تر نامه لاندې یې «د سختۍ او سپکاوي رومانتیسم» ته دوام او اعتبار ورکاوه.[5] بینډا له روحي پلوه د ډریفوس پیښې [د ۱۸۹۴م په وروستیو کې د فرانسوي پوځ مشر یهودي اصله الفریډ ډریفوس د جرمني سلطنتي پوځ ته د محرمو اسنادو په ورکړه او ملي خیانت تورن وپیژندل شو او په ابدي قید محکوم شوی و.] او لومړۍ نړیوالې جګړې څخه اغیزمن شوی و، دا دواړه پیښې د روڼاندو لپاره سختې ازموینې وې. یا به دوی د یهودي ضد نظامي بې عدالتۍ او ملتپالنې جوش پر وړاندې په میړانه غږ پورته کاوه یا به د پسه په څېر له رمې سره تلل، او په ناعادلانه توګه محکوم شوی یهودي افسر الفریډ ډریفوس له دفاع څخه به یې ډډه کوله، جینګویسټي او فاشیستي شعارونه به یې ورکول چې د هر آلماني څیز پر وړاندې د جګړې او کرکې لمبې بلې کړي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، بینډا خپل کتاب یو ځلي بیا خپور کړ، دا ځل یې د هغو روشنفکرانو پر وړاندې یو لړ بریدونه ور اضافه کړل چې له نازیانو سره یې همکاري کړې وه او همدارنګه د هغو روڼاندو په وړاندې چې له کمونیستانو سره یې غیرمنتقدانه لیوالتیا درلوده.[6] مګر د محافظهکار بینډا د مبارزاتي لفاظیو په ژورو کې له روښانفکر څخه متصور درک ډېر محافظهکار او بېل کرکټر معرفي کوي، داسې یو څوک چې د قدرت پر وړاندې د حقیقت خبرې کولای شي، ځیږ، فصیح، فوقالعاده زړهور، غوسهناک شخص چې پر هیچا، حتا که څومره قدرتمن وي د انتقاد کولو وېره نه لري او د خپلو کړنو پوښتنه ورڅخه کوي.
د ګرامشي په ټولنیز تحلیل کې روڼاندی د هغه شخص په توګه چې په ټولنه کې یو شمېر ځانګړې دندې اجرا کوي، د هغه څه په پرتله چې بینډا یې موږ ته را پیژني واقعیت ته خورا نږدې دی، په ځانګړې توګه د شلمې پیړۍ په وروستیو کې ډیری نوي مسلکونه – لکه خپرونکي او ناشران، اکاډیمیک متخصصین، د کمپیوټر تحلیلګران، د سپورت او رسنیو وکیلان، د مدیریت مشاورین، د پالیسۍ متخصصین، د حکومت مشاورین، د ځانګړي بازار د راپورونو لیکوال، او په حقیقت کې د موډرن ډلهییز ژورنالیزم ټول ډګر پخپله د ګرامشي لیدلوری تایید کړی دی.
نن که څوک، په هره برخه کې چې د پوهې په تولید یا خپرولو پورې تړاو لري، کار کوي، د ګرامشي په اند روڼاندی دی. په ډېرو صنعتي لویدیځو ټولنو کې د تش په نامه پوهې صنایعو (knowledge industries) او هغو ترمنځ چې له واقعي فزیکي تولید (actual physical production) سره سروکار لري، تر منځ تناسب په ژور ډول د پوهې صنعتونو په ګټه ډیر شوی دی. امریکایی ټولنپوه الون ګولډنر څو کاله دمخه د روڼاندو په اړه وویل چې دا نوې طبقه ده، او روڼاندو مدیرانو اوس ښایسته ډیر د زړې شتمنې او ځمکوالې طبقې ځای نیولی دی. هو، ګولډنر دا هم وویل چې د خپلې لوړتیا له مخې روڼاندي نور هغه خلک نه دي چې پراخ ولس ته به یې وینا کوله؛ خو د دې پر ځای د هغه څه غړي شوي چې د انتقادي جریان کلتور (culture of critical discourse) یې بولي.[7] هر روڼاندی، د کتاب ایډیټر او لیکوال، پوځي ستراتیژیست او نړیوال حقوقپوه په هغه ژبه خبرې او معامله کوي چې د هماغه تخصصي حوزې د نورو غړو لپاره د کارونې وړ وي، د یوې برخې ځانګړي متخصصین له نورو ځانګړو متخصصینو سره په یوه داسې مشترکه ژبه (lingua franca) چې تر ډیره پورې نامتخصصو خلکو ته د پوهیدو وړ نه ده، خبرې کوي.
په همدې ډول فرانسوي فیلسوف میشل فوکو ویلي دي چې د ځان بللي نړیوالو روڼاندو ځای (کیدون لري چې ژان پال سارتر یې په ذهن کې وي) د «ځانګړي» روڼاندي[8] لخوا نېول شوی دی، د فوکو په اند ځانګړی روڼاندی هغه څوک دی چې د یوه ځانګړي مسلک دننه کار کوي، مګر د خپلو مهارتونو د هر ډول کارولو توان لري.دلته فوکو په ځانګړې توګه د امریکایي فزیک پوه رابرټ اوپنهیمر په اړه فکر کاوه چې په ۴۲- ۱۹۴۵م کلونوکې کله چې د لوس الاموس د اټومي بم پروژې (Los Alamos atomic bomb project) تنظیموونکی و، خپله تخصصي حوزه پرېښوده او وروسته په یوه ډول د متحده ایالاتو د ساینسي چارو کمیسار شو.
