مقدمه:
په افغانستان کې د ښځو په اړه د معرفت او پوهې لومړنۍ څپه په ډېرو ولسي ادبیاتو کې موندل کېږي. په اکاډمیک او معرفتي بستر کې د افغان مېرمنو په اړه شناخت او ډیسکورس لا هم په نشت حساب دی. دلته د افغان مېرمنو د حقونو، عدالت غوښتنې، برابرۍ او مساواتو، خپلواکۍ، او کار فهم او معرفت لا هم ذهني او خیالي دی. واقعیتونه او فکټونه نشي کولای معاصر فهم او پوهه استخراج کړي. دلته د ښځو په اړه ټول ذهنیت د فکټ په اساس نه پېژندل کېږي. له ښځو سره زور زیاتی، حق، عدالت، خپلواکي او دې ته ورته مسالې لا هم د واقعیتونو په اساس نه منل کېږي، بلکې ورته ویل کېږي چې له تاسو [ښځو] سره ظلم کېږي او وروسته دوی هم دا مني چې له موږ سره ظلم روان دی. فرخنده او هغې ته ورته ګڼې له خشونت ډکې پېښې لا هم تر نیمو زیاتو مېرمنو لپاره د یو خشن واقعیت یا فکټ په توګه نه دي مطرح بلکې دا چې دا موضوع ډېره تکرار شوه چې دا یو خشونت و، یو شمېر یې ذهناْ ومنله چې هو دا خشن کار و.
په افغانستان پورې اړوند د ښځینه جریانونو د ضعف یو مهم ټکی دا و چې ویې نشوای کړای چې د حاکم نرواکي سیستم پر وړاندې ودریږي یا یې حداقل د ژور او هر اړخیز نقد په موخه لومړني اساسات ترسیم کړي. ظاهراٌ د دې مسلې اصلي ريښه په دې کې ده چې په مېرمنو پورې تړلیو اکثرو جریانونو دولتي ملاتړي لوري درلودل او د نرواکي دولت پر وړاندې د دې بنسټونو عدم عمل، دوی تر یو څه وخت مبارزې وروسته له کاره وغورځول.
پر افغاني معرفت د ښځینه جریانونو اساسي انتقاد باید دا وي چې د دې معرفت بنسټ کوږ اېښودل شوی دی او د دې معرفت اصلي فرض کړای شوي عناصر په ژور ډول له ښځو د نقش او ونډې حق اخلي.
اصلي مسله:
کله چې ښځې لوړې زده کړې وکړي او په خپلو تخصصي څانګو کې ژور څېړنیز کارونه ترسره کړي نو وبه پوهېږي چې د «علمي حقایقو»، «سمو»، «حقیقت»، او «اصلي» په نوم تر اوسه ټول منل شوي شیان څومره د علماوو د جنس، طبقې، نژاد، قوم، پوهې، او موقف او د دوی د وخت او زماني بستر ترڅنګ د دوی د ذهني حالت څخه متاثره دي. په همدې موخه د ښځینه معرفتپېژندې اړتیا ضروري برېښي او دا مسله ريښتیني کوي چې د ښځینه متخصصینو حضور او اړتیا تر بل هر وخت جدي او حیاتي ده. د ښځینه فعالو بنسټونو د نقش په اړه هم دا ارزښتمن ټکی مهم برېښي چې ښځې باید د یو فکري، منظم، دقیق، او اساسي معرفتي سیستم په شتون کې پیاوړتیا ته ورسیږي. د یو پیاوړي ښځینه معرفتي سیستم په موجودیت کې به دا توانايي زیاته شي چې مطلق منل شوي علمي او نظري حقایق به وننګول شي او دا پوښتنه به مطرح شي چې «د چا پوهه او معرفت مو مدنظر دی؟».