روڼاندي هان ډېرو زیاتو برخو او حوزو ته خواره شوي دي او ممکن روڼاندو د ګرامشي د هغو پرمختللیو وړاندیزونو چې د «زندان یادښتونو» (Prison Notebooks) کې یې توضیح کړي، پیروي کړې وي.ګرامشي ممکن د لومړي ځل لپاره، روڼاندي د ټولنیزو طبقاتو پر تله، په موډرنو ټولنیزو امورو کې د محور په ډول پیژندلي وي، چې په دې توګه دا په خپل ذات کې د څیړنو یو نوی فصل وګرځید. یوازې د «روڼاندو» کلمې سره د "د" او "او" کلمې مخته-روسته کېږدئ او نږدې سمدلاسه د روڼاندو په اړه د مطالعاتو یو بشپړ کتابتون چې په خپل وسعت کې خورا بشپړ او تفصیل لري زموږ د سترګو په وړاندې راځي. د روڼاندو په اړه په زرګونه بېلابېلې تاریخي او ټولنپوهنېزې څیړنې شته دي، همدارنګه د روڼاندو او ملتپالنې، قدرت، دودولۍ او انقلاب او نورو په اړه نه خلاصیدونکې لیکنې شته دي. د نړۍ هرې سیمې خپل روڼاندي تولید کړي او پر هر جوړښت (Formation) مباحثې شوي او په ډیر اورني شوق پرې بحثونه کیږي. په معاصر تاریخ کې هیڅ لوی انقلاب له روڼاندو پرته نه دی رامنځته شوی. برعکس، له روڼاندو پرته هیڅ لوی انقلاب - ضد حرکت موجود نه و. روښانفکران د حرکتونو پلرونه او میندې دي، او هو زامن او لوڼې، حتی ورېرونه، ورېرې - خورېیونه او خورزې یې دي.
دا ګواښ موجود دی چې ښايي د روڼاندي شخصیت یا انځور د جزییاتو په هجوم کې ورک شي، او یا دا چې ممکن روڼاندی یوازې په یوه بل مسلکي شخص او یا په ټولنیز رجحان کې په یوې څیرې بدل شي. د شلمې پېړۍ د وروستیو واقعیتونو په پام کې نیولو سره، هغه څه چې زه به یې په دې لیکچرونو کې مطرح کړم په اصل کې د ګرامشي لخوا وړاندیز شوي وو، مګر زه پر دې هم ټینګار کوم چې روڼاندی هغه فرد دی چې په ټولنه کې یو ځانګړی ولسي نقش لري او د هغه کرکټر یوازې یوه بې مخه متخصص، د یوې طبقې یوه باصلاحیته غړي ته، چې مازې خپل کار پسې ګرځي نشي ټیټیدای. زما لپاره مرکزي واقعیت دا دی، چې زه فکر کوم روڼاندی یو داسې وګړی دی چې خپله او عامو خلکو ته د یوه پیغام، لیدلوري، چلند، فلسفې یا نظر وړاندې کولو، جوړولو او بیانولو وړتیا لري. دغه نقش د هغه ماموریت یوه څنډه ده، چې بې له دې احساس نه نشي کیدای چې یو روڼاندی پکې په ولسي کچه شرموونکې پوښتنې راپورته کړي، د دیني سختدریځۍ او دوګما مخه ونیسي (نه دا چې رامنځته یې کړي)، په اسانۍ سره د حکومتونو یا شرکتونو لخوا نه شي اخیستل کېدای او د هغه غږ(raison d'etre ) د ټولو خلکو او مسایلو استازیتوب کوي چې معمولا هیر شوي یا حاشیې ته ټیل وهل شوې دي. روڼاندی د نړیوالو اصولو پر بنسټ پر دې باور لري چې: ټول انسانان حق لري چې د نړۍ له قدرتونو یا هېوادونو څخه د آزادۍ او عدالت په اړه د چلند د ښو معیارونو تمه ولري، او اړتیا ده چې د دې معیارونو قصدي یا غیرقصدي سرغړونې رابرسېره کړي او په وړاندې یې په زړه ورتیا مبارزه وکړي.
اجازه راکړئ چې دلته له خپلې شخصي زاویې توضیح ورکړم: زه د یو روڼاندي په توګه خپلې اندیښنې او مسالې خپل اوریدونکي یا حوزې ته بیانوم، مګر یوازې مساله دا نه ده چې زه یې څنګه وایم؛ د یو روښنفکر په توګه، د ازادۍ او عدالت هدف د پرمختیا استازولي هم پکې شامله ده. زه چې کوم موارد تر ډېر غور او سوچ وروسته بیانوم یا یې لیکم زما خپل باور دی؛ او په ورته وخت کې غواړم چې نور خلک دې لیدلوري ته وهڅوم. دا د شخصي او عامه ژوند تر منځ یوه پیچلې ګډوله ده، یوې خوا ته زما خپل تاریخ، ارزښتونه، لیکنې او موقفونه دي، چې زما له خپلو تجربو څخه لاسته راځي او بلې خوا دغه ترکیبونه ټولنیزې نړۍ ته ننوځي چې خلک پر بحث کوي او په بنسټ یې د جګړې، ازادۍ او عدالت په اړه پریکړې کوي. د خصوصي روڼاندي په نوم هیڅ شی نشته، له هغې شیبې چې تاسو کلمې ولیکلې او خپرې مو کړې نو سمدلاسه ولسي نړۍ ته داخل شوي یاست. همدارنګه یوازې یو ولسي روڼاندی هم نشته، یو څوک چې مازې د یو کرکټر یا ویاند یا د یو هدف، حرکت یا موقف سمبول په توګه موجود واوسي. بلکې تل شخصي عاطفه/personal inflection او خصوصي احساس/private sensibility هغه څه ته مانا ورکوي چې ویل کیږي یا لیکل کیږي. لږ تر لږه باید یو روښانفکر موجود وي ترڅو خپلو اوریدونکو ته ښه احساس ورکړي: ټوله خبره دا ده چې شرموونکی، متقابل او حتا که خواشینونکی هم وي.
نو په پای کې یو روڼاندی د یو استازي شخصیت په توګه اهمیت لري، هغه څوک چې په ښکاره، یو ډول دریځ وړاندې کوي او هغه شخص چې د هر ډول خنډونو سربېره د خپلو خلکو واضح استازولي کوي. زما استدلال دا دی چې روڼاندي هغه افراد دي چې د استازولۍ له هنر سره مینه لري که څه هم هغه د خبرو کولو، لیکلو، تدریس او يا په تلویزیون کې د را ښکاره کېدو له لارې وي. دا هنر تر هغه حده مهم دی چې په عامه توګه مخاطبانو ته د پیژندنې وړ وي او دواړه ژمنتیا او خطر، پیاوړتیا او زیانمنتیا پکې شامل وي؛ کله چې زه ژان پال سارتر یا برټرنډ راسل لولم په حقیقت کې دا د هغوی ځانګړی، فردي غږ او سبک دی او د دې تر څنګ د دوی استدلال دی چې پر ما اغیز ښندي، ځکه دوی د خپلو باورونو په اړه خپل غږ پورته کوي. دوی له یو بې نومه مامور یا محتاط بیوروکرات سره برابر نشي شمېرل کیدای.
د روڼاندو په اړه د پراخو مطالعاتو له خپریدو سره د روڼاندو خورا ډېر تعریفونه وړاندې شوي دي. مګر د هغوی د تصور، ځانګړي سبک،حقیقي کړنو او فعالیت په اړه چې د دې ټولو له یوځای کیدو څخه د یو ریښتیني روڼاندي جوهر جوړیږي، کافي معلومات نشته دي. ایسایا برلین/ Isaiah Berlin د نولسمې پیړۍ د روسي لیکوالو په اړه ویلي چې تر یوه حده د جرمني رومانتیسیزم تر اغېز لاندې وو او د دوی لیدونکي «پر دې پوه شوي وو چې نوموړی پر ولسي دریځ ولاړ دی او څه چې وايي رښتیا دي.»[9] زه چې یې وینم، د دغسې کیفیت یو څه اوس هم د یو موډرن روڼاندي د ولسي نقش په اړه پر ځای دی. همدا ده چې کله موږ د سارتر په څیر یو روښانفکر یادوو، د هغه شخصي چلند، د یو مهم شخصي رسالت احساس، د پام وړ هڅې، خطر منل، د استعمار په اړه د هغه خبرې یا د هغه ژمنتیا، یا د ټولنیزې شخړې په اړه د حقایقو ویلو اراده، چې د هغه مخالفین یې په غوسه کول او ملګري یې هڅول او ښايي آن په مقابل کې په ژوره توګه د خلکو لخوا رټل شوی هم وي؛ په څیر حالتونه زموږ ذهن ته راځي. کله چې موږ د سارتر اړیکه له سیمون دي بوار سره، د سارتر شخړه له البرټ کامو سره او یا د سارتر د پام وړ ملګرتیا له جین جینټ سره لولو، موږ هغه (د سارتر) د کلمې سره تړلیو شرایطو کې انځورو او وینو. په دغو شرایطو کې او تر یوه حده د دغو شرایطو له امله سارتر «سارتر» و، هماغه کس چې په الجزایر او ویتنام کې یې د فرانسې مخالفت وکړ. د یوه روڼاندي په توګه د هغه تر معیوب او په شرایطو پوره نه ګڼلو ور هاخوا، دغه پیچلتیاوې د هغه وینا ته بڼه او ځواک ورکوي، او د یو غمګین او اخلاقي مبلغ په وړاندې یې د یو خطاکیدونکي انسان په ډول څرګندوي.