د افغان مېرمنو له لوري د نوي ښځینه معرفت د تولید لومړنی او جدي شاخص باید دا وي چې دا مسله را پورته کړي چې ټول وګړي باید دا ومني چې د ښځو د طبعیت، حق، ځای، پلارواکي، د نارینه اقتدار او دې ته ورته مسایلو په باب هر څه چوپه خوله ونه مني، بلکې د پوښتنې، بحث او ډیسکورس اساس ټینګ کړي. په دې برخه کې فیمینیستي معرفت پېژندنې یوه ځانګړې نظریه د څېړونکو پر ذهني پیش فرضونو اعتراض کوي او وايي چې د څېړنې له پیله او بیا تر پایلې څېړونکي له مشخصو ذهني او له وړاندې منل شويو افکارو سره پر تحقیقاتو لاس پورې کوي. دوی بېلګې وړاندې کوي چې د تحقیق پر مهال پوښتل کېږي چې «ولې نجونې تر هلکانو زیاتې په زده کړو کې کمزوې دي؟» فیمینیست علماء باور لري چې د څېړونکي له لوري دا ډول ذهنیت درلودل په علومو کې د نارینهوو محوریت ښيي. د تجربه ګرايي دا میتود ساختارماتونکی کارکرد نه لري، بلکې هڅه کوي چې ووايي چې علومو ته د ښځو تر لاسرسي وروسته باید د تحقیقاتو او علمي بحثونو په باب جدي هڅه دا وشي ترڅو له جنسیتزده ګۍ څخه ډډه شوي وي.
افغان مېرمنې باید د هغو بنسټونو په ریفورم او د واک په اخیستنه کې غښتلې وي چې په تاریخي لحاظ د دوی د قدرت برخه وه؛ لکه کورنۍ، ښوونه او روزنه، اخلاق (لکه عدالت، حقوق، ...)، فرهنګي مناسبتونه او داسې نور. دا مورد شاید داسې هم تعبیر شي چې ګواکې دا په ښځو پورې هغه تړل شوي نارینه اوصاف دي چې ښځې له مهمو او ستراتېژیکو سرچینو را ګرځوي او په سطحي مسایلو کې یې بوختوي. ولې ټولیز باور دا دی چې ښځې د تاریخي قابلیت له مخې د ټولنې په یو شمېر خاصو برخو واک چلاوه؛ نو له دې مخې باید د واک د موثر دوام، غښتلتیا، او نوي اصلاح په موخه تر نارینهوو زیاتې مخکښې اوسي.
ژبه، فرهنګ او الهیات
د ښځو او دین اړیکې څنګه دي؟ دا اړیکې څوک کاږي؟ څوک یې په اړه تفسیر وړاندې کوي؟ آيا د ښځو او نرانو دینداري فرق کوي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې په دیني معرفت کې مهم ځای لري. په اروپا کې د مذهبي اصلاحاتو په نوم د ریفورم په مرحله کې د ښځینه برابرۍ مسلې ته ځانګړې توجه وشوه. د هغه مهال په دیني لارښوونو کې دا ټکی مطرح شو چې ښځې او نارینه د برابر روح څښتنان دي او کومه خاص برتري د دوی تر منځ نشته. په افغانستان کې د دیني روښانتیا او روشنفکرۍ مبلغینو ته بویه چې په خپلو نویو تفسیرونو او ډیسکورسونو کې د ښځو له مسلې سره هوښیارانه چلند وکړي. په دې جریان کې د ښځینه روشنفکرانو ويښتیا او ځيرکتیا تر بل هر فاکتور مهمه برېښي.
په افغانستان کې د فرهنګ، سیاست او نورو ټولو جوړښتونو کې د نرانو دوه حالتونو د ښځو د اصلي ځای مخه ډب کړې ده. یوه نرواکي او بله نارینتوبواکي ده. نرواکي د «نر جنس» د واک او برلاسي توب مانا ښندي، خو په نارینتوبواکي کې بیا ښځه د نارینه اوصافو (لکه، نارینه حرکتونو، بدني قدرت، ځانګړې ژبه او داسې نورو) په مرسته لوړتیا مومي. مانا دا چې په نرواکۍ کې نر د «نر جنس» له وجې لوړ دی خو په نارینتوبواکي کې هغه ښځې هم لوړتیا پیدا کوي چې د «ښځینه جنس» تر څنګ نارینه خصلتونه او صفتونه ولري. په پایله کې په دواړو حالتونو کې نر واکداره دی. په ځانګړي ډول په پښتو ادبي متونو کې د دواړو مفهومونو له لارې د نرانو برلاسي بېخي له ورایه ښکاري. که دې ژبې او متنپوهنې متخصصین د پښتو ژبې په هغه متونو باندې تحقیق وکړي چې جنسیتّځپل شوي دي، ثابتیږي چې نارینه فهم تر کومه بریده د ژبې په مرسته حرکات او رفتار رهنمايي کوي.