په موډرن ولسي ژوند کې روڼاندو ته په ناول یا ډرامه کې د اتلانو په سترګه کتل کیږي، نه د یوې سوداګرۍ یا ټولنپوهنیز مونوګراف لپاره د خامو موادو برابرولو په سترګه، چې موږ پرې په اسانۍ پوه شو چې روڼاندي څرنګه استازیتوب کوي. دا لکه پټو یا لویو غورځنګونو کې د ژوند په څېر نه وي، بلکې روڼاندي د ژوند خورا عجیبې او آن ځیږې طریقې او ټولنیز فعالیت لري، چې په ځانګړي ډول په هغوی پورې اړه لري. موډرن روڼ اندی، د لومړي ځل لپاره د نولسمې پېړۍ د پای او شلمې پیړۍ د لومړیو کلونو په غیر معمولي ناولونو کې تشریح شوی دی. په دغو ناولونو کې د اېوان تورګینیف پلرونه او زامن (Fathers and Sons)، د ګوستاو فلوبر عاطفي زده کړه (Sentimental Education) ، د ایرلنډي لیکوال جیمز جویس د یوه ځوان هنرمن شیبې (A Portrait of the Artist as a Young Man) د یادولو وړ دي. په دوی کې د ټولنیز حقیقت استازیتوب خورا اغیزمن شوی،آن د یو نوي لوبغاړي، موډرن ځوان روڼاندي په ناڅاپي راڅرګندیدو، سره بدل شوی دی.
د 1860کلونو روسیې څخه د تورګینیف انځور ښکلی او ارام دی؛ شتمنو ځوانانو ته خپل عادتونه له مور و پلار څخه په میراث پاتې کیږي، دوی ودونه کوي او ماشومان راوړي او ژوند لږ و ډېر پر مخ روان دی. دا، ارام حالت تر هغه وخت پورې دوام کوي چې د بازاروف په نوم یو انارشست او په ورته وخت کې خورا متمرکز شخص د دوی ژوند ته ور ګډیږي. لومړی شی چې موږ یې د هغه په اړه مشاهده کوو دا دی چې هغه له خپل مور و پلار سره اړیکې ترینګلې کړې دي او د زوی پرتله یو ډول «خپله جوړشوی » کرکټر ښکاري، ننګونکي عادتونه لري، په منځلاریتوب او کلیشو برید کوي، په نويو ساینسي او غیر عاطفي ارزښتونو ټینګار کوي او ځان منطقي او پرمختګپال څرګندوي. تورګینیف ویل چې په شربت کې یې د بازاروف له ډوبولو انکار کړی، ځکه مطلب دا و چې دی «سخت زړی، بې لحاظه، وچ او بې رحمه» و اوسي. بازاروف د کرسانوف کورنۍ پورې ټوکې کوي، کله چې د کرسانوف د کورنۍ د منځني عمر پلار د فرانز شوبرټ [رومانتیک دورې کمپوزونه] اوري، بازاروف ور پورې په قهقهه خاندي. بازاروف، جرمني ماټریالیستي نظرونه وړاندې کوي: طبیعت د هغه لپاره معبد نه دی، بلکې یو ورکشاپ دی. کله چې هغه په انا سرجیوینا مینیږي انا هم ورته زړه ورکوي، مګر ویره هم ځنې لري: انا ته، د بازاروف بې قیزې او انارشسته فکري انرژۍ کې ګډوډي ښکاري. هغه په یو ځای کې یادونه کوي، چې له نوموړي سره اوسیدل، داسې دي لکه د ګړنګ/پاڼ په غاړه چې یو څوک لوبې کوي.
د دغه ناول ښکلا او د خواخوږۍ احساس په دې کې دی چې تورګینیف له دې لارې د هغه وخت د روسیې، چې د کورنیو لخوا اداره کیږي، مور و پلار او اولادونو تر منځ د مینې او محبت اړیکه پکې دوام لري؛ کارونه پکې په زړو طبیعي طریقو ترسره کیږي او په ورته وخت کې، د بازاروف نهیلستي ځواک، چې تاریخ یې په ناول کې د بل هر کرکټر په توپیر ناممکن ښکاري؛ تر منځ جنجال او ناسازګاري په متفکرانه ډول بیانوي. بازاروف را څرګندیږي، هغه ننګول کوي، او په ناڅاپي ډول کله چې د یوه ناروغ بزګر لخوا چې هغه یې درملنه کوله، څخه ورته ناروغي رسېږي او مري. هغه څه چې موږ یې د بازاروف په اړه یادوو، د هغه د لټون ناقراره ځواک او پیاوړی تقابلي عقل دی، او که څه هم هغه یو څه تصوفي شوی و، او د بازاروف د بېباکه فکري ځواک او همدغسې د لوستونکو د خورا سختو غبرګونونه له امله تر یوه حده منع شوی و، خو بیا هم تورګینیف ادعا کوي چې نوموړی د ده د ناول ترټولو خواخوږی شخصیت دی. ځینو لوستونکو فکر کاوه چې بازاروف پر ځوانانو برید و. نورو د یو ریښتیني اتل په توګه د هغه کرکټر ستایلی؛ نورو بیا هغه خطرناک ګڼلی. که موږ دیو شخص په توګه د هغه په اړه هر ډول احساس ولرو، خو «پلرونه او زامن» هغه ته د یو کرکټر په توګه د دوی په روایت کې ځای نشي ورکوای. په داسې حال کې چې د هغه ملګري، د کرسانوف کورنۍ او حتا د هغه غمګین بوډا مور و پلار هم خپل ژوند پرمخ وړي، مګر د یوه روڼاندي په توګه د هغه غرور او سرغړونې د دې سبب ګرځي چې نوموړی له دې کیسې ووځي، د کیسې لپاره مناسب ونه ګڼل شي او په یو ډول د کورنۍ لپاره نااهل تلقي شي.
دغه ډول نقش تر دې لا په روښانه ډول، د جیمز جویس د یوه ځوان هنرمن شیبې (A Portrait of the Artist as a Young Man) ناول د ځوان کرکټر «سټیفن ډیډالس» په قضیه کې هم ښه څرګند شوی دی، چې ژوند يې په لوړو او ژورو کې تېریږي. د هغه ځواني د کلیسا، د ښوونکي مسلک، ایرلنډي ملتپالنې په غوړه مالیو کې تېره شي، مګر وروسته ورو ورو ځان پیدا کوي، او یو سرټمبه ځانغوښتونکی روڼاندی کیږي، چې شعار یې ابلیسي (زه نه کوم).Non Seviam وي [او د دغو بنسټونو مخالفت کې ودریږي]. سیموس ډیین/Deane د یوه هنرمن انځور (Portrait of the Artist) په اړه خورا ښه مشاهده کوي: د ده په اند دا «په انګلیسي ژبه کې لومړنی ناول دی چې د فکر کولو او تفکر سره ژوره لېوالتیا پکې وړاندې شوې ده.»[10]د ډیکنز، تاکري، آسټن، هارډي، او حتا د جورج ایلیوټ د ناولونو مهم کرکټرونه هغه ځوانان او میرمنې نه دي چې لویه اندیښنه یې په ټولنه کې د فکر ژوندي ساتل وي، پداسې حال کې چې د ځوان ډیډلوس لپاره «فکر کول د نړۍ د تجربه کولو ځانګړې لار ده.» ډیین رښتیا وايي چې له ډیډالس/Dedalus څخه وړاندې د روښانفکرۍ لپاره، انګلیسي خیالي ادبیاتو یوازې «خنداورې مجسمې» درلودې. په دې ناول کې سټیفن ډیډالس یو ځوان کلیوال او د استعماري چاپیریال محصول تصویر شوی، هغه مخکې له دې چې یو هنرمن شي، باید مقاومتي او اپوزیسیوني تفکر او شعور یې وده وکړي.
د ناول په پای کې هغه نه یوازې یو منتقد پاتې کیږي، بلکې د کورنۍ او د فینان سازمان [په ایرلنډ کې د نولسمې پېړۍ انقلابي ملتپال سازمان] او بل هرې ایډیالوژیکې طرحې څخه چې د هغه فردیت او د هغه ډیرمهالی ناخوښه شخصیت ته په ټیټه ګوري، وتلی دی. د تورګینیف په څیر، جیمز جویس هم د ځوان روڼاندي او د انسان د ژوند د عادي جریان تر منځ جنجال/ناسازګاري په ګوته کوي. دا په کورنۍ کې د یو ځوان د لوېیدو، د یوې دودیزې کیسې په ډول پیلیږي، بیا ښوونځي او پوهنتون ته حرکت کوي، د سټیفن د خاطرو کتابچې، د مرموز یادښتونو په یوه سلسله بدلیږي. دا روڼاندی د کورني یا یو نواخت ژوند سره توافق نه کوي. د ناول په یوه خورا مشهوره بیانیه کې سټیفن هغه څه څرګندوي چې د فکري آزادۍ عقیدې عملي بڼه ورته ویل کېدی شي، که څه هم د سټیفن په بیانیه کې ملوډراماتیک اغراق د جیمز جویس هغه هڅه ده چې د ځوان هنرمن غرور کم کړي: «زه به تاسو ته ووایم چې څه به وکړم او څه به و نه کوم. زه به د هغه څه خدمت ونه کړم چې پرې نور باور نلرم آن که هغه پخپله زما کور، زما ټاټوبی یا زما کلیسا بولي: زه به هڅه وکړم چې څومره کولی شم ځان د ژوند د مهارتونو یا هنر له لارې په آزاده توګه څرګند کړم. زه د ځان دفاع لپاره یوازې: د چوپتیا، جلاوطنۍ او چالاکۍ، وسلو کارولو اجازه ورکوم.»
حتا د جیمز جویس ناول، یولیسس (Ulysses) کې چې سټیفن ډیډالس پکې د مرکزي کرکټر رول لري، هم موږ هغه د یو بدلون نه منونکي او ضدي ځوان په توګه وینو. هغه څه چې د هغه په باورونو کې څرګند دي، د فکري آزادۍ تائیدول دي. دا فکري فعالیت کې یوه لویه مسله ده ځکه بدخویه شخص، او د تروو ځیرک مچ د هدف په توګه کافي ندي. د روشنفکرانه فعالیت موخه د انسان پوهې او ازادۍ ته پراختیا ورکول دي. زما په باور، د ډیری تکراري نیوکو سر بېره «د خلاصون او روښانتیا لوی روایتونه» اوس هم رښتیا دي، هغه څه چې معاصر فرانسوی فیلسوف لېوټارډ یې د اتلولۍ ارمانونه او تېرې موډرنې دورې پورې تړي، او په پوسټ موډرنیزم کې یې نور د استفادې وړتیا لغوه اعلان شوې بولي. د دې نظر له مخې په پوسټ موډرنېزم کې سیمهییز حالات او ژبنۍ لوبې د لویو روایتونو ځایناستې شوې دي. پوسټ-موډرن روڼاندي اوس د لویو نړیوالو ارزښتونو لکه د حقیقت او ازادۍ پر ځای وړتیاو ته اهمیت ورکوي. ما تل فکر کړی چې لېوټارډ او د هغه پیروان د پوسټ موډرنیزم د ارزښتونو او پراخو فرصتونو په زمانه کې د روڼاندو د استازیتوب او دندو د موقعیتونو د بیا ارزونې پرځای پر خپلې ټنبلۍ او حتا بې پروايۍ اعتراف کوي. ځکه په حقیقت کې حکومتونه اوس هم په ښکاره ډول په خلکو ظلمونه کوي، د بې عدالتۍ ژورې فاجعې لا هم دوام لري، په واک کې د روڼاندو انتصابول او شاملول لا هم د دوی غږونه په اغیزمنه توګه خاموشولی شي، او اوس هم له دندو څخه د روڼاندو منحرفول مهمه موضوع ده.