د ښځینه فعالو بنسټونو ته په کار ده چې د ښځینه ژورنالیزم او د مېرمنو اړوند د معرفت او پوهاوي د حرکات د پیاوړتیا او پراختیا په موخه فعال رسنیز بنسټونه او رسنۍ رامنځته کړي. د هېواد تر لرو پرتو سیمو او د ولایتونو ډېرۍ فعالو مېرمنو سره د خبراوي او اطلاعاتو اشتراکیت مسله باید د ښځینه فعالو بنسټونو په لومړیتوبونو کې حساب شي. دا کار به د ښځينه خبریالۍ تر څنګ د ښځینه ژورنالیستیک ژانر په تقویه کې هم رغنده ونډه واخلي او ترڅنګ به یې په دې هم وتوانیږي چې د مشترک ذهنیت په رامنځته کېدا کې ونډه واخلي.
افغان مېرمنې په داسې حال کې چې له خپل تېر څخه پرې شوي دي او له اوس پرته د خپل تېر په مورد کې هېڅ د لمس وړ تاریخي روایات نه لري، نو نشي کولای په اوس وخت کې د ښځو لپاره د فکر او فرهنګ مبارزې ته یو تاریخي بستر رامنځته کړي. اولین او منظم کار باید دا وي چې ښځې د خپلو غوښتنو د تبیین په موخه تاریخي مسایل رابرسیره کړي. د دې کار عملي ګټه به د ښځو له اوسنیو هڅو سره د یوې تاریخي اتکاء او د لازم او عامه ذهنیت په جوړېدا کې مرسته وي.
عملي معرفت
د فیمینیستي معرفت پېژندنې مرکزي ایډیا (Situated Knowledge) نومیږي. د دې ایډیا په مرسته د شناخت او معرفت د لامکان، لازمان او لاجنسیت پر نقد تمرکز کېږي او دا مساله تر پوښتنې لاندې نیول کېږي چې څنګه خلک په یو څیز، یوه پېښه او یوه پدیده په مختلفو ځایونو کې، په مختلفو وختونو کې او په مختلفو شکلونو پوهېدلی شي. د دې ایډیا په مرسته مطلق او نه خطاکېدونکی معرفت نشته او کذب دی. فیمینیست پوهان په علومو او څېړنو کې له پوسټ پوزیټیویسټ میتود څخه ګټه اخلي. د دې میتود پر اساس ټوله پوهه او شناخت د مختلفو ټولنیزو عواملو د تعامل له لارې ترلاسه کېږي او هر کله چې دا تعامل بېځایه شي، زموږ پوهه او شناخت هم نوی کېږي. د همدې استدلال په صورت کې ټول علمي حقایق، تعبیرونه، او د پوهې اوسنۍ شکل د تغیر وړ او د نوي تفسیر په محراق کې واقع دی، چې ښځې کولای شي دا شناخت له خپل نظره وړاندې کړي.
په افغانستان کې د ښځو د مبارزو د تاثیراتو او ځواکمنتیا په باب یو مهم اصل باید دا وي چې دا مبارزې د عامو وګړیو لپاره د خوښې وړ وګرځي. د ښځینه جنبشونو د معاصرو افکارو په لړ کې دا منل شوې ده چې بومي ښځینه ډلې او غوښتنې باید قوت ومومي. د طبقې، نژاد، ژبې او مشترکو ارزښتونو په اساس د ښځو مبارزې د نوي عصر غوښتنه ده. دا کار باید په دې صورت کې وشي چې ولسي خوښونې را وټوکوي. په کار او کسب او ورته مواردو کې د ښځینه سمبولونو کارول چې خالص ښځینه ماهیت ولري، جدي نقش او اهمیت لري. د ښځینه معرفت د تولید یو مهم مورد دا هم دی چې ښځینه فعالینې وتوانیږي د کثرت او تنوع د منلو ترڅنګ د اړوند ښځینه نښو په ترویج کې ونډه واخلي.