په عاطفي زدکړه (The Sentimental Education) کې، فلوبر د بل هر چا په پرتله د روڼاندو په اړه ډېره نا امیدي څرګندوي، او له همدې امله تر هر بل چا خورا بې رحمانه انتقاد کوي. د فلوبر ناول د پاریس پاڅون په دوره کې چې له 1848 څخه تر 1851 پورې یې دوام درلود، لیکل شوی دی. دغه دوره د نامتو بریتانوي مورخ لویس نامیر لخوا د «روشنفکرانو انقلاب» په توګه یاده شوې، نو په دې توګه د فلوبر ناول د «نولسمې پیړۍ پلازمینه» کې د بوهيمن ننداره (panorama of bohemian) او سیاسي ژوند پراخ تصویر وړاندې کوي. د دغه ناول مرکزي کرکټر دوه کلیوال ځوانان، فریډریک موریو او چارلس ډیلاریرز دي. د ښاري کردار په خپلولو کې د دوی ناکامي او د یو روڼاندي په توګه د یوې مستحکمې لارې تعقیبولو کې د دوی ناکامي د فلوبر غوسه راپاروي. د دوی په اړه د فلوبر ډیر سپکاوی له هغې مبالغه امیزې تمې څخه سرچینه اخلي، چې فلوبرټ له هغوی څخه درلوده. د دې ناول پایله د روڼاندۍ د بېلارۍ خورا ښه نمونه ده. دغه دوه ځوانان د ټولنیزو بالقوه حقوق پوهانو، نقادانو، مورخانو، مقاله لیکونکو، فیلسوفانو، او ټولنیزو نظریه ورکوونکو په توګه، چې موخه یې عامه سوکالي وي، په کار پیل کوي. په پای کې د موریو روښانفکرانه ارمانونه...له منځه ځي او وچیږي. کلونه تېر شول او فکري ټنبلي او د زړه خپګان یې تیراوه. چارلس ډیلاریرز «په الجزایر کې د استعمار رئیس، د پاشا منشي، د ورځپاڼې مدیر، او د اعلاناتو نماینده کیږي؛ ... او هغه دا مهال [په ناول کې] د یوه صنعتي شرکت د وکیل په توګه کار کوي.»
د 1848 ناکامیو د فلوبرټ لپاره د هغه د نسل د ناکامۍ مانا لرله. په الهامي توګه، د موریو او ډیلاریرز تقدیر چې د دوی د خپلې ارادې تمرکز د نشتوالي او د موډرنې ټولنې د تلفاتو نتیجه ده، له بې پایه خنډونو، د خوښۍ له څپو، او تر ټولو مهم د ژورنالیزم، اعلاناتو، فوري شهرت طلبۍ، او د ثابت جریان له دایرې سره انځور شوي دي، چې په کې ټول نظریات د خرڅلاو وړ او ارزښتونه د بدلون وړ او ټول مسلکونه د اسانه پیسو ترلاسه کولو او چټک بریالیتوب کچې ته راټیټ شوي دي. د ناول مهمې صحنې له همدې امله په سمبولیک ډول د آسونو د ځغاستو، په کافي شاپونو او فاحشهخانو کې د نڅاګانو، اغتشاشونو، لاریونونو، پریډونو او عامه غونډو په شاواخوا کې ترتیبیږي. په دغو صحنو کې موریو مینې او فکري تسکین ته د رسیدو پرله پسې هڅه کوي، مګر په دوامداره توګه ترې منحرف کېږي.
بازاروف، سټیفن ډیډالس او موریو بې له شکه افراطیان دي، مګر دوی هدف پالي، چې د نولسمې پیړۍ د پېښو ریښتیني ناولونه (panoramic realistic novels) یې په ډول ښه وړاندې کولی شي، دوی موږ ته په عمل کې روڼاندي راښيي چې له بې شمېره کړاونو او لالچونو سره مخ دي، خپل رسالت ساتي یا ورسره خیانت کوي، دا رسالت د یوې ثابتې دندې په توګه نه چې د لارښوونې په کتاب کې په یو دم زده کیږي، بلکې د یوې منفردې دوامداره تجربې په توګه چې خپله د موډرن ژوند له ګواښ سره مخامخ ده. د روڼاندو استازیتوب، دهغه یا هغې لخوا ټولنې ته د یو هدف یا نظر څرګندولو، په بنیادي ډول د ځانغوښتنې پیاوړي کولو یا د یو شخصیت نمانځلو په مانا نه دي. او نه هم دوی په اصل کې په قدرتمنو بیوروکراسیو کې او له سخي کارفرمایانو سره د خدمت لپاره په نظر کې نېول شوي. روښانفکرانه استازیتوب پخپله یو فعالیت دی، چې په یو ډول شکاک او ژمن شعور پورې تړلی وي او په دومداره ډول منطقي څیړنې او اخلاقي قضاوت ته وقف شوی وي، دا چاره یو فرد د روڼاندو د استازیتوب په لیست کې شاملوي او په دې کتار کې یې راولي. پر ژبه ښه پوهیدل او پر دې پوهیدل چې ژبه کله وکارول شي، د روښانفکرانه عمل دوې اړینې ځانګړتیاوې دي.
مګر نن روڼاندي د څه شي استازیتوب کوي؟ زما په اند، دې پوښتنې ته یو له غوره او صادقانه ځوابونو څخه، د امریکايي ټولنپوه چارلس رایټ میلز لخوا، چې یو پیاوړی خپلواک روښانفکر دی او با احساسه ټولنیز لیدلوری او مستقیم او زړه راښکوونکي نثر کې د خپلو نظریاتو د څرګندولو پاموړ وړتیا لري؛ ورکړل شوی دی. هغه په 1944م کې لیکلي چې خپلواک روڼاندي له دوو غالبو انتخابونو سره مخامخ وو، یا به یې په ګوښه نشینۍ کې د بېځواکۍ له یو ډول بې چاره ګۍ سره ژوند کاوه او یا به یې د بنسټونو، شرکتونو یا حکومتونو په لیکو کې د یوې نسبتا کوشنۍ ډلې د غړو په توګه، ځان شاملاوه چې مالکانو به یې په غیر مسؤلانه او خپلسر مهمې پريکړې کولې. په معلوماتي صنعت کې د یو «ګومارل شوي» مامور په حیث کار کول هم حللاره نه ده، ځکه د توماس پاین په شان له مخاطبانو سره اړیکه ټینګول، به ناممکنه وي. په ټوله کې «د اغیزمنو اړیکو وسیلې» چې د روښانفکرانو د پیسو واحد دی، مصادره کیږي او په دې توګه یو خپلواک مفکر ته یو لوی کار پاتې کوي. میلز یې داسې بیانوي:
خپلواک هنرمن او روڼاندي له هغو څو پاتې شخصیتونو څخه دي چې د واقعي ژوندي شیانو په وړاندې له کلیشو او تدریجي مرګ سره د مبارزې او مقاومت په روحیه سمبال دي. تازه لید کې اوس دا وړتیا شامله ده چې په پرله پسې ډول د لیدلوریو او عقل سټریوټایپونه/ کلیشې بربنډوي او ماتوي او په دې ډول موډرن ارتباطات [د بیلګې په توګه د استازیتوب موډرن سیستمونه] موږ راګیروي. د ډلهییز هنر او ډلهییز فکر دا نړۍ په زیاتیدونکې توګه د سیاست له غوښتنو سره همغږې کېږي. له همدې امله په سیاست کې د روڼاندۍ پیوستون او هڅې باید متمرکزې وي. که مفکر خپل ځان په سیاسي مبارزه کې د حقیقت له ارزښت سره ونه تړي، هغه نشي کولای چې د ژوندانه له ټولې تجربې سره مسولانه چلند وکړي. [11]
دا برخه ځکه د بیا بیا لوستلو وړ ده چې د مهمو نښو او تاکیدونو څخه ډکه ده. سیاست هر ځای دی؛ د نګه هنر او فکر ډګرونو ته او يا په ورته وخت کې د بې موخې عینیت یا خیالي نظر قلمرو ته د تیښتې امکان نشته دی. د خپلې زمانې روڼاندي د استازیتوب د ډلهییز سیاست چې د رسنیو صنعت لخوا متجسم شوی، اغیزمنیږي. دوی دا وړتیا لري چې عکسونه، رسمي روایتونه او د قدرت توجیهات، چې د پیاوړو رسنیو لخوا نشریږي، وننګوي او په وړاندې یې مقاومت وکړي. دا رسنۍ، له واکمنو نظریاتو سره یو ځای لیدلوري چې څنګه موجود دي، هغسې ساتي او متفاوت نظریات محدودوي. میلز چې څه ته «بربنډول»/"unmaskings" یا متفاوت لیدلوری وايي، روڼاندي په دې لاره په خپل پوره توان د حقیقت ویلو کوښښ کوي.
دا کار په ټوله کې دومره اسانه هم نه دی: روڼاندی تل د یوازیتوب او طرفدارۍ تر منځ واقع وي. د عراق په وړاندې د خلیج د وروستۍ جګړې په بهیر کې دا ډیره ستونزمنه وه چې ښاروندانو ته یادونه وکړي چې متحده ایالات یو بې ګناه یا بې غرضه ځواک نه و (د ویتنام او پاناما یرغلونه د پالیسي جوړونکو لخوا په اسانۍ هېر شوي وو) او متحده ایالات له خپل ځان نه پرته او د نړۍ د پولیس په ډول، د بل چا لخوا پر دغه جګړه مامور شوی نه و. خو زما په باور دا د هغه وخت د روڼاندو دنده وه چې هېر شوي موارد رابرسېره کړي، هغه اړیکې وښيي چې ترې انکار شوی وو، هغه بدیلې لارې په ګوته کړي چې د جګړې او د انساني ویجاړولو اصلي هدف مخنیوی یې کولای شو.