ښځې باید د ښځینه ځانګړتیاوو له پېژندو سره سم د هغوی په پياوړتیا او غښتلتیا هم کار وکړي. دا سمه ده چې د ښځو او نرانو د برابرۍ مسله به مهمه او جدي وي، خو تر څنګ یې دا شرط هم د پام وړ ارزښت لري چې ښځې هغه برخې زیاتې پیاوړې کړي چې ښځینه اوصاف بیانوي. ښځې باید د خپلو خالصو ښځینه اوصافو په تشخیص، ارتقاء او توسعه کې ونډه ولري. دا کار به ښځې له نرانو د کار او فعالیت په ډګر کې د نارینه توصیف له کارونې راوګرځوي.
پایله
له فرهنګي او اکاډمیکو بنسټونو، لیکوالو، نخبه ګانو او روشنفکرانو ولې نه پوښتئ چې د ښځو په اړه مو ولې دوهګونی چلند کړی دی؟ په فرهنګي او اکاډمیکو حلقاتو کې د ښځو په باب د تفکر او متن نهشتون ولې د ښځینه روشنفکرانو او نورو نخبهګانو له پاره د پوښتنې وړ نه دی؟ روشنفکران او فرهنګي نخبهګان د ښځو په اړه د فکر او فرهنګ په کوم ماموریت بوخت دي چې د ښځو لپاره عملي او د لمس وړ نتایج نهلري؟ د فرهنګ، تفکر او تاریخ اوسني متولیان د ښځو د ژوند، راتلونکي او اوسني حال د ښه والي لپاره کومه روشنفکرانه طرحه او پالیسي لري؟! ... دا او دې ته ورته پوښتنې باید هره هوښیاره مېرمن او هر مسوول نارینه له دې شته فرهنګي مشرانو او لیکوالو وکړي او تر هغې چې پوره ځواب یې نه وي ترلاسه کړی، ستونزه تر هواري د بحران په لور په حرکت کې ده. د ښځینه معرفت لومړني اساسات له همدې شروع کېږي چې خپل د فرهنګ او فکر مشران وپوښتئ چې د ښځو سره مو تعامل په څه شي ولاړ دی؟
د مېرمنو د حقونو د مبارزې ټول جریانونه او ډلې باید دا له یاده ونهباسي چې نرواکي او هغه خوځښتونه چې د نرواکۍ په لمن کې د ودې امکان لري، د دې مبارزې د کمزوري کولو پر وړاندې لاس پورې کوي. دا مالومه ده چې نران د ټولنې او فرهنګ په مشخصو بنسټونو پراخ نفوذ لري او همدا بنسټونه د فعالیت له مخې تاثیرګزار حیثیت لري. په افغانستان غوندې ټولنه کې د ښځو د برخې فعالینو ته بویه چې د نرواکي سیستم له جزیرو سره ځيرکانه چلند اختیار کړي.
دا چې د ښځینه نهضتونو یوه مهمه موخه د نابرابریو پر وړاندې مبارزه ده؛ آیا په افغانستان کې د ښځو د حق په موخه روان جریانونه د ټولو ښځو د حق، عدالت او خوښې مطابق دي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د ښځو د برخې له ټولو فعالینو باید وشي. موږ اړتیا لرو چې د ښځو په برخه کې د فعالیت او مبارزې یو حداقل ټولمنلی فکري – فرهنګي نهضت ولرو چې د دې زماني روحیه او غوښتنې منعکسې کړای شي. د ښځینه مبارزې فعالو جنبشونو ته په کار ده چې د دې احتمال په اړه چې ګواکې د فعالیت او کار جغرافیه یې یوازې د ښارونو تر څو نمایشي راشو درشو رسیږي، ځواب ویونکي اوسي.
د ښځو د حقونو جریانونه باید دا درک کړي چې د دوی او عدالت ترمنځ یوه ژوره مفهومي اړیکه پرته ده. د ښځو حقونو جریانونه د بشریت د نیمې برخې، د جنسي تبعیض، د ماشومانو پر وړاندې د خشونت او دې ته ورته پېښو په مقابل کې غږ دی چې ژوره عدالت محوره اړیکه جوړوي؛ نو لازمه برېښي چې د دې اړیکې د ټینګښت په موخه د مېرمنو فعال خوځښتونه د ټولنیز عدالت مسله د خپلو ستراتېژیو په سر کې تعقیب کړي او د همدې مفهوم په عملي زمینه باندې خپل اقدامات ترسره کړي.