د چارلس رائټ میلز مهم ټکی د ډلې او فرد تر منځ مخالفت دی. له دولتونو څخه تر شرکتونو پورې د لویو سازمانونو د قدرتونو تر منځ یو ذاتي تفاوت موجود دی. هغه افراد او انسانان چې ښکته موقف کې ډلبندي شوي، د لږه کيو، کوشنيو ملتونو او دولتونو، کلتورونو او نسلونو په شمول، په ټیټه یا کمه سترګه ورته کتل کیږي او په پرتلیز ډول ډیر ضعف تجربه کوي. زما په ذهن کې هیڅ دا ډول پوښتنه نه را پورته کېږي چې روڼاندي د کمزورو او هېرشوو پر خوا دي. د رابېن هوډ په څېر ځینې احتمال لري چې دا ډول پوښتنې ولري. بیا هم دا دومره ساده رول نه دی، او له همدې امله باید په اسانۍ سره د رومانتيک ایډیالیزم په نوم رد نه شي. په ژورو کې، زما په مفهوم، روڼاندی نه د سولې استازی دی او نه هم د جوړجاړي رامنځته کوونکی، مګر داسې څوک دی چې ټول وجود یې په منتقدانه احساس بایللی دی، داسې احساس چې اسانه فارمولونو، له مخه جوړو شویو کلیشو او د دوديزو زورواکو خبرو او کړنو تائیدونو؛ منلو ته غاړه نه ږدي. نه یوازې په غیر فعاله او د خوښې خلاف، بلکې په فعاله توګه یې ولس ته وايي.
دلته اساسي موضوع دا نه ده چې تل د حکومتونو پر تګلارو نیوکې وشي، بلکې روښانفکرانه دنده دا ده چې د دایمي هوښیارۍ او ویښتیا حالت وساتل شي، او نیمګړو حقیقتونو یا اخېستل شویو نظرونو ته اجازه ورنکړل شي چې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي. دا کار دوامدار ریالیزم رامنځته کوي، لکه یوه ورزشي منطقي انرژي، او یوه پیچلې مبارزه چې له یوې خوا باید د شخصیت مسایلو خیال او له بلې خوا باید په عامه حوزه کې د خبرو او بحثونو توازن هم وساتل شي، چې دا په تلپاتې هڅه چې د جوړښت له مخې نیمګړې او د ضرورت له مخې نامکمله ده؛ بدلوي. بیا هم، لږ تر لږه زما لپاره، دا ځواکمنتیاوې او پیچلتیاوې یو روڼاندی بډایوي، آن که ځانګړي محبوبیت ته یې نه رسوي.
[1]Antonio Gramsci, The Prison Notebooks: Selections, trans. Quintin Hoare and Geoffrey Nowell-Smith (New York: International Publishers, 1971), p. 9.
[2] Ibid. p. 4.
[3] 3 Julien Benda, The Treason of the Intellectuals, trans. Richard Aldington (1928; rprt. New York: Norton, 1969), p. 43.
Ibid. p. 52. [4]
[5] په 1762 کې د تولوز سیمې، ژان کالاس، یو پروتیستانت سوداګر، کاتولیک مذهب ته د زوی د اوړېدو په قضیه کې د خپل زوی د قتل په تور محاکمه او بیا اعدام شو. شواهد نیمګړي وو، مګر هغه څه چې دا قضايي بهیر یې ګړندی کړ؛ دا پراخ باور و چې پروتیستان هغه متعصبین دي، که بل پروتیستان وغواړي چې مذهب بدل کړي دوی یې له منځه وړي. والټیر د کالاس کورنۍ د شهرت د بیا ژوندي کولو لپاره د بریالي ولسي کمپاین مشري وکړه. (که څه هم اوس موږ پوهیږو چې هغه خپله شواهد جوړ کړل) موریس بیریس د الفریډ ډریفس له مشهورو مخالفانو څخه و. هغه د نولسمې پېړۍ د وروستیو او د شلمې پېړۍ د لومړیو کلونو، یو فاشیست پلوی او روڼ اندۍ ضد فرانسوی ناول لیکوال و، هغه د «سیاسي ناخود اګاهۍ» نظریې ملاتړ وکړ او ګروهمن و چې پرګنې او ملتونه په ګډه تفکرات او تمایلات رامنځته کوي.
[6] La Trahison was republished by Bernard Grasset in 1946.
[7] Alvin W. Gouldner, The Future 0/ Intellectuals and the Rise 0/ the New Class (New York: Seabury Press, 1 979), pp. 28-43
[8] Michel Foucault, Power/Knowledge: Selected Interviews and Other Writings 1972-1977, ed. Colin Gordon (New York: Pantheon, 1980), pp. 127-28.
[9] Isaiah Berlin, Russian Thinkers, ed. Henry Hardy and Aileen Kelly(New York: Viking Press, 1978), p. 129.
[10] Seamus Deane, Celtic Revivals: Essays in Modern Irish Literature 1880-1980 (London: Faber & Faber, 1985), pp. 75-76.
[11] 11 C. Wright Mills, Power, Politics, and People: The Collected Essays of C. Wright Mills, ed. Irving Louis Horowitz (New York: Ballantine, 1 963), p. 299